Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
اسلامی شخصیتونه

حضرت آيت الله العظمی سيد روح الله موسوي خميني ره

2016/07/31

حضرت آيت الله العظمی سيد روح الله موسوي خميني ره

حضرت آيت الله العظمی سيد روح الله موسوي خميني ره

 

امام خميني له زوکړې د قم تر هجرته،

هغوي د 1320 کال د جمادي الثاني په شلمې نيټې چې د 1281هجري شمسي کال د شهريور د مياشتې 30 نيټې سره سمون خوري (د 1902 هجري شمسي کال د ستمبر د مياشتې په 24نيټه) په خمين ښارکښې چې د ايران د مرکزي صوبې له ښارونو څخه  دے، په يوې داسې کورنۍ کښې چې د علم هجرت او جهاد کورنۍ وه او د حضرت زهرا (س) اولاد ؤ، کښې وزيږيد.

هغه د خپلو پلرونو د اخلاقو او کردارو وارث ؤ چې  په پيړيو پيړيو يې د خلقو د هدايت او الهي علمونو د زده کړې ذمه واري په غاړه اخستې وه. د امام خمينی پلار بزرګوار مرحوم ايت الله سيد مصطفی موسوي د مرحوم ايت الله العظمی ميرزاي شيرازي (رض) سره په يوه زمانه کښې ؤ  وروسته له دې چې څو کاله يې په نجف اشرف کښې ديني علمونه زده کړل او د اجتهاد درجې ته ورسيد نو ايران ته راواپس شو. او په خمين کښې د خلکو هدايت کوونکې ؤ او خلک به د ديني کارونو لپاره  هغوي ته ورتلل. په داسې حال کښې چې د روح الله د ولادت لا پينځه کاله نه وو تېرچې طاغوطيانو او د وخت د حکومت لاندې کسانو د هغوي د پلار د حقو ويناګانو ځواب د ټوپک په ګولۍ سره ورکړه او د خمين نه د اراک په لورې د تللو په وخت يې شهيد کړ. په دې طريقه امام خميني له وړکوالي د يتيمې غمونو سره اشنا شو او شهادت يې وپيژند. هغۀ د وړکوالي زمانه له خپلې ګرانې اومؤمنې مور (بانو هاجر) سره تېره کړه چې هغه خپله هم د علم او د تقوا له خاندان څخه وه او د ارواښاد آيه الله خـونسـارى (د زبـدة التصانيف ليکوال) له نمسيو څخه وه. همدارنګ يې له خپلې ترور (صاحبه خانم) سره وخت تېر کړ چې هغه هم يوه ميړنۍ او د حقو لټونکې ښځه وه،. خو د پينځلوسو کالو په عمر کښې د هغوي دوو له وجوده هم محروم شو.

قم ته هجرت، د تکميلي درسونو حاصلول  او د اسلامي علمونو ښودل

د آيه الله العظمـى حاج شيخ عبد الكريـم حايرى يزدى رحمة الله عليه قم ته له هجرته وروسته (د  1300 هجـرى شمسـى کال په نـوروز کښې،(چې  1340 هجـرى قمـرى کال د رجب المـرجب مياشتې سره سمون لري) امام خميني(ره) هم د قم حوزے ته راغلو او په ډېر بيړې سره يې د حوزوي علمونو تکميلي برخې يې د قم د حوزے استاذانو سره تېرې کړې.

