Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوهنې

اسلام او ساينس

2017/12/14

اسلام او ساينس

ځنې خلک داسې انګيري چې ګواكې مذهب (اسلام ) له ساينس او ساينسي پرمختياو سره ټكر دى . داچې دساينس په اړه اسلام څه نظر لري په دې اړه مو يو څو ټكي رايو ځاي كړي او ددې خبري دثبوت هڅه مو كړې چې اسلام نه يواځې دساينس مخالف نه دى بلكه اسلام يو ساينسي مذهب او دساينسي علومو دترويج له پاره لويه مبدأ ده . داسلام اوساينس په اړه حقيقت دادى چې ددې د هرې غوټي په راسپړلو سره په لوى څښتن باندي زمونږايمان اواتقان نورهم پياوړى كيږي اودلوى خداي په وړاندي دعجز اونياز انساني سرونه ټيټيږي فسبحان الله احسن الخالقين. دځينو وروڼو او خویندو له نظره داسې انګيرل كيږي چې ګواكي مذهب اوساينس دوه يوله بله بيلي ‘متناقضي اونه پخلاكيدونكي پديدې دي. حقيقت دادى چې ددغه ډول آندود لرونكي وروڼه او خویندې دهغولويديځوالو مفكرينو‘فيسلوفانو اوساينس پوهانو له ليكنو اوعلمي تشبثاتو نه اغيزمن شويدي چې وخت په وخت يې په غربي ټولنوكي دكليسا(موږكليساپه مذهب نشوتعبيرولاى) دمنفي نقش پرضد ترسره كړيدي. دغو وروڼو او خویندو له بده مرغه داټكى په پام كي نه دى نيولى چې په غرب كي دساينس اومذهب دتقابلي څيړني اوتحليل پرمهال مراد مطلق مذهب نه وي بلكي دهغوي موخه په غرب كي دود دتحريف شوي مسيحيت هغه تعليمات وي چې دساينس اوتخنيك مطلق او كوركورانه مخالفت پكي شوى. پاپانوخپل ځانونه مقدس اوله هرډول احتساب نه لوړ اومستثنى تشخيص كړيدي. دكليساهره خبره يې قاطع اوواجب الاطاعته امرګڼلى.له هغه نه انحراف كونكي يې له څيلمي مرتد او واجب القتل ګڼلى.داهرڅه پداسي حال كي چې دپاپانو له لوري مروج دغه اصول اوقوانين ټول له يوې مخي دهمدغو كاهلو‘كاسلو اومفت خوروپاپانو پرشخصي ګټوڅرخيدل. ډيرځله داسې شوي چې پاپ يوازې اويوازې دخپل شخصي مفاد دلاسته راوړلو له پاره دوخت واكمن ته داسي فتوا وركړې چې له هيڅ پلوه يې له دودو مذهبي اصولوسره سرنه دي خوړلى.پاپ دشاه دخوشاله ساتلوله پاره ټول پخواني اصول باطل اعلان كړي.دلته دموضوع دطوالت نه دمخنيوي په موخه له تفصيل نه تيريږو البته وروڼواو خویندو ته ددى ټكي يادونه اړينه بولوچې داروپا درينسانس پيرددى شاهد دى چې په زرګونو موډرنيټه مفكرينو‘فيلسوفان اوساينس پوهانو دتنګ نظروپاپانو اوظالموواكمنو دقساوت ترجغ لاندي له منځه وړل شويدي.دهغوي جرم يوازي همدا وو چې دكليسا له تګلاري سره يې مخالفت كړى وو او واكمنان يې دعلم اوتخنيك دود كولوته بللي وو. دغه ټول پوهان‘فيلسوفان اوساينس پوهان په خپل ځاي ملامت نه وو چې ځانونه يې له پاپايي اصولوسره دمخالفت په كوره كي لولپه كړل.ځكه ريښتياهم هغه څه چې دمذهبي معتقداتوپه نامه له يهودي_مسيحي پاپانو اوربيانو نه دوي ته په ميراث پاتي وو هغه له يوې څيلمي دبشرضدخصلتونو لرونكي وو.كليساهڅه كړي وه چې خلك په تيارو كي وساتي اوپاپان دخپلو وهمي اوخرافاتي غيرعلمي معتقداتو له لاري لاسته راوړل شوي عايدات له لاسه ورنه كړي. خوكله چې خبره داسلام اوساينس ترمنځ راځي نودتاريخي‘علمي اواكاډميكو حقايقو له مطالعې نه داحقيقت په ډاګه كيږي چې اسلام په خپل ذات كي يوساينسي مذهب دى.