Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
معصومین علیهم السلام

د امام عليؑ شهادت د اسلامي تاريخ په رڼا کښې (وړومبۍ برخه)

2016/06/28

د امام عليؑ شهادت د اسلامي تاريخ په رڼا کښې (وړومبۍ برخه)

د اميرالمومنين حضرت امام علي (ع) شخصيت يو عجيبه او معجزاتي شخصيت دے او د خداے له ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) نه پس داسې شخصيت په انسانانو کښې نشته چې په يو وخت او يو وجود کښې د امام علي (ع) غوندې متضاد صفتونه ولری. يعنې هر انسان کښې يو يا څو صفتونه د نورو صفتونو په نسبت زيات يا کم وی خو د حضرت علي (ع) په شخصيت کښې ټول متضاد صفتونه په يوه پېمانه کښې او په اعلی حد کښې موجود وو. لکه د خداے پاک د معرفت په مقام کښې داسې وو چې فرمايل به يې چې که زما او د خداے پاک ترمېنځ ټول حجابونه لرې شي نو زما په معرفت کښې به څه اضافه و نه شي. دغه شان د خداے د ګران رسول (ص) په اطاعت کښې دومره تابعدار ؤ چې د خداے پاک په وحي او د رسول اکرم (ص) په حکم کښې به يې هيڅ فرق نه محسوسوۀ او د رسول الله (ص) فرمان به يې عېن د خداے فرمان ګڼۀ او که پېغمبر اکرم (ص) به فرمايل چې شپه ده نو شپه به يې منله او که فرمايل به چې ورځ ده نو ورځ به يې منله او په حکم منلو کښې به د اوربشې د دانې هومره چون او چرا نه کوله. لکه د مثال په توګه د هجرت په شپه چې کله د رسول اکرم (ص) کور د کافرانو ټولو قبيلو محاصره کړے ؤ او د ټولو نظر د خداے د ګران رسول (ص) په بستره باندې ؤ او د فرصت په تلاش کښې وو چې د هغه حضرت په بستره باندې حمله وکړی او شهيد يې کړی خو رسول الله (ص) د خداے پاک په حکم سره په دغه شپه له مکې معظمې نه مدينې منورې ته د هجرت کولو لپاره حرکت وکړ او په خپله هغه بستره چې مرګ يې په سر ځوړند ولاړ ؤ حضرت علي (ع) ته په دغه بستره د اودۀ کېدو حکم ورکړ. چې د دغې شپې متعلق حضرت علي (ع) په خپله فرمائي چې زما دې په هغه خداے قسم وی چې زما ځان يې په اختيار کښې دے چې ما کوم بې غمه خوب په دغه شپه کړے دے په ژوند کښې مې دومره بې غمه خوب نه دے کړے او د دې وجه دا ښئ چې د خداے ګران رسول (ص) راته حکم راکړ چې زما په بستره اودۀ شه يعنې دا يې راته و نه فرمايل چې ويښ وسه او د دښمنانو خيال ساته، بلکې بس حکم وشو چې اودۀ شه نو زۀ هم د حکم په تعميل کښې بې غمه اودۀ شوم او بله وجه دا چې د خداے د ګران رسول (ص) په وېنا يې کامله عقيده وه ځکه چې رسول الله (ص) ورته دا هم وفرمايل چې سبا هغه امانتونه چې خلقو له ما سره اېښودي دي خلقو ته ورکړه او د نبوي د کورنۍ له پاکو مېرمنو سره ما پسې مدينې ته راځه نو دلته يې د رسول الله (ص) په دې قول هم مکمل ايمان ؤ چې سبا پورې او حتی مدينې ته تر هجرته پورې به ژوند ے وي او دښمنان ورته هيڅ ضرر نه شي رسولے نو ځکه بې غمه اودۀ شو بله دا چې په ويښه به يو سړے کوشش وکړي چې د رسول الله (ص) اطاعت او پېروي وکړي خو په خوب کښې ناممکنه ده خو تاريخ ليکي چې حضرت امام علي حتی د اودۀ کېدو په طريقه کښې هم د پېغمبر اکرم (ص) پېروي کوله چې حتی ټوله شپه دښمنانو هم دا فرق معلوم نه کړو چې په بستره پېغمبراکرم (ص) اودۀ دے او که بل څوک.
همدا رنګ د دغه عجيبه شخصيت د ژوند په حالاتو کښې مونږ وينو چې که به د عبادت په محراب کښې خداے پاک ته په نموځ او راز و نياز ولاړ ؤ نو که يو ناپېژندلي کس به اوليدۀ نو دا فکر به يې کوۀ چې دا سړے چې خداے پاک ته په عبادت ولاړ دے يو ترک دنيا او ګوشه نشين سړے دے او دې په جنګ، حکومت ، عدالت، سياست ، معاشرت او اجتماعيت باندې هډو پوه نه دے. ځکه چې هغه به خپل ټول روح او بدن سره د خداے پاک په عبادت کښې داسې غرق ؤ چې د دنيا او مافيها نه به بې خبره ؤ او په تاريخ کښې هغه مشهوره واقعه ده چې کله په يو جنګ کښې يې غشے په بدن کښې نښتے ؤ او راوتل يې مشکل او دردناک وو نو صحابه کرامو (رض) وويل چې دې کله نمونځ ته اودرېدېږی نو بيا به ترې غشے وباسوو ځکه چې ټولو ته معلومه وه چې يو خو به د خداے پاک د جلال په وړاندې د هغۀ بدن دومره نرم شو چې غشے وتل ترې داسې وو لکه چې څوک د اوړو اغږلو په وخت له اوړو نه وېښتۀ وباسي او بله دا چې هغه به د نمونځ په وخت له چاپېره ماحول خو پرېږده له خپل بدن نه به نه ؤ خبر.يعنې د عبادت ، پرستش او خدا پرستۍ په تر ټولو اعلی مقام کښې ؤ.