امـام خمينـى د جنګ او قيام په مورچه کښې

د خداي په لاره کښې د جهاد او پاڅون شوق د امام خميني په اعتقادي ليدتوګه، د هغوي په کورني تربيت او سياسي او اجتماعي شرائطو کښې جرړه لرله. د هغوي جنګ او جهاد د هغوي له ځوانۍ څخه سم شورو شو د امام د علم زياتيدو سره سره او د ايران سياسي حالاتو ته په پام سره دا جهاد په بيلا بيلو شکلونو کښې موجود ؤ او ادامه يې درلودله. په 1340او 1341کال کښې د صوبو د انجمنونو او غونډو په جوړلو کښې داسې موقع په لاس راغله چې دوي پکښې خپل رهبريت، پاڅون څرګند کړي. او پدې طريقه د ايران د ملايانو او خلکو پاڅون د 1342کال د خرداد د مياشتې په 15 نيټه په دوو څرګندو خصوصياتو سره شورو شو يو د امام خمينی (ره) مشروالې او بل د دې پاڅون اسلامي شونه. چې وروسته همدا پاڅون د انقلاب په نامه د نړۍ خلکو وپيژند په 1342 کال کښې چې امام د نوروز د اختر پروګرامونه حرام ګرځولي ؤ، سره سم شورو شو او د فيضيې مدرسې د مظلومانو په وينو رنګين شو. شاه د امريکې د خوښې اصلاحاتو باندې ټينګار کاوه او امام خميني يې مخې ته راوته او خلک يې له دې خبرې خبرول چې امريکه زمونږ په هيواد کښې دخالت کوي او شاه هم خيانت کوي د 1342کال د فرورديـن د مياشتې په څوارلسمه آيه الله العظمـى حكيـم له نجفه په يو تلګراف کښې د قم له علماؤ غوښتنه کړې وه چې ټول په يوځاي نجف ته لاړ شي. او دا وړانديزد عالمانو د سر د سلامتۍ لپاره وړاندې شوې ؤ. امام خميني(ره) بې له دې چې د شاه خبرو او زورنو ته څه پام وکړي د آيه الله العظمى حكيـم تلګراف ته ځواب ورکړ او دا ټينګار يې پکښې کړې ؤ چې د ټولو عالمانو سره له قمه هجرت او د قم د حوزے خالي کول مصلحت نلري.

امام خمينـى په هغه پيغام کښې چې د فيضيې د پيښې د څلويښتمې په ورځ يې ورکړې ؤ او دا يې پکښې ويلي ؤ چې د ايران عالمان او اسلامي هيوادونه او عربي هيوادونه له غاصبانو اسرائيلو سره مخامخ دي، او شاه او اسرائيل يې پکښې محکوم کړې ؤ.

د پينځلسم خرداد پاڅون

1342کال د حسنيانو (محرم) مياشت چې د خرداد مياشتې سره يې څمون خوړه، راورسيده امام خميني(ره) له دې وخته ډېره ګټه واخسته او خلک يې په دې وخت کښې د شاه په خلاف پاڅون ته چمتو کړل.

امام خميني(ره) د 1383د خرداد د مياشتې په 13 نيټه چې د 1342 د محرم د مياشت د لسم ورځ وه په ماځيګر يې خپلې تاريخي خبرې چې د 15خرداد د قيام شوور وه، وکړے.

د امام خميني له ترکيې څخه عراق ته شړل

امام خميني (ره) د 1343کال د مهر د مياشتې په 13 نيټه سره له خپل زوي آيه الله حاج آقا مصطفـى له ترکيې څخه د عراق هيواد ته واستول شو. امام خميني وروسته له دې چې بغداد ته داخل شو نو لومړۍ د پاکو امامو عليهم السلام د زيارتونو لپاره كاظميـن, سامـرا و كـربلا ته لاړ او له هغې وروسته بيا خپل ځاي يعنې نجف ته راستون شو.

امـام خمينـى او هلو ځلو ته دوام ورکول ( 1350 ـ 1356 )

د 1350هجري کال په دويمه نيمه کښې د بعثي عراق د رژيم او د شاه اختلافات زيات شول او تر دې چې ډېر ايرانيان چې په عراق کښې دېره وو له عراقه وتلو ته مجبوره شول امام خميني د عراق جمهور رئيس ته په يو تلګراف کښې د رژيم دا کار محکوم کړو. او حضرت امام له همدې اعتراض په وجه له عراقه د وتلو اراده وکړه خو د عراق حاکمانو امام ته د وتلواجازت ورنه کړ.

په 1354 کال کښې د 15خرداد د کليزې په مناسبت سره په فيضيې مدرسې کښې يو ځل بيا انقلابي طالبانو پاڅون وکړ او په امام باندې درود او پهلوي رژيم باندې د مرګ نعرې تر دوه ورځو پورې په فيضيې کښې وهل کيدې شوې. له دې وړاندې يې ټول سياسي او مذهبي شخصيتونه د رژيم په بند کښې بند کړي وو او د 1354کال د اسفند په مياشتې کښې د هيواد رسمي تاريخ چې د پيغمبر(ص) له هجرته شورو شوې ؤ په ډېره زړورتيا د هخا منشي د شاهانو د سلطنت په تاريخ بدل کړ خو امام خميني ډېره په سختۍ سره د دې مخنيوې وکړ او وې فرمايل چې له دې بې بنسټه تاريخه استفاده کول حرام دي او خلقو په ډېره مينه دا خبره قبوله کړه لکه څنګه چې د رستاخيز د ټولګي د تحريم خبره منلې وه، او دا دواړه د هغه د سپکاوي سبب شول نو په 1357 کال کښې وروستو کيدو ته مجبوره شو او شاهنشاهي تاريخ يې ختم کړو.

