Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوښتنی او ځوابونه

ولې بايد د عاشورا پيښه ولمانځل شي؟

2016/05/25

ولې بايد د عاشورا پيښه ولمانځل شي؟

د داسې پيښې ياد چې کابو څوارلس سوه کاله مخکې پيښه شوې ولې ژوندے کړو؟ دا يوه تاريخي پيښه وه چې وخت يې تير شوے دے، ترخه يا خوږه هر څه چې وه تيره شوه. اوس چې څوارلس سوه کاله يې تيريږي ولې يې ياد تازه کړو او دهغه د درنښت لپاره مراسم جوړکړو.؟
د دې پوښتنې په ځواب کې ويلے شو د يوې ټولنې تيرې پيښې د هغه ټولنې په برخليک او راتلونکي لويې اغيزې لرلے شي که څه هم تاريخي پيښي عينا نه تکراريږي خو په ټولن پيژندې کې ثابته شوې ده چې د پيښو تر مينځ ډير ګډ اړخونه شته. له دې امله له تيرو پيښو د راتلونکو پيښو سره دمقابلې لپاره ګټه پورته کړو لکه څنګه چې قران مجيد د پيغمبرانو او د تيرو قومونو د کيسو له بيانولو وروسته فرمايي:
د تيرو خلکو په کيسو او داستانونو کې د عقل او پوهې دخاوندانو لپاره عبرت دے.
يعنې د تيرو خلکو پيښې وڅيړئ چې پوه شئ چې د هغوي په کار کې کوم پياوړي ټکي دي او تاسو هم له هغو کار واخلئ. او د هغوي کمزورۍ هم ووينئ او دهغو له تکرارولو ډډه وکړئ د هغو خاطرو بيا يادول په حقيقت کې د هغوي يو ډلو بيا رغاونه ده چې خلک له هغو استفاده وکړي. که يوه تاريخي پيښې برکت او ښه اثار لرل د هغه يادول او رغاونه هم ځينې برکتونه لرلې شي.
له دې ورتير په ټولو ټولنوکې دود ده چې خپلې ځينې تيرې پيښې يادوي د هغو درنښت کوي او لويوي يې که هغه پيښې د داسې کسانو وي چې د خپلې ټولنې په ترقۍ کې اغيزمن وو لکه د پوهانو او مخترعينو، او که د داسې کسانو وي چې په سياسي او ټولنيز اړخ کې يې د ولس په ژغورنه کې رول لوبولے دے او اتلان وو.د نړۍ ټول عاقلان د دغه ډول شخصيتونو لپاره د درنښت دستورې کوي دا چاره د انسان په يوې سپيڅلې غوښتنې چې ورته د:حق شناسۍ احساس: وايي ولاړه ده. له دې امله ټول انسانان د خپل فطرت مطابق غواړي د هغو کسانو چې دوي ته يې خدمت کړے مننه وکړي او حق يې ادا کړي. هغوي ياد وساتي او درنښت يې وکړي.
له دې ورتير که د دغو خاطرو ياد د ټولنې په نيکمرغۍ کې اغيز من وي کيدے شي د هغوي د بيان په وخت کې يو بل اغيزمن عامل وګرځي. په دې بڼه کې ته وا په خپله هغه پيښه ژوندۍ کيږي. له دې امله چې دعاشورا حادثه په تاريخ کې لويه پيښه وه او د انسانانو په نيکمرغۍ او دهغوي د لارې په روښانولو کې يې ستر رول لوبولے دے دا پيښه زمونږ په نظر کې ډير قيمتي ده له دې امله دهغه يادول او ژوندي کول او لمانځل يې سبب کيږي چې دهغې له اثارو او برکاتو په ټولنه کې کار واخلو لکه څرنګه چې پخپله دغه پيښې د هغه وخت په ټولنه کې حيرانوونکے اثر درلود د هغه يادول او ژوندي کول هم کولے شي له هغه سره متناسب اثار ولري.