Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوهنې

د ا اصحابو عدالت

2017/07/08

د ا اصحابو عدالت

بِسْمِ الله الرَحْمنِ الرَحِيْمْ
د بحث لنډيز:
په دواړو مکتبونو کې د صحابي تعريف
1. د خلفاؤ په مکتب کې د صحابي تعريف
2. د اهل بيتو په مکتب کې د صحابي تعريف
3. د خلفاؤ په مکتب کې د صحابي د پيژندنې ضابطه
4. پر دې ضابطې اشکال
په دواړو مکتبونو کې د اصحابو عدالت
1. د صحابه ؤ د عدالت په باب د خلفاؤ د مکتب ليدتوګه
2. د اصحابو د عدالت په باره کې د اهل بيتو د مکتب نظر
3. د مؤمن او منافق د پيژندنې ضابطه
قَالَ رَسُولُ الله صَلي اللهُ عَلَيهِ وَاَلِهِ وَسَلَمْ فِيْ حَقِ شُهَداءِ اُحُدْ: "هَوُلاءِ اَشهَدُ عَلَيهم" فقال ابوبکر(رض): اَلَسْنَا يَارَسول الله اِخوَانُهُمْ، اَسْلمْنا کما اَسْلَمُوا و جاهَدْنا کَمَا جَاهَدُوا؟!
فقالَ رسول الله (صَلي اللهُ عَلَيهِ وَاَلِهِ وَسَلَمْ): "بلی، وَ لکِنْ لا اَدْرِيْ مَا تَحْدِثُونَ بَعْدي!"
رسول الله مبارک د احد د شهيدانو په هکله وفرمايل: "د دې ډلې د برحقه کيدا ګواهي ورکوم" ابوبکر(رض) وويل: اې د خداې رسوله! ولې مونږ د هغوي وروڼه نه يوو، د هغوي په څېر مو اسلام راوړ او د هغوي په شان مو جهاد وکړ؟ پيغمبر(ص) وفرمايل:"ولې نه، خو نه پوهيږم له ما وروسته به کوم بدعتونه کوئ.[1]
په دواړو مکتبونو کې د صحابي تعريف
د خلفاؤ په مکتب کې د صحابي تعريف:
ابن حجر د خپل کتاب "الاصابه" په سريزې کې د صحابي په تعريف کې وايي:
صحابي هغه څوک دی چې پيغمبر(ص) يې ليدلی، پر هغه يې ايمان راوړی او مسلمان مړ شوی وي، که له پيغمبر(ص) سره د هغه ملګرتيا او ليدنه لږه وي يا ډيره، له پيغمبر(ص) يې روايت کړی وي يا نه، له پيغمبر(ص) سره غزا ته تللی وي يا نه، دغه ټول وګړي زمونږ له تعريف سره سم: چې پيغمبر(ص) يې ليدلی، ځائيږي، ان تر دې که چيرې يوازې يو ځل يې پيغمبر(ص) ليدلی او ورسره يې ناسته هم نه وي کړي، او يا يې د نابينايي له کبله هغه مبارک پخپلو سترګو نه وي ليدلی.[2]
هغه د خپل کتاب په يوې بلې برخې کې وايي: "هغه ضابطه چې پرې په پوهيدا سره د ګڼ شمېر کسانو صحابي کيدا معلوميږي:
1. هغوي (خليفه ګانو) په سوبو کې يوازې اصحاب په قومندانې ګمارل.
2. په لسم هجري کال کې، په مکې او طايف کې هيڅوک نه وو خو دا چې اسلام يې راوړ او له پيغمبر(ص) سره يې په حجة الوداع کې شتون درلودۀ.
3. د اوس او خزرج د دوو قبيلو ټولو وګړيو د پيغمبر(ص) د دورې تر پايې پورې اسلام راوړ يعنې مسلمانان شول.
4. د پيغمبر(ص) له رحلته وروسته هم په هغوي کې هيڅوک کافر نه شول.[3]
زه دا وايم که چيرې يو څيړتند زمونږ د کتاب "يو سل او پنځوس جعلي صحابيان" برخې وجاجوي، د اصحابو په هکله د خلفاؤ د مکتب د تسامح او غفلت پر ژورتيا او د حديث په علم د هغه په تاوان پوپيږي.
د اهلبيتو (ع) په مکتب کې د صحابي تعريف:
د صاحب جمع صحابه د ملګري او ناسته پاسته کوونکي په معنا ده او صحابي يعنې د پيغمبر(ص) له اصحابو هغه يو کس چې د هغه مبارک ملګری او روسره يې ناسته پاسته کړی وي او لکه څنګه چې ښکاره ده، يوازې د هغه چا په باب رښتيا ده چې له هغه مبارک سره يې زياته ملګربيا او ناسته پاسته کړې وي، ځکه چې مصاحبت د اوږد مهاله ملګرتيا تقاضا کوي.[4]
بله خبره دا چې، کله مصاحبت او ملګرتيا د دوو تنو تر مينځ وي، ناچاره بايد د صاحب لفظ او د هغه جمع صحابه په کلام کې له يو بل نوم سره ورزيات شي (مضاف او مضافٌ اليه) لکه څنګه چې په قران کريم کې داسې راغلي "يَا صَاحَبَيَ السِجْنِ"[5] يعنې اې زما دوو ملګرو بنديانو، او "اَصْحَابُ مُوسَي"[6]
د پيغمبر(ص) په زمانې کې هم ويل کيدل: "صَاحِبُ الرَسُوْلْ الله" او "اَصْحَابُ رَسُولُ الله" يعنې صاحب او اصحاب يې له رسول الله سره ورزياتول.
لکه څنګه چې ويل کيدل "اَصْحَابُ بَيْتِ الشَجَرَةْ" او "اَصْحَابُ صُفَهْ" يعنې ټول يې په اضافې او د بل په نسبت راوړل، او په هغه وخت کې د صاحب او اصحاب لفظ په يوازې سر او د مضاف اليه له راوړلو پرته، د پيغمبر(ص) د اصحابو نوم نه ؤ خو د خلفاؤ د مکتب مسلمانانو ورو ورو د خداي د رسول اصحاب، اصحاب او صحابي ونومول. نو دا تسميه او نوماول، د متشرعه اصطلاح او د مسلمانانود نومولو ډول دی.
دا د صحابي په تعريف کې د دوو مکتبونو ليدتوګه وه.
