Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
معصومین علیهم السلام

د وحی او رسالت لور د پلار په څنګ کښې

2017/01/16

د وحی او رسالت لور د پلار په څنګ کښې

نوم: فاطمه
کنيت: ام الحسن، ام الحسين، ام المحسن، ام الائمه، ام ابيها 1
مشهورلقبونه: زهرا، بتول، صديقۀکبري، مبارکه، عذرا، طاهره، سيدةالنساء، انسيه، حوريه، ذکيه، مرضيه 2
پلار: دخدايې پاک وروستي پيغمبر(ص)حضرت محمد(ص)
مور: بي بي خديجه رضی الله عنها د پيغمبر(ص) لومړۍ ماندينه او لومړۍ ښځه چې اسلام يې راوړ.
زوکړه: په مکې کښې د بعثت په پنځم کال 3
شهادت: مدينه. د هجرت يوولسم کال د پيغمبر(ص) له وفاته دوه نيم کاله وروسته 4
ښخيدو ځايې: د سياسی وجوهاتو او د خپل وصيت مطابق د شپې په پټه حضرت علی عليه السلام خاورو ته وسپارله 5او تر ننه پورې يې قبرسم ځايې نۀ دی معلوم 6
اولاد: امام حسن مجتبی عليه السلام ، امام حسين عليه السلام، زينب(ع)، کبری(ع)، ام کلثوم(ع) او محسن عليه السلام چې سقط شو
د وحی او رسالت لور د پلار په څنګ کښې
د پيغمبر(ص) له بعثته پنځه کاله وروسته د جمادی الثانی د مياشتې په شلمه نيټه د جمعې په ورځ د پيغمبر (ص) او بي بي خديجې په کور کښې يوې جينۍ سترګې وغړولې او ددې جينۍ (بي بي فاطمه) په زوکړې سره د رسول د خداي کور د مينۍ او محبته ډک شو د ګران رسول د غمونو دړدونو او کړاوونو په غوغا کښې چې پيغمبر(ص) ورسره په مکه کښې مخامخ ؤ وړې بي بي فاطمې (ع) د سحر د وږمې په شان د پلار او مور زړه سوړ کړو.څومره لويه درجه او فضيلت دی د هغي لور چې د پيغمبر(ص) زړه ورسره قراريدو او فرمايل به يې: “فاطمه(ع) زما روح دی او له هغې څخه د بهشت او جنت بوي راځي” او خداي پاک د هغې د طهارت او پاکۍ په حقله وايې: “انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا”7 “خداي پاک اراده کړې ده چې تاسو د پيغمبر(ص) اهلبيت له هرې پليتۍ او ککړتيا پاک وساتي.”
د بي بي فاطمې (ع) پلار صفت ته حاجت نه لري. داسي پلار خداي خلق عظيم بللی8 او فرمايې ” چې دا پيغمبر له خپلې خوښې هيڅ خبره نه کوي او څه چې وايي د خداي وحې ده” 9
بي بي فاطمې (ع) خپل ټول نوراني عمر د داسي لوړ او عظيم پلار په لمن کښې تير کړو. قابو دوه کلنه وه چې له پلار سره يو ځايې کفارو او قريشو اقتصادي محاصره کړه او درې کاله يې د شعب ابي طالب 10 کښې له خپل پلار او مور او نورو مسلمانانو سره په سختو شرائطو، لوږې او سختۍ کښې تيرکړل.
د بعثت په لسم کال له شعب څخه تر ژغورنې لږه موده وروسته يې ګرانه مور چې ظالمانو او قريشو سره يې په مقابلې کښې او په اقتصادي محاصرې کښې خپل وروستي لس کلونه تير کړي وو ،چې وفات شوه.که څه هم دا جداي دوي ته ډيره سخته وه. خو تر دې وروسته پلار ته له نزدې او د هغۀ له پاکه تربيته او مينې خړوبه شوه له هجرته لږه موده پس د پيغمبر (ص) د کورنۍ له نورو ښځو او حضرت علي عليه السلام سره له مکې څخه مدينې ته راغله او بيا له پلار سره يو ځاي شوه. په مدينه کښې د پلار دژوند په سختيو کښې له هغوي سره برابره شريکه وه او د احد په جنګ کښې وروسته له دې چې مسلمانان شاتګ ته مجبوره شول، بي بي فاطمه (ع) له مدينه ووته او د پيغمبر کيمپ ته راغله او له حضرت علي سره يو ځائی يې د پيغمبر (ص) د زخمونو ملهم پټۍ وکړه.11
بي بي فاطمه (ع) د اسلام په کور کښې پيدا شوه، له اسلام سره لويه شوه او ژوند يې له پيغمبره(ص) جدا نۀ ؤ او هغه مبارک (ص) به تر هر چا زيات د هغې کور ته ورتللو. د پيغمبر(ص) خدمتګار وايې :” کله چې به د خداي رسول(ص) په سفر تلو نو تر ټولو وروسته به يې له بي بي فاطمه (ع) سره خداي پاماني کوله او چې کله به را ستنيدو، تر ټولو مخکښې به د بي بي فاطمه(ع) ديدن ته ورتللو.12 د پيغمبر(ص) د ژوند په وروستيو شيبو کښې هم بي بي فاطمه (ع) د هغه مبارک سر ته ناسته وه او ژړل يې او پلار ورته ډاډ ورکاؤ.13
د بي بي فاطمې (ع) مور
بي بي فاطمه (ع) د خپل وړوکوالي پنځه کاله د بي بي خديجه(ع) په شان د قدر منې او سر ښيندونکې مور په لمن کښې تير کړل هغه ښځه چې د اسلام لومړۍ مرمن وه او پيغمبر(ص) د هغې په باره کښې فرمايلي دي “خديجه (ع) ددې امت يوه ډيره غوره مرمن ده”
پيغمبر(ص) له بي بي خديجې (ع) سره دومره مينه لرله چې تر څو ژوندۍ وه، ګران رسول(ص) بل وادۀ ونۀ کړو د هغې له وفاته وروسته به يې هم ډيره يادوله او د هغې د ملګرو به يې هم ډير احترام کاؤ. تر دې چې که چا به هغۀ مبارک ته کومه تحفه يوړه نو وبه يې فرمايل ” دا تحفه زما پلانکۍ بي بي کره يوسئ ځکه چې هغه د بي بي خديجه (ع) ملګرې وه”
عائشه وايې “پيغمبر(ص) به بي بي خديجه(ع) دومره په ښو يادوله چې يوه ورځ مې پرې اعتراض وکړو چې بي بي خديجه خو يوه بوډۍ ښځه وه او خداي پاک تاته تر هغې ښې بيبيانې نصيب کړي دي پيغمبر(ص) غصه شو او وې فرمايل “په خداي قسم زما نورې بيبيانې تر هغې ښې نۀ دي ځکه چې خديجې(ع) هغه وخت په ما ايمان راوړو چې نور خلق کافران وؤ او زۀ يې هغه وخت تصديق کړم چې نورو دروغژن ګڼلم او ماته يې هغه وخت خپل مال راکړو چې نورو له خپلو مالونه محرومه کولم او خداي زما نسل له هغې وګرځولو “14
دا خبره په تاريخ کښې د يو لويې حقيقت څرګنداوې ده ځکه چې د بي بي خديجه(ع)سر ښيندونو د اسلام په ترقۍ کښې ډيرمهم رول لوبولی دی. ځينې محققان وايې چې اسلام او د پيغمبر(ص) رسالت د حضرت علي عليه السلام په جهاد او د بي بي خديجې(ع) په پيسو سره ډيره ترقۍ وکړه يعنې خداي پاک دا دوه د پيغمبر(ص) د دين د خپرولو لپاره يوه وسيله وګرځوله 15
نو مقصد دا چې بي بي فاطمه (ع) د داسي مور او پلار لور وه. بي بي خديجه د بعثت په لسم کال وفات شوه. او تر هغې وروسته يوازې بي بي فاطمه (ع) وه چې د پيغمبر(ص) کور به يې له مينې ډکولو.
