Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
معصومین علیهم السلام

امام علی(علیه السلام) او د خداي په لار کښې جهاد

2016/01/26

امام علی(علیه السلام) او د خداي په لار کښې جهاد

اسلام د سولې پخلاينې دين دی او له سړي وژنې او مرګ ژوبلې سره موافق نۀ دی او د هغه لپاره چې په لوي لاس او قصدا او بي دليله کوم ايمانداره کس ووژني د هميشني عذاب سزا مقرره کړې ده. خو سره د دې، اسلام د خپل هر اړخيزوالي او بشپړتيا له امله يو نړيوال دين دی نو پکار ده چې ټول يې ومني. څرګنده ده چې هماغه کسان چې د اسلام له سپيڅلو اصولو او سمو طريقو څخه يې ګټو ته خطره وه، له اسلام سره مقابلې ته پاڅيدل او خداي پاک همدغو ظالمانو، ښکيلاک ګرو او زبيښاک ګرو سره د مقابلې لپاره د جهاد حکم ورکړو. چې له هغو کسانو سره چې له اسلام سره دښمني لري او اسلام له منځه وړل غواړي مقابله وشي. همدا راز عقل هم واي چې کله درباندې تيری زياتی وشي نو پکار ده چې د ځان دفاع وکړې او دا هم د جهاد يوه څانګه ده چې عقل، فطرت او انصاف پرې حکم کوي. د خداي د رسول(ص) اکثره جنګونه همداسې وو. او حضرت امام علی(علیه السلام) په دغو اکثرو جنګونو کښې شريک ؤ او له خدايه پرته له بل چا نۀ ويريدۀ. هغه به په جنګونو کښې بيرغوال، مخکښ، نۀ ستړی کيدونکی، بې ساری او بې مثاله ؤ. دزمري په شان به يې حمله کوله، د تندر غوندې به په دښمن ورپريوتۀ د دښمن لښکر به يې داسي له منځه وړۀ لکه طوفان چې خاورې اوخشاک له ځان سره وړي.په شا باندې يې زغره نه لرله ځکه چې هيڅکله به يې دښمن ته نۀ شا کوله او له جنګه به نۀ تښتيدۀ. د تيرې تورې ګذار يې د دښمن لپاره د مرګ غږ ؤ او دويم ګوزار ته يې حاجت نه درلود. راځئ چې په تاريخ کښې په ځينو جنګونو کښې د هغوي رول ته يوه ځغلنده کتنه وکړو. د خندق په جنګ کښې د اسلام دښمنان له بيلا بيلو ګوندونو ډلو او قامونو را غونډ شول ټولو يو بل ته لاسونه ورکړل او فيصله يې وکړه چې په مدينې حمله وکړي او اسلام له منځه يوسي. ګران رسول (صلی الله عليه و اله وسلم) د سلمان فارسی رضی الله عنه په وړانديز حکم ورکړو چې له مدينې ګير چاپيره خندق (ژوره کنده) وکنئ. دواړه لښکري يو بل ته مخامخ ودريدې. د عربو يو مشهور او نامتو جنګيالي عمرو بن عبدود چې اتيا کالن ؤ او ډير لوي پهلوان ؤ او په يوازې سر به له ديرشو څلويښتو کسانو سره جنګيدۀ. د کافرانو له لښکره راووت، غوريدۀ او ويل يې چې په تاسو کښې داسې نر شته چې زما مقابلې ته راووځي ؟ حضرت امام علی(علیه السلام) راوړاندې شو. عمرو ورته وويل "ستون شه، نه غواړم چې ودې وژنم" حضرت امام علی(علیه السلام) ورته وويل تا له خپل خداي سره ژمنه کړې وه چې په قريشو کښې درنه څوک دوه حاجتونه وغواړي نو يو حاجت به يې منې. عمرو: "هؤ! نو وايه حاجت دې څۀ دی؟" علي(علیه السلام): "لومړی دا چې اسلام ومنه، خداي ته راوګرځه او په پيغمبر حضرت محمد(ص) ايمان راوړه" عمرو: "دغو ته حاجت نۀ لرم" علي عليه السلام: " ښه نو بيا جنګ ته تيار شه" عمرو: "ګوره ستون شه، پلار دې زما د پلار دوست ؤ، ځکه نۀ غواړم چې ستا په وينو لاس رنګ کړم. علي عليه السلام: "خو ما له خداي سره ژمنه کړې، ترڅو چې تۀ خداي او حق ونۀ منې تا ووژنم" عمر له اسه راکوز شو او په حضرت امام علی(علیه السلام) يې د تورې ګوزار وکړ. حضرت امام علی(علیه السلام) د هغۀ ګوزار په خپل ډال ستون کړ او بيا يې په يو ګوزار سره هغه له کاره وويست او هله يې ووژلو. نورو چې کله دا حالت وليدۀ نو وتښتيدل. حضرت امام علی(علیه السلام) بريالی راستون شو، پيغمبر(ص) په شا وټپولو، شاباسی يې ورکړو او وې فرمايل: "ستا نننی ګوزار د ثقلينو يعني د ټولو مخلوقاتو له عبادت نه غوره دی ځکه چې ددې له امله د کافرانو حوصلې او روحيې سستې شوې، سپک شول او د مسلمانانو لپاره يې سر لوړي او عزت ډالۍ کړ. د خيبر جنګ پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم له خپلو اصحابانو سره د يهوديانو د مرکز خيبر په لور راوان شو په دې جنګ کښې د حضرت علی عليه السلام سترګې خوږ وې او جنګ ته نۀ شو تللی. د خداي رسول(ص) ابوبکر راوغوښت او د جنګ بيرغ (جنډه) يې هغۀ ته ورکړ. ابوبکر له ځينو سپايانو سره جنګ ته لاړ خو ناکامه شو. صبا يې بيا عمر ته د جنګ بيرغ ورکړو خو هغه هم ناکامه راستون شو. پيغمبر(ص) وفرمايل "صبا به زۀ بيرغ داسي کس ته ورکوم چې له خداي او رسول(ص) سره مينه لري.او خداي او د هغه رسول هم له هغۀ سره مينه لري او هغه به بريالی او سرلوړی کيږي. بيا يې وفرمايل حضرت علی عليه السلام راوالئ ورته وويل شول چې د هغه سترګې ډيرې سختې خوږ دی. وې فرمايل: خير دی او راؤې غوښتو. حضرت امام علی عليه السلام راغی د خداي رسول(ص) ترې وپوښتل چې څۀ چل دی؟ علی عليه السلام وويل سترګې او سر مې خوږيږي. د خداي رسول(ص) ورته دعا وکړه د هغه په سترګو کښی يې د خپلې مبارکې خلې لعاب واچول او په سر يې ورته لاس راکاږلو، د حضرت علی عليه السلام د سترګو او سر دردختم شو، بيا يې سپين بيرغ ورکړو. حضرت علی عليه السلام بيرغ اوچت کړو او چې کله راوانيدۀ نو پيغمبر(ص) ورته وفرمايل " خداي پاک درسره جبراييل ملګری کړی او انشاءالله کاميابي ستا ده، خداي پاک د دښمنانو په زړونو ويره اچولې ده او هغوي په خپل کتاب کښې لوستي دي چې هغه کس چې دوي ته به ماتې ورکوي نوم يې (ايليا) علی دی. نو کله چې هغوي ته ورسيدې ورته ووايه چې زما نوم علی دی. انشاءالله چې خوار او ذليل به شي. علي عليه السلام ميدان ته ور ودانګل. تر ټولو مخکښې د يهوديانو له يو لوئې پهلوان مرحب سره مخامخ شو او هغه يې د تورې په يو ګوزار له ورخه تير کړو. يهوديانو چې کله د خپل مشر وژله وليده نو کلا ته دننه وتښتيدل او ور يې ځان پسې پورې کړو حضرت علی عليه السلام د ورۀ خوا ته ورغی او هغه ور چې شلو کسانو به بنداوؤ او خلاصوؤ، په يوازې سر يې له خپل ځايه راوکندلو او په هغه خندق يې کيښود چې يهوديانو له کلا ګير چاپير کندی ؤ. مسلمانان ددغه ور په ذريعه له خندقه راواوړيدل، کلا يې ونيوله او سر لوړي راستانۀ شول.