چې ددې څه شاهدي په خپله هغولويديځوالو ساينس پوهانو وركړيده چې له كليسا اودهغى د ټيكه داروپاپانوپرضد يې اوږده مبارزه كړيده. واين ډوډاچې يووتلى لويديځوال كيميا پوه بلل كيږي يوځاي داسي وايي: ’’ هغه وخت چې اروپا ټوله د ناپوهۍ اوجهالت په يوه ناپاياوه سمندرلاهو وه ‘اسلامي هسپانيه وه چې داروپاپه منځۍ كې يې دعلم اوتخنيك ډيوه بله ساتلې وه.مسلمانو كيمياګرانو هغه مهال هلته علمي تجربې او ازمايښتونه ترسره كول اودكيمياپه ګډون يې په ټولوساينسي علوموكي خوراپه زړه پوري لاسته راوړني لرلى. دمسلمانانوپه منځ كي دا انقلاب دقران له امله شونى شو.,, قرانكريم داسلامي تعليماتوسرچېنه ده. ددغه معجزكتاب له اووسوو نه هم ډير مبارك آيتونه له ساينسي موضوعاتوسره تړلي دي اوپه زياتوداكي يې انسانانوته دخداي جل جلاله په كايناتوكې دغوراوفكرامركړيدي.چې داڅه دقرانكريم په ساينسي خصلت باندي دلالت كوي. لوي خدای جل جلاله په خپل كتاب كي داسي فرمايي: إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ .البقرة آيت لمبر164 ژباړه: بيشكه په پيداكولودآسمانو اودځمكې كې او دشپې او دورځې په اختلاف كې (چې اوږديږي لنډيږي‘پرله پسي رڼا اوتياره راځي‘ يخيږي اوګرميږي) اوپه هغوبيړيوكې چې په درياب كې رواني وي په هغه سره چې فايده رسوي خلكوته اوپه هغه څه كي چې نازل كړيدي الله( له طرفه ) دآسمانه له اوبوځينې ‘ نوژوندي كړي يې دي په هغوسره ځمکه وروسته له مرګه (يعني وروسته له وچوالي) دهغې.اوخپاره كړي يې دي په دې ځمكه كې له هر ډول خوزيدونكويعني حيواناتوڅخه.اوپه ګرځولو دبادوكي (اوپه درولو)دهغې وريځې كې چې مسخره كړل شوي ده په منځ دآسمان اوځمكه كې هرومرو دادليلونه دي(په وحدانيت باندي) دپاره دهغه قوم چې دعقل څښتنان دي. يوبل ځاي لوى خداي جل جلاله فرمايي: أَوَلَمْ يَنظُرُواْ فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ مِن شَيْءٍ وَأَنْ عَسَى أَن يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ . سورة الاعراف آية شمیره ۱۸۵ ژباړه: آيانظرنه كاوه دوي(داستدلال په طريقې سره)په سلطنت دآسمانونو اودځمكي كې اوپه هغه كې چې پيداكړيدي الله له هرشي څخه او(بل په دې كي فكرنكوي) ښايي چې وي (داخبره)چې په تحقيق نژدې شوي به وي وعده ددوي. نوپه كومي يوى خبري پس له دى(قرآنه) ايمان به راوړي دوي. قرآنكريم يوازي تدبراوفكرته په بلنه باندي بسنه نده كړي بلكي ځاي پځاي يې داسي اشارات اوتلميحات ذكركړي چې انسان ته يې دپيل دڅيړني لاره هواره كړيده.لكه چې دمخه موهم اشاره وكړه په قرآنكريم كي له اووسوونه ډير داسي آياتونه شته چې له ساينس سره په تړاوكي دي اوكه چېري مونږپه هغوكي غور اوفكر وكړو اوپخپل ژوندكي يې دتطبيق ډګرته راوباسو نوكيداي شي‘بلكي بى له شكه به دكايناتو ډيرمهم رازونه رابرسيره شي اودساينس په ډګركي به نورهم پرمختګ وشي. سره له دې چې قرآنكريم پخپل ذات كې كوم ساينسي كتاب ندى بلكي درشد اوهدايت يوه سرچېنه او انسانانوته ديوه مترقي ژوند دتيرولو اصل دى خو دساينس دارزښت له امله اوبل له دې امله چې دژوند دتكاملي پړاو دوهلوله پاره ساينس خوراضروري دى‘ځكه نوخداى پاك جل جلاله ځاي پځاي پخپل معجزكتاب كې ساينسي سپړدنو او انكشافاتو ته ځاي وركړى دي. زمونږ د