د خلفاؤ په مکتب کې د صحابي د پيژنګلو ضابطه
پردې سربيره چې ومو ويل، هغه کسان چې د خلفاؤ په مکتب کې يې د صحابو معرفي او حال تشريح کړی دی، د هغوي د پيژنګلوۍ لپاره يې ضابطه هم ښودلې ده، لکه څنګه چې ابن حجر په الاصابه کې وايي:[7]
د هغو ناپيژندل شويو خبرو په شمول چې د صحابي په تعريف او پيژندګلوۍ کې له مخکښانو (حديث) تر مونږه رسيدلي. که څه هم پر هغه څه نص نيشته، يو روايت دی چې ابن ابي شيبه په خپل تصنيف کې له نه رد شوي لارې نقل کړی چې هغوي (خلفاؤ) په سوبو يعنې فتوحاتو کې يوازې اصحابو ته قومنداني ورکوله.
نامروده لاره چې ورته اشاره شوي، هغه روايت دی چې طبري او ابن عساکر پخپلو سندونو سره له سيف، ابو عثمان، خالد او عباده څخه نقل کړی دی، په هغه روايت کې وايي:
"قوماندانان به تل اصحاب وو، خو کله چې به د مقام مناسب سړی په هغوي کې نه موندل کيدل نو بل چا ته به يې دا مقام ورکول کيدۀ."[8]
په يو بل روايت کې طبري د سيف له قوله وايي:
"عمر خليفه تر هغه وخته چې په اصحابو کې يې مناسب وګړی او د جنګ وړ کس موندۀ، هغه ته به يې د قومندانۍ له ورکولو ډډه نه کوله، او که چېرې يې داسې وګړی نه موندلی نو قومنداني به يې "تابعين باحسان" ته سپارله او د راويانوپه پرګنې کې هيڅ يوۀ د مشرۍ او قومندانۍ تمه نه کوله."[9]
د صحابي د پيژنګلو پر ضابطې اشکال
د استناد وړ د دواړو روايتونو مرجع، سيف بن عمر دی چې د حديث پوهانو له نظره د حديث په جعل کولو تورن او زندقه دی.[10]
سيف دغه ضابطه له ابو عثمانه روايتوي، او ابوعثمان چې له خالد او عباده څخه د سيف په روايتونو کې نقل کړی او سيف پخپل خيال هغه يزيد بن اسيد غساني نومولی، دا هغه نوم چې سيف پخپله د حديث په راويانو کې جوړ کړی دی.[11]
د دغو راويانو له روايتونو چې ورتېر شو (هر څوک چې وو او هر څه چې وو) د هغو محتوا هم له تاريخي واقعيت سره سمون نه خوي، ځکه چې د "اغاني" خاوند روايت کړی او وايي:
"امرؤالقيس شاعر د عمر ه لاس مسلمان شو او عمر هغه وړاندې تر دې چې حتي يو رکعت لمونځ وکړي، په ولايت او قومندانۍ وګماده".
د دغه خبر تشريح په ورپسې روايت کې له "عوف بن خارجه مري" څخه راغلې چې وايي: "په خداي قسم، زه د عمر بن خطاب د خلافت په وخت کې له هغه سره ووم چې ومې ليدل چې کږې پښې يو سړی په لږو ويښتو سره د خلکو د سر د پاسه ګامونه اخيستل څو د عمر مخامخ ودريدۀ او هغه ته يې د خلافت مبارکي وويله عمر ترې وپوښتل: "ته څوک يې؟" وې ويل: "زه نصراني يم، زه امرؤالقيس بن عدي کلبي يم" عمر هغه وپيژنده او ورته يې وويل: څه غواړی؟ وې ويل: اسلام، عمر هغه ته اسلام وړاندې کړ او هغه قبول کړ. بيا يې نيزه وغوښتله او په شام کې د قضاعه[12] پر مسلمانانو د قومندانې بيرغ يې وروتاړۀ او دغه شيخ د ستنيدا په وخت بيرغ په خپل سر رپولی ؤ".[13]
همدغه راز د علقمه بن علاثه کلبي له مرتديدا څخه وروسته د څو قومندايندا کيسه ده لکه څنګه چې په "غاني" او "صابه" کې د هغه د حال په شرح کې راغلې ده.
علقمه د پيغمبر(ص) په وخت مسلمان شو او د خداي د رسول صحبت يې درکړ، بيا د ابوبکر(رض) په زمانه کې مرتد شو، ابوبکر(رض) خالد هغه ته وليږۀ او هغه وژړيدۀ، ويلي شوي دي هغه بيا ستوي شو او مسلمان شو. دا داستان په اصابه کې داسې راغلی:[14]
هغه د عمر په زمانې کې شراب وڅښل او عمر هغه ته سزا ورکړه، مرتد شو او روم ته لاړ، د روم باچا يې درناوی وکړ او ورته يې وويل: ته د عامر بن طفيل د اکازوی يې؟ هغه غوسه شو او وې ويل: زه له عامره[15] پرته نشم پيژندلی نو ستون شو او مسلمان شو.
په اغاني او اصابه کې راغلي دي: دا اغاني عبارت دی:
"کله چې علقمه (له اسلامه په مرتديدا پسې) مدينې ته ستون شو، د شپې په تيارې کې له عمر بن خطاب سره مخاخ شو، څنګه چې عمر، خالد ته ورته وو او خالد د هغه دوست ؤ، ګومان يې وکړ چې هغه خالد دی، نو سلام يې ورته وکړ او ورته يې وويل: عمر ته له قومندانې لېرې کړې؟ عمر وويل: هو، همداسې ده، علقمه وويل: په خداي قسم! ستا ليري کول يوازې د بخل او حسد له کبله وه، عمر وويل: زمونږ سره د مرستې په باب ذه خيال لرې؟ هغه وويل: خداي ته پناه! عمر(رض) پر مونږ د اوريدلو او اطاعت حق لري او مونږ د هغه پر خلاف هيڅ کار نه کوو.
سبا سهار کله چې عمر(رض) خلکو ته د ورتګ اجازه ورکړه، خالد او علقمه هم ورغلل، علقمه د خالد په څنګ کې کښيناسته، عمر علقمه ته مخ کړ او وې ويل: ووايه علقمه! هغه ته وې چې هغه خبرې دې خالد ته کړي؟
علقمه خالد ته مخ کړ او ورته يې وويل: اې! ايا څه چې مې درته ويلي هغه دې اشوا کړي دي؟ خالد وويل: افسوس پرتا! په خداي قسم زۀ تر دې مخکښې له تا سره مخامخ شوی نه يم، زه ګومان کوم هغه دې ليدلی دی، علقمه وويل: په خداي قسم، هماغه مې ليدلی.