خو چې کله همدغه شخصيت بيا څوک ناپېژندلے کس د جنګ په مېدان کښې ويني نو دا ګمان کوي چې دې سړی سترګې هم د جنګ په مېدان کښې غړولې او هم د جنګ په مېدان کښې روزل شوے او ستر شوے دے او بې له جنګ نه يې بل څه نه دی زده يعنې د جنګ د مهارت او په جنګ کښې د اطمينان قلب په ترټولو لوړ مقام باندې فائز ؤ او دا ځکه چې جنګ به يې فقط اوفقط د خداے د رضا لپاره ؤ ذاتي خوښه او ناخوښه به يې پکښې نه وه لکه هغه مشهوره واقعه ده چې په يو جنګ کښې له يو کافر سره په جنګ ؤ او چې کله يې هغه کافر راوپرزوۀ او غوښتل يې چې د خداے پاک د رضا لپاره يې ووژني نو هغه کافر پرې له لاندې نه وتوکل او په عربو کښې د چا په لور لاړې توکل يوه ډېره لويه بې عزتی ګڼلې کېده خو دغه وخت حضرت علي (ع) توره په تيکي کښې اچوي او هغه معاف کوي او هغه ترې تپوس کوي چې ولې دې پرېښودم تا خو زۀ وژلم نو ورته يې وفرمايل چې مخکښې مې له تاسره د خداے پاک د رضا لپاره جنګ کوۀ خو چې اوس تا په ما باندې وتوکل نو زما خپله غصه پکې شامله شوه نو ما نه غوښتل چې د خداے په رضا کښې زما رضا شامله شي او ځينې کتابونه ليکي چې هغه کافر مسلمان شو.
او د حيا په دومره لوړ مقام کښې ؤ چې د صفېن په جنګ کښې چې کله د معاويه له مشاور عمرو عاص سره په جنګ شو او کله يې هغه په زمکه راوغورزوۀ او غوښتل يې چې په تورې سره دوه ټوټې کړي نو هغۀ ته دا معلومه وه چې علي (ع) ډېر حياناک دے نو ځان يې پړ مخې وغورزۀ او شا يې بربنډه کړه چې حضرت علي (ع) ترې له شرمه مخ وګرځوۀ نو هغۀ له موقعې نه فائده اوچته کړه او اوتښتېدۀ او ځان يې بچ کړ.
بيا که همدغه امام علي (ع) د قضائی فېصلو په مقام کښې ليدل کيږی نو ناپېژندلے سړے ګمان کوي چې دا کس بس فقط او فقط د قضاوت، عدالت او قانون ماهر دے او بل څه يې نه دي زده. او کتابونو کښې راځي چې د درې واړو خليفه ګانو په دور کښې چې کله به هم هغوي ته څه مشکله مسئله يا فېصله راپېښه شوه نو امام علي (ع) ته بي رجوع کوله او هغۀ به ورته هغه مسئله په ډېر حکمت سره حل کړه او اکثر به چې د دويم خليفه په وخت کښې د هغۀ يوه مشکله مسئله حل شوه نو هر ځل به يې ويل: لَو لا عَلي لَهَلَکَ عُمَر (( يعنې که علي نه وې نو عمر به هلاک شوې ؤ.))
بيا چې همدغه شخصيت د دوستانو په ټولي کښې کښيني نو ويل کيږي چې ډېر ګپ شپي او ټوقې ټقالې کوونکے ؤ چې حتی ځينو صحابه ؤ به پرې نيوکه کوله چې دې له يارانو دوستانو سره ډېرې ټوقې ټقالې او ګپ شپ لګوي يعنې د هغوي په خيال پکار دي چې هر وخت يې ځان خرش پرش کړے وي. خو نه حضرت علي د قران مجيد په دې مبارک ايت ټينګ ولاړ ؤ چې مومن بايد د کافرانو يعنې د خداے د دښمنانو لپاره سخت او په خپلو کښې نرم وي. او دغه رنګ د ژوند په نورو اړخونو کښې يو کامل ذات ؤ او همدا وجه ده چې د ژوند د هرې طبقې خلق يې خپل اتل او هيرو ګڼی جنګيالي يې خپل اتل ګڼی، قانون پوهان يې خپله بېلګه مني، پهلوانان يې خپل هيرو مني د فصاحت او بلاغت خاوندان يې خپله نمونه بولي، عابدان يې د عابدانو سردار او عارفان يې خپل لارښود او صوفيان يې خپل مولا او مالک ګڼی ، د علم او حکمت خاوندان يې د علم او حکمت د ښار دروازه مني، حسابدانان يې د حساب کتاب او رياضۍ باني ګڼي او مزدوران او محنت کش يې خپل مشر منی. يعنې د ژوند په ټولو شعبو کښې لاثاني وو چې همدې ته ((کامل انسان)) وائي يعنې يو مومن بايد د ژوند په هره شعبه کښې څه نا څه مهارت ولري او فقط يوانساني ارزښت راټينګ نه کړي او بس يوې خوا ته ګروهنه پېدا نه کړي بلکې ټول انساني ارزښتونه د خپل وس او کوشش مطابق په ځان کښې راوستل پکار دي.
د امام علي(ع) همدا هر اړخيز شخصيت او په خداے پاک او د خداے په ګران رسول (ص) باندې کامل ايمان ؤ چې د خداے ګران رسول (ص) يې په وصف کښې بې شمېره حديثونه بيان کړي دي او خلق يې له هغۀ سره مينې، مودت او له هغۀ څخه پېروۍ ته هڅولي دي لکه فرمائي زۀ (( لکه زۀ د علم ښار يم علي يې دروازه ده که څوک علم او حکمت حاصلول غواړي نو پکار دی په دروازه راشی )) ، (( علي له ما دے او زۀ له علي څخه يم.
((له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمنی ده))، (( زۀ چې د چا مولا او آقا يم دا علي د هغوي مولا او آقا دے )) ، ((حق له علي سره دے او علي له حق سره دے ))، (( اے خدايه حق هغې خوا ته بوځې چې کوم خوا علي وي )) ((علي له قران سره دے او قران له علي سره دے ))،(( د علي ذکر عبادت دے )) ، ((د علي مخ ته کتل عبادت دے )) ، ((له علي سره جنګ له ما سره جنګ دے او له دۀ سره صلح له ما سره صلح ده))، (( اے خدايه! له هغه چا سره مينه وکړې چې له علي سره مينه کوي او له هغه چا سره دښمني وکړې چې له علي سره دښمني کوي)) او داسې نور ډېر حديثونه چې د حديثونو کتابونه ترې ډک دي .