دې ادعاء دثبوت له پاره وړ بريښي چې دځينو نامسلمانو ساينس پوهانو آندود چې دقرآنكريم په اړه يې څرګند كړي وليكم: دعلم الافلاك وتلي جاپاني عالم يوشيدي كيسان Ushidi Kisan دقرآنكريم دساينسي اعجازپه اړه داسي وايي: داچې ما په قرآن كي دخلا په اړه سم او ريښتيا حقايق تر لاسه كړل نو دې څه په ما خورااغيزه وكړه نو مونږ نوي خلا نوردان دفضا ديوې وړې برخې په كتنه باندي بوخت يو او خپل هاندمو يواځي ديوې وړې برخې دپيژندلو له پاره وقف كړى , داځكه چې ومو ليدل چې ددوربين په مرسته مونږ داسمان ډيره لږ برخه ليداي شواو دټولو كايناتو تصور نشو كولاي , زه به دقرآن له كتني څخه په راتلونكی كې نوي لار لټوم ,, . پروفيسر البرټ كرونرAlbert Kroner چې دنړۍ دځمك پوهانو نه يو خورا غښتلى ځمك پوه او ساينس پوه دى دقرآنكريم په اړه داسي شاهدي وركوي ’’زما په اند يو سړى ۱۴ پيړۍ ترمخه چې دنيو كليايي فزكس په اړه هم ورته هيڅ معلومات نه وي له خپله آنده نشي كولاي دا وښيي چې دځمكي او اسمانونو مبدأ يوه ده , او دا ډول نورو ډيرو پوښتنو ته چې نن ورځ مونږورباندي څيړنه كوو ځواب ووايي كه دځمكي او دځمكي دجوړښت په اړه ساينسي انكشافات او قرآني تعليمات سره پرتله كړو نو هرو مرو به سړى ووايي چې دا قرآني آياتونه ريښتيا وايي او نوي ساينسي څيړني دقرآني آياتونو تصديق كوي او بلآخر سړى دا پايله ترلاسه كولاي شي چې قرآن دعامو وګړو له پاره دساينس اسانه درسي كتاب دى , او هغه خبري چې محمد(صلى الله عليه وسلم )۱۴۰۰ كاله دمخه بيان كړي هغه مهال نشواي ثابتيداي ليكن نن ساينسي څيړنو هغه ټولې ويناوي په اثبات رسولي,, ِAlbert Kroner 1797 پروفيسر جويي سمپسن(Joye Semphson) چې دګايناکولوجي (Gyenacology)علومو يو ماهر دى هغه مهال هك او حيران شو چې ډير هغه آياتونه او احاديث چې دانسان دجوړښت او تخليق په اړه دي دنوموړي له هغو ساينسي څيړنو سره سم وو چې دقرآن دنزول او درسول الله له دورې نه ۱۴۰۰ كاله وروسته يي كړي وو نوموړى وايي ’’داسي نه ده چې دمصنف (رسول الله صلى الله عليه وسلم )په زمانه كي دا حديثونه دساينسي انكشافاتو په رڼا كي ويل شوي دي دا ددې دليل دى چې دين (اسلام ) او ساينس سره ټكر نه دي بلكه اسلام په ځينو ساينسي مسايلو كي له وحي نه مرسته تر لاسه كوي او ساينس ته لار ښوونه كوي قرآني آياتونه له پيړيو پيړيو وروسته سم ثابتيږي چې دا پدې مانا ده چې قرآني علوم خدايي دي ,, لنډه داچې كه دقرآنكريم په اړه دټولو ساينس پوهانو په رايو او آراوو باندي رڼا واچوونوبحث به مو ډير اوږداو محترم لوستونكي به يي په كتلو ستړي شي ځكه نو دا بحث رالنډوم او دځينو وروڼو او خویندو ليكنو ته به ځواب ووايم چې ولي (ملا) دوي ته دباران دنه كيدلو په مهال لوي خداي جل جلاله ته ددعا,زارۍ او لمونځ كولو سپارښتنه كوي ؟ قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو : يوه زمانه وه چې ساينس به ماده ازلي اوابدي بلله مانا داچې ساينس دكايناتو له ابداع او زوال نه منكر وو , آن تردې چې مسلمان ساينس پوه ابن سينا له يوناني اندود نه په اغيزي سره همدې ټكی ته ميلان درلود. او اسلامي پوهانو په ځانګړي ډول لوړرتبه څيړونكي ,محدث,زاهد او ملا امام ابو حامد الغزالي پدې اړه په زړه پوري ليكني وكړې او په منطقي بحثونو او استدلال يي دمادې ابداع اوزوال ثابت كړ. په شلمه پيړۍ كې نژدې ټول ساينس پوهان دې پايلې ته ورسيدل چې ريښتيا هم ماده ازلي او ابدي نه ده بلكه له عدم نه وجود ته راغلې يوه پديده او فنا كيدونكي هستي ده ,يا په بل عبارت ټولو ساينس پوهانو دا ومنله چې ماده له نيشت نه شته ته راغلې او مبتدع شی دى . نو طبعا دكايناتو يو جوړوونكى هم شته چې له همدغه جوړونکي نه په خداي تعالى, الله جل جلاله او ګاډ باندي تعبير كيږي , دې ډول علمي څيړنوددهريت يا له خداي جل جلاله نه دانكار بې دليله مفكوره هم رد كړه اوس نو كه يو انسان په هر دين پوري اړه لري دعلمي دلايلو په رڼا به دخداي جل جلاله په وجود ايمان لري . اوس به نو راشو ديته چې دباران وريدلو لاملونه څه دي ؟ ګازونه ,بخارات په فضا كي دشته موادو اغيزي دا ټول يو څرګند حقيقت دى چې انكار ترې كول حماقت اوناپوهي بلل كيږي , ليكن دا حقيقت په خپل ځای کره دى چې دغه بخارات او ګازونه دچا په وينا پورته كيږي ؟ په موسم او فضا كي دا بدلونونه څوك راولي چې دورښت لامل ګرځي؟ هرو مرو به مو ځواب دا وي چې (الله) ځكه لكه مخكي چې مي عرض كړه دهريت او الحاددعلمي او ساينسي دلايلو په بنسټ مردود دى . ښه نو چې داټول دالله تعالى په وينا او امر تر سره كيږي نو ښكاره خبره ده چې حقيقي موثر الله تعالى دى , نو كه (ملا) يا رسول الله صلى الله عليه وسلم دباران دورښت له پاره له ګناهونو نه دتوبې او يا لمونځ او دعاكولو سپارښتنه كوي نو دا ددې له پاره چې په خپلو توبو او دعاوو سره موثر حقيقي دې ته وهڅوو چې په اسبابو كي تاثير پيداكړي او په پايله كي يي باران ووريږي . زلزلې ,تندر اونور موسمي بدلونونه دټولو موثر حقيقي الله تعالى دى او هغه مادي اسباب چې په نوموړو بدلونونو كي اغيزه كوي دهغو ټولو خالق , مدبر او مرتب هم الله جل جلاله دى , ښايي تاسي به مشاهده كړ ي وي او يا به مو له نورو خلكو اوريدلي وي ځما خو پخپله دسترګو ليدلى حال دى چې يو كال دحج په موسم كي په مدينه منوره كي داستسقا لمونځ وشو كله چې مسلمانان له لمانځه اودعا نه فارغ شول نو په سمدستي ډول ورښت پيل شو او داسي مشاهدات به ډيرو نورو هم كړي وي . لنډه داچې كه مو (ملا) دخداي تعالى ددربار نه دعذر او زارۍ كولو لوري ته بيايي دا ددې مانا هيڅكله نه وركوي چې ګواكي هغه دباران له مادي اسبابو منكر دى بلكه ددې مانا داده چې (ملا) موثر حقيقي الله تعالى بولي او بس . پاتي شوه سپوږمۍ يا خلا ته دختلو خبره نو وروڼو : اسلامي شريعت نه يواځي سپوږمۍ ته ختل ناشوني نه بولي بلكه تر سپوږمۍ ورپورته آن تر خلا ورپورته اسمان ته هم ختل شوني ګڼي , په اسلامي فقهي كي يوه مسأله ده چې كه يو سړى لوړه وكړي چې زما دي په خداي سوګند وي چې زه به اسمان په خپل لاس مس كړم نو داسړى شرعا تر هغه حانث نه بلل كيږي ترڅو چې په يقيني ډول دده دمړيني مهال را نشي داځكه چې فقهاوو ليكلي دي چې شوني ده چې نوموړى دي پخپل ژوند كې بريالى شي اوله اسمانه دي لاس ولګوي او لوړه دې پوره شي . همداراز نه خو په قرآنكريم كې او نه هم دمباركو احاديثو په ځيرمه كي داسې آيت يا حديث تر سترګو كيږي چې ګواكې سپوږمۍ يا خلا ته ختل ناشوني دي , نو اوس كه څوك