Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوښتنی او ځوابونه

شفاعت د قرآن له نظره

2016/04/25

شفاعت د قرآن له نظره

پوښتنه: آيا شفاعت د بقرې سورت 123 ايت سره ټکره نه لري؟
د پوښتنې بيان: ايا د پيغمبر(ص) او د معصومو امامانو(ع) شفاعت د بقرې سورت 123 ايت سره، چې فرمايي: {وَاتَّقُواْ يَوْماً لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئاً وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ تَنفَعُهَا شَفَاعَهْ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ} ټکره نه لري؟ اول دا چې که له دې نظره ورته وکتل شي چې د دې ايت وروسته او وړاندې ايتونو ته پام ونه شي او يوازې د ايت ظاهري معنی راواخستل شي؛ او دويمه دا چې يوازې هغه ايتونو ته پام وکړې شي چې شفاعت يوازې خدای سره خاصوي او هغه ايتونو ته پام ونه شي چې د خدای په اجازې سره د پيغمبر(ص) او د معصومو امامانو(ع) شفاعت جائز ګڼي؟
ځواب: په قيامت کښې د شفاعت مسئله خو ټول مسلمانان مني  او هيچا له دې انکار نه دے کړے. د بقرې سورت 123 ايت هم شفاعت نه نفي کوي، په دوو دليلونو سره:
1. د هغوې د وړاندې او وروسته ايتونو په ګواهۍ سره، دا ايت هغه شفاعت يادوي چې يهوديان او بني اسرائيل يې د ځان لپاره باوري وو او دا تصور يې کاوۀ چې په هغه دنيا کښې به هم د دې دنيا په شان د دوستۍ په سبب د خدای له عذابه خلاص شي!  نو د «واتقوا» ټکې په دې ايت کښې بني اسرائيلو ته خطاب دے. له دې وړاندې ايت دا دے: {يا بني اسرائيل اذکروا نعمتي التي انعمت عليکم و اني فضلتکم علي العالمين} ؛ اے بني اسرائيلو زما هغه نعمت راياد کړئ چې په تاسو مې لورلے دے (او همدارنګ ياد کړئ) په تحقيق سره چې ما تاسو ته (د خپل وخت) په نړيوالو باندې لوړاوې درکړ.
2. دا ايت له خدايه پرته د بل چا شفاعت، چې کله بې د خدای له اجازته وي، نفي کوي. دې مبارک ايت ته په پام سرهدا ايت د ګناهګارانو د شفاعت نفي کولو دليل نه شي جوړيدے.
سپړنه:
د بحث د لازيات روښانيدو لپاره ضروري ده چې څو مسلو ته پام وکړو:
1. د شفاعت معنی
شفاعت په لغت کښې له «شَفَع» مادې اخستے شوے دے او بيلا بيلې معنې لري، لکه: د فرد په مقابله کښې جفت، زياتول، غوښتل، مينځګولي کول او ملاتړ.  علامه طباطبايي فرمايي: شفاعت په اصل کښې له «شَفَع» يعنې جفت اخستے شوے دے. په حقيقت کښې شفاعت کوونکې د شفاعت غوښتونکي نيمګړې وسيلې سره يو ځای کيږي او يو زوج او جوړه جوړوي چې د هغې په وسيله هغه غرضونو ته چې خپلې نيمګړې وسيلې سره ورته نه شو رسيدې، ورسي.  دې ته په پام سرهشفاعت د سببيت بشپړوونکے دے. ځيرتيا سره دا په لاس راځي چې شفاعت د سببيت له مصداقونو دے چې د لومړي سبب او مسبب تر مينځ واسطه کيږي.
2. د شفاعت ډولونه
الف) تکويني شفاعت: دا ډول شفاعت يوه عامه معنی لري چې ټولو موجوداتو ته شامليږي؛ يعنې ټول مخلوقات د انسانانو لپاره د خدای د رحمت وسيله دي. چې دا په حقيقت کښې غرض ته د رسيدو لپاره زيات مرسته کوونکي ګڼل کيږي.