په هر حال د حضرت علي (ع) ذات يو داسې پېچيده ذات دے چې پېژندل يې ګران دي او د خداے د ګران رسول (ص) د يو حديث له مخې چې فرمائي د علي مقام يو خداے او يو ما ته معلوم دے. همدا وجه ده چې د عقيدې له لحاظه د امام علي (ع) په حقله رنګ رنګ عقيدې جوړې دی ځينو خداے وګڼلو او ګمراه شول لکه په تاريخ کښې نصيريان او په اوسنۍ زمانه کښې علی اللهيان او ځينې تش په نامه فقيران او ملنګان يا چا اول امام ومنۀ لکه شيعه مسلمانان، عارفان، د تصوف خاوندان او ځينې سنيان يا چا څلورم خليفه ومنۀ لکه اکثر سنيان يا چا څلورم خليفه هم و نۀ منۀ او او د هغۀ په خلاف يې بغاوت وکړ او هغۀ ته کنځل کول يې روا او جائز وبلل لکه معاويه بن ابو سفيان، د هغۀ خاندان او د هغۀ ملګري او ناصبيان، همدا رنګ ځينو کافر، ګمراه او واجب القتل وبلۀ لکه خوارج او د هغوي ملګري. له دې عقيدو نه هم پته لګيږی چې پېژندګلی يې ګرانه ده
بالاخره داسې يو وخت راشي چې له دريم خلافت نه پس امام علي ته خلق راشی چې زمونږ خليفه نشته تۀ زمونږ خليفه شه نو هغه يې نه قبلوي او ورته وائي چې ځئ څنګه مو مخکې ځانته خليفه ګان خوښ کړل دغه شان اوس هم د ځان لپاره څوک خليفه غوره کړئ او ما په خپل حال پرېږدئ او که هر څوک مو خوښ کړل زۀ به هم ورته خپل رضايت ورکړم او فرمايل به يې چې په تاسو باندې له حکومت نه زما دا زړه او ګنډلې پڼه ښه ده خو خلقو ورته ويل چې مونږ بې له تا نه بل څوک نه غواړو او يوه موده د مسلمانانو خليفه نه ؤ او امت بې برخليکه ؤ او خلق به ورته په جرګو تلل راتلل خو هغۀ به ورته انکارکوۀ چې بالاخره خلق په يو هيړ سره پرې راغونډ شول او د خلافت د قبلولو او بيعيت کولو لپاره يې په زور باندې د مجبورولو کوشش وکړو(کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٠ مخ، انساب الاشراف بلاذری ٢ ټوک ٢٠٣ مخ، تاريخ ابوالفداء ١٧١ مخ او دغسې نور کتابونه )خپله حضرت علی په زور باندې د خلقو د بيعت اخېستو حالت داسې بيانوي:
(( ناګهانه له ما نه ګېر چاپېره د خلقو يو هجوم راتاؤ شو او زۀ يې په منېځ کښې راګېړ کړم او په دغه ګڼه ګوڼه کښې زما حسن او حسېن چېخڼې شول او جامې مې له دواړو طرفو نه اوشلېدې او خلق د ګډو د هغې رمې په شان چې شپون يې نه وي زما خوا ته ( د بېعت لپاره ) رامات شول )) ( نهج البلاغه شققيه خطبه )
بيا يې وفرمايل: ((قسم په هغه خداے چې دانه يې چاولې ده او انسان يې پېدا کړے دے که چرې ګڼ شمېر خلق له ما نه ګېر چاپېره نه وې راغونډ شوې او د ملګرو په مرستې سره په ما باندې حجت نه وې تمام شوې او که چرې خداے پاک له پوهانو او علماؤ نه دا لوظ نه وې اخېستې چې د ظالمانو د خېټو ډکولو او د مظلومانو او بې وزلو د تشو خېټو په مخکې به چپ نۀ پاتې کيږی نو ما به د خلافت د اوښ دا واګې د هغۀ په شا اچولې وې او د وړومبي جام به مې د هغو په آخر باندې څښلے ؤ)) ( نهج البلاغه ٣ خطبه )
نو همدغه امام علي (ع) چې کله د خلقو په ډېر ټېنګار او زور د خلافت واګې په دې شرط په لاس کښې واخلي چې زۀ به د خداے پاک او د هغۀ د رسول (ص) د احکامو او د خپل علم او پوهې مطابق حکومت چلوم او خلقو يې دا شرط ومنۀ نو دغلته هم بيا د يو کامل عادل حاکم نمونه ښئ او په هغو ټولو پوسټونو او وزارتونو او ګورنريو چې کوم نااهله کسان کښېنول شوي وو د هغوی د څنګته کولو حکمونه يې جاري کړل که څه هم ځينو ملګرو لکه مغيره بن شعبه مشوره ورکړه چې فی الحال دغه کسان په خپلو پوسټونو باندې پرېږده بيا به وروستو ورسره وګورې خو حضرت علي (ع) ورته وفرمايل: (( په خداے مې دې قسم وی چې د خپلو ديني فرائضو په اجرا کښې به سستي او ځنډ ونۀ کړم )) ( مروج الذهب ٢ ټوک ٣٥٤ او ٣٥٥ مخونه، کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ )
همدا رنګ چې کله مغيره پوه شو چې هغه په هيڅ قيمت دغو کسانو سره کمپرومائز ساز باز او مصلحت ته تيار نۀ دے نو ورته يې وويل (( چې خېر دے که نور کسان له پوسټونونه لرې کوې لرې يې کړه خو معاويه بن ابوسفيان د شام له والۍ توبه مه لرې کوه ځکه چې هغه ډېر سپين سترګے دے او د شام خلق د هغۀ اطاعت کوونکي دې او ستا لپاره د هغۀ د باقي ساتلو لپاره دا بهانه هم کافي ده چې ووائې چې هغه خو عمر بن خطاب (رض) د شام والي مقرر کړے دے)) خو حضرت علۍ ورته په ځواب کښې وفرمايل: (( نه ، په خداے مې دې قسم وي چې د دوو ورځو لپاره به هم معاويه په کار پرې نږدم )) ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ مروج الذهب ٢ ټوک ٢٥٦ مخ ) همدارنګ د ترۀ زوے عبدالله بن عباس هم ورته مشوره ورکړه چې اوس خېر دے معاويه په خپل پوسټ پرېږده چې کله بيعت وکړي او ستا کار روان شي نو بيا يې لرې کړه خو امام علۍ هغۀ ته هم له انکار نه ډک او پرېکنده ځواب ورکړ. ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ ، تاريخ طبری ٤ ټوک ٤٤٤ مخ ) همدا رنګ يې حکم جاری کړ چې له بېت المال څخه به له نن نه پس د ټولو مسلمانانو تخواګانې مساوي وي او په دې کښې به د هيڅ چا د خپلوۍ، مخينې او معتبرۍ خيال نه شي ساتلې. او په يو ځاے کښې يې وفرمايل: (( خوار او مظد امام عليؑ شهادت د اسلامي تاريخ په رڼا کښې (وړومبۍ برخه)