په1356کال کښې د اسلامي انقلاب زياتيدل او د خلکو پاڅون

امام خمينـى ډېر په غور سره د نړۍ او د ايران بدلون له نظر لاندې ساتۀ او له پيښ شوي حالاتو څخه يې ډېره ګټه واخسته او په 1356 د مرداد په مياشتې کښې يې اعلان وکړ او وې فرمايل: اوس د هيواد دننه او بهر حالاتو ته پام سره او دا چې د رژيم ټول ظلمونه او زياتي په رسانو او ورځپاڼو کښې خپاره شوي دي نو دا يو ډېر ښه وخت دے چې علمي او فرهنګي غونډې، وطن خواه خلک او د پوهنتون لوستونکي چې د هيواد دننه دي که بهر او اسلامي غونډې پکار دي په ټوله نړۍ کښې څرګند پاڅون وکړي.

دامـام خمينـى له عراقه پيرس ته هجرت

په هغه ليدنه کښې چې د ايران او عراق وزيرانو په نيويورک کښې وکړه دا فيصله وشوه چې امام دې له عراقه وباسل شي. د1357کال د مهر د مياشتې په دويمه نيټه د امام خميني کور د بعثي قواوو په لاس راګير شو. د دې خبر خپريدلو سره د ايران عراق او د نورو هيوادونو مسلمانان سخت غصه شول. د مهر د مياشتې په 12 نيټه امام خميني له نجفه د کويت په نيت ووته خو د کويت حکومت د شاه په اشارې باندې امام خميني له خپل هيواده ستون کړ. لومړې خو دا خبره شوې وه چې  امام به لبنان يا سوريې ته هجرت کوي خو امام د خپل زوي حجة الاسلام حاج سيـد احمـد خمينـى په مشوره پيرس ته د تللو اراده وکړه او د مهر د مياشتې په 14 تاريخ پيرس ته ورسيد.

د امام خميني د 14 کاله تبعيده وروسته ايران ته بيرته ستنيدل

د 1357کال د بهمن د مياشتې په لومړيو کښې دا خبر خپور شو چې امام خپل هيواد ته راستنيږي. خلکو څوارلس کاله انتظار کړې ؤ چا چې به دا خبر اوريده نو له خوشالۍ به يې اوښې ورولې. خو پداسې حال کښې د امام ملګري د امام د ژوند لپاره خفه وو ځکه چې لا تراوسه د شاه حکومت ؤ خو امام خميني خپله اراده کړې وه او په بيلا بيلو پيغامونو کښې يې خلکو ته ويلي ؤ چې غواړم په دې خطرناکو ورځو کښې له تاسو سره وم. د بختيار حکومت د جنرل هايزر په صلاح سره د هيوار هواي ډګر د بهرني الوتکو لپاره بند کړ. خو څو ورځې وروسته د خلکو په وړاندې ټينګ نه شو او اخر دا چې د 1357کال د بهمن د مياشې په دولسمه نيټه څوارلس کاله پس خپل وطن ته راورسيد. خلکو يې دومره زيات په درناوي استقبال وکړ چې غربي ايجنسو هم د استقبال کوونکو شمېره له څلورو تر شپږو مليونه پورې وښودله.

د شاهنشاهي نظام ختميدل اود بهمن د مياشتې په 22 نيټه د اسلامي انقلاب بريالي کيدل

د 1357کال د بهمن د مياشتې په 19 نيټه هوايي فوځيانو د امام خميني په استوګنځاي (مـدرسه علـوى تهران) کښې  له امام سره بيعت وکړ. د امريکې او شوروي سفارتونو له شاه څخه د پاتي شويو ساواکيانو په وسيله ، د کميونيسټي ټولنو په وسيله او د مجاهدين خلق (منافقينو) په وسيله د اسلامي انقلاب په خلاف زيان رسوونکي حرکتونه شورو کړي وو. تيروريسټي ټولنه چې د فرقان په نامه ياديده هغوي د اسلامي شوری غړې او يو لوي پوهاند علامه مرتضی مطهري په  12/2/58 شهيد کړ او آيه الله قاضـى طباطبايى يې په 10/ 8/58 او حاج مهدى عراقـى او د هغه زوې يې په  4/6/58 شهيدان کړل او د ښاغلي هاشمي رفسنجاني او موسوي اردبيلي په ويشتو کښې ناکام شول.