مدينې ته هجرت
د بي بي خديجه (ع) د وفات په کال د پيغمبر(ص) تر ټولو ستر ملاتړی حضرت ابوطالب (ع) هم وفات شو.16 ابو طالب (ع) د پيغمبر(ص) تر ټولو له نزدې او مئينو ملګرو څخه ؤ. او له دې امله چې د قريشو مشر او د مکې له لويانو څخه ؤ نو د خپل نفوذ او رعب په وجه د پيغمبر(ص) او مسلمانانو لپاره تر ټولو لويې ملاتړی او محافظ ګڼل کيدۀ او تر څو چې دی ژوندی ؤ د قريشو کافرانو پيغمبر(ص) ته لاس نۀ شو اوږدولی.17
حضرت ابو طالب(ع) په خپل ټول عمر کښې د پيغمبر(ص) له هيڅ ملګرتيا او خدمته کوتاهي ؤ نۀ کړه او د دې لپاره چې د قريشو او کفارو په وړاندې د پيغمبر(ص) لپاره يو بند وې، خپل ايمان يې پټ ساتلو. او داسي به يې ظاهروله چې يوازي د خپلولۍ په وجه د پيغمبر(ص) ملاتړ کوي . د حضرت ابوطالب دا تدبير او چل ددې سبب شو چې د قريشو کافران هغه د خپل ځانه وګڼی او د هغۀ د احترام په وجه يې پيغمبر(ص) ته څه نۀ شول ويلی. خو افسوس ځنو ناپوهو او لنډ فکرو کسانو د حضرت ابوطالب(ع) په ايمان او اسلام کښې شک کړې او هغۀ ته چې يو با ايمان سړی ؤ د شرک او کفر په شان نا روا نسبتونه ورکړي دي18
د حضرت ابوطالب(ع) په وفات سره د پيغمبر(ص) کار لا سخت شو او د قريشو زورونې او ازارونې زياتې شوې. تر دې چې په يو شيطاني پلان سره يې د مکې بيلا بيلو قبيلو يو يو کس وټاکۀ چې د شپې پيغمبر(ص) شهيد کړي او د پيغمبر(ص) خپلوان او قبيله له دومره ډيرو قبيلو انتقام وانۀ خستی شي. تر دې وروسته د هجرت قيصه پيښه شوه او پيغمبر(ص) هجرت وکړو. پيغمبر(ص) 12 ورځې پس د مدينې يو کلي قبا ته ورسيدو او هلته پاتې شو چې حضرت علي عليه السلام ورسره يو ځايې شي. حضرت علي عليه السلام د امانتونو له رسولو څو ورځې وروسته له هغوي سره يو ځايې شو.
د بي بي فاطمه (ع) اسماني شخصيت
د نړې له بيبيانو د بي بي فاطمه (ع) اسماني شخصيت ډير لوړ دی. هغه بي بي فاطمه (ع) چې په معصومينو کښې شمير ده19 او د هغې او کورنۍ محبت او ولايت له ديني فرضونو څخه دي 20. او داسي بي بي چې غصه کول او خفه کول يې د خداي پاک غصه او خفګان ګڼل کيږي21 نو راځې چې د معصومينو له خلې د هغې د صفاتو ځنې برخې درته بيان کړم:
1. پيغمبر(ص) فرمايلي دي چې د خداي په حکم سره يوه فرښته نازله شوه او ماته يې زيري راکړو چې حسن او حسين د جنت د ځوانانو سرداران او بي بي فاطمه (ع) د جنت د ښځو سرداره ده.22
2. ګران رسول فرماي چې د نړۍ تر ټول غوره مرمنې څلور دي. د عمران لور مريم، د خويلد لورخديجه، د حضرت محمد لور بي بي فاطمه(ع) او د فرعون ښځه اسيه بي بي.23
3. بيا هم ګران رسول (ص) فرمايي چې جنت د څلورو بيبيانو مشتاق دی د عمران د لور مريم، د فرعون د ښځې اسيې، په دنيا او إخرت کښې د پيغمبر(ص) د ماندينې بي بي خديجې او بي بي فاطمه (ع)24
4. همداراز فرمايي چې خداي پاک د فاطمې(ع) په غصې غصه کيږي او د هغې په رضا راضي کيږي.
5. امام موسی بن جعفر عليه السلام فرمايي د خداي رسول(ص) فرمايلي دي چې خداي پاک څلور ښځې غوره کړې. مريم، اسيه، خديجه، او فاطمه سلام الله عليهن.25
6. امام رضا عليه السلام د خداي له رسوله نقلوي چې وې فرمايل حسن عليه السلام او حسين عليه السلام او د دوي پلار تر ما وروسته په زمکه کښې تر ټولو غوره کسان دي. او مور يې د زمکې تر ټولو غوره ښځه ده.
7. په صحيح بخاري او صحيح مسلم کښې چې د اهل سنتو تر ټولو معتبر کتابونه دي راغلي دي چې پيغمبر(ص) و فرمايل بي بي فاطمه (ع) د جنت د ښځو سرداره ده يعني د ټولو ښځو سرداره ده26
8. له پيغمبر(ص) پوښتنه وشوه ای د خداي رسوله (ص) ايا فاطمه د خپلې زمانې د ښځو سرداره ده دوي وفرمايل” نه دا يوازي د عمران د لور بي بي مريم په حقله راغلي دي، خو زما لور له اوله واخلې تر اخره پورې دنړۍ د ټولو ښځو سرداره ده.
9. امام علی بن موسی الرضا عليه السلام له حضرت امام علی عليه السلام روايت کړی دی. چې پيغمبر(ص) وفرمايل چې د قيامت په ورځ به منادي اواز وکړي چې ای مخلوقه! سترګې پټې کړئ چې فاطمه له لارې تيره شي”
10. ابو ايوب انصاري هم دا حديث نقل کړی او وايې چې بي بي فاطمه (ع) به په داسي حال کښې په لاره تيريږي چې د جنت 70000 حورې به يې ملګرې وي.