مقاله: انور شاهين خانخېل
د اميرالمومنين حضرت امام علي (ع) شخصيت يو عجيبه او معجزاتي شخصيت دے او د خداے له ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) نه پس داسې شخصيت په انسانانو کښې نشته چې په يو وخت او يو وجود کښې د امام علي (ع) غوندې متضاد صفتونه ولری. يعنې هر انسان کښې يو يا څو صفتونه د نورو صفتونو په نسبت زيات يا کم وی خو د حضرت علي (ع) په شخصيت کښې ټول متضاد صفتونه په يوه پېمانه کښې او په اعلی حد کښې موجود وو. لکه د خداے پاک د معرفت په مقام کښې داسې وو چې فرمايل به يې چې که زما او د خداے پاک ترمېنځ ټول حجابونه لرې شي نو زما په معرفت کښې به څه اضافه و نه شي. دغه شان د خداے د ګران رسول (ص) په اطاعت کښې دومره تابعدار ؤ چې د خداے پاک په وحي او د رسول اکرم (ص) په حکم کښې به يې هيڅ فرق نه محسوسوۀ او د رسول الله (ص) فرمان به يې عېن د خداے فرمان ګڼۀ او که پېغمبر اکرم (ص) به فرمايل چې شپه ده نو شپه به يې منله او که فرمايل به چې ورځ ده نو ورځ به يې منله او په حکم منلو کښې به د اوربشې د دانې هومره چون او چرا نه کوله. لکه د مثال په توګه د هجرت په شپه چې کله د رسول اکرم (ص) کور د کافرانو ټولو قبيلو محاصره کړے ؤ او د ټولو نظر د خداے د ګران رسول (ص) په بستره باندې ؤ او د فرصت په تلاش کښې وو چې د هغه حضرت په بستره باندې حمله وکړی او شهيد يې کړی خو رسول الله (ص) د خداے پاک په حکم سره په دغه شپه له مکې معظمې نه مدينې منورې ته د هجرت کولو لپاره حرکت وکړ او په خپله هغه بستره چې مرګ يې په سر ځوړند ولاړ ؤ حضرت علي (ع) ته په دغه بستره د اودۀ کېدو حکم ورکړ. چې د دغې شپې متعلق حضرت علي (ع) په خپله فرمائي چې زما دې په هغه خداے قسم وی چې زما ځان يې په اختيار کښې دے چې ما کوم بې غمه خوب په دغه شپه کړے دے په ژوند کښې مې دومره بې غمه خوب نه دے کړے او د دې وجه دا ښئ چې د خداے ګران رسول (ص) راته حکم راکړ چې زما په بستره اودۀ شه يعنې دا يې راته و نه فرمايل چې ويښ وسه او د دښمنانو خيال ساته، بلکې بس حکم وشو چې اودۀ شه نو زۀ هم د حکم په تعميل کښې بې غمه اودۀ شوم او بله وجه دا چې د خداے د ګران رسول (ص) په وېنا يې کامله عقيده وه ځکه چې رسول الله (ص) ورته دا هم وفرمايل چې سبا هغه امانتونه چې خلقو له ما سره اېښودي دي خلقو ته ورکړه او د نبوي د کورنۍ له پاکو مېرمنو سره ما پسې مدينې ته راځه نو دلته يې د رسول الله (ص) په دې قول هم مکمل ايمان ؤ چې سبا پورې او حتی مدينې ته تر هجرته پورې به ژوند ے وي او دښمنان ورته هيڅ ضرر نه شي رسولے نو ځکه بې غمه اودۀ شو بله دا چې په ويښه به يو سړے کوشش وکړي چې د رسول الله (ص) اطاعت او پېروي وکړي خو په خوب کښې ناممکنه ده خو تاريخ ليکي چې حضرت امام علي حتی د اودۀ کېدو په طريقه کښې هم د پېغمبر اکرم (ص) پېروي کوله چې حتی ټوله شپه دښمنانو هم دا فرق معلوم نه کړو چې په بستره پېغمبراکرم (ص) اودۀ دے او که بل څوک.
همدا رنګ د دغه عجيبه شخصيت د ژوند په حالاتو کښې مونږ وينو چې که به د عبادت په محراب کښې خداے پاک ته په نموځ او راز و نياز ولاړ ؤ نو که يو ناپېژندلي کس به اوليدۀ نو دا فکر به يې کوۀ چې دا سړے چې خداے پاک ته په عبادت ولاړ دے يو ترک دنيا او ګوشه نشين سړے دے او دې په جنګ، حکومت ، عدالت، سياست ، معاشرت او اجتماعيت باندې هډو پوه نه دے. ځکه چې هغه به خپل ټول روح او بدن سره د خداے پاک په عبادت کښې داسې غرق ؤ چې د دنيا او مافيها نه به بې خبره ؤ او په تاريخ کښې هغه مشهوره واقعه ده چې کله په يو جنګ کښې يې غشے په بدن کښې نښتے ؤ او راوتل يې مشکل او دردناک وو نو صحابه کرامو (رض) وويل چې دې کله نمونځ ته اودرېدېږی نو بيا به ترې غشے وباسوو ځکه چې ټولو ته معلومه وه چې يو خو به د خداے پاک د جلال په وړاندې د هغۀ بدن دومره نرم شو چې غشے وتل ترې داسې وو لکه چې څوک د اوړو اغږلو په وخت له اوړو نه وېښتۀ وباسي او بله دا چې هغه به د نمونځ په وخت له چاپېره ماحول خو پرېږده له خپل بدن نه به نه ؤ خبر.يعنې د عبادت ، پرستش او خدا پرستۍ په تر ټولو اعلی مقام کښې ؤ.
