Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
معصومین علیهم السلام

د حضرت محمد(ص) نیکمرغه زوکړه

2017/11/22

د حضرت محمد(ص) نیکمرغه زوکړه

ځمکه په تمه وه او آسمان ناکراره ؤ،کعبه له هغو بتانو ډکه وه چې خلکو په خپلو لاسونو جوړ کړي ؤ او د یوه خدای په ځاي یې راوستې ؤ،ظلم او جهل،خرافات او فساد د خلکو ژوند تر اغیزو لاندې راوستی ؤ او نغاره یې او ټول د یوه ژغورونکې په تمه ؤ چې عدالت په ځمکه خپور کړي او ژوندته یې مینه او محبت ډالۍ کړي .
له هجرته ۵۳ کاله مخکې د عام الفیل کال د ربیع الاول په ۱۷،د پخوانیو پیغمبرانو حق او زیری ورکوونکې ژمنه پوره شوه او الله تعالی ویده بشر ته خپل لوړ او غوره مخلوق ډالۍ کړ .
حضرت محمد(ص) چې د الله تعالی وروستی پیغمبر ؤ په عربستان کښې د یوه لمر په څیر وځلیده ،څو د نړیوالو غوږونو ته د حق غلی شوی آواز ورسوي .
دغه مهال د نړۍ په تورتم فضا کښې د فرښتو د خوشحالۍ انګازې خپرې شوي ،په ایران کښې هم د انوشیروان د ماڼۍ د ظلم او زور برانډې وخوځیدي او د فارس زرکلن اورتون د حجاز د لمر د وړانګې په مقابل کښې تورتم شو .
د ساوه تالاب چې یو شمیر خلکو یې عبادت کاوه یوځل وچ شو او په کعبې کښې دننه بتان یوناڅاپه ونړیدل ، هو د حضرت محمد(ص) پیدایښت د ژوند د بل تاریخ پیل ؤ او باید دغه ډول زوکړه غلي پاتې نه شي .
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) په هغوکسانو کښې دنیا ته راغی چې له ډیرو خرافاتي مفکورو او عقایدو یې پیروي کوله ،هغوئ د بیلا بیلو بتانو په عبادت سربیره ،کله ناکله دستورو عبادت هم کاوه ،هغوئ انجونۍ شرم باله او په ماشوموالې کښې به یې وژلي ،تورپوستې او کمزورې به یې غلامان ګرځول او دخپلو ځانګړو قوانینو له مخې یې هغوئ له لومړنیوحقوقو هم بې برخې کول .
په دغه وخت کښې چې د جاهلیت پړاؤ ورته ویل کیږي اخلاقي او انساني ارزښتونه له سختې بې پامۍ سره مخ ؤ ،په داسي ډول چې امیرالمؤمنین حضرت علی (ع) په یوې خطبې کښې له اسلام څخه وړاندې د عربانو وضعیت داسي بیانوي :
الله تعالی،حضرت محمد(ص) د نړیوالو لپاره ډارونکی او دخپلي وحي او کتاب دآمین په توګه مبعوث کړ ،په داسي حال کښې چې تاسو عربانو په تر ټولو بدو ځایونو او دینونوکښې ژوند کاوه، په پرخو کښې مو ژوند کاوه ،ککړې اوبه به مو څښلي او د اوړو،د خرما د هډوکو او سمسیرو په څیر شیان به مو خوړل ، د یوه بل وینې به مو تویولي ،له خپلوانو به لیرې ګرځیدئ ،بت پرست وئ او له ګناهونو مو ډډه نه کوله .
د جاهلانه عقایدو او افکارو بدلول او د دغه ډول غلطو کسانو د فکري بنسټونو له مینځه وړل ،طبیعي خبره ده چې ډیر سخت کار دی او یوه صبرمن،پوهه او ښه خوي لرونکې کس ته اړتیا لري .
الله تعالی په درسته نړۍ کښې د دغو سترو کارونو د ترسره کولو او همدغه راز د توحید،عدالت او ورورګلوۍ د تبلیغولو لپاره ،محمد مصطفی (ص) و ټاکه او هغه وتوانیده چې په تر ټولو ښه ‌ډول خپله دنده ترسره کړي .
د تاریخي سندونو او شواهدو له مخې له وړواکوالې په نبي کریم (ص) کښې د ستروالې او عظمت نښې موجودي وي ،په داسي ډول چې په ځلمي توب او ځوانۍ کښې څو سترو عیسوي او مسیحي کاهنانو دهغوئ په لیدلو سره پکې د پیغمبرۍ په آثارو پوهه شول او د پیغمبر اکرم (ص) خپلوانو ته یې د روښانه راتلونکې زیری ورکړ .
هغوئ اعتراف وکړ چې محمد هماغه ژغورونکی دی چې پخوانیو پیغمبرانو یې د راتللو ژمنې کړي وي او نړۍ به له نور او برکته ډکه کړي .
پروردګار عالم ، له هماغه وړواکوالې څخه سرور کائینات او فخر موجودات حضرت محمد(ص) له زیاتو سختیو سره مخ کړ ،څو یو صبرناک ،پیاوړی او تکړه کس وګرځي ،له وړوکوالې یې د یتیمۍ تریخ خوند وڅکه ، او زده یې کړل چې پخپلو پښو ودریږي ، ډیر سخت کار به یې کاوه،په تجارتي سفرونو کښې به یې ګډون کاوه،نو حضرت محمد(ص) په داسي حال کښې ځوانۍ ته ورسیده چې خپلې مټې یې له هڅو او هاند سره بلدي کړي وي او سخت کارونه یې ترسره کړي ؤ .
د بیلګې په توګه د عربستان په سره ګرمه دښته کښې د رمو پیول ډیر سخت ګڼل کیده،خو نبي کریم (ص) چوپانې هم وکړه ،وروسته ورځنې یو شمیر خلکو وپوښتل ،چې آیا تاسو په ځوانکۍ شپنې کوله ،نو حضرت محمد(ص) ځواب ورکړ:
هو هیڅ پیغمبر نه دی مبعوث شوی،خو دا چې شپنې یې کړي وي .
د نبي کریم (ص) شریعت هم د کار روزګار په اړتیا او د حلالي روزۍ په ترلاسه کولو ډیر ټینګار کوي او په دې اړه فرمايي :
عبادت اویا برخې لري چې تر ټولو غوره برخه یې د حلالي روزۍ ګټل دي .
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) یوه بله ځانګړنه ،حتی له پیغمبرۍ مخکې هم د هغوئ لخوا د یوه خدای عبادت ؤ .
هغوئ له الله تعال سره پخوانۍ مینه درلوده ،له ځوانۍ به په حرا غار کښې ډیر پاتې کیده او هلته به یې عبادت او راز اونیاز کاوه ،په همدغه غره کښې وه چې د الله تعالی لخوا د وحي فرښته جبرئيل ،په څلویښت کلنۍ کښې پرې نازل شو او د الله تعالی لخوا پیغمبر غوره کړاي شو .
خو یوه مهمه ځانګړنه چې حضرت محمد(ص)یې د پیغمبرۍ په چارو کښې بریالی کړ ، د هغوئ لوړ اخلاق او صبر ؤ ،الله تعالی په قرآن کریم کښې د نبی کریم (ص) د اخلاقو ستاینه کړي ده او فرمايي ،لکه څنګه چې د قلم سورت په څلورم آیت کښې راغلي دي:
او ته ستر او پیاوړې اخلاق لري .
د حضرت محمد(ص) د لوړو اخلاقي صفتونو په هکله ډیر موردونه نقل شوي دي ،چې په دې لنډ فرصت کښې یې په څو لنډوموردونو بسنه کوو .
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) لمسی امام حسین(ع) د هغوئ د چلند په اړه فرمايي :
د خدای رسول تل ښه خویه،تاند،نرم خویه او نرم ؤ ،ښه او آرام چلند یې درلوده ،د تندۍ او بدګویۍ سړی نه ؤ،خلک به یې له یوه بل سره نیکئ ته وربلل او د هغوئ تر مینځ به یې له درز او تفرقې مخنیوی کاوه ،هر کله به چې یوه ټول ته ننواته ،نو هر ځاي چې به خالي ؤ همالته به کښیناسته او نور و ته به یې هم د دغه کار سپارښتنه کوله ،هیڅ څوک یې له خپلې دروازې نه شاړه او ټولو ته به یې سپارښتنه کوله چې له اړمنو سره مرسته وکړي .
حضرت محمد(ص) د یو داسي دین بنسټ کښیښوده چې ورورګلوي او برابرې یې اساسي اصول ؤ ،درست مسلمانان د مینې او محبت په دین کښې د اسلام تر سیورې لاندې راټول شول او د توحید دین ته تسلیم شول،عرب عجم،حبشي،پارسي او نور توکمونه د پیغمبر د وجود او قرآن په برکت ،تیرو قبیله ای کینو ته له پامه پرته په یووالې او آرامښت سره د اسلام له مینې په ډکه غیږه کښې وحدت ته ورسیدل .
له مبعوث کیدو وروسته د حضرت محمد(ص) یوه سپارښتنه،لمونځ ؤ ،لمونځ به یې د خپل دین استواره ستنه بلله او په لومړې وخت کښې د لمونځ په اداکولو ډیر ټينګار درلوده ، بلال حبشي چې د تور پوست په دلیل د یوه مشرک غلام ؤ ،له ایمان راوړلو او مسلمانیدو وروسته له نبي کریم (ص ) سره یوځاي شو او د هغوئ په حکم د اسلام لومړنی مؤذن شو .
کله چې به بلال اذان وایه نو ټول مسلمانان به په منظم ډول د اسلام په ستر پیغمبر پسې ودریدل او لمونځ به یې ادا کاوه ،د جمع لمونځ د مسلمانانو د وحدت یوه سمبول دی چې په ځانګړې نظم او ترتیب سره عبودیت او بنده ګې نندارې ته وړاندې کوي .
د الله تعالی رسول ټولو ته دا ویلي ؤ چې نور د قوم ،توکم او پوستکې په دلیل په نورو برلاسی کومه معنا نلري ،بلکه د اسلام تر بیرغ لاندې ،هغه کس ترټولو غوره دی چې تقوا او پرهیزګارې یې زیاته وي ،الله تعالی دغه ښکلي وینا د حجرات سورت په ۱۳ آیت کښې کړي ده او فرمايي :
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِير
ژباړه:
ای خلکو! ما تاسو له یوه نر اوښځې پیدا کړئ او تاسو مو ډلي ډلي او قبیلې وګرځولئ څو یو بل وپيژنئ (خو دا د امتیاز معیارونه نه دي)،د خدای په نزد غوره کس هغه دی چې تر ټولو زیات پرهیزګار وي ،خدای پوهه او خبر دی .
هو محمد غوره او تر ټولو پرهیزګاره دی او ټول ژوند یې د حقیقت د پلټونکو په وړاندې یوه بیلګه ده .
د رومانیا مسیحی څيړاندی کسنتانتین ویرژیل ګئورګی ،ومحمد هغه پیغمبر چې له سره یې باید وپيژنو ،تر نامه لاندې کتاب کښې لیکي:
په رښتیا چې حضرت محمد(ص) تر ټولو پاکه،غوره،ارزښتمنه او قدرمنه مرغلره ده ،هغه په ډیري پاکي کورنۍ،ډیر پاکیزه مرغلرې او تر ټولو پاکو سیرتونوکښې نړۍ ته سترګي رڼې کړي،د د دښتې په زړه کښې د شین او صاف آسمان لاندې په پاکه لمنه کښې وروزل شو او ځوان شو، هغه د ابرهیم (ع) په څیر د سترو نیکونو د نړۍ لید د مفکورې په سیورې کښې له شرک او بت پرستۍ ویزارې ښکاره کړه او پخپل ویښ او خبر ضمیر کښې یې د یوه خدای په وحدانیت ایمان راووړ .
په حضرت محمد(ص)د ښو اخلاقو،چلند،ریښتونولۍ،ښې وینا،پاکۍ،نجابت،صداقت او آمانتدارۍ په دلیل تل د خلکو اعتماد ؤ او درناوی به یې ورته کاوه او هغوځایونوته ورسیده چې یوازې دوئ ورته رسیدلاي شول ، داسي کس چې هیڅ څوک ورته په خوي او صفتونوکښې نه شي رسیدلاي .