اته کاله تحميلي جنګ او د امام او د ايران د خلکو د ځان دفاع

وروسته له دې چې امريکه د جمهوري اسلامي اقتصادي او سياسي محاصرې کښې ناکامه شوه، او همدارنګه د طبس په صحرا کښې، په لانه جاسوسي کښې او د کردستان په دوه کولو کښې د امريکې ناکامي هغه دې ته راوسته چې په 1359کښې په ايران نظامي حمله وکړي. نو د عراق فوځ د 1359کال د شهريور د مياشتې په 31نيټه  د ايران په پوله په 1280کلوميټره د هيواد په سهيلي علاقې باندې د خرم شهر له بندره د ابادان تر جنوب پورې خپله حمله شورو کړه. همدې سره سره د عراق الوتکو د تهران په هوايي ډګر او نورو مهمو ځايونو (د ورځې دوه بجې) بمباري وکړه. خو چې کله د صدام د شکست خبر په نړۍ کښې خپور شو نو د نړۍ څو لوي طاقتونه د ايران مقابلې ته راپاڅيدل. او د امريکې ټولې هلې ځلې د دې لپاره وې چې هر څه وکړي خو د ايران د فوځ د پرمختګ لاره ونيسي او صدام له ناکامۍ څخه وژغوري. د امنيت شورا د تحقيقاتو په اخر کښې خپل نظر داسې وړاندې کړه چې په 8 کاله دفاع کښې ايران په حقه ؤ او د 598 قطعنامې پر اساس جنګ ختم شو.

د امام خميني ګورباچوپ ته په خپل پيغام کښې د مارکسيسي قطب د ختميدو وړاندې وينه

امام خمينـى په خپل داسې بصيرت سره چې د مادي خلقو لپاره د محاسبې وړ نه ؤ، په هماغه ورځو کښې په  11 / 10 / 1367 په يو ليک کښې ګورباچوپ ته داسې وړاندې وينه کړې وه: له دې وروسته بايد کمونيس د نړۍ د سياسي تاريخ په ميوزيمو کښې ولټول شي.

داسلام له پيغمبر (ص) او د ديني ارزښتونو څخه دفـاع او د امام خمينى د لويديز  په وړاندې ودريدل

کله چې سلمان رشدي خپل سپک کتاب ايات شيطاني وليکه او لويديز هيوادونو له هغې څخه رسمي حمايت وکړ، دا فرهنګي حملې شورو وه. امام خميني دليلونو او واقعيتونو ته په پام سره په 25 / 11 / 1367 کښې په يو وړوکي ليک کښې د سلمان رشدي د کفر او د هغه د مړولو (قتلولو) فتوی ورکړه او خپروونکي يې له دې خبر کړ چې دې کار سره يې يو لوي انقلاب جوړ کړ.

امـام خمينـى رحلت, د يـار وصـال، او له يارانو بيلتون

هغوي په خپله وصيتنامې کښې ليکلي دي: په ارام او مطمئن زړه سره، په ښاد روح او د خداي فضل ته په هيله من ضمير سره، له خويندو روڼو له خدمته روان يم او هميشني ځاي ته په سفر ځم او ستاسو د خېر دعا ته ډېره اړتيا لرم او له رحمن او رحيم خدايه غواړم چې په خدمت کښې مې د کموالي (قصور او تقصير) عذر قبول کړي او له قومه هيله من يم چې (د هغوي د خدمت) په کمي کښې مې عذر قبول کړي او په قدرت او ژمنې او ارادې سره په وړاندې لاړ شي. د حيرانتيا خبره دا ده چې امام خميني په خپل يو غزل کښې، چې له وفاته يې څو کاله وړاندې ليکلې ؤ داسې ليکلي وو:

سالها مى گذرد حادثه ها مى آيد ------ انتظار فرج از نيمه خرداد كشم

کلونه تيريږي او حادثې راځي ..............او د خرداد د مياشتې له نيمې د فرج (خلاصي) انتظار کوم.

او د 1368 کال د خرداد د مياشتې ماښام 8 بجې هغوي په حق ورسيدل.

ترجمه: محمدرحیم درانی