خو چې کله همدغه شخصيت بيا څوک ناپېژندلے کس د جنګ په مېدان کښې ويني نو دا ګمان کوي چې دې سړی سترګې هم د جنګ په مېدان کښې غړولې او هم د جنګ په مېدان کښې روزل شوے او ستر شوے دے او بې له جنګ نه يې بل څه نه دی زده يعنې د جنګ د مهارت او په جنګ کښې د اطمينان قلب په ترټولو لوړ مقام باندې فائز ؤ او دا ځکه چې جنګ به يې فقط اوفقط د خداے د رضا لپاره ؤ ذاتي خوښه او ناخوښه به يې پکښې نه وه لکه هغه مشهوره واقعه ده چې په يو جنګ کښې له يو کافر سره په جنګ ؤ او چې کله يې هغه کافر راوپرزوۀ او غوښتل يې چې د خداے پاک د رضا لپاره يې ووژني نو هغه کافر پرې له لاندې نه وتوکل او په عربو کښې د چا په لور لاړې توکل يوه ډېره لويه بې عزتی ګڼلې کېده خو دغه وخت حضرت علي (ع) توره په تيکي کښې اچوي او هغه معاف کوي او هغه ترې تپوس کوي چې ولې دې پرېښودم تا خو زۀ وژلم نو ورته يې وفرمايل چې مخکښې مې له تاسره د خداے پاک د رضا لپاره جنګ کوۀ خو چې اوس تا په ما باندې وتوکل نو زما خپله غصه پکې شامله شوه نو ما نه غوښتل چې د خداے په رضا کښې زما رضا شامله شي او ځينې کتابونه ليکي چې هغه کافر مسلمان شو.
او د حيا په دومره لوړ مقام کښې ؤ چې د صفېن په جنګ کښې چې کله د معاويه له مشاور عمرو عاص سره په جنګ شو او کله يې هغه په زمکه راوغورزوۀ او غوښتل يې چې په تورې سره دوه ټوټې کړي نو هغۀ ته دا معلومه وه چې علي (ع) ډېر حياناک دے نو ځان يې پړ مخې وغورزۀ او شا يې بربنډه کړه چې حضرت علي (ع) ترې له شرمه مخ وګرځوۀ نو هغۀ له موقعې نه فائده اوچته کړه او اوتښتېدۀ او ځان يې بچ کړ.
بيا که همدغه امام علي (ع) د قضائی فېصلو په مقام کښې ليدل کيږی نو ناپېژندلے سړے ګمان کوي چې دا کس بس فقط او فقط د قضاوت، عدالت او قانون ماهر دے او بل څه يې نه دي زده. او کتابونو کښې راځي چې د درې واړو خليفه ګانو په دور کښې چې کله به هم هغوي ته څه مشکله مسئله يا فېصله راپېښه شوه نو امام علي (ع) ته بي رجوع کوله او هغۀ به ورته هغه مسئله په ډېر حکمت سره حل کړه او اکثر به چې د دويم خليفه په وخت کښې د هغۀ يوه مشکله مسئله حل شوه نو هر ځل به يې ويل: لَو لا عَلي لَهَلَکَ عُمَر (( يعنې که علي نه وې نو عمر به هلاک شوې ؤ.))
بيا چې همدغه شخصيت د دوستانو په ټولي کښې کښيني نو ويل کيږي چې ډېر ګپ شپي او ټوقې ټقالې کوونکے ؤ چې حتی ځينو صحابه ؤ به پرې نيوکه کوله چې دې له يارانو دوستانو سره ډېرې ټوقې ټقالې او ګپ شپ لګوي يعنې د هغوي په خيال پکار دي چې هر وخت يې ځان خرش پرش کړے وي. خو نه حضرت علي د قران مجيد په دې مبارک ايت ټينګ ولاړ ؤ چې مومن بايد د کافرانو يعنې د خداے د دښمنانو لپاره سخت او په خپلو کښې نرم وي. او دغه رنګ د ژوند په نورو اړخونو کښې يو کامل ذات ؤ او همدا وجه ده چې د ژوند د هرې طبقې خلق يې خپل اتل او هيرو ګڼی جنګيالي يې خپل اتل ګڼی، قانون پوهان يې خپله بېلګه مني، پهلوانان يې خپل هيرو مني د فصاحت او بلاغت خاوندان يې خپله نمونه بولي، عابدان يې د عابدانو سردار او عارفان يې خپل لارښود او صوفيان يې خپل مولا او مالک ګڼی ، د علم او حکمت خاوندان يې د علم او حکمت د ښار دروازه مني، حسابدانان يې د حساب کتاب او رياضۍ باني ګڼي او مزدوران او محنت کش يې خپل مشر منی. يعنې د ژوند په ټولو شعبو کښې لاثاني وو چې همدې ته ((کامل انسان)) وائي يعنې يو مومن بايد د ژوند په هره شعبه کښې څه نا څه مهارت ولري او فقط يوانساني ارزښت راټينګ نه کړي او بس يوې خوا ته ګروهنه پېدا نه کړي بلکې ټول انساني ارزښتونه د خپل وس او کوشش مطابق په ځان کښې راوستل پکار دي.
د امام علي(ع) همدا هر اړخيز شخصيت او په خداے پاک او د خداے په ګران رسول (ص) باندې کامل ايمان ؤ چې د خداے ګران رسول (ص) يې په وصف کښې بې شمېره حديثونه بيان کړي دي او خلق يې له هغۀ سره مينې، مودت او له هغۀ څخه پېروۍ ته هڅولي دي لکه فرمائي زۀ (( لکه زۀ د علم ښار يم علي يې دروازه ده که څوک علم او حکمت حاصلول غواړي نو پکار دی په دروازه راشی )) ، (( علي له ما دے او زۀ له علي څخه يم.
((له علي سره مينه له ما سره مينه ده او له علي سره دښمني له ما سره دښمنی ده))، (( زۀ چې د چا مولا او آقا يم دا علي د هغوي مولا او آقا دے )) ، ((حق له علي سره دے او علي له حق سره دے ))، (( اے خدايه حق هغې خوا ته بوځې چې کوم خوا علي وي )) ((علي له قران سره دے او قران له علي سره دے ))،(( د علي ذکر عبادت دے )) ، ((د علي مخ ته کتل عبادت دے )) ، ((له علي سره جنګ له ما سره جنګ دے او له دۀ سره صلح له ما سره صلح ده))، (( اے خدايه! له هغه چا سره مينه وکړې چې له علي سره مينه کوي او له هغه چا سره دښمني وکړې چې له علي سره دښمني کوي)) او داسې نور ډېر حديثونه چې د حديثونو کتابونه ترې ډک دي .