11. پيغمبر(ص) بي بي فاطمه (ع) ته وفرمايل چې ای فاطمه (ع) ! خداي پاک په زمکه کښې ستا ميړۀ انتخات کړو او ماته يې وحي وکړه چې تا هغۀ ته وادۀ کړم. خداي پاک ستا د عزت او کرامت په وجه تۀ داسې کس ته وادۀ کړې چې له ټولو مسلمانانو مخکښې يې ايمان راوړی دی. حلم او زغم يې ډير او علم يې زيات دی27
12. سفين بن عينيه وائی امام صادق عليه السلام د “مَرَجَ البَحْرَيْن يَلْتَقيَان” يعنې دوه دريابونه يې روان کړل چې له يو بل سره يو ځايې شي” په تفسير کښې وفرمايل د دوو سيندونو نه مطلب علي او فاطمه دي. ” و يُخْرِجٌ مِنْهمَا اللُوْلوْ وَالمَرجَان” يعنې له دغو دوو څخه بيا لولو او مرجان راوباسي، نه مطلب امام حسن او امام حسين دي.28
13. له امام صادقه پوښتنه وشوه ولې بي بي فاطمه (ع) ته زهرا يعنې ځلانده ويل کيږي ؟ وي فرمايل ځکه چې کله به په مانځۀ ودريده نور به يې د اسمان والو لپاره ځليدو لکه څنګه چې زمکې والو ته ستوري ځليږي29
14. په روايت کښې راغلي دي چې کله به بي بي فاطمه(ع) عبادت او مونځ کولو او کوم بچی به يې په ژاړا شو نو فريښتې به د هغۀ زانګو زنګوله.30
له فاطمې(ع) سره د پيغمبر(ص) د مينې ځينې نمونې او احترام
له بي بي فاطمه (ع) سره د پيغمبر(ص) مينه دومره زياته وه چې دا چاره د پيغمبر(ص) د ژوند له حيرانتياوو ګنلی شوه او که دې خبرې ته ځير پام وکړو چې ګران رسول (ص) د خداي په نزد تر ټولو نزدې او لوړ انسان ؤ او په ټولو چارو کښې د حقو معيار او د عدل او اعتدال ميزان او پارسنګ ؤ او د هغۀ هره وينا او کړچار د سنت درجه لری ځکه چې خداي تعالی فرماي:
“وَ مَا يَنْطِقٌ عَنِ الهَوی اِنْ هٌوَ اِلا وَحْیً يٌوحی” يعنې پيغمبر(ص) له خپلې خوښې او نفسه هيڅ خبره نۀ کوي بلکې هر څه چې وايې له وحي څخه وي. نو د بي بي فاطمه (ع) په معنوي فضيلت به لا ښه پوه شو.
د پيغمبر(ص) نورې لوڼه هم وې او که څه هم ګران رسول(ص) له خپلې کورنۍ او حتی پرديو سره مينه لرله خوله بي بي فاطمه (ع) سره د هغوي مينه ځانګړې او جدا وه او په اکثرو ځايونو کښې به يې دا مينه څرګنده اعلانوله. او دا پخپله يو دليل دی چې د بي بي فاطمه (ع) او د هغې د کورنۍ ژوند د اسلام له برخليک څخه نۀ جدا کيدونکی دی اوله بي بي فاطمه(ع) سره پيغمبر(ص) رابطه يوازې د پلار او لور رابطه نۀ وه بلکې دا خبره د يوې ټولنې له حياتي مسئلو، د يو امت له راتلونکی او د مسلمانانو د رهبرۍ او امامت په حقله د خداي له اوامرو سره کاملا تعلق لري.
1. پيغمبر(ص) به چې کله په سفر تللو نو تر ټولو وروسته به يې له بي بي فاطمه (ع) سره خداي پامانې کوله او چې له سفره به راستنيدو نو لومړی به د بي بي فاطمه (ع) کور ته تللو .
2. امام باقر عليه السلام او امام صادق عليه السلام فرمائي چې پيغمبر(ص) به تل تر څملاستو مخکښې بي بي فاطمه (ع) ښکلوله، خپل مخ به يې د هغې په سينه کيښودلو او دعا به يې ورته کوله .
3. پيغمبر(ص) فرمايي چې فاطمه زما د وجود ټوټه ده، چا چې دا خوشحاله کړه زۀ يې خوشحاله کړم او چا چې دا خفه کړه زۀ يې خفه کړی يم او د فاطمه(ع) په ټولو خلقو کښې ماته ګرانه ده.
4. همداراز فرمايې دا زما د وجود ټوټه، زما زړه او په بدن کښې زما روح دی چا چې دا ازار کړه زه يې ازار کړی يم،31دا حديث بخاري هم نقل کړی دی. جابر دا روايت داسي نقل کړی دی.” نو چا چې دا ازار کړه، زۀ يې اذيت کړی يم او چا چې زۀ وزورلم خداي يې وزوروۀ” او دا حديث په صحيح مسلم او د اهل سنتو په ډيرو کتابونو کښې راغلی دی.
5. پيغمبر(ص) وفرمايل چې زما لور د جنت د ټولو ښځو سرداره ده. هغه زما د وجود ټوټه، زما د سترګو يخوالی، زما د زړۀ ميوه او زما په بدن کښې روح دی او زما نه پيدا شوې د انسان په شکل کښې يوه حوره ده”32
د بي بي عايشه نه روايت دی چې فاطمه (ع) به کله هم ګران رسول(ص) ته ورغله هغه مبارک به ورته پاڅيدۀ د بي بي فاطمه (ع) سر به يې ښکلولو او هغه به يې په خپل ځاې کښينوله. او کله به چې پيغمبر(ص) د فاطمې(ع) کتني ته ورتللو نو يو بل به ېې ښکلول او له يو بل سره به کښيناستل.55
اسماني وادۀ
د هجرت په دويم کال پيغمبر(ص) بي بي فاطمه (ع) حضرت علی عليه السلام ته وادۀ کړه33 او دا دواړه ددې وادۀ لائق وؤ لکه څنګه چې امامان فرمايې:” له علی پرته بل سړی د بي بي فاطمه (ع) لپاره خاوند او د هغې هم څنګ او برابر نۀ شو کيدی”34
ددې وادۀ ځينې خصوصيات چې ددې د درجې د لوړاوي ښودنه کوي دا دي چې پيغمبر(ص) د عربو او قريشو د ډيرو مشرانو او لويانو غوښتنه رد کړه او وي فرمايل چې د بي بي فاطمه (ع) وادۀ د خداي په حکم پورې تړلی دی. او بالاخره چې حضرت علی عليه السلام غوښتنې ته ورغلی نو پيغمبر(ص) يې غوښتنه ومنله او وې فرمايل چې همدا اوس اوس فرښته نازله شوې وه او د خداي يې حکم راوړو چې فاطمه(ع) علی عليه السلام ته وادۀ کړه.35
له علی يې وپوښتل د وادۀ د خرچې لپاره څۀ لرې؟ علی وويل چې يوازې يوه توره، يوه زغره او يو اوښ چې اوبۀ پرې راوباسم او راوړم، نور څه راسره نشته. پيغمبر(ص) ورته وفرمايل چې زغره خرڅه کړه او د هغې په پيسو چې قابو پنځه سوه درهمه کيدې د بي بي فاطمه (ع) لپاره ساده غوندې جهيز او سامان برابر کړه.
