حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ محمد تقى بهجت فومنى
حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ محمد تقى بهجت فومنى
د قم له مشهورو فقهاوو څخه دے چې په فقه د عالي دورې درسونه ښيي. هغوي په زهد او معنويت کښې ډېر مشهور دي.
د 1334هجري قمري کال په اخر کښې په شهر فومن کښې وزيږيد.
د هغوي پلار کربلايي محمود بهجت په 1334 هجري قمري کال کښې د هغې ځاي له اعتماد وړو کسانو څخه ګڼل کيدۀ. لومړۍ تعليم يې د فومن په مکتب خانې (ښونځي) کښې تر سره کړل. او په فومن ښار کښې يې په 1348 هجري کښې په ديني تحصيل شورو وکړه. د ادبياتو له زده کړې وروسته د قم په لورې روان شو او هلته له لږو ايساريدو وروسته کربلاي معلی ته لاړ او د اخوند خراساني د يو شاګرد په درس کښې يې شرکت وکړ او د لويو ايت الله وو حاج آقا ضياء عراقى او ميرزاى نائينى په درسونو کښې له شرکته وروسته يې د ايت الله حاج شيخ محمد غروي اصفهاني (کمپاني) په درس کښې ګډون وکړ.
همدارنګ يې د ايت الله الغظمی حاج سيد ابوالحسن اصفهاني او حاج شيخ محمد کاظم شيرازي له درسونو زياته ګټه واخسته او د فقه او اصول نه پرته يې د مرحوم سيد حسين بادکوبه په نږدې د اين سينا د اشارات کتاب او د ملاصدرا کتاب اسفار ولوسته.
په 1364قمري کال کښې ايران ته راستون شو او په قم کښې يې له آيت اللّه العظمـى كوه كمرى څخه ګټه واخسته او د حضرت آيت اللّه العظمى بروجردى د فقه او اصول په درسونو کښې يې ګډون وکړ.
هغوي له 50 کاله پرته وخت وشو چې په خارج فقه او اصول د درسونو په ښودلو بوخت دے او غالباَ په واسطه سره په خپل کور کښې سبق ښيي.