بيا د عمر په لور پام وکړ او وې ويل: اې د مومنانو اميره! له نيکۍ پرته دې څه نه دي اوريدلي. عمر وويل: هو، همداسې ده، ايا غواړی د حوران[16] واکمن دې کړم، علقمه وويل: هو، همر هغه ته د حوران واکمني ورکړه اوهم هلته وو چې مړ شو، په اصابه کې زياته شوې ده: عمر وويل: که له ما وروسته راتلونکو کسانو زما په باره کې ستا په شان نظر درلود نو په ما به له اخوا ديخوا کسانو ډير ګران وو.
هغه څه جې مو نقل کړل تاريخي حقيقت دی خو د خلفاؤ د مکتب عالمانو، هغه څه چې روايت کړي دي، استناد کړی او له خپلو روايتونو يې د خداي د رسول د اصحابو د پيژندګلوۍ ضابطه معلومه کړې ده، او په همدې خاطر يې په زندقه تورن سيف بن عمر په شان جعلي وګړي، د پيغمبر(ص) په اصحابو کې شميرلي دي.
د سيف جعلي اصحاب مونږ په خپل کتاب "يو نيم سل جعلي صحابه" او همدغه راز د هغه روايتونه، جاجولي او څيړنه مو پرې کړې ده.
د صحابي په تعريف کې د دوو مکتبونو د ليدتوګو په جاج پسې اوس په وړاړو مکتبونو کې د اصحابو په عدالت غور کوو.
په دواړو مکتبونو کې د اصحابو عدالت
د اصحابو د عدالت په باب د خلفاؤ د مکتب ليدتوګه.
د خلفاؤ مکتب ټول اصحاب عادل ګڼي او د ديني علمونو په ترلاسه کولو کې هغوي ټولو ته مراجعه کوي. د جرح او تعديل مخکښ، ابوحاتم رازي[17] د خپل کتاب په سريزې کې وايي:
"او د خداي د رسول اصحاب، هغوي چې د وحي او کتاب د نازليدا شاهدان وو، او تفسير او تاويل يې پيژندلی دی، هغه کسان چې خداي عزوجل، هغوي له خپل پيغمبر(ص) سره د ملګربيا او صحبت لپاره غوره کړي او خپله مرسته، د دين ټينګتيا او د حق ښکاره کول يې ورسپارلي، هغوي يې د پيغمبر(ص) اصحاب خوښ کړي او زمونږ بزرګان او پيشوايان يې ګرځولي دي او هر څه يې چې سنت کړل او تشريح يې کړل، او هر څه يې چې حکم وکړ او واجب يا مستحب يې وګرځول او هر څه يې امر او نهي يا منع کړل، ټول يې زده کړل او ويې ساتل او استحکام يې وربخښه، نو په دين کې فقيه شول، او د خداي امر و نهي او د هغه مقصد يې د کتال و تفسير او تاويل په مشاهدې سره د رسول الله (ص) په شتون کې او له هغه څخه په اخيستلو او استنباط سره وپيژندۀ، خداي عزوجل په دې وسيله هغوي ته شرافت وبخښۀ او د پيشوايۍ په مقام د هغوي په ګرځولو سره يې درناوی وکړ او له هغوي يې شک، دروغ، غلط، وياړ او عيب ليرې کړل او هغوي يې د امت فرياد اوريدوونکي ونومول او پخپل محکم کتاب کې يې وفرمايل: وَ کَذَلِکَ جَعَلْنَاکُمْ اُمةً وَسَطاً لِتَکُونُ شُهَدَاءَ عَلَي النَاسِ... او په دې ډول مو تاسو مينځنی امت وګرځولئ چې پر خلکو ګواه اوسئ[18].
او پيغمبر(ص) د پاک خداي د قول "وسطاً" تفسير په "عدولاً" يعنې منصف (عادل) وکړ، نو هغوي د امت منصفان، د هدايت پيشوايان، د دين حجتونه يعنې دليلونه او د کتاب او سنت نقلوونکي دي او الله جل شانه پر خپلې لارې د هغوي برلاسې او په دې لاره تګ او د هغوي پيروي محبوبه او بلنه يې وکړه او ويې فرمايل: "وَ يَتَبِعْ غَيْرَ سَبِيْلَ الْمُؤمِنِينْ نُوَلِهِ مَاتَوَلي...او هر څوک چې له مؤمنانو پرته د لارې پيروي وکړي، هغه په هماغه لارې چې ځې، بوځو"[19]
مونږ په ډيرو روايتونو کې ليدلي دي چې پيغمبر(ص) خپل اصحاب تبليغ او نورو ته د خپلو خبرو رسولو ته هڅول او هغوي ته يې فرمايل: نَضَرَاللهُ إمْرَءاً سَمِعَ مَقَالَتِيْ فَحَفَظَهَا وَ عَاهَا حَتَي يُبَلِغَها غَيْرَه، خداي تعالي دې خوشحاله کړي هغه څوک چې زما خبره واوري او هغه حفظ وساتي څو نورو ته يې ورسوي".
هغه مبارک پخپلې خطبې کې وفرمايل: بايد تاسو حاضرين زما وينا غايبينو ته ورسوئ او ويې فرمايل: "بَلَغُو عَنَي وَ لَو اَيَةً وَ حَدِثُو عَني وَ لا حَرَجَ، زما له خوا تبليغ کوئ که څه هم يو ايت ولې نه وي او زما حديثونه نورو ته ورسوئ چې پر تاسو کمه ګناه نشته"
له دې وروسته، اصحاب(رض) په پولو، ښارونو او شاوخوا کې تيت پرک شول او په جنګونو، هيوادونو ازادولو، قومنداينو، قضاوت او انصاف بوخت شول، او په هغوي کې هر يوۀ په خپل استوګنځاې کې هغه څه چې له رسول الله مبارک يې اوريدلي وو، خپارۀ کړل او د خداي له رسوله يې د خپلو معلوماتو پر اساس د پوښتنو ځوابونو او فتواو ته مخه کړه، هغوي د قربت او ښه نيت ځانونه خلکو ته د دندو، حکمونو، سنتونو او د خداي د حلالو او حرامو يادولو ته وقف کړل، تر هغه وخته چې الله جل شانه هغوي وبلل او روح يې ترې واخيستۀ، د خداي رحمت، دضايت او بخښنه پر هغوي ټولو اوسه.
