Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
د رحمت میاشته

روژه، د خدای او خلکو حقونه

2017/07/08

روژه، د خدای او خلکو حقونه

ژباړه : عبدالرحیم درانی .

د روژې د مبارکې میاشتې په عرفاني شیبو کې دافرصت لاسته راځي چې پر ځان د خدای د لویو حقوقو او دهغو حقوقو په اړه چې نور خلک یې پر مونږ لري فکر وکړو. د اسلام یوه ښکلا دا ده چې د حق پیژندلو او قدردانۍ په اساس ولاړ دی . که چا تاسو ته یو خدمت وکړ ، هغه مه هیروئ او دا خدمت یې یوه ورځ جبران کړئ.

 کله کله انسان د یو چا ښه نه شي جبرانولی ، یا په دې خاطر چې وس یې نه لري یا له دې امله چې کوم خدمت او نیکي له ده سره شوې ، هغه دومره لویه وي چې د جبرانیدو وړ نه وي! په دې بڼه کې لږ تر لږه ، د ژبې او خولې تر حده د احسان کوونکي مننه پکار ده، که نه وي انسان به کفران نعمت کړی وي او د دې مستحق به وګرځي چې نعمت یې له لاسه ووځي .

 شکر او مننه کول د عقل لومړۍ جلوه ده . په دې معنا چې عقل حکم کوي چې انسان د نعمتونو او نعمت ورکوونکي په وړاندې شاکر او منندویی ووسي. په بله ژبه ، د دې نښه چې انسان د فطرت او روغ عقل په لاره کې تګ کوي او که نه ، په همدې شکر او مننې یا کفران او ناشکرۍ کې پټه ده . کوم انسان چې د هدایت په لاره کې ګام پورته کوي یو شکرګزاره انسان دی او ناشکري د شخصیت په ګمراهۍ او د دعقل او فطرت په ښخیدو او خرابیدو ډیر ښه دلیل دی.

 کوم کسان چې زمونږ خدمت کوي ډير دي: مور ، پلار ، استادان ، ګاونډیان او ...... او مونږ دهغوی د ډیرو خدمتونو پامته داره یوو. ډیرو لاملونو او اسبابو لاسونه سره ورکړې چې مونږ وکولی شو کرار او هوساینه ولرلو او له علم او پوهې برخمن شو خو دغه ټول نه شو جبرانولی ، شکر ، مننه او قدرونه ، یوازینی کار دی چې باید ترسره یې کړو.

 که له هغو کسانو چې زمونږ لپاره یې یو کار کړی دی ، مننه او قدرونه لازمه نو له هغه خدایه چې د پیدا کیدو له وخته تر مرګه پورې او حتی له مرګه وروسته یې زمونږ ټول وجود احاطه کړی او پر مونږ یې بې شماره احسانونه دي څنګه باید شکر وکړ .

قران مجید د ابراهیم سورې په اوم ایت کې په دې اړه فرمایي: لئن شکرتم لازیدنکم و لئن کفرتم ان عذابی لشدید

 که شکر وباسئ ( خپل نعمت) درزیاتوم او که ناشکري وکړئ زما سزا سخته ده  

 نو خدای تعالی له دغه ټولو نعمتونو سره سره چې مونږ ته یې راکړې دي له مونږ یوازې مننه او شکر غواړي ، هغه هم داسې شکر چې ثواب یې مونږ ته رسیږي د نعمت شکر پر ژبنۍ مننې سربیره ، د کمال او د خدای د رضا او خوشالۍ د لاسته راوړلو لپاره له نعمتونو په سمه لاره کې کار اخستل دي .

بنده همان به که زتقصیر خویش / عذر به درګاه خدا آورد

ورنه سزاوار خداوندیش / کس نتواند که بجا آورد

په دې مینځ کې یو لوی نعمت چې خدای خپلو بندګانو ته ورکړی او شکر او مننې وړ دی ، د روژې په میاشته کې د خدای میلمستیا ته بلنه ده . له خدایه غواړو مونږ ته توفیق راکړي چې د دغه عظیمې میاشتې په قدر پوه شو او د نیکو عملونو په کولو سره د هغه د در شکرګذاره شو.

په ټوکر خرڅوونکو کې دا خبره مشهور ده چې هر کله غواړئ یو ټوکر واخلئ هغه په لاس کې راغونډ کړئ او بیا یې پریږدئ، که ټوکر چوڼې نه شو نو ښه ټوکر دی . انسانان هم داسې دي. کوم کسان چې د ستونزو او مشکلاتو په وجه یې په کړنو، سلوک او اخلاقو کې فرق راځي بدلیږي او چوڼې کیږي ، دوي ښه خلک نه دي . دا کسان د ژوند په مختلفو پړاوونو او ټیټو هسکو کې همیشه له خدایه ګیلې او شکایتونه کوي . هغوي دخدای په نعمتونو سترګې پټې کړې او له دې غافله دي چې د سختیو په بټۍ کې پخیږي . ډير داسې کسان دي چې د مشکلاتو او سختیو په برکت تجربه لاسته راوړي پخیږي او مزبوتیږي ، له دردونو درس اخلي او له ماته خوړلو ، ماته ورکول زده کوي. هغه څه چې د کړاو پیټی پر مونږ زیاتوي او مونږ ماتوي ، له مشکلاتو تیښته ، ناخبري او ناشکري ده . دا هغه مساله ده چې سبب کیږي مونږ همیشه له ژونده خپه او ناراضي پاتې شو.