ب) تشريعي شفاعت: دا شفاعت هر هغې  يوې وسيلې ته ويل کيږي چې د انسان نيغې لارې او د حقو شريعت ته سمه لارښوونه وکړي. دا ډول په خپله بيا څو ډوله لري چې د هغې ټولو بيانول دلته ضروري نه دي او يوازې دې مطلب ته اشاره کيږي چې له هغو يو ډول د مغفرت او بخښنې شفاعت دے چې په دې کتاب کښې يې مونږ بحث کوو. په مغفرت کښې شفاعت د ګناهونو، ناپاکو او ککړتياو د بخشش لپاره د وسيلې شونه ده. د دې د لا زياتې څپړنې لپاره چې په دې هکله په قران کښې راغلي ايتونو ته پام کوو چې ايا دا ايتونه د شفاعت تاييد کوي که نه.
3. په قران کښې شفاعت
هغه ايتونه چې د شفاعت بحث په کښې شوے دے دوه ډوله دي: يو ډول هغه دي چې په کلي توګه شفاعت نفي کوي او بل ډول هغه دي چې شفاعت د خدای په حکم او اجازت سره ګڼي.
الف) د شفاعت نفي کوونکي آيتونه
{ام اتخذوا من دون الله شفعاء قل ا و لو کانوا لا يملکون شيئا و لا يعقلون قل لله الشفاعه جميعا} ؛ آيا هغوي له خدايه علاوه نور شفيعان نولي دي؟! هغوي ته ووايه: ايا له هغوي شفاعت غواړئ چې که څه هم د څه مالکان نه وي او څه درک او شعور نه لري؟ ووايه ټول شفاعت خدای لره دے.
{و اتقوا يوما لا تجزي نفس عن نفس شيئا و لا يقبل منها شفاعه و لا يوخذ منها عدل و لا هم ينصرون} ؛ له هغه ورځې وويريږئ چې هيڅوک له بله څه نه شي دفع کولے او نه له هغه شفاعت قلبيږي او نه ترې څه بدل قبيلږي او نه ورسره مرسته کيږي.
ـ {و اتقوا يوما لفا تجزي نفس عن نفس شيئا و لا يقبل منها عدل و لا تنفعها شفاعه و لا هم ينصرون}؛  له هغه ورځې وويريږئ چې هيڅوک به له بله څه نه شي دفع کولے او نه به ترې په بدل کښې څه قبليږي او شفاعت به هغه ته څه ګټه نه ورکوي او له يوۀ اړخه به هم ورسره مرسته نه کيږي.
ـ {يا ايها الذين آمنوا انفقوا مما رزقناکم من قبل ان يأتي يوم لا بيع فيه و لا حلّة و لا شفاعة}؛  اےهغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے! له هغه څه چې تاسو ته مو روزي درکړې ده د خدای په لاره کښې ورکړئ وړاندې له دې چې هغه ورځ راورسي چې نه په کښې خرڅول او اخستل شته، نه په کښې دوستي او شفاعت.
څه رنګ چې تاسو وينئ دا ټول ايتونه شفاعت نفي کوي چې وروستني درې ايتونه په څرګنده توګه په قيامت کښې شفاعت نفي کوي.
ب) شفاعت ثابتوونکي آياتونه
ـ {ان ربکم الله الذي خلق السماوات و الأرض في ستة أيام ثم استوي علي العرش يدبر الأمر ما من شفيع الا من بعد اذنه}؛  ستاسو پروردګار، هغه خدای دے چې اسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو کښې پيدا کړل؛ بيا په عرش شو او د کار تدبير يې وکړ او د هغه له اجازته بغير هيڅوک شفاعت کوونکےنشته.