ابن عبدالبر د خپل کتاب "الاستيعاب" په سريزې کې وايي: "د ټولو اصحابو عدالت ثابت دی"[20]
بيا مو هماغه ډول چې د رازي له قوله راوړل، د هغو ايتونو او روايتونو په راوړلو پيل کوي چې د مؤمنانو په حق کې راغلي دي.
ابن اثير د "اسد الغابة" په سريزې کې وايي:
"هغه سنتونه چې د حکمونو تفصيل، د حلالو او حرامو پيژندنه او دين په چارو کې نور داسې، د هغو په چورليز دي، يوازې هغه وخت ثابت دي، چې د اسنادو سړي او د هغو روايان پيژندل شوي وي، او د پيغمبر(ص) پر ټولو اصحابو لومړيتوب لري او که چېرې څوک هغوي ونه پيژني نو د نورو په نسبت هغوي ناپوهي لازياته او انکار يې هم لازيات دی، نو غوره دا ده چې د هغوي حال او نسب ښه وپيژندل شي.
د پيغمبر(ص) اصحاب په دغو ټولو موردونو کې له نورو راويانو سره مشترک دي، خو په جرح او تعديل کې، ځکه چې هغه ټول عادل دي او پر هغوي شک او اشکال منع دی".[21]
ابن حجر د خپل کتاب "الاصابه" د سريزې په دريم څپرکي کې د اصحابو د حال او د هغوي د عدالت په بيان کې وايي: "اهل سنت په دې هکله چې ټول اصحاب عادل دي، د نظر اتفاق لري، او هيچا په دې باب مخالفت نه دی کړی خو په بدعت کوونکو کې ډيرو لږو" هغه له ابوزرعه څخه روايت کړی چې ويلي يې دي:
"هر کله داسې څوک ووينئ چې د خداي د رسول يو صحابي دروي او نه يې مني، پوه شئ چې هغه زنديق دی، ځکه چې د خداي رسول حق دی، قران کريم حق دی، هر څه يې راوړي حق دي، دا ټول مونږ ته يوازې اصحابو رسولي دي، او دغه ډله زمونږ د ګواهانو په خلاف ورزۍ او جرح سره د کتاب او سنت په تباهۍ و باطلولو پسې ده، نو د ځانونو خلاف او جرح يې لاغورده ده، هغوي زيديقان دي".[22]
دا د اصحابو د عدالت په هکله د خلفاؤ د مکتب ليدتوګه وه، اوس په دې باب د اهل بيتو ليدتوګه بيانوو.
د اصحابو د عدالت په باره کې د اهلبيتو(ع) مکتب نظريه
د اهلبيتو(ع) مکتب له قران کريم په پيروې کې وايي:
په اصحابو کې داسې مؤمنان شته چې پاک خداي هغوي په قران کريم کې ستايلي او د بيعت شجره په باب يې فرمايلي دي:
لَقَدْ رَضِيَ اللهُ عَنِ الْمُؤمِنِينَ اِذْ يُبَايِعُوْنَکَ تَحْتَ الشَجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلوبِهِم فَانْزَلَ السَکِينَةَ عَلَيهِمْ وَ اَثابَهُم فَتْحاً قَريْباَ.[23]
"خداي له هغو مؤمنانو، کله چې تر ونې لاندې يې ستا بيعت وکړ، راضي شو او خبر وو چې د هغوي په زړونو کې څه تېريږي، له دې امله يې د هغوي پر زړونو ډاډ او کراری نازل کړ او په نژدې راتلونکي کې يې ګټه (فتح) د هغوي اجر وګرځوه".
لکه څنګه چې ښکاره ده، دا ستاينه په بيعت شجره کې د حاضرو مؤمنانو ځانګړنه ده، او د عبدالله بن ابي او نورو په څېر حاضر منافقان پکې نه شامليږي.[24]
د اهلبيتو(ع) مکتب همدغه راږ له قران مجيده په پيروۍ سره، په اصحابو کې داسې منافقين ويني چې خداي په ګڼ شمېر ايتونو کې هغه سپک کړي دي، د لوي خداي د دې خبرې په څېر چې فرمايي:
"وَ مِمَنْ حَولَکُم مِنَ الاَعْرابِ مُنافِقُونَ وَ مِنْ اَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلي النِفَاقِ لا تَعلَمَهُمْ نَحْنُ نَعْلَمَهم، سَنُعَذِبَهُم مَرَتَيْنِ ثُمَ يُردُوْنَ إلي عَذابٍ عَظِيْمٍ"[25]
"هغه ځنې کسان چې د تا په شاو خوا کې دي، د عربو له کوچيانو، منافقان دي او د مدينې له اوسيدونکيو هم يوه ډله په نفاق سخته پابنده ده، ته (پيغمبر) هغوي نه پيژنې خو مونږ هغو ښه پيژنو، ډير ژر هغو دوه ځله سزا کوو، نو د ستر عذاب په لورې شړل کيږي".[26]
هو، په اصحابو کې داسې کسان وو چې خداي د خپل پيغمبر(ص) پر حريم د هغوي د تهمت او افک په هکله خبر ورکړی دی، له داسې وينا خداي ته پناه. او په اصحابو کې داسې کسان هم وو چې خداي پاک د هغوي په هکله فرمايي:
"وَ اِذَا رَأوْ تِجَارَةً اَوْ لَهْواً انْفَضُوا اِلَيْها وَ تَرَکُوکَ قَائِماً"
"کله چې تجارت يا فضوليات او لوبې وويني، تيت پرک شي او په هغو پسې ځي، او تا (پيغمبر) ولاړ په خپل حال پريږي"[27]
دا پيښه هغه وخت وشوه چې پيغمبر(ص) په خپل جومات کې د قيام په حال کې د جمعې د لمانځه خطبه لوستله، په اصحابو کې داسې کسان وو چې غوښتل يې د خداي رسول په عقبه هر شي کې د تبوک[28] له غزا يا حجة الوداع د ستنيدا په وخت په پټه ووژني.[29]
يقيناً له پيغمبر(ص) سره ملګرتيا او صحبت له هغه مبارک سره د وادۀ له شرافته غوره نه وی، ځکه چې د رسول ماندنيو مصاحبت د ملګرتيا او هم صحبتۍ تر ټولو لوړه درجه ده، په عين حال کې، متعال خداي هغوي مخاطب کړي او فرمايي:
يَا نِساءَ النَبِيْ مَن يَأتِ مِنْکُنَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِنَةٍ يُضَاعَفْ لَها الْعذابُ ضِعْفَيْنِ وَ کَانَ ذَلِکَ عَلی اللهِ يَسِيْراً، وَ مَنْ يَقْنُت مِنْکُنَ للهِ وَ رَسُوْلهِ وَ تَعْمَل صَالِحاً نُؤتِها اَجرها مَرَتَيْنِ وَ اَعْتَدْنا لَها رِزقَاً کَرِيْماً، يَا نِساءَ النَبي لَسْتُنَ کَاَحَدٍ مِنَ النِسَاءِ اَنِ التَقَيْتُنَ ...[30]
"اې د پيغمبر(ص) ماندينو! که په تاسو کې هره يوه په ښکاره ګناه وکړي، عذاب به يې دوه چنده وي، اودا د خداي لپاره اسان کار دی، او په تاسو کې چې هره يوه د خداي او د هغه د رسول په وړاندې خاکساري وکړي او نيک عمل وکړي، اجر به دوه چنده ورکوو د هغوي لپاره مو نيک رزق چمتو کړی دی، اې د پيغمبر(ص) ماندينو! تاسو د نورو ښځو په څير نه ياست که چيرې پرهيزګاره واوسئ ..."
