Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
اسلامی شخصیتونه

حضرت آيت الله العظمى حاج سيد على حسينى خامنه‌اى

2016/07/31

حضرت آيت الله العظمى حاج سيد على حسينى خامنه‌اى

حضرت آيت الله العظمى حاج سيد على حسينى خامنه‌اى

 

هغوي سره د دې چې يو لوي فقيه دے، د رجال، تاريخ او ادبياتو په علم کښې هم يو بيلګه مقام لري او اوس هم سره د دې چې  د نړۍ د شيعه وو مشروالې يې په غاړه ده د فقهې د عالي دورې د درسونو په ښودلو بوخت دے او په بيلا بيلو مضوعاتو کښې يې ډېر درانه کتابونه ليکلي دي.

په 1318 هجري شمسي کال کښې په يو روحاني خاندان کښې د مشهد په مقدس ښار کښې وزيږيد. د هغوي پلار آية اللّه آقا سيد جواد د مشهد له مجتهدينو او عالمانو څخه ګڼل کيدۀ او نيکۀ يې آية اللّه سيد حسين خامنه اى د اذربانجان له عالمانو څخه ؤ چې په نجف کښې پاتې کيده. د وړوکوالي زمانه يې په سختې سره تېره کړه او د پينځه کالو په عمر کښې له خپل مشر ورور سيد محمد سره مکتبخانې ته او بيا د يو کال لپاره ابتدايي اسلامي مدرسې ته چې نوم يې "دار التعليم ديانتي" ؤ لاړ. هغۀ د شپږم جماعت د سند له اخستلو وروسته دبيرستان ته لاړ او په دوه کاله کښې يې د دبيرستان دوره ختمه کړه او د ديپلم (دولسم جمات) سند يې واخسته. هغوي د حوزے د درسونو څلورمه پايه د لمعې کتاب له خپل پلار څخه او نور يې له اقا ميرزا احمد مدرس تبريزي په نږدې ولوستل. او د رسائل او مکاسب درسونه يې له حاج شيخ هاشم قزويني څخه زده کړل. او د سطح ټوله دوره يې په پينځنيمو کالو کښې ختمه کړه او بيا د حضرت ايت الله العظمی ميلاني  د خارج درس ته حاضر شو. په 1336 کال کښې يې نجف اشرف ته مهاجرت وکړ او هلته يې په ډېر لنډ وخت کښې له حضرت ايت الله العظمی حكيم , حضرت ايت الله العظمی خوئى او حضرت ايت الله العظمی شاهرودى له درسونو ګټه واخسته. ايران ته له راستنيدو وروسته يې له آية اللّه العظمى بروجردى اوحاج آقامرتضى حائرى له درسونو ډېره ګټه واخسته او د حضرت امام خمينی د فقهې او اصول په درسونو کښې يې ګډون وکړ. له 1334 کاله وروسته يې د پهلوي رژيم پر خلاف خپلې هلې زلې شورو کړے او د انقلاب اسلامي تر کاميابې پورې څو څو ځلې په بيلا بيلو عنوانونو سره ونيول شو او وشړل شو.

 د اسلامي انقلاب له کاميابې وروسته د ډېرو مهمو پوسټونو لرونکې ؤ لکه: د شوراي انقلاب غړې، په وزارت دفاع کښې د شوراي انقلاب نماينده او د وزير دفاع مرستيال، د تهران د جمعې د لمانځه امام، د تهران د خلکو نماينده، دوه ځله د جمهوري اسلامي ايران وزير اعظم او د انقلاب د لوي رهبر حضرت ايت العظمی امام خمينې (ره) له وفاته وروسته د خبرګانو د غونډې په هوښيارۍ سره د اسلامي انقلاب په مشرې وټاکل شو.