ـ {يومئذ لا تنفع الشفاعه الا من اذن له الرحمن و رضي له قولا}؛   په هغه ورځ به د چا شفاعت څه ګټه نه کوي يوازې د هغه چا چې رحمان خدای ورته اجازت ورکړې وي او د هغه په خبرو راضي وي.
ـ {ان يوم الفصل ميقاتهم اجمعين يوم لا يغني مولي عن مولي شيئا و لاهم ينصرون الا من رحم الله انه هو العزيز الرحيم} ؛  د بيلتون ورځ د ټولو د وعدې ورځ ده؛  هغه ورځ چې د ملګري ملګرتيا به ملګري ته څه ګټه نه رسوي او له يوې خوا به هم ورسره مرسته نه کيږي مګر هغه کس چې خدای ورباندې رحمت وکړي، ځکه چې هغه عزير او رحم کوونکے دے.
ـ {و قالو اتخذ الرحمن ولدا سبحانه بل عباد مکرمون لا يسبقونه بالقول و هم بأمره يعملون يعلم ما بين ايديهم و ما خلفهم و لا يشفعون الا لِمنَ ارتضي و هم من خشيته مشفقون}؛  هغوي وويل: خدای پاک د ځان لپاره بچے نيولے دے. هغه (له دې عيبه) پاک دے، هغوي (پرښتې) معزز بندګان دي او هيڅکله په خبرو کښې په هغه نه وړاندې کيږي او د هغه په حکم عمل کوي هغه د هغوي په اوسنيو (عملونو) او تيرو خبر دے او هغوي بې د هغه چا لپاره چې خدای ترې راضي دے شفاعت نه کوي او د هغه له ويرې ويريږي.
د دويمې برخې ايتونه؛ لکه څه رنګ يې چې له ظاهره پيدا ده، په قيامت کښې شفاعت د خدای په حکم سره ثابتوي، نو کله چې دا دوه برخې ايتونه جمع کړو نو دا رنګ نتيجه اخستې شو: په قيامت کښې شفاعت يو کلي قانون لري. په دې طريقه چې هلته هر څوک له ځانه شفاعت نه شي کولې بلکې د خدای په اجازت سره به شفاعت کوي؛ يعنې په شفاعت کښې اصل دا دے چې يوازې د خدای لپاره وي، خو په ځينو ځايونو کښې د خدای رحمت د دې سبب کيږي چې نور کسان، لکه پيغمبران او د خدای وليان د خدای په حکم او اجازت سره شفاعت وکړې شي.
دې ته پام په قيامت کښې د شفاعت کولو مسله منلې شوې ده. اسلامي عالمانو او پوهانو هم دا خبره منلې ده او که څه اختلاف دے نو هغه د شفاعت په معنې کښې دے، نه په اصل شفاعت کښې، د مسلمانانو تر مينځ يوازې معتزله او خوارج، که څه هم اصل شفاعت قبلوي، خو د شفاعت په تفسير کښې نورو سره اختلاف لري؛ هغوي داسې ګمان کړې دے چې شفاعت د نيکو او اطاعت کوونکيو کسانو لپاره دے، نه د ګناهګارانو لپاره؛ يعنې د پيغمبر(ص) د شفاعت په نتيجه کښې يوازې د نيکو کسانو نيکۍ او درجه زياتيږي، نه دا چې ګناهګاران ورسره نجات بيامومي.
د اسلام د ځينې عالمانو نظر
علامه طباطبايي د بقرې سورت د 48 ايت په ذيل کښې د شفاعت نفي کوونکي ايتونه او د شفاعت ثابتوونکي ايتونه بيانوي او بيا داسې نتيجه اخلي: که څه هم ځينې ايتونه د شفاعت نفي کوونکي دي،  خو که د شفاعت ثابت کوونکي ايتونو ته وګورو نو بايد دا مسله ومنو چې د قران ايتونه اصل شفاعت بې له څه اشکاله مني؛ خو ځينې ايتونه په اصل کښې شفاعت يوازې خدای سره خاص ګڼي او له خدايه علاوه د بل چا شفاعت د خدای په رضايت سره ثابتوي.