خداي پاک په هغوي کې د دوو تنو په هکله فرمايي: "اِنْ تَتُوبا اِلی اللهِ فَقَدْ صَغتْ قُلُوبُکُما وَ اِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَاِنَ الله هًو مولاهُ و صالِحُ الْمؤمِنينَ وَ الْمَلئکةُ بعدَ ذلِکَ ظَهِيْرا ًـ الی قوله تعالی ـ مثلاَ للذيْنَ کَفَروا امْراةَ نُوحٍ و امْرأۀَ لوطٍ کانَتَا تحْتَ عَبْدينِ مِنْ عِبادِنا صالِحِينِ فَخَانَتاهُما فَلَنْ يُغْنِيا عَنْهُما مِن الله شَيْئاً و قِيْلَ ادْخُلِ الْنارَ معَ الدَاخِلِينْ، وَ ضَرَبَ اللهُ مثلاً للذينَ امَنوا امْراةَ فِرْعَوْنَ إذْ قالَتْ رَبِ ابْنِ لِیْ عِنْدَکَ بَيْتاً فی الْجَنَةِ ... و مَرْيَمَ ابْنَتَ عِمرَانَ ..."
"که تاسو دوه ښځې توبه وکړئ (ستاسو په ګټه ده) ځکه چې ستاسو زړونه له حقه غړيدلي او که د هغه (پيغمبر(ص)) پر ضد ملګري شئ، په تحقيق سره خداي، جبرايل او صالح مؤمنان يې ملګري او مرستندوي دي او تر هغو وروسته فرښتې يې ملاتړي، پاک خداي له هغو کسانو لپا ره چې کافر شول د نوح او لوط عليهماالسلام د ښځو مثال راوړی دی، هغه دواړه زمونږ د دوو صالحو بندګانو تر سرپرستۍ لاندې وې، خو له هغو دوو سره يې خيانت وکړ خو هغو دوو ملګرو په هيڅ شي له خدايه بې نيازه نه کړل او هغو دوو ته وويل شول چې له دوزخيانو سره يو ځاي اور ته داخلې شئ، او خداي د مؤمنانو لپاره د فرعون د ماندينې مثال راوړی دی کله چې وويل: پروردګاره! زما لپاره له ځان سره نيژدې په جنت کې يو کور جوړ کړه ... او همدغه راز د عمران لور بي بي مريم ...[31]
د خداي پيغمبر(ص) د قيامت په ورځ د ځينو اصحابو د حال په بيان کې فرمايي: "وَ اِنَهُ يُجاءُ مِنْ اُمَتِیْ، فَيُؤخَذُ بِهِمْ ذاتَ الشِمالِ فَأقُوْلُ يَا رَبِ أصْحابی، فَيَقًال: اِنَکَ لا تَدْری مَا اَحدَثُوا بَعدَکَ، فأقُولُ کَما قالَ الْعبْدُ الصالحْ: "وَ کُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيْداً مَا دُمْتُ فِيْهِمْ فَلَمَا کُنْتَ انْتَ الرَقِيْبَ عَليْهمْ" فَيُقال: إنَ هَؤُلاءِ لَمْ يَزالُوا مُرتَدين علی اَعْقابِهِمْ مُنْذْ فَارَقْتَهُمْ".
"او د قيامت په ورځ به زما د امت يو شمېر وګړي ډګر ته راوستل، او د دوزخ په لور به بوتلل کيږي، زۀ به وايم: پروردګارا! زما اصحاب! ويل کيږي به: ته نه يې خبر چې ستا له تګه وروسته يې کوم بدعتونه وکړل، نو زه به هم هغوي ته هماغه وايم چې د خداي صالح بنده (د مريم زوي عيسی(ع)) وويل: زه تر هغه وخته پورې چې ستاسو په مينځ کې ووم، د هغوي له حاله خبر ووم خو کله چې دې د هغوي له منځه واخستم، ته پخپله د هغوې څارونکی وې،[32] نو وويل کيږي به: دغې ډلې چې کله ترې جلا شوی په پرله پسې له دينه مخ واړوۀ او خپل تېر وخت ته ستانه شول.[33]
په بل روايت کې راغلي دي:
"لَيَرَدَنَ عَلیَ نَاسٍ مِنْ اصْحابِيْ الْحَوضَ حَتی عَرَفْتُهُمْ اخْتَلَجُوا دُونِیْ فأقُولُ: اَصْحابِیْ! فَيَقُولُ: لا تَدْرِیْ ما اَحْدَثُوا بَعْدَکَ".