داسي انګيري چې ګواكې مذهب يا اسلام سپوږمۍ ته ختل يا دخلا تسخيرول نا شوني بولي نو دا هسې يوه بې بنسټه افترا ده . يوه خورا مهمه پيښه چې غواړم ورته اشاره وكړم هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج پيښه ده , كه څه هم مونږله ساينس نه پرته هم ايمان لروچې رسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج مبارك سفر كړى له لوي خداي جل جلاله سره يي ملاقات وكړاو جنتو نه, دوزخونه او نبيان يي وليدل او كله چې راستون شو نو دكور ددروازې دځنځيركړۍ يي لا هماغسي ښوريدله داپيښه له ساينسي څيړنو سره هم ټكر نه خوري داځكه چې روسي خلانو رد يوري ګاګارين په ۲۴ ساعتونو كي په ټوله نړۍ باندي ۱۷ ځله راتاو شو نو دا هم شونې ده چې الله تعالى دي رسول الله صلى الله عليه وسلم په ډير تيز او سريع تګ سره په سفر باندي بيولى وي , داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم له زيکي پلوه هغه سفر وكړ او هلته يي ډير عجائب هم وليدل نو طبعا ښايي هلته به يي ډيره موده تيره كړي وي خو چې بيرته راستون شو نو ددروازې دځنځير كړۍلا هماغسي ښوريدې په دې اړه ديني پوهانو ويلي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم تربيرته راستنيدو پوري الله تعالى په خپل پوره قدرت سره دنړۍ وخت پخپل ځاي ودراوه . يا داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم دي دنور او رڼا ديون په پرتله تيز سفر كړى وي ,او كه سفر دنور له يون نه هم تيز شي نو بيا خو دوتلي ساينس پوه آين سټاين په وينا دنړۍ وخت ورته معطل كيداي شي ’’ ديوه شي تګ دنور له تګ نه نشي تيزيدلاي خو كه بيا هم داسي شي نو دهغه له پاره وخت هم په ټپه دريږي ,, . محترمو وروڼو او پتمنو خويندو : دهيواد غښتلي ليكوال او روڼ آندي استاد سعدالدين شپون په خپل وتلي ناول كي دملا شبخي په نوم يو نقش تخليق كړى , او همداراز يوه تكړه طنز ليكونكي محترم هوتك صيب دډاكتر شاخي په نوم بل نقش تخليق كړى نو راځۍ چې دا هوډ وكړو چې په دينياتو كي به دملا شبخي او په ساينس اونورو علومو كي به ډاكټر شاخي خبرو ته غوږ نه نيسو او په دواړو مواردو كي به له خپل اصلي ګودر نه اوبه څښو ځکه چې ملاشبخی نيم ملاوو اوداکټرشاخی نيم طبيب وو اوهغه خوبه مو اوريدلي وي چې نيم طبيب ځان خطر لري اونيم ملا د ایمان خطرلری. دساينس او قرآن په موضوع ښاغلي استاد عبد المجيد زنداني په عربي ژبه او استاد هارون يحيي په انګليسي ژبه خورا قيمتي او په زړه پوري اثار ليكلي دي چې محترم او قدرمن وروڼه او خويندي يي كتلو ته رابولم . په تلو تلو كي يوه يادونه اړينه بولم او هغه داچې دساينس ټول پرمختګ او له هغه نه كاراخيستل ښايي په هغه محدوده كي منحصر وي چې لوي خداي جل جلاله يي اجازه كړي ده هلته به نو بيا ساينس دانسانيت له پاره ګټوروي او كه له الهي حدودو ور آخواته تصرفات وشي نو بيابه داڅه دانسانيت له پاره تر يوه ناورين كم نه وي ځكه به نو په هغه مهال دوكټوريه دزمانې وتلى كيسه ليكونكى جارج كسنګ اړوي چې ووايي ’’زه له ساينس نه كركه كوم ځكه چې همدا ساينس به دانسان له پاره يو بې رحمه دښمن جوړيږي او دانسان دخولو تويولو او زيار محصول به په اوبو لاهو كوي ,, . وما علينا الا البلاغ المبين .