فخر رازي د بقرې سورت د 48 ايت په ذيل کښې شفاعت يو منلې شوې څيز ګڼي چې ټول مسلمانان ورباندې يوه خُله دي. خو د معتزله و نورو سره اختلاف يې د شفاعت په تفسير کښې ګڼلےدے.
شيخ طوسي هم د دې ايت په ذيل کښې وايي: دا ايت کافرانو سره مربوط دے ځکه چې پيغمبر(ص) د کافرانو په حق کښې شفاعت کوي چې د هغه حضرت د شفاعت نتيجه د ګناهګارانو له عذابه د خلاصي سبب کيږي.
فتّال نيشابوري د دې ايت {عسی ان يبعثک ربک مقاما محمودا}، په ذيل کښې مقام محمود د پيغمبر(ص) شفاعت سره تفسير کړےدے او له پيغمبره(ص) يې يو روايت نقل کړے دے: «المقام الذي أشفع فيه لأمتي».
مرحوم طبرسي د بقرې سورت د 48 ايت په ذيل کښې فرمايي: ټولو مسلمانانو دا منلې ده چې په قيامت کښې به د پيغمبر(ص) شفاعت منلې کيږي که څه هم د هغې په څه رنګ والي کښې د معتزله و او نورو تر مينځ اختلاف دے چې معتزله وايي چې شفاعت د اطاعت کوونکيو لپاره دے او شيعه وايي چې د شفاعت غرض دا دےچې ګناهګارانو ته له عذابه نجات ورکړي. بيا وايي: نه يوازې د پيغمبر(ص) شفاعت بلکې د هغه د خاصو يارانو، معصومو امامانو(ع) او د نيکو او صالحو بندګانو شفاعت هم قبليږي.
ابوالفتوح رازي د بقرې سورت د 48 ايت په ذيل کښې وايي: دا ايت کافرانو او جهوديانو سره مربوط دے په مسلمانانو کښې بې له معتزله وو نور ټول شفاعت مني بيا ځينې هغه ايتونه چې په قيامت کښې شفاعت ثابتوي راوړي.
ميمون بن محمد نسفي هم دې مطلب ته اشاره کړې ده او په قيامت کښې يې شفاعت يو منلې شوې څيز ګڼلےدےچې ټول مسلمانان يې مني.
حتی وهابيان چې ډېر عالمان هغوي د شفاعت منکر ګڼي، شفاعت په کلي توګه نه نفي کوي، بلکه د پيغمبر(ص) شفاعت د قيامت په ورځې د خدای په حکم او اجازت سره مني.
هغه ايتونو ته په پام سرهچې د شفاعت نفي کوونکي دي لکه د بقرې سورت 123 ايت، هغه شفاعت ته په پام سرهنازله شوې چې هغه د خدای له اجازته بغير وي. نو شفاعت يو داسې منلې شوې اصل دے چې په هغې کښې څه شک او ترديد کول په اسلامي مسلو کښې شک کول دي.
د لازياتې مطالعې لپاره سرچينې
1. مرتضي مطهري، مجموعه آثار، 1ټوک، 453مخ.
2. جعفر سبحاني، آيين‌ وهابيت، له 259مخه وروسته.
3. علي اصغر رضواني، سلفي‌گري وهابيت و پاسخ به شبهات، له 458 مخه وروسته.
وروستے حديث
پيغمبر(ص): «مَنْ لَم يَقْبَل العُذرَ مِنْ سُتَنصِّلٍ صادقاً كان او كاذباً لَمْ يَنِلْ شفاعتي»؛ هر يو کس چې ورته څوک يو عذر راوړي که رښتيا وي که دروغ هغه قبول نه کړي، نو زما له شفاعته بې برخې دے.