"زما يو شمېر اصحاب پر حوض کوثر ماته راولي، څو ويې پيژنم، بيا يې له ما جلا کوي، وايم، زما اصحاب! واييک ته نه يې خبې ستا له تګه وروسته يې څه بدعتونه وکړل"[34]
په صحيح مسلم کې داسې راغلي دي:
"لَيَرَدَنَ عَلی الْحوضِ رِجالً مِمَنْ صاحَبَنِیْ حَتَی اِذا رَأيْتُهُمْ رَفَعُوا اِلَیَ اخْتَلَجُودُونِیْ، فَلأقولَنَ: أیْ رَبِ أصْحابی، فَلْيُقالَنَ لِی: إنَکَ لا تَدْری ما أحْدَثُوا بَعْدَکَ"
"زما ځينې اصحاب پر حوض کوثر زما په نيزد راولي چې خپلې خوا ته د هغوي راتګ وينم له ما يې جلا کوي، وايم: پروردګاره! زما اصحاب! ما ته ويل کيږي: ته نه يې خبر ستا له تګه وروسته يې کوم بدعتونه وکړل.[35]
د مؤمن او منافق د پيژندنې ضابطه (قاعده)
لکه څنګه چې د خداي د رسول (ص) په اصحابو کې يو شمېر منافقان وو، چې له خدايه پرته بل چا نه پيژندل، له دې امله، پيغمبر(ص) فرمايلي دي: "علي نه خوښوي مګر مؤمن او هغه دښمن نه ګڼي مګر منافق".يعنې له مومنه پرته څوک له علی(ع) سره مينه نلري او له منافقه پرته يې څوک دښمني نه کوي، دا حديث امام علي(ع)[36]،
ام المؤمنين بي بي ام سلمه عليها السلام[37]،
عبدالله بن عباس رضي الله تعالی عنه[38]، او حضرت ابوذر غفاري رضی الله عنه[39]،
انس بن مالک[40] او عمران بن حصين[41] ټولو روايت کړی او د پيغمبر(ص) په زمانه کې خپور شوی او مشهور وو.
ابوذر وايي: مونږ به منافقان نه پيژندو مګر داسې چې خداي او رسول نه به يې انکار وکړله واجب لمانځو څخه به يې مخ واړوه، او له علی(ع) سره به دښمني کوله.[42]
ابو سعيد خذري وايي: مونږ (انصارو) به د پيغمبر(ص) په زمانه کې منافقان د علی سره په بغض او کينه باندې پيژندل.[43]
عبدالله بن عباس وايي: مونږ به د پيغمبر(ص) په زمانه کې منافقان د علی سره په بغض او کينه باندې پيژندل.[44]
جابر بن عبدالله انصاري وايي: مونږ منافقان يوازې په دې پيژندل چې له علی(ع) سره به يې دښمني درلوده.[45]
دې روايتونو ته په پام او د رسول الله (ص) خبرو ته په پام سره چې د علی(ع) په باره کې فرمايي: "أللَهُمَ والِ مَنْ والاهُ و عادِ مَنْ عاداهُ؛ خدايه! د علی(ع) مينه والو سره مينه ولرې او د هغه دښمنانو سره دښمني وکړی."[46]
دې ټولو روايتونو ته پام سره د اهلبيتو(ع) د مکتب لارويان د دينی مطلبونو او علمونو په راخستلو کې له هغې اصحابو چې د علی (ع) سره يې دښمني کړی ده إحتياط کوي. ځکه چې کيدی شي دا صحابي له هغې منافقينو وي چې بې له خدايه يې بل څوک نه پيژني.

[1]. موطا مالک، کتاب جهاد، دوهم ټوک، 462مخ، 32 حديث.
[2] . الاصابه، لومړی ټوک، 10 مخ
[3] . الاصابه، لومړی ټوک، 16 مخ.
[4]. مراجعه دې وشي لسان العرب او مفردات راغب، ماده "صحب"
[5] . سورة يوسف 29ايت.
[6] . سورة شعراء 61 ايت.
[7] . الاصابه، لومړی ټوک ديارلسم مخ.
[8] . تاريخ طبري، لومړی ټوک، 2151مخ، د اروپا چاپ.
[9] . تارخ طبري، لومړی ټوک، 2457 او 2458 مخونه.
[10] . مراجعه وکړئ: عبدالله بن سبا، لومړی ټوک، د سيف د ژوند حال.
[11] . مراجعه وکړئ: رواة المختلقون کتاب ته، (چې خطي نسخه ده) عبدالله بن سبا، لوړی ټوک 117مخ، د بيروت چاپ1403هـ
[12] . قضاعه، سترې قبيلې دي چې منجمله د حيدان، بهراء، بلي او جهينه قبيلې دي چې د هغوي مفصل حال د ابن حزم د انسابو په جمهره، 440 او 460 مخونو کښې راغلی دی، د هغوي ټاټوبی په شحر بيا په نجران او ورپسې په شام کې وو، د زياتو معلوماتو لپاره د عربو قبائلو معجم ماده قضاعه ته رجوع وکړئ 3ټوک، 957مخ.
[13] . اغاني، 14 ټوک 157مخ، چاپ ساسي، په لنډه توګه د انساب العرب په جمهره، 284 مخ موندلی شئ.
[14] . الاصابه دويم ټوک، 496-498مخ، اغاني 15ټوک 56مخ، چاپ ساسي.
[15] . د علقمه او عامر تر مينځ زړه بدی پيښ شوی چې د خبر خاوندانو هغه روايت کړی او په اغاني کې د پنځلسم ټوک په 50مخ موجود دی، له دی امله علقمه نه خوښوله د ې په خاطر چې د عامر د ترۀ زوی دی، (عامر چې له هغه يې کرکه درلوده).
[16] . حوران د دمشق په خوا کې يوه پراخه سيمه ده چې پريمانه کلي او کروندې لري، معجم البلدان، دوهم ټوک، 358مخ
[17] . ابو محمد عبدالرحمن بن ابي حاتم رازي (وفات 327 هجري) د "تقدمة المعرفة لکتاب الجرح والتعديل" د کتاب خاوند، په 1371هجري، حيدر اباد چاپ، 7 او 9مخ.
[18] . سورة بقره، 143 ايت.
[19] . د نساء سورې 115 ايت، د اهلبيتو(ع) مکتب د دغو ټولو مقصود او مراد، مؤمنان اصحاب ګڼي، لکه څنګه چې د ايت تصريح دا دی او انشاء الله توضيح يې وروسته راځي.
[20] . الاستيعاب في اسماء الاصحاب، تاليف حافظ محدث ابو عمر يوسف بن عبدالله بن محمد بن عبدالبر نمري قرطبي مالکي (زيږنکال363، فوت463) د هغه عبارتونه مو د حاشيه "الاصابه" له نسخې نقل کړي.