په هر حال د حضرت علي (ع) ذات يو داسې پېچيده ذات دے چې پېژندل يې ګران دي او د خداے د ګران رسول (ص) د يو حديث له مخې چې فرمائي د علي مقام يو خداے او يو ما ته معلوم دے. همدا وجه ده چې د عقيدې له لحاظه د امام علي (ع) په حقله رنګ رنګ عقيدې جوړې دی ځينو خداے وګڼلو او ګمراه شول لکه په تاريخ کښې نصيريان او په اوسنۍ زمانه کښې علی اللهيان او ځينې تش په نامه فقيران او ملنګان يا چا اول امام ومنۀ لکه شيعه مسلمانان، عارفان، د تصوف خاوندان او ځينې سنيان يا چا څلورم خليفه ومنۀ لکه اکثر سنيان يا چا څلورم خليفه هم و نۀ منۀ او او د هغۀ په خلاف يې بغاوت وکړ او هغۀ ته کنځل کول يې روا او جائز وبلل لکه معاويه بن ابو سفيان، د هغۀ خاندان او د هغۀ ملګري او ناصبيان، همدا رنګ ځينو کافر، ګمراه او واجب القتل وبلۀ لکه خوارج او د هغوي ملګري. له دې عقيدو نه هم پته لګيږی چې پېژندګلی يې ګرانه ده
بالاخره داسې يو وخت راشي چې له دريم خلافت نه پس امام علي ته خلق راشی چې زمونږ خليفه نشته تۀ زمونږ خليفه شه نو هغه يې نه قبلوي او ورته وائي چې ځئ څنګه مو مخکې ځانته خليفه ګان خوښ کړل دغه شان اوس هم د ځان لپاره څوک خليفه غوره کړئ او ما په خپل حال پرېږدئ او که هر څوک مو خوښ کړل زۀ به هم ورته خپل رضايت ورکړم او فرمايل به يې چې په تاسو باندې له حکومت نه زما دا زړه او ګنډلې پڼه ښه ده خو خلقو ورته ويل چې مونږ بې له تا نه بل څوک نه غواړو او يوه موده د مسلمانانو خليفه نه ؤ او امت بې برخليکه ؤ او خلق به ورته په جرګو تلل راتلل خو هغۀ به ورته انکارکوۀ چې بالاخره خلق په يو هيړ سره پرې راغونډ شول او د خلافت د قبلولو او بيعيت کولو لپاره يې په زور باندې د مجبورولو کوشش وکړو(کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٠ مخ، انساب الاشراف بلاذری ٢ ټوک ٢٠٣ مخ، تاريخ ابوالفداء ١٧١ مخ او دغسې نور کتابونه )خپله حضرت علی په زور باندې د خلقو د بيعت اخېستو حالت داسې بيانوي:
(( ناګهانه له ما نه ګېر چاپېره د خلقو يو هجوم راتاؤ شو او زۀ يې په منېځ کښې راګېړ کړم او په دغه ګڼه ګوڼه کښې زما حسن او حسېن چېخڼې شول او جامې مې له دواړو طرفو نه اوشلېدې او خلق د ګډو د هغې رمې په شان چې شپون يې نه وي زما خوا ته ( د بېعت لپاره ) رامات شول )) ( نهج البلاغه شققيه خطبه )
بيا يې وفرمايل: ((قسم په هغه خداے چې دانه يې چاولې ده او انسان يې پېدا کړے دے که چرې ګڼ شمېر خلق له ما نه ګېر چاپېره نه وې راغونډ شوې او د ملګرو په مرستې سره په ما باندې حجت نه وې تمام شوې او که چرې خداے پاک له پوهانو او علماؤ نه دا لوظ نه وې اخېستې چې د ظالمانو د خېټو ډکولو او د مظلومانو او بې وزلو د تشو خېټو په مخکې به چپ نۀ پاتې کيږی نو ما به د خلافت د اوښ دا واګې د هغۀ په شا اچولې وې او د وړومبي جام به مې د هغو په آخر باندې څښلے ؤ)) ( نهج البلاغه ٣ خطبه )
نو همدغه امام علي (ع) چې کله د خلقو په ډېر ټېنګار او زور د خلافت واګې په دې شرط په لاس کښې واخلي چې زۀ به د خداے پاک او د هغۀ د رسول (ص) د احکامو او د خپل علم او پوهې مطابق حکومت چلوم او خلقو يې دا شرط ومنۀ نو دغلته هم بيا د يو کامل عادل حاکم نمونه ښئ او په هغو ټولو پوسټونو او وزارتونو او ګورنريو چې کوم نااهله کسان کښېنول شوي وو د هغوی د څنګته کولو حکمونه يې جاري کړل که څه هم ځينو ملګرو لکه مغيره بن شعبه مشوره ورکړه چې فی الحال دغه کسان په خپلو پوسټونو باندې پرېږده بيا به وروستو ورسره وګورې خو حضرت علي (ع) ورته وفرمايل: (( په خداے مې دې قسم وی چې د خپلو ديني فرائضو په اجرا کښې به سستي او ځنډ ونۀ کړم )) ( مروج الذهب ٢ ټوک ٣٥٤ او ٣٥٥ مخونه، کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ )
همدا رنګ چې کله مغيره پوه شو چې هغه په هيڅ قيمت دغو کسانو سره کمپرومائز ساز باز او مصلحت ته تيار نۀ دے نو ورته يې وويل (( چې خېر دے که نور کسان له پوسټونونه لرې کوې لرې يې کړه خو معاويه بن ابوسفيان د شام له والۍ توبه مه لرې کوه ځکه چې هغه ډېر سپين سترګے دے او د شام خلق د هغۀ اطاعت کوونکي دې او ستا لپاره د هغۀ د باقي ساتلو لپاره دا بهانه هم کافي ده چې ووائې چې هغه خو عمر بن خطاب (رض) د شام والي مقرر کړے دے)) خو حضرت علۍ ورته په ځواب کښې وفرمايل: (( نه ، په خداے مې دې قسم وي چې د دوو ورځو لپاره به هم معاويه په کار پرې نږدم )) ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ مروج الذهب ٢ ټوک ٢٥٦ مخ ) همدارنګ د ترۀ زوے عبدالله بن عباس هم ورته مشوره ورکړه چې اوس خېر دے معاويه په خپل پوسټ پرېږده چې کله بيعت وکړي او ستا کار روان شي نو بيا يې لرې کړه خو امام علۍ هغۀ ته هم له انکار نه ډک او پرېکنده ځواب ورکړ. ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ ، تاريخ طبری ٤ ټوک ٤٤٤ مخ ) همدا رنګ يې حکم جاری کړ چې له بېت المال څخه به له نن نه پس د ټولو مسلمانانو تخواګانې مساوي وي او په دې کښې به د هيڅ چا د خپلوۍ، مخينې او معتبرۍ خيال نه شي ساتلې. او په يو ځاے کښې يې وفرمايل: (( خوار او مظلوم زما په نزد غوره او عزتمن دے تردې چې د هغۀ حق له ظالم نه واخلم او زرور او ظالم زما په نزد ناتوان او بې وسه دے تردې چې له هغۀ نه د مظلوم حق واخلم، زۀ هم له تاسو نه يو فرد يم ستاسو په ګټه او تاوان کښې شريک يم ، زۀ تاسو د پېغمبراکرم (ص) د سيرت په لور رابولم او د هغوي احکام په تاسو کښې رائجوم، پوه شئ چې هر هغه جاګير چې مخکې خليفه چا ته ورکړے وي او د عوامو له مالونو نه چې هر مال يې چا ته بخښلے وي هغه دې بېت المال ته راستون کړی که څه هم هغه يې د ښځو په مهرونو کښې ورکړے وي او يا يې پرې وينځې اخېستې وي ځکه چې د عدل او انصاف دروازه پرانسېتې شوې ده او هغه څوک چې عدل او انصاف پرې تنګ وي د ظلم او بې انصافۍ ډګر به پرې تنګ کړې شۍ )) ( نهج البلاغه ١٥ خطبه، شرح ابن ابی الحديد ١ ټوک ٢٦٩ مخ ، ثوره الحسېن ٥٧ مخ )
او تاريخونه ليکپ چې په دې طريقه يې ډېر مالونه حالونه چې په ناجائزه طريقه له بېت المال نه اخېستي شوي وو بيا بېت المال ته راستانۀ کړل ( مروج الذهب ٢ ټوک، ٣٥٣ مخ، شرح نهج البلاغه ابن ابی الحديد ١ ټوک ٢٧٥ مخ، سيره الائمه ١ ټوک ٢ برخه، ١١ مخ )
چې کله هغو کسانو چې په ناجائزه يې دولتونه جمع کړي وو، يا په زور د خلقو په څټونو مسلط وو او يا د لالچ او طمعې او پوسټونو حاصلولو لپاره يې له امام علي (ع) سره بيعت کړے ؤ ټول مخالف شول چې په هغوي کښې د شام والي په سر کښې ؤ، هغۀ چې کله وکتل چې په حضرت علي (ع) يې په هيڅ شان د والي توب په پوسټ باندې نور نه پرېږدي نو د شام په جومات کښې يې د دريم خليفه د وينو لړلے قميص کېښود او څو کسان يې پرې مقر کړل چې هغوی ژړا کوي او مرثيې وائي چې مونږ د دريم خليفه د وينې انتقام اخلو او په دې طريقې سره يې د شام خلق ټول د حضرت علي (ع) په خلاف راوپارول. له بلې خوا هغۀ او نورو هغو کسانو چې د حضرت علي (ع) عدل او انصاف يې نه شو زغملے د خداے د ګران رسول (ص) محترمه بي بي چې خداے پاک ورته په قران کښې حکم کړے ؤ چې وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ يعنې اے د رسول (ص) بيبيانو! په خپلو کورونو کښې کښېنئ او د جاهليت د دور په شان بهر خپل ځانونه مه ښئئ )) (سورۀ احزاب) د امام علي (ع) په خلاف بهر راووېسته او د حضرت علي (ع) د ډېرو کوششونو باوجود د جنګ مخه ونۀ نيوې شوه او د مسلمانانو ترمېنځ د جمل نومې خونړے جنګ وشو او په کښې د ډېرو مسلمانانو وينې بې ځايه توې شوې. چې کله دغه جنګ د حضرت علي(ع) په ګټه ختم شو او حضرت بي بي عائشې (رض) ته يې د هغې ورور محمد بن ابوبکر (رض) ورولېږۀ چې د خپلې خور په خلاف د حضرت علي (ع) په لښکر کښې شامل ؤ او ورته يې وفرمايل چې د خور زړۀ ساتنه دې وکړه که خوږ راخوږ وي نو ملهم پټۍ يې وکړه او بيا په خپله هم ورغے او د هغې د اوښ کجاوې ته يې اشاره وکړه چې ((اے حمېرې! ايا د خداے ګران رسول (ص) تا ته داسې وصيت کړے ؤ، ايا تا ته يې نه وو فرمائيلی چې په کور کښې کښېنه، په خداے قسم چې هغو کسانو چې ته يې له کوره راووېستې او د جنګ مېدان ته يې راوستې او خپلې ښځې يې په کورونو کښې په پرده کښې کښېنولې ستا په حقله انصاف و نه کړ)) ( کامل ابن اثير ٣ ټوک له ٢٥٥ نه تر ٢٥٨ مخونه، تاريخ طبری ٤ ټوک له ٥٣٤ نه تر ٥٤٤ مخونه ) او بيا ډېره په احترام او د هغې له ورور عبدالرحمن بن ابوبکر (رض) او د سړيو په لباس کښې يو شمېر ښځو فوځيانو سره چې په مخونو يې نقابونه لګولي وو په قدرونې سره مدينې منورې ته او خپل کور ته ورسوله او د جمل د جنګ لانجه يې ختمه کړه او بيا د شا م والي ته متوجه شو او له هغۀ نه يې د څنګته کېدو غوښتنه وکړه خو هغۀ په ځاے د دې چې د وخت د خليفه حکم ته يې غاړه اېښې وې د هغۀ په خلاف خروج وکړ او د جنګ لپاره د شام له لښکر سره اماده شو په دې دوران کښې هم حضرت علی (ع) ډېر کوششونه وکړل چې بې له وينې بهېدنې د شام والي حق ته غاړه کېږدی خو چې و نه شوه او د جنګ شروع هم د شام د لښکر لخوا وشوه نو حضرت علي (ع) هم مجبور شو او د مشهور اصحابی مالک اشتر په مشرۍ کښې يې د شام د لښکر د ځپلو لپاره لښکر د جنګ ډګر ته داخل کړ او د مالک اشتر په مشرۍ د امام علي (ع) لښکر دې حد ته رسېدلے ؤ چې د شام لښکر په کامله توګه وځپي او د جنګ فېصله د حضرت علي (ع) په حق کښې وکړي خو دغه وخت د جنګ په دوران کښې د شام د والي مشاور عمرو عاص هغۀ ته مشوره ورکړه چې اوس مو تباهي سر ته رارسېدلې ده نو پکار دۍ چې د حضرت علي (ع) په لښکر کښې اختلاف پېداکړو او هغه دا چې د