ددې نورانې او اسمانې وادۀ هره ګوښه او پهلو د پيغمبر(ص) د منوونکو لپاره نبوت او امامت ته د خداي پاک و خاص عنايت او پام ښودنه کوي او مونږ ته دا سبق راکوي چې په وادۀ کښې فضول خرچونه او پيسې لګول نۀ دې پکار. بلکه ساده والی ضروري دی او له ډيرو جهيزونو او خرڅونو بايد ځان وساتل شي. ددې نورانې وادۀ ځينې اړخونه دا دي:
1 . کله چې حضرت امام علی عليه السلام د فاطمې(ع) غوښتنې ته راغی پيغمبر(ص) وفرمايل تر تا مخکښې نورو خلقو هم د فاطمې(ع) غوښتنه کړې ده د هر يو په حقله مې له فاطمې(ع) پوښتنه وکړه خو هغې د ناخوښۍ او خفګان څرکندونه کړې ده نو اوس ته کښينه چې زۀ ترې ستا په حقله هم تپوس وکړم. هله بي بي فاطمه (ع) ته ورغی او د علی عليه السلام د غوښتنې يې خبر کړه، بي بي فاطمه (ع) نه خفه شوه او نۀ يې مخ واړولو. پيغمبر(ص) پاڅيد او وې فرمايل الله اکبر د فاطمې(ع) چپتيا د خوښۍ نخښه ده.36
2 . د علی عليه السلام او فاطمې(ع) د وادۀ مهر يوه زغره وه چې خرڅه شوه او د هغې په ځينو پيسو دا جهيز برابر کړی شو يو قميص، يوه لويه لوپټه، يوه خيبري توره، توليه، د رسيو يو کټ، دوه توليانې چې يوه د ګډو د وړۍاو بله د کجورو د پوستکو وه، څلور بالښتونه، يوه پشمې پرده، يوه درۍ او بورۍ، يوه لاس ميچنه، يوه د پيسو (ميسو) مجمه، يو د څرمنې لوښی، د اوبو يو مشک، د پيو يوه کاسه، يوه لوټه يا کوزه، يو شين جام او څو خاورينې کوزې يا صراحۍ. علی هم د وادۀ لپاره خپل کور په دې طريقې تيار کړو. په کور کښې يې نرمي شګې يا ريګ واچول د کور د دوو ديوالونو په مينځ کښې يو لرګۍ ښخ کړو چې جامې پرې ځوړندوي او د ګډې يوه څرمنه او د کجورو د پوستکو يوه متکا يا تکيه يې تياره کړه.37
د بي بي فاطمه (س) اخلاق او د ژوند څو ګوښې
زهد او پرهيزګاري:
له امام صادق عليه السلام او جابر انصاری نقل شوي دي چې پيغمبر(ص) بي بي فاطمه (ع) وليدله چې شبړې او ډيلې جامې يې اغوستې دي، په لاسو سره ميچنه تاوهي او سره له دې بچې ته پۍ هم ورکوي، د پيغمبر(ص) په سترګو کښې اوښکې راغلې او وې فرمايل زما ګرانې لورې د اخرت د شيرينۍ او خوږوالي لپاره د دنيا سختۍ وزغمه عرض يې وکړو ای د خداي رسوله(ص) د خداي د نعمتونو شکر کوم او خداي پاک دا ايت نازل کړو:
وَ لَسَوْفَ يُعْطِيکَ رَبُکَ فَتَرْضَی38 خداي پاک به تاله ډير زر درکړي چې راضي او خوشحاله شې.
په کور کښې کار:
امام صادق عليه السلام فرمايې چې علی عليه السلام به اوبۀ او خشاک راوړلو او بي بي فاطمه (ع) به اوړۀ وړول، اغږل به يې، ډوډۍ به يې پخوله او جامې به يې ګنډلې. حضرت علی عليه السلام فرماي فاطمې(ع) بي بي په مشک کښې دومره اوبۀ راوچلولې چې په سينه يې اثر وکړو او په سينه کښې يې درد پيدا شو. په خپلو لاسو يې ميچن دومره وچلولو چې لاسونه يې پولۍ شول، د کور د صفايۍ په وجه يې جامې له دوړو ډکې او دومره اورونه يې د پخلي لپاره بل کړل چې جامې يې لوغړنې شوې.
يوه ورځ د خداي رسول (ص) د فاطمې(ع) کور ته ورغی او وې ليدل چې بي بي فاطمه (ع) د ميچنې په چلولو مشغوله ده . پيغمبر(ص) وفرمايل: په تاسو کښې کوم يو ډير ستړی دی. علی عليه السلام وفرمايل: “فاطمه(ع)” پيغمبر(ص) فاطمې(ع) ته ورغۍ او ورته يې وويل پاڅه . بي بي فاطمه (ع) پاڅيده او پيغمبر(ص) د هغې په ځايې کښيناست او له علي عليه السلام سره يې د دانو په اوړۀ کولو کښېی مرسته وکړه.
امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام فرماي په خداي قسم له فاطمې(ع) سره په ټول ژوند کښې مې هيڅ کله هغه خفه نه کړه او نه مې کوم کار ته مجبوره کړه او هغې هم زه خفه نۀ کړم او زما نافرماني يې و نۀ کړه. او چې کله به مې هغې ته کتل نو غمونه او دړدونه به مې ختميدل.39 بي بي عائشه فرمايي د پيغمبر(ص) نه علاوه تر فاطمې(ع) زياته رښتونې ښځه ما نه ده ليدلې.40
حسن بصري وايي په دنيا کښې له فاطمې(ع) زياته عبادت کوونکې ښځه نۀ ده راغلې هغې دومره عبادت کوؤ چې پښې به يې و پړسيدې.41
امام حسن مجتبی عليه السلام فرمايي مور بي بي فاطمه (ع) به مې ليدله چې د جمعې په شپه به عبادت ته پاڅيده، له ماښامه تر سهاره به يې رکوع او سجدې کولې او د مؤمنانو سړو ښځو لپاره به يې دعا کوله. د هر کس نوم به يې اخستو او دعا به يې ورته کوله ما ورته وويل مورې لکه څنګه چې نورو ته دعا کوي خپل ځان ته ولي نۀ کوي؟ هغې وفرمايل ځويه لومړۍ ګاونډيان بيا ځان.42
له کاليو او سنګاره ځان ساتل:
امام سجاد عليه السلام فرمايي چې اسماء بنت عميس راته قيصه وکړه چې يوه ورځ ستا له نيا (بي بي فاطمه (ع) ) سره ناسته ؤم چې ګران رسول (ص) راننوت. بي بي د سرو زرو يو اميل په غاړه کړی ؤ چې حضرت علی عليه السلام ورله د خپلې برخې د غنيمت له ماله اخستی ؤ. پيغمبر(ص) وفرمايل ای ګرانی لورې! خلق ونۀ وايې چې د محمد لور د جبارانو او لويانو کالي اغوندي.” بي بي فاطمه (ع) هغه اميل مات کړو، خرڅ يې کړو او په هغې يې يو غلام واخست او بيا يې ازاد کړو. د خداي رسول (ص) له دې کاره ډير خوشحاله شو.45
پيغمبر(ص) د بي بي فاطمه (ع) د وادۀ لپاره يو قميص واخستو ځکه چې د بي بي فاطمه (ع) په خپل قميص کښې پيوندونه لګيدلي وؤ. په دغه وخت يو فقير راغی او وې ويل چې ماته يو زوړ قميص را کړئ بي بي فاطمه (ع) وغوښتل چې خپل زوړ قميص ورته ورکړې خو را ياد يې شو چې خداي پاک په قران کښې فرمايي: لَنْ تَنَالوا البِرَ حَتی تُنفقوا مما تحبون (تر هغه پورې يو څيز نيکۍ ته نۀ رسي چې هغه شی نورو ته ورنۀ کړې چې پخپله دې خوښ وي) يعني پکار دی چې د خپلې خوښې څيز نورو ته ورکړې. له همدې امله يې خپل نوی قميص فقير ته ورکړو.46
حجاب، پړده او له پرديو سړو حيا:
امام موسی بن جعفر فرمايي چې حضرت علی عليه السلام وفرمايل يو نابينا او ړوند سړی د بي بي فاطمه (ع) کور ته ورغی بي بي ځان په چادر کښې پټ کړو . پيغمبر(ص) ترې پوښتنه وکړه. چې ولي دومره پړده کوې، دی خو تا نۀ ويني؟ بي بي وفرمايل که ما نۀ ويني نو زۀ خو يې وينم .او بله دا چې پوزه او د بويولو حس خو يې روغ دی او عطر بويولی شي”
رسول(ص) وفرمايل ګواهې ورکوم چې ته زما د وجود ټوټه يې43 له بي بي فاطمه (ع) پوښتنه وشوه چې د ښځو لپاره څۀ څيز تر ټولو غوره دی. هغې وفرمايل د ښځو لپاره تر ټولو ښه دا ده چې سړي ونۀ ګوري او سړي هم هغوي ونۀ ګوري.
له خدمتګارې سره د کور د کار ويشل:
سلمان فارسي وايي بي بي فاطمه (ع) ناسته وه او ميچن يې چلوله او د لاسونو د زخمونو په وجه د ميچنې دسته هم د وينو وه. امام حسين عليه السلام چې هغه وخت يو وړوکی ماشوم ؤ، د کور په يو کونج کښې له لوږي ژاړل. ما عرض وکړو ای د خداي د رسول (ص) لورې! ﻻسونه دی ولي زخمي کړي دي. فضه هم شته دې ته پريږده چې ميچن وچلوي. بي بي فاطمه (ع) وويل د خدا ي رسول (ص) ماته فرمايلې دې چې پکار ده يوه ورځ زۀ په خپله د کور کار کوم او يوه ورځ فضه. او ددی نمبر پرون تير شو.44
لوږه او اسماني ډوډۍ
ابو سعيد خدري وايي يوه ورځ حضرت علی عليه السلام سخت وږی ؤ . بي بي فاطمه (ع) ته يې وويل ډوډۍ شته چې رايې کړې؟ بي بي فاطمه (ع): ” نه په خداي قسم هيڅ نشته. هغه لږه غوندې ډوډۍ وه چې تاسو ته مې درکړه” حضرت علی عليه السلام وي ولې دې زۀ خبر نه کړم چې څه درته تيار کړم . بي بي وويل زۀ له خدايه شرميږم چې دا سې څيز له تا وغواړم چې په وس کښې دې نه وي حضرت علی عليه السلام په اعتماد او د خداي توکل سره راووت او يو دينار يې قرض کړو. دينار يې لا په لاس کښې ؤ چې مقداد بن الاسود ورته مخې ته ورغی. د سختې ګرمۍ ورځې وې او نمر ډير تود او سوزونکی ؤ. حضرت علی عليه السلام چې په دې سختې ګرمۍ کښې د هغۀ بد حالت وليدۀ نو تپوس يې ترې وکړو چې ولې په دې تودوخې کښې سرګردانه يې؟ مقداد وويل پريږده زما حال ما پوښته، علی عليه السلام وويل امکان نه لري چې خبر شم؟ مقداد بيا وويل پريږده مولا تپوس مې مۀ کوه. چې کله علی عليه السلام ډير تينګار وکړو نو وويل په خداي قسم زۀ ده لوږې د لاسه له کور راوتلی يم.بچو مې کور کښې له لوږی ژړل. ما دا منظر ونه ليدې شو نو راوواتم چې څۀ چاره وکړم. د علی په سترګو کښې اوښکې راغلې او وويل په هغه چا قسم چې تا پرې قسم وخوړو زۀ هم د لوږې له لاسه له کوره راوتلی يم او دا دی يو دينار مې قرض کړی دی خو تا پخپل ځان مقدم او مخکښې ګڼم او دا وينار تا ته درکوم .دينار يې هغۀ ته ورکړو او په خپله جمات ته لاړ او د ماسپښين مازيګر او ماښام مونځ يې په جمات کښې په پيغمبر(ص) پسې وکړو. پيغمبر(ص) ورڅخه تر مانځه وروسته تپوس وکړو چې د ماښام د ډوډۍ لپاره څه شته که نه چې زه هم درشم؟ حضرت علی عليه السلام سر ټيک کړو او حيران ؤ چې څه ځواب ورکړي. پيغمبر(ص) د هغۀ د لوږې او د دينار له قيصې خبر ؤ او خداي ورته وحي کړې وه چې نن ماښام به ډوډۍ له حضرت علی عليه السلام کره خورې. چې کله علی(ع) غلی پاتې شو او ځواب يې ورنۀ کړو نو پيغمبر(ص) وفرمايل يا ووايه نه چې لاړ شم او يا ووايه هو چې له تا سره درشم. حضرت علی(ع) د حيا او د پيغمبر(ص) د احترام په وجه وويل بسم الله راځئ چې ځو. پيغمبر(ص) له علی سره کور ته ورغی بي بي فاطمه (ع) مونځ خلاص کړی ؤ خو لا په مصلی ناسته وه او شا ته يې يو ديګچی پروت ؤ چې خوږ بړاس او بوی ترې ختو . بي بي چې کله د پيغمبر(ص) اواز واوريدۀ، پاڅيده او هغوي ته يې په خير راغلې وويل. پيغمبر(ص) يې په سر لاس راکښو او وې فرمايل ګرانې لورې څنګه دې ورځ تيره کړه. خداي درباندې رحمت وکړه زر زر ډوډۍ راواچوه، وږې يو فاطمې(ع) بي بي ديګچی راواخستو او د پيغمبر(ص) او علی مخې ته يې کيښود. حضرت علی چې ډوډۍ ته وکتل او د هغې خوږ بوي پرې ولګيدۀ نو بي بي ته يې په غصې سره سترګې وغړولې. فاطمې(ع) وويل سبحان الله! څومره په غصې راته ګورې، تۀ به وی لکه چې ما څه غلطي کړې وي؟ علی ورته وويل د دې نا بله لويه غلطې کومه ده چې تا ويل دوه ورځې وشوې چې ډوډۍ نشته . بي بي اسمان ته وکتل او وې ويل خداي خبر دی چې ما رښتيا ويلې دي.
حضرت علی ورته وويل نو دا ډوډۍ له کومې راغلې ده؟ داسې ډوډۍ خو ما تر اوسه نۀ ليدلې او نۀ خوړلې وه.
د خداي رسول (ص) د علی عليه السلام په اوږه لاس کيښود او وې فرمايل ای علی دا د خداي لخوا ستا د دينار بدله ده. اِنَ اللهَ يَرزق مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَاب (خداي چې چاته وغواړي بې حسابه روزي ورکوي)47 بيا پيغمبر(ص) له ډير شوق او شکره وژړل او وې فرمايل ثنا د هغه خداي ده چې تاسو ته يې له مرګه مخکښې بدله درکړه او ای علی ته يې د ذکريا او بي بي فاطمه (ع) يې د عمران د لور مريم په شان وګرزولي: کُلما دَخَلَ عَلَيهَا ذَکَرَيا المِحْرَابَ وَجَدَ عِنْدَها رِزْقاً48( يعني کله به چې ذکريا د بي بي مريم د عبادت محراب ته ورتللو نو له هغې سره به يې طعام(ډوډۍ) ليدله.49
حاجتمن ته بخشش او برکتي اميل
جابر بن عبد الله انصارې واي يوه ورځ پيغمبر(ص) د مازيګر مونځ زمونږ سره يو ځاي وکړو. چې کله له نمانځه فارغ شو نو يو غريب مهاجر عرب چې ډيرې زړې او شليدلې جامې يې اغوستې وې، پيغمبر(ص) ته ورغی. د خداي رسول (ص) ورځينې د حال احوال پوښتنه وکړه. عرض يې وکړو ای د خداي رسوله (ص) وږی يم ماته ډوډۍ راکړه. بدن مې لغړ دی، جامې هم راته راکړه او له ما سره احسان او نيکي وکړه. پيغمبر(ص) وفرمايل له ماسره خو څۀ نشته چې دريې کړم خو ښو ستا راهنمايې هم د ښيګړې په شان ده. نو تۀ د هغه چا کور ته لاړ شه چې خداي او رسول (ص) ورسره مينه لري او هغه هم د خداي او رسول (ص) سره مينه لري او د هغۀ په لاره کښې سر ښيندنه کوي، د فاطمې(ع) کور ته لاړ شه بيا يې بلال ته وويل چې دی د فاطمې(ع) کره بوځه.
بوډا سړی له بلال سره د بي بي فاطمه (ع) کور ته ورغی او په دروازه کښې يې اواز وکړو سلام دې وې په تاسو ای د نبوت او ای د فرښتګانو او جبرايېل د نازليدو کورنۍ.بي بي فاطمه (ع) ورته د سلام ځواب ورکړو او وې ويل تۀ څوک يې؟ عرض يې وکړو يو بوډا اعرابي يم چې د سختۍ او کړاوونو په وجه مې هجرت کړی دی. ستا قدرمن پلار ته ورغلم هغۀ تاته راوليږلم نو اوس په ما احسان وکړه چې خداي درباندې رحمت نازل کړي.
فاطمې(ع)، علی عليه السلام او د خداي رسول (ص) درې ورځې ډوډۍ نۀ وه خوړلې او پيغمبر(ص) د دوي په حال خبر ؤ. بي بي فاطمې(ع) د ګډې کوټلې شوې څرمن چې حسن او حسين عليهما السلام به پرې څملاستل،هغه ته ورکړه او وې ويل چې خداي دې درله تر دې ښه درکړي.
اعرابي وويل ای د محمد(ص) لورې! ما تا ته د خپلې لوږې ګيله وکړه او تۀ ماته د ګډې څرمن راکوې. زۀ په دې ناره خيټه په دې څۀ وکړم؟ فاطمې(ع) بي بي چې دا واوريدله نو خپل اميل يې چې د حمزه بن عبدالمطلب لور ورته هديه کړی ؤ اعرابي ته ورکړو او وې ويل دا واخله او خرڅ يې کړه، اميد دی چې خداي به درته د دې په ځاي څه څيز درکړي.
اعرابي اميل واخستو او جمات ته راغی. پيغمبر(ص) د خپلو يارانو په منځ کې ناست ؤ. اعرابي وويل ای د خداي رسوله(ص) بي بي دا اميل راکړو او وې ويل چې ځانته يې خرڅ کړه. خداي به دې کار برابر کړي.
د پيغمبر(ص) په سترګو کې اوښکې راغلې او وې فرمايل: انشاءالله کار په دې برابر شي ځکه چې د نړې د ټولو ميرمنو سردارې درته دا اميل درکړی دی.
عمار ياسر پاڅيدو او عرض يې وکړ ای د خداي رسوله(ص) اجازت را کوې چې دا اميل زۀ واخلم. وې فرمايل: “هو”عمار وويل ای اعرابي دا په څو خرڅوې؟ وي ويل په دومره ډوډۍ چې زۀ پرې موړ شم. په يو نيم چادر چې زۀ پکې خداي ته مونځ وکړم او يو دينار چې ما کورته ورسوي”
عمار ياسر د خيبر د غنيمت خپله برخه خرڅه کړې وه او څه ورسره نه وؤ. بيا ېې هم وويل ددې اميل په مقابل کې درته شل ديناره دوه سوه درهمه يو يمني څادر او خپل اوښ درکوم چې هم کور ته ورسې او په ډوډۍ موړ شې. اعرابي له عمار ياسر سره ﻻړو او هغه ورته دا ټول څيزونه ورکړل. اعرابي پيغمبر(ص) ته راستون شو او پيغمبر(ص) ته يې وويل چې موړ او بي نيازه شوم. د خداي رسول(ص) ورته وفرمايل نو اوس فاطمې(ع) ته ددې احسان په وجه دعا وکړه اعرابي وويل ای خدايه! تۀ تل زمونږ خداي يې، مونږ ستا عبادت کوؤ او ته زمونږ رازق يې بي بي فاطمه (ع) ته هغۀ څيز ورکړه چې سترګو نه دی ليدلی او غوږونو نۀ دی اوريدلی پيغمبر(ص) د هغۀ په دعا امين ووې او وې فرمايل خداي پاک بي بي فاطمه (ع) ته همداسې څيز عطا کړی دی ځکه چې زۀ ېې پلار يم چې هيڅوک زما په شان نشته، او علی عليه السلام ېې خاوند دی که امام علی نۀ وی نو بل چوک د هغې د برابرۍ ﻻئق نۀ وو او خداي پاک بي بي فاطمه (ع) ته حسن او حسين ورکړي دي چې د پيغمبر(ص) لمسي او د جنت د ځوانانو سرداران دي.
له پيغمبر(ص) سره سلمان ،عمار او مقداد ناست وؤ پيغمبر(ص) ورته وفرمايل تاسو ته د فاطمې (ع) نور صفت ووايم ، هغوې وويل چې هو. پيغمبر(ص) ورته بيا د بي بي فاطمه (ع) فضيلتونه او صفتونه بيان کړل. عمار هغه اميل په مشکو سره خوشبوناک کړو په يمني کپړې کې يې بند کړو او خپل “سهم” نومې غلام ته يې ورکړو چې دا د خداي رسول ته ورکړه او ته هم د هغوې شوې. مريې اميل واخستو او پيغمبر(ص) ته ېې يوړو او د عمار خبره يې هم ورته ورسوله، پيغمبر(ص) وفرمايل فاطمې(ع) ته لاړ شه اميل هم ورته ورکړه او تۀ هم د هغې شوې. بي بي فاطمه (ع) اميل واخستو او غلام يې ازاد کړو . غلام وخندل بي بي ترې تپوس وکړو چې ولې خاندې؟ دې اميل په برکت راله خندا راځي چې يو اوږی يې موړ کړو، لغړ ته يې جامې ورکړې، فقير يې بې نيازه مريه يې ازاد کړو او اميل هم پخپله خپلې مالکې ته ستون شو.50
د جنت جامې او له بي بي فاطمه (ع) سره د فرښتو مرسته
يو ځل د ځينو يهوديانو په کور کې وادۀ ؤ، پيغمبر(ص) کره ورغلل او وې ويل مونږ د ګاونډيتوب حق لرو او له تاسو غواړو چې خپله لور بي بي فاطمه (ع) مونږ کره راوليږئ چې دوي سره زمونږ وارۀ ښکلی شي. دوي په دې خبرې ټينګار هم وکړو .
پيغمبر(ص) وفرمايل دا د علی عليه السلام ماندينه ده او تاسو د هغې د تللو اجازت له هغه وغواړۍ، هغوي له پيغمبره(ص) وغوښتل چې له علي عليه السلام څخه ددې بلنې سفارش وکړي.
يهوديانو په دې وادۀ کې هر ډول سامان برابر کړی ؤ او ګمان يې کاؤ چې بي بي فاطمه (ع) به په زړو او ورستو جامو کې په واده کې ګډون وکړې او په دې طريقه به يې لږه خجله او کچه کړو. د خداي فرښتې جبراييل عليه السلام له جنته جامې راوړې چې دومره ښکلې وې چې تر اوسه چا نۀ وې ليدلې. بي بي فاطمې(ع) هغه واچولې او کتونکي د هغو جامو په رنګ او بوی حيران دريان شول او چې کله بي بي فاطمه (ع) يهوديانو کره ورغله نو يهودڼې ښځې يې په احترام کې په سجدې پريوتې او ډيرې يهودڼې د اسلام د دې معجزې په وجه مسلمانې شوې.
ابو ذر وايي يوه ورځ پيغمبر(ص) زه وليږلم چې علی عليه السلام ته اواز وکړم . د علی کور ته راغلم او اواز مې وکړو خو چا ځواب را نۀ کړو په کور کې ميچنه پخپله تاويده او څوک ورسره په خوا کې نۀ وؤ. بيا مې حضرت علی عليه السلام ته اواز وکړو هغه بهر راووت او پيغمبر(ص) ورسره خبرې وکړې چې زۀ پرې پوه نۀ شوم بيا مې د خداي له رسوله(ص) پوښتنه وکړه چې دا ميچنه څنګه تاويده؟ پيغمبر(ص) وفرمايل خداي پاک د بي بي فاطمې(ع) زړه او غړي له ايمانه ډک کړي دي. خداي په دنيا کې هم له هغې سره مرسته کوي خداي پاک د پيغمبر(ص) د کورنۍ د خدمت لپاره ځينې فرښتې ټاکلې دي.
د اية تطهير او د هل اتی د سورة نزول
په عامو رواياتو کې راغلې دې چې اميرالمؤمنين علی عليه السلام بي بي فاطمه (ع) حسن او حسين عليهما السلام او ددې خدمتګارې فضه نذرکړی ؤ چې دري ورځې روژه ونيسي لومړۍ شپه د روژه ماتې په وخت يو فقير ور وټکولو، حضرت علی عليه السلام خپل روژه ماتی هغۀ ته ورکړو او نورو هم د هغه په شان خپله ډوډۍ فقير ته ورکړه او په اوبو سره ېې روژه ماتی وکړو دويمه شپه يتيم ور ووهلو او دوي خپل روژه ماتی يتيم ته ورکړو دريمه شپه يو اسير (بندي) راغی او دا ځل هم روژه ماتی د هغه په نصيب شو په دې وخت د خداي پاک لخوا “هَلْ اَتَی عَلی الانْسَانِ ” سورت نازل شو51 او پکې “وَيُطعِمُونً الطًعًامً عًلی حُبِه مِسکِيناً وَ يَتِيماً وَ اسِيراً” (يعنې هغوې د خداي پاک محبت کې خپله ډوډۍ مسکين يتيم او اسير(بندي) ته ورکوي) د دي سر ښيندنې او انفاق اشاره ده ځينې عالمانو ويلې دې چې په دي مبارکې سورې کې د هر ډوله جنتي نعمتونو ذکر او وعده شوې ده خو د حورو او د بهشتې ښځو هيڅ ذکر نه دی شوی او دا د بي بي فاطمه (ع) احترام په وجه دي. ددې قيصې تفصيل په مختلفو تفاسيرو کې شته.
د ټولو سني او شيعه مفسرانو او راويانو اعتراف دی او په ډاکه يې ويلي دي چې د “تطهير” ايت (اِنَمَا يُرِيدُاللهَ لِيُذهِبَ عَنکمُ الرِجسَ اَهلَ البَيتِ وَ يُطَهرَ کُم تَطهيراً52″ د حضرت امام علي(ع)، بي بي فاطمه (ع) او حسن و حسين عليهما السلام په باب نازل شوی دی او د پيغمبر(ص) د اهل بيتو نه مطلب همدا کسان دې او لکه څنګه چې لويو مفسرانو ليکلې دي دا ايت د هغوي د پاکوالي او معصوم والي ښودنه کوي، په دې حقله نور هم په لسګونو حديثونه شته چې که څوک غواړې نو مفصل کتابونه لوستلی شي البته دلته يوازې يو حديث وړاندې کوم:
نافغ بن الحمراء واېې زۀ اتۀ مياشتې له پيغمبر(ص) سره ؤم او ليدل به مې چې هره ورځ به ګران رسول (ص) د سهار د لمانځۀ لپاره له کوره راوتلو او د بي بي فاطمه (ع) کور ته به ورتلو او فرمايل به ېې:” اَلسَلامُ عَلَيکُم يَا اَهل البَيتِ وَ رَحمَةُ اللهِ وَ بَرَکَاتُه، اَلصَلوَاةُ، اِنمَا يُريدُ الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهر کم تطهيرا ” ای زما کورنۍ په تاسو باندې دې د خداي رحمت او برکت وې. د مانځۀ وخت دی په تحقيق سره خداي پاک غوښتي دي چې له تاسو هر ډول ککړتيا او ناپاکې لرې کړي او پاک مو کړي.53
په مباهلې کې د پيغمبر(ص) ملګري
ټولو راويانو تاريخ ليکونکو اؤ مفسرانو نقل کړې ده چې بي بي فاطمه (ع) له هغه پنځو کسانو څخه ده چې د نجران له عيسايانو سره د ګران رسول (ص) په مباهلې کې ېې ګډون کړی ؤ او دا خبره په دې سربيره چې پخپله يو لوې فضيلت او لوړاوی ګڼل کيږې له هغه پياوړو غښتلو دليلونو هُمره چې ثابتوي پيغمبر(ص) معصوم اهل بيت علي(ع)، بي بي فاطمه(ع)، حسن (ع) او حسين(ع) دی او د پيغمبر(ص) نور خپلوان او بيبيانې په دې خصوصيت کې شريک نۀ دي د مباهلې قيصه په دا ډول ده:
د نجران ځينې عيسايان رسول مبارک ته ورغلل او د عيسی(ع) په حقله ېې له پيغمبر(ص) سره خبرې وکړې، پيغمبر(ص) هغوې ته دا ايت ولوستۀ “اِنَ مَثَلَ عِيسَی عِنداللهِ کَمَثَلِ اَدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرابٍ” د خداي په نزد د عيسی مثال (چې بي پلاره پيدا شوی دی) د حضرت ادم عليه السلام د خلقت په شان دی چې ادم (بي له موره او پلاره) له خاورو پيدا کړو.
عيسايان قانع نۀ شول او اعتراض يې وکړو په پيغمبر(ص) د مباهلې ايت نازل شو او خداي حکم ورکړو “فَمَنْ حَاجَکَ فِيهِ54….” (څوک چې هم له هغه علمه او پوهې وروسته چې تاته مو درکړه، له تاسره د عيسی په باب محاجه او بحث اوکړي، نو ورته ووايه تاسو خپل بچي او ښځې (زنانه) او نفسونه راولئ او مونږ به هم خپل بچي او ښځې او نفسونه راولو هله به مباهله وکړو او په دروغژنو به د خداي لعنت وکړو.
مباهله دې ته ويل کيږي چې کله دوه ډلې او اړخه په يوې خبرې کې له يو بل سره اختلاف لري نو په يو بل بد ووايي او له خداي وغواړي چې کوم طرف چې په باطلو دی په هغه لعنت او عذاب نازل کړه. دا کار يوازې د خداي رښتنې پيغمبران کولی شي. د نجران د عيسايانو اول ومنله او وټاکل شوه چې سبا له مباهله وشي، خو چې کله له پيغمبر(ص) لاړل نو له يو بل سره ېې صلاح وکړه او اسقف ورته وويل که سبا پيغمبر(ص) له خپلو بچيو او کورنۍ سره راغی نو مباهله ونۀ کړي او که اصحاب ېې له ځان سره راوستل نو بيا مۀ پريږدئ هيڅ باک نشته او حقيقي به نۀ وي.
سبا ته پيغمبر(ص) له اميرالمؤمنين حضرت امام علي(ع)، بي بي فاطمه (ع)، حسن(ع) او حسين (ع) سره مباهلې ته راغی. د عيسايانو په وړاندې په خاوره کيښناست او اهل بيتو ته ېې وفرمايل کله چې زۀ دعا وکړم تاسو پرې امين ووايي. عيسايان د ګران رسول د حالت په ليدلو ډير وويريدل او ډاډه شول چې د هغۀ طريقه د رښتونو پيغمبرانو په شان ده له هغه مبارک يې وغوښتل چې ورسره صلح وکړې او د مصالحې په توګه يې ځنې مال پيغمبر(ص) ته ورکړو او ستا نۀ شول .
شهادت
د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته په بي بي زهرا باندې ډير مصيبتونه راغلل اؤ ژوند ورته سخت شو او د خپل پلار چې عشق او مينه به ېې ورسره کوله، په جدايۍ به ېې ژړل کله کله به د پلار قبر ته تله او ډير به ېې ژړل 56 په کور کې به ېې هم ډير ژړل. کله چې د مدينې خلقو د هغې په ډيره ژړا اعتراض وکړو او وې ويل چې مونږ ستا له ژړه تنګ شو نو حضرت امام علی عليه السلام د هغې لپاره په بقيع مقبره کې د بيت الاحزان(د غم کور) په نامه يوه کوټه جوړه کړه. بي بي فاطمه(ع) به هر سهار حسنين عليما السلام هلته له ځان سره بوتلل.او تر شپې پورې به ېې ژړل. امام علی عليه السلام به ماڅختن هغه کور ته راوستله تر دې چې د ډيرې ژړا او مصيبتونو په وجه ناروغه شوه او بيماري ېې ورو ورو سخته شوه او باالاخره د همدغو غمونو په وجه د هجرت د يو لسم کال د جمادی الاول په ديارلسمه يا د جمادی الثاني دريمه نيټه يعنې د خپل ګران پلار له وفاته پنځۀ اويا يا پنځۀ نوي ورځې پس يې له دنيا سترګې پټې کړې. د شهادت په وخت د هغوي عمر قابو اتلس کاله ؤ.
1. کشف الغمه چاپ اسلاميه 1381 هجری قمری ج2 ص 18. مناقب شهرآشوب چاپ نجف ج3.ص132 بحارالانوارچاپ جلدج43ص16 بيت الاحزان محدث قمی چاپ مطبعه سيدالشهداء قم ص 12
2. مناقب شهر اشوب چاپ نجف ج 3 ص 133
3. مناقب ج 3 ص 132، اصول کافی ج 1 ص 458 .
4. مناقب ج 3 ص 132، اصول کافی ج 1 ص 458
5. مناقب, ج1 ص 137 , اصول کافی ج 1 ص 458
6. مناقب شهر اشوب چاپ نجف ج 3 ص 133
7. سورة احزاب، اية 33
8. سورة قلم اية 4
9. سورة نجم اية 4
10. شعب ابي طالب د مکي په خوا کې يوه دره وه چې پيغمبر(ص) او له هغوې سره اړوند کسان او مسلمانان د اقتصادي کلونو کې هغه ځاي کې مقيم وؤ منتهی الامال ص 63-64
11 . صحيح بخاری کتاب بداء الخلق، صحيح مسلم کتاب الجهاد والسير باب غزوه احد
12. کشف الغمه ج 2 ص 13، مسند احمد بن حنبل ج 5 ص 275 صحيح ابوداؤد ج 26 سنن بيهقي ج 1ص26
13 . امالی طوسی،ج 2 ص 14-15
14. تذکرة الخواص ص 303 او په لږ فرق سره په کشف الغمه ج2 ص78-79 کې.
15 . بحار ج 16 ص8 ، 13
16 . د ځينو راواياتو له مخې حضرت ابو طالب(ع) له حضرت خديجه څخه يو مياشت مخکې وفات شوی ؤ (امالي طوسي ج 2ص 79)
17 . امالي طوسي ج 2ص 79
18. پکاردي چې پام ولرو چې د حضرت ابوطالب(ع) په حقله داسي نسبتونو زياتره د معاويه او بني اميه د نورو حکومتونو په وخت رواج وموند او هغوي به حضرت امام علي ابن ابيطالب(ع) د دښمنۍ په وجه داسي دروغونه خپرول
19. صحيح بخاري کتاب الاستيزان ، صحيح مسلم کتاب فضايل صحابه باب فضايل فاطمه
20 . امالی مفيد ص 27-37
21. مستدرک الصحيحين ج 3، ص 153، کنزالعمال ج 7 ص 111 و 119
22 . صحيح ترمزی ج2 ص 306 ، مستدرک الصحيحين ج 3، ص 151 ، مسند احمد بن حنبل ج 5 ص391
23 . مناقب ج 3، ص190
24 . کشف الغمه ج 2 ص 23
25 . بحار ج 43 ص 19
26. مناقب ج 3، ص 116 په دې حقله په حواله نمبر 23 کې د نورو کتابونو ذکر شوی دی
27 . بحار ج 43 ص 97-98، کنزالعمال ج 6 ص 153
28 . بحار ج 43 ص 32، مناقب ج 3 ص 101
29 . علل الشرائع ص 173، بحار ج 43 ص 12، معاني الاخبارص 64
30 . بحار ج 43 ص 45, مناقب ج3، ص 116
31. صحيح بخاري کتاب بداء الخلق باب مناقب قرابة رسول الله و منقبه فاطمه عليها السلام ، مسند احمد بن حنبل ج 4 ص 328 ، صحيح مسلم کتاب فضايل الصحابه
32. صحيح بخاري کتاب بداء الخلق باب مناقب قرابة رسول الله و منقبه فاطمه عليها السلام ، مسند احمد بن حنبل ج 4 ص 328 ، صحيح مسلم کتاب فضايل الصحابه
33 . صحيح ترمذي ج 2 ص 319
34 . کشف الغمه ج1ص477-495 ، مناقب ج 2 ص 30-31
35 . بحار ج 43 ص 124-127، کشف الغمه ج 1 ص 480
36 . بحار ج 43 ص 93-111،112 امالي طوسي ج1 ص 38
37 . بحار ج 43 ص 114، مناقب جم 3 ص 129
38 . سورة ضحی اية 5 ( تفسير در منثور ) کنزالعمال ج 6ص295
39. بحار ج 43 ص 134 ، کشف الغمه ج 1 ص 492 ، بيت الاحزان ص37
40. بحار ج 43 ص134، مستدرک الصحيحين ج 3 ص 160
41 . بحار ج 43 ص84 ، مناقب ج 3 ص 119
42. بحار ج 43 ص 81و 82
43 . بحار ج 43 ص 91 1
44 . بحار ج 43 ص81
45 . بحار ج 43 ص 81, عيون الاخبار ج2 ص 45
46 . رياحين الشريعه ج1 ص 106
47 . سورة ال عمران اية 37 ( قصص الانبياء ثعلبي ص 513 تفسير درمنثور
48 . سورة ال عمران اية 37 ( قصص الانبياء ثعلبي ص 513 تفسير درمنثور
49 . بحار ج 43ص59-61
50 . بحار ج 43ص56-58
51 . کشف الغمه ج 1 ص 413-417
52. سورة احزاب اية33
53 . کشف الغمه ج 2 ص 13، امالي طوسي ج1 ص 88
54. سورة ال عمران اية 54
55. بحار ج 43ص 40، صحيح ترمذي ج2 ص 319، صحيح ابو داؤد ج33 باب ما جاء فی القيام
56. بيت الاحزان ص 141، منتهی الامال ص 164
FacebookTwitterGoogle+