[21] . "اسدالغابة في معرفة الصحابه" تاليف ابوالحسن عزالدين علي بن محمد عبدالکريم جزري، مشهور په ابن اثير (وفات630هـ) لومړی ټوک 3مخ.
[22] . الاصابه في تميزالصحابه تاليف حافظ شهاب الدين احمد بن علي بن محمد کناني عسقلاني شافعي په ابن حجر مشهور، (زوکړه773، وفات853هـ) د مصر چاپ، المکتبة التجاريه، 1358هـ، لومړی ټوک17-22مخونه "ابوزرغه" عبدالله بن عبدالکريم بن يزيد بن حجريه "تقريب التهذيب" کتاب کې (دوهم ټوک 536مخ، 1479 نمبر) د هغه په هکله وايي: امام حافظ ثقة، د راويانو په يوولسمې پرګنې کې مشهور دی، په 264هـ کال کې وفات شو، د صحيحينو خاوندانو، مسلم، ترمزي، نسايي او ابن ماجه، له هغه روايت کړی دی، زۀ وايم : په دښتونوالي نشو پوهيدلاي، چې امام ابوزرعه د خداي د رسول د اصحابو د منافقينو په هکله څه وايي؟
[23] . سورة فتح ، 18 ايت
[24] . په مغازي و اقدي او خطط مقريزي کې د بيعت شجره (بيعت رضوان) کيسې ته مراجعه وشي.
[25] . سوره توبه 10 ايت.
[26] . د نور سورې په 11 او 17 ايتونو کې د افک کيسې ته اشاره ده، چې د عائشې په بيزارې کې پر هغه تهمت چې پر هغې يې تړلې ؤ، پخپله د هغې په روايت، يا د غېر عائشه د روايت پر اساس له دغه تهمته د ماريه په بري کولو کې لکه څنګه چې د ام المؤمنين عايشه د حديثونو (د عربې متن) په دوهم ټوک کې راغلي دي.
[27] . سوره جمعه 11 ايت.
[28] . مسند احمد، پينځم ټوک 390 او 453 مخ، صحيح مسلم، اتم ټوک 122 او 123مخونه، د منافقينو د صفت په باب کې، مجمع الزوائد، لومړی ټوک 110مخ او شپږم ټوک 195مخ، مغازي واقدي، دريم ټوک 1042مخ، امتاع الاسماع مقريزي، 477مخ، تفسير درالمنثور، دريم ټوک 258 او 259مخ، په تفسير کې د توبې سورې د 74 ايت "هَمُوْا بِمَا لَمْ يَنَالُوْا"
[29] . د شيعيانو په حديثونو کې راغلي دي، دا پيښه له وروستي حجه د پيغمبر(ص) د ستنيدا په د غدير خم په خاطر د جحفه په ټاټوبي کې شوې وه، مراجعه وکړئ، بحارالانوار، 28 ټوک، 97مخ، په 1392هـ کې د تهران چاپ.
[30] . سوره احزاب، 30- 32 ايتونه.
[31] . سورة تحريم، 4، 10 او 12 ايتونه.
[32] . مائده سوره 117 ايت.
[33] . بخاري، د مائدې سورې د "يا ايُها الرسُولُ بَلِغْ مَا اُنْزِلَ اِليْکَ" په تفسير کې او د انبيا سورې تفسير، ترمذی: د قيامت صفت څپرکی، د حشر په شان کې د وارد شويو روايتونو څپرکی او د طه سورې تفسير.
[34] . بخاري، د دعوت کتاب، باب فی الحوض، ابن ماجه، د مناسکو کتاب، 583حديثړ مسند احمد، لومړی ټوک453مخ، دريم ټوک 28مخ، پينځم ټوک 48 مخ.
[35] . صحيح مسلم، کتاب فضائل، باب اثبات حوض نبينا، حديث40.
[36] . حضرت علی (ع) د ابوطالب زوی په کعبه کې وزيږيدۀ، لکه څنګه چې حاکم په مستدرک (30 ټوک 483مخ) کې هغه روايت کړی دی او هم، مالکی په "الفصول المهمه"، مغازلی شافعی په مناقب کتاب کې او شبلنجی د نورالابصار په 69مخ. د هغوي زوکړه د 13عام الفيل د رجب د مياشتې په ديارلسمه نيټه وه. په 35 هجري کال کې مهاجرانو او انصارو له هغوي سره بيعت وکړو او په 40هجري کال د روژی د مياشتې په نولسمه نيټه ابن ملجم مرادي هغوي ژوبل کړل او هم د دې مياشتې په يويشتمه نيټه شهيد شول. د صحاحو ليکونکو 536 حديثونه له هغوي نقل کړي دي د هغوي د ژوند حال په الاستيعاب، اسد الغابه، الاصابه او جوامع السيره (276مخ)کتابونو کې موجود دی او د منافقانو په باره کې د هغوي حديثونه په صحيح مسلم(لومړی ټوک 61مخ) صحيح ترمذي(13ټوک 177مخ) سنن ابن ماجه يوولسم څيرکې په سريزې کې، سنن نسايي (2ټوک 271مخ) د مؤمن او منافق د نخښو په باب کې، خصائص نسايي38مخ، مسند احمد (لومړی ټوک 84،95 او 128مخونه) تاريخ بغداد(2ټوک 255مخ، 8ټوک 417مخ، 16ټوک 426مخ) د ابونعيم حلية الاولياء (4ټوک 185مخ) هغه وايي چې دا حديث صحيح دی او ټول پرې اتفاق لري، د ذهبي تاريخ الاسلام (2ټوک 198مخ) تاريخ ابن کثير (2ټوک 354مخ) او د هغوي د ژوند حال د الاستيعاب په 2ټوک 461مخ، اسد الغابه 4ټوک 292مخ، کنزل العمال 15ټوک 105مخ، رياض النضره 2ټوک 284مخ راغلی دی.