قران په لور به يې فېصلې ته راوبلو د شام والي هم دا مشوره خوښه کړه او خپل لښکر ته يې اعلان وکړ چې قرانونه په نيزو کښې اوټومبئ او اوچت يې کړئ او د دې اعلان سره تقريباً پنځۀ سوه قرانونه په نېزو کښې وټومبلې شول او اوچت کړې شول او ورسره چغې پورته شوې چې د خداے کتاب دې زمونږ او ستاسو ترمېنځ فېصله کوونکے شي (مروج الذهب ٢ ټوک ٣٩٠ مخ ) د شام د لښکر لخوا دا حربه کاميابه شوه او له دې کار سره جوخت د حضرت علي (ع) په لښکر کښې د اشعث په شان کسان چې مخکې يې هم همدردۍ د شام له والي سره وې او له زړۀ نه يې د حضرت علي (ع) ملګرتيا نه وه کړې له جنګ نه لاس واخېست او په لښکر کښې يې دا چغې او تبليغات شروع کړل چې پکار دی د قران فېصلې ته غاړه کېږدو حضرت علي (ع) چې کله د خپل لښکر دا حالت وليد نو هغو کسانو ته يې داسې خطاب وکړ:
(( اے د خداے بندګانو! همدغه شان په جنګ کښې مخ په وړاندې روان وسئ له دښمن سره په جهاد کښې ريښتين والے او سموالے له لاسه مه ورکوئ بې له شکه چې معاويه، عمرو عاص او ابن ابی معيط وغېره د دين او قران خاوندان نۀ دۍ. زۀ دوی له تاسو نه ښه پېژنم له وړوکوالي نه تر لوے والي پورې مې له دوي سره ژوند کړے دےدوي ترټولو خراب ماشومان او تر ټولو خراب سړی وو. دوي قرانونه په دې وجه په نيزو نۀ دي اوچت کړی چې ګنې قران پېژني او ورباندې عمل کوي بلکې د فرېب او منافقت په وجه يې داسې وکړل )) ( مروج الذهب ٢ ټوک ٣٩١ مخ، کامل ابن اثير ٣ ټوک ٣١٦ مخ وغېره )
حضرت علي (ع) هغوي ته ډېر نصيحتونه وکړل چې دا ټوله دوکه او فرېب دے خو هغوی و نه منله او حتی چې له امام علي(ع) نه راچاپېره شول او ورته يې په اول ځل د اميرالمومنين په ځاے نوم واخېست او وې ويل: (( اے علي ! دوې درته د خداے د کتاب په لور دعوت درکوي قبول يې کړه ګنې د عثمان په شان به دې قتل کړو او په خداے مو دې قسم وي چې دا کار به ضرور وکړوو، امام ورته بيا ډېر نصيحتونه وکړل خو هغوي د هغۀ خبرو ته بې له پامه هغۀ ته وويل چې مالک اشتر ته پېغام ولېږه چې له جنګه لاس واخلي او راستون شي ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ٣١٦ مخ، تاريخ طبری ٥ ټوک ٤٩ مخ ، وقعه صفين ٤٨٩ مخ ) او بالاخره حضرت علي يې دې ته مجبور کړ چې مالک اشتر چې د جنګ په آخری مرحله کښې په جنګ بوخت ؤ راستون کړي. هغۀ هم له راستنېدو نه پس باغيان چې بيا وروسته په خوارجو مشهور شول ډېر پوه کړل او نصيحتونه يې ورته وکړل چې اوس جنګ زمونږ په ګټه په ختمېدو دے او د تل لپاره به د مسلمانانو ترمېنځ فتنه ختمه شي خو هغوي و نه منله او ورته يې وويل چې تاسو ګمراه شوي يئ چې قران ته غاړه نه ږدئ. بالاخره هم هغه وشول چې اشعث او د هغۀ خوارجو ملګرو غوښتل جنګ بند شو، د جنګ له بندېدو نه پس د شام والي په دې لټه کښې شو چې اوس خپل سياستونه نور هم مخ په وړاندې بوځي نو د دې کار لپاره يې هم اشغث او د هغۀ خوارج ملګري وهڅول چې (( حَکميت )) وټاکلې شي. اشعث هم دا خبره خوښه کړه او کوشش يې شروع کړ چې له دواړو خواو نه يو يو کس د حَکم په توګه وټاکل شي چې هغوي څه فېصله وکړه هغه به ټولو ته منظوره وي او حکميت لپاره يې هم حضرت علي (ع) مجبور کړو. معاويه له خپل طرفه عمرو بن عاص چې ډېر چالاک او په سياسی بازيګريو پوه ؤ حَکم مقرر کړ. او اشعث يې ولمسوۀ چې د حضرت علي (ع) لخوا ابوموسی اشعری حَکم وټاکي هغۀ هم ومنله او حضرت علي (ع) ته راغے او ورته يې وويل چې د معاويه لخوا عمرو بن عاص حَکم شو او ستا لخوا مو ابوموسی اشعری مقرر کړ. حضرت علي (ع) ورته وويل چې هغه زما نۀ دے خوښ او هغه د دې کار لائق نۀ دے زۀ عبدالله بن عباس خوښوم خو اشعث ورسره و نۀ منله بيا يې وړانديز وکړ چې زما لخوا دې مالک اشتر حَکم شي خو اشعث او د هغۀ خوارج ملګري په دې ټينګ وو چې هم ابو موسی به ستا حکم وي او منې به يې .
بالاخره حضرت علي(ع) ورته وفرمايل : چې څه مو خوښه وي هغه وکړئ او دغه شان حکميت جوړ شو. او يوه غونډه جوړه کړې شوه او يوه لوظنامه وليکلې شوه چې دغو دواړو کسانو څه فېصله وکړه نو ټولو ته به منظوره وي.خو په خوارجو کښې بيا اختلاف پېدا شو او وې ويل چې انسانانو ته د حکميت حق نۀ دے حاصل او دا کار يوازې د خداے دے او نعره يې اوچته کړه (( لا حکم الا لله )) او حضرت علي (ع) ته يې وويل چې حکميت به نه منې دا شرک دے او چې څوک يې منی هغه مشرک او کافر دے.هغۀ ورته وفرمايل چې د خداے بندګانو دا خو هم تاسو راباندې ومنۀ او اوس چې مې اومنۀ او لوظنامه مو لاس ليک کړه نو وروستو کېدل د اسلام د احکامو په خلاف کار دے خو هغوي چې تقريباً دولس زره کسان وو په (( حرورا )) نومې ځاے کښې جمع شول شبث بن ربعي يې خپل قوماندان او ابن الکوا يې د جماعت امام جوړ کړ..................... دوام لري نور بيا...................