 د اسلام پیغمبر او اهل بیت یې چې د نړۍ ډیر غوره کسان وو ، همیشه په سختیو او ستونزو کې وو تر دې حده چې رسول الله مبارک (ص) فرمایي: هیڅ پیغمبر زما هومره نه ځورول شو او سختي یې ونه لیدله   سره له دې هیڅ کله د پیغمبر په اخلاقو او شخصیت کې بدلون را نه غی او شکایت یې ونه کړ بلکه همیشه یې له خدای سره مینه او اړیکې ټینګې وې ، اخلاق یې د قران د تعلیماتو مطابق وو او قرآني ژوند یې کاوه .

یوه ورځ حضرت عیسی علیه السلام په خپلو مناجاتو کې لوی خدای ته عرض وکړ: ای خدایه ! له خپلو دوستانو دې یو دوست ماته وښیه. خطاب وشو : پلانکي ځای ته لاړ شه ، هلته به زمونږ یو دوست ووینې . حضرت عیسی علیه السلام هغه ځای ته لاړ؛ هلته یې یوه ړنده ښځه ولیدله چې پې لاسو او پښو په ځمکه پرته ده او په ژبه یې دا ذکر جاري دی :

 د خدای په ښکاره او پټو نعمتونو د هغه شکر کوم

 هغه حضرت د ښځې د دغه حالت په لیدلو حیرانه شو ور مخکې شو هغې ته یې سلام وکړ . ښځې وویل : سلام دې وي پر تا ای روح الله ،

 حضرت عیسی علیه السلام وفرمایل : ای ښځې تا خو هیڅ کله زه نه یم لیدلی له کومه ځایه پوه شوې چې زه عیسی یم ؟ ښځې وویل : هغه دوست چې ته یې ماته راستولی یې ، ماته یې راوښودله چې ته روح الله یې .

وې فرمایل: ای ښځې ته خو سترګې ،لاسونه او پښې نه لرې ، غړي دې بیخې تباه شوې دي. ښځې وویل : د خدای شکر کوم چې ماته یې ذکر کوونکی زړه ، شکر کوونکې ژبه او صبر کوونکي بدن راکړی دی . خدای په وحدانیت او یووالي یادوم چې هر څه چې ورسره ګناه کولی شم له ما یې اخستې دي ، که د لاسونو او پښو په لرلو سره مې ګناه کړې وای ، نو انجام به مې څه و ؟ نو ځکه په دې حالت هم د خدای شکر ادا کوم .

یوه ورځ د خدای له لورې حضرت موسی علیه السلام ته وحي وشوه چې ای موسی! زما هغه شان شکر وباسه چې زه یې وړ یم . عرض یې وکړ: ای ربه څنګه هغه شان ستا شکر ګزاره شم چې ته یې وړ یې حال دا چې هر شکر چې کوم ، د دې لپاره چې ماته دې د دغه شکر توفیق راکړی دی باید یو بل شکر هم وکړم ځکه چې دشکر ایستلو نعمت خو هم تا راکړی دی او ستا له لورې دی . خطاب وشو ، اوس چې پوه شوې چې حتی شکر ایستل هم زما له لورې دي ، زما د شکر حق دی هغه شان چې له ما سره ښایي ادا کړ .

 د شاکرینو  مناجاتو یا لمنځنې ، د امام زین العابدین له پینځلس ګونو مناجاتو څخه شپږم مناجات دي. امام زین العابدین علیه السلام د دغه دعا په لومړۍ برخه کې په ډيرو ښکلو ټکیو سره دخدای حمد او شکر کوي او فرمایي: ای خدایه ! ستا پرله پسې ښندنو زه د شکر ګزارۍ له دندې غافله کړی یم او ستا د فضل بیا بیا وریدو زه ستا د ثنا له شمارلو ناتوانه کړی یم . ستا د نعمتونو پریمانتیا ، زه ستا د جمال د ساینوړ صفتونو له یاد غړولی ، او د پیرزوینو دوام دې د ښیګړو له بیانه عاجزه کړی یم ؛ او دا دهغه چا موقعیت دی چې ستا د پیرزوینو په پریمانتیا ډاډه دی.

یو اساسی لامل چې مونږ د خدای د نعمتونو له پیژندلو او ورته پام کولو اړوي او له امله یې د خدای د شکرایستلو مخه نیول کیږي.، د الهی نعمتونو بې شمیره والی او د هغوی پرله پسې او زیات راوریدل دي. له دې امله خدای تعالی د ابراهیم سورې په څلور دیرشم ایت کې فرمایي: که غواړئ چې د خدای نعمتونه وشمارئ ، هیڅ کله یې نه شئ شمیرلې. .. پر دې اساس مونږ چې هر څومره وغواړو د خدای نعمتونه وپیژنو، ډیر لږ یې پیژندلی شو. حال دا چې دغه لږ شان چې وپیژنو د هغوی شناخت به هم نیمګړی وي او هیڅکله د خدای هغه درست نعمتونه چې زمونږ په خواوشا راوریږي او هغه لورینې او پیروزوینې چې زمونږ په بدن کې ایښودل شوې دي هغه نه شو پیژندلی ، امام زین العابدین علیه السلام د الهی نعمتونو د پرله پسې ورښت په قدرونې او مننې کې په خپلې بې وسۍ او کوتاهۍ په داده کیدو سره مونږ ته راښیي چې څرنګه د پروردګار په وړاندې په شکرګزارۍ کې په خپلې عاجزۍ اعتراف وکړو ځکه چې دغه اعتراف په خپله د نعمت شکر ګڼل کیږی.

له رسول الله مبارکه (ص) په یوې دعا او لمنځ