[37] . ام المؤمنين "ام سلمه" هند چې د ابو اميه بن مغيره قرشي لور، د پيغمبر(ص) نه وړاندې د "ابوسلمه" ښځه وه، له خپل خاوند سره يې اسلام راوړ او سره يې حبشې ته هجرت وکړ او بيا يې مدينې ته، کله چې د هغې خاوند د احد په جنګ کې ژوبل شو او د هجرت په دريم کال شهيد شو، نو پيغمبر(ص) هغې سره واده وکړ. ام سلمه د امام حسين عليه السلام له شهادته وروسته په 60هجري کال کې په حق ورسيده، د صحاحو ليکوالانو د هغې نه 378حديثونه نقل کړي دي. د هغې او د هغې د اول ميړه د ژوند د حالاتو نه پوره خبريدو لپاره دې کتابونو ته مراجعه وکړئ: اسد الغابه، جوامع السيره276مخ، تقريب التهذيب 2ټوک 617مخ. د منافقينو له حقله د هغې حديث په صحيح ترمذي 13ټوک 168مخ، مسند احمد 6ټوک292مخ، الاستيعاب 2ټوک 460مخ، له مختلفو لارو نقل شوې، او په تاريخ ابن کثير 7ټوک 354مخ، کنزالعمال6ټوک 158مخ لومړی چاپ کې راغلی دی.
[38] . عبدالله بن عباس بن عبدالمطلب د پيغمبر(ص) د ترۀ زوی، له هجرته درې کاله وړاندې وزيږيداو په 68هجري کال کې په طائف کې وفات شو. د صحاحو ليکوالانو 1660 حديثونه له هغوي نقل کړي دي. د هغه د ژوند حال په اسد الغابه، الاصابه او جوامع السيره 276 مخ باندې راغلی دی.
[39] . ابوذر، جندب يا بريد بن جناده، چې اسلام ډير ومخکې قبول کړې او هجرت يې کړې، د جنګ بدر نه وروسته د خداي رسول(ص) سره په هر يو جنګ کې شريک ؤ. په 32 هجري کال د ربذې په دشته کې د تبعيد په حال کې وفات شو. د صحاحو ليکوالانو له هغه نه 281 حديثونه نقل کړي دي. د هغه د ژوند حال په تقريب 2ټوک 420مخ، جوامع السيرة 277مخ، او عبدالله بن سبا کتاب په دويم ټوک کې راغلی دی.
[40] . د انس بن مالک په حقله ويلې شي چې لس کاله د پيغمبر(ص) خادم ؤ، لاسونه به يې تر سنګلو د سپين والي(يو مرض) په وجه په يوې پټې پټول. او دا مرض يې د هغه خيرو په وجه چې علی(ع) دۀ ته کړی وی ځکه د غدير د حديث انکار يې کړی ؤ، نو علی(ع) له خدايه وغوښتل چې يو بيلګه سپين والې پر هغه ولګوي چې په عمامې(پټکي) نه پټيګي. د دې کيسې لنډ بيان په الاعلاق النفيسه کتاب کې په 122مخ راغلی دی. او په تفصيل سره د نهج البلاغې د شرح د 2ټوک په 388مخ موجود دی. هغه له90 هجري وروسته په بصره کې وفات شو. د صحاحو ليکوالانو له هغه نه 2286حديثونه نقل کړي دي، د هغه د ژوند ليک په اسد الغابه، تقريب التهذيب او جوامع السيرة 276مخ کې راغلی دی. د منافقانو په حقله د هغه روايت د کنزل العمال د لومړي چاپ د 7ټوک په 140مخ کې راغلی دی.
[41] . ابونجيد، عمران بن حصين خزاعی کعبی، عمران بن حصين خزاعی کعبی، د خيبر د فتح په کال کې مسلمان شو او د پيغمبر(ص) ملګرې شو، په کوفه کې يې قضاوت کاوه او په 52کال کې له دنيا لاړ. د صحاحو ليکوالانو له هغه 180 حديثونه نقل کړي دي. او د منافقانو په حقله د هغه روايتونه د کنزل العمال په 7ټوک 140مخ لومړې چاپ، د هغه د ژوند حال د تقريب التهذيب په 2ټوک 72مخ، او جوامع السيره 277مخ راغلی دی.
[42] . مستدرک الصحيحين 3ټوک 129مخ او کنزل العمال 15ټوک 91مخ.
[43] . ابو سعيد بن مالک بن سنان خزرجي جذري، د خندق او د هغې نه وروستو غزاګانو کې يې شرکت وکړ. په 63 يا 64يا 65 کال کې په مدينې کې وفات شو. او ځينو 74 کال نقل کړی دی. د صحاحو ليکوالانو له هغه 1170حديثونه نقل کړي دي د هغه د ژوند حال په اسدالغابه 2ټوک 298مخ، تقريب التهذيب 1ټوک 289مخ او جوامع السيره 276مخ باندې راغلی دی. د منافقانو په حقله د هغه حديثونه د ترمذي په 13ټوک 167مخ، حلية الاولياء ابونعيم 6توک 284مخ باندې راغلي دي.
[44] . تاريخ بغداد 3ټوک 153مخ.
[45] . جابر بن عبد الله عمرړ انصاری، پخپله صحابي دی او د صحابي زوې دی د عقبې په بيغت کې له خپل پلار سره موجود ؤ او د 17 جنګونو کې د پيغمبر(ص) سره شرکت کړې ؤ، د صفين په جنګ کې هم د علي(ع) سره ؤ د 70هجري کال نه وروسته په مدينه کې وفات شو. د صحاحو ليکوالانو له هغه 1540حديثونه نقل کړي دي. د هغه د ژوند حال د اسدالغابه په لومړي ټوک 256 او 257مخ، تقريب التهذيب په لومړې ټوک 122مخ او د جامعه السيره په 276مخ راغلی دی. د منافقانو په حقله د هغه روايت د الاستيعاب په 2ټوک 462مخ،تاريخ ذهبي 2ټوک 198مخ او مجمع الزوائد 9ټوک 133مخ راغلی دی.
[46] . صحيح ترمذي 13ټوک 165مخ د مناقب علی(ع) په باب کې. سنن ابن ماجه د علی(ع) د فضيلت په باب کې 116حديث. خصائص نسائي 4 او 30مخ، مسند احمد 1ټوک 84، 88، 118، 119، 152 او 330مخونه او څلورم ټوک 281، 368، 370 او 372مخونه او پينځم ټوک 307، 347، 350، 358، 361، 366، 419، 568 مخونه، مستدرک صحيحين دوم ټوک 129مخ او 3ټوک 9مخ، رياض النضرة دويم ټوک 222-225مخ، تاريخ بغداد 7ټوک 377مخ او 8ټوک 290مخ او 12ټوک 343مخ او نور ډير مصدرونه.