Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوهنې

د انسان په فکري سيستم کې نظم

2017/08/15

د انسان په فکري سيستم کې نظم

په دې لوست کې د انسان د پيدايښت څيړلوته ورګرځو؛ځکه ،چې وائي (( ديارخبره ترهرڅه خوږه وي )) . انسان پخپله يوه لويه دنياده ،چې هرغړى يې دخالق اوپالونکې د قدرت اوپوهې ګواهي ورکوي اوڅومره ،چې دانسان علم زياتېږي اودطبيعت له رازونوزياته پرده لرې کېږي؛نو دحکيم اوځواکمن خداى شتون ورته ښه څرګندېږ ي .
موږګورو،چې دهرانسان په جوړښت کې دغيبودنړۍ يوچراغ بل دى ،چې انسان دنېکۍ ،خيراوښېګڼې لورته وربيايي،چې داځلانده څراغ هماغه ((فکر)) دى .
په دنياکې ،چې څومره برسېرونې اواختراګانې شوي ،ټولې دهمدغه فکراوعقل له امله دي .
ټول کتابونه اوکتابتونونه اوټولې علمي څانګې دهمدغه ځواک (( فکر)) له برکته پيداشوي اوهمدافکراوسوچ دى،چې دشک په وخت کې انسان نېکمرغۍ ته رابولي ؛نوانسان ته چاداګټور ځواک ورکړى دى ؟
آياانګېرلاى شو،چې له لوى خداى اوځواکمن پالونکي پرته بل چادومره لويه پانګه انسان ته ورکړې ده ؟ دانسان په بدن کې يوډېروړوکى، دقيق اونازک ماشين ايښودل شوى ،چې ډېرکم وزن اونازک اونرم موادلري، دغه ماشين ته ماغزه ياداعصابومرکزوائي اويوه حېرانوونکې چاره يې داده ،چې پخپله اواټوماتيک کارکوي . دانسان په لاس جوړشوي دحساب ماشينونه دانسان په حکم چلېږي اوڅه ،چې ترې انسان غواړي هغه کوي؛خودااټوماټيک ماشين ( ماغزه ) ددغوماشينونوپرعکس ا واپوټه دي ؛يعنې نه يواځې حکم ته ضرورت نه لري ؛بلکې دانسان بدن ته امرکوي اوور ته لار ښيي .
د انسان بدن پخپله پرانرژۍ باندې دمادې دبدلولويوماشين دى اوله هغوماشينونوډېرتوپيرلري،چې انسانانو پرانرژۍ دمادې داړولولپاره جوړکړي ؛ځکه داټول ماشينونه يواځې خاص موادپر انرژۍ بدلوي؛خودانسان بدن ډېرخام اوکچه موادجذبوي اوپه ډول ، ډول انرژۍ ئې بدلوي . دانسان په بدن کې کيمياوي لابراتوارونه اود درملوجوړولواټوماټيک کارخانې دي د ((غدويا غوټو)) په شکل جوړې شوې دي ،چې هر يويې دخاصوموادو دجوړولومسووليت لري اودغه مواددانسان دژوند په بېلابېلوچاروکې خاصې دندې لري آيادادقيق اوبشپړماشينونه په دې ګواه نه دي ،چې انسان يوځواکمن، پوه اوحکيم پيداکوونکى خداى لري؟!

دميږي ژوند
له انسانه به تېرشواو د((ميږي )) ژوندته به ځغلنده نظروکړ،چې يوه وړه حشره ده اوموږته د توحيد اوخداى پېژندنې درس راکوي . ددې وړوکې ژوې ژوند،په ګډژوند، ګډکوښښ او له يوبل سره په ملګرتيا ولاړدى اوديوبل په مرسته خپل کارونه کوي داګډه ملګرتيا دمېږتون په جوړولواوددانواوخوړودراغونډولوپه وخت ليدلاى شئ .
داحشره پرته له دې نه،چې پوهنتون ته تللى وي اوبې له دې نه،چې دکرهڼې پوهنځې يې ويلى وي په خداى ورکړې پوهې ،فطري غريزې اواحساس سره په دې پوهېږي،چې که غواړي يوه دانه په سورې کې خوسااوخرابه نه شي؛نوپکارده ،چې نيمه يې کړي .
ميږى که محسوس کړي ،چې دانه لمده شوې ؛نوسمدستي يې له سورې راوباسي اولمرته يې ږدي ،چې وچه شي اواصولا دوى خپلې سوړې اومېږتون په لوړاووچ ځاى کې جوړوي ،چې اوبه ورته ونه رسېږي .
نوآيا ويلې شو،چې داحيرانوونکې کارونه له لارښوونکې پرته کېداى شي ؟!
د دې وړې حشرې استاد اولارښوونکى څوک دى ؟ اوله کومه يې دادومره سترې خبرې (چې انسان پرې دزده کړې له لارې پوهېداى شي) زده کړي اود ژوندبنيادئې پرې ولاړ دى ؟
ستاسې پام يوې په زړۀ پورې مناظرې ته رااړوو:
يو ماده لمانځي يوعالم ته وويل : ((دخداى تعالى وجودراته ثابت کړه )) ددې پوښتنې په وخت کې يوماشوم هم ناست و،چې له هګۍ سره يې لوبې کولې عالم له ماشومه هګۍ راواخېسته اوماده لمانځي ته يې وويل : داهګۍ وينې ،چې يوه سخته ،کلکه اوبنده کلاترې راتاوه ده، په دې کلاکې دننه اوددېوالونوترشا يې ډېرنرى پوستکى دى اوپه هغه کې دننه لږشان ويلي شوي ، سره اوسپين زردي ( دهګى سپين اوژېړ)؛خودوى له يوبل سره نه ګډېږي.[؛نوآيا ويلي شو،چې داژېړاوسپين ،چې له يوبله بېل دي او پخپله پيداشوي دي] ؟
اى پوښتونکيه ! هېڅوک ددې هګيو له دننه خبرنه دي،کوم چرګوړي ،چې ترې راوځي نربه وي اوکه ښځه اوچې راووځي؛نو زړۀ راښکوونکى اورنګارنګ وي ( کوم يوځواک داچرګوړى داسې رنګ اوانځورکړى دى ) .
آيا ديوچرګوړي يايوطاووس رنګول اوانځورول ديوې تختې ياتصويرله رنګو لونه کم دى ؟
آيا موږويلى شو،چې يوجوړ شوى تصوير،جوړوونکى اوانځورګرلري؛ خودافطري انځور ګري پخپله شوې ده ؟
عالم زياته کړه: آيا نه منې ،چې داهګئ اوهغه چرګوړى ،چې ترې پيداکېږي اودومره خصوصيات لري دايوحکيم ،پوه اومدبر پالونکى اوپنځګرلري؟
پوښتونکي لږسوچ وکړاولکه ،چې له خوبه راپاڅېدلى وي سمدستي يې وويل :
((هوګواهې ورکوم ،چې دانړۍ يوپيداکوونکى اوپنځګرلري،چې نوم يې الله دى اوټول کمالي صفتونه لري اوګواهې ورکوم ،چې محمدصلى الله عليه وآله وسلم دخداى بنده اواستازى دى .))
هودنړۍ له موجوداتو هرژوندى مثال ،هراتوم ،هره زره اودژونديوڅارويوهرسلول دحقيقي پالونکې اوخالق پرشتون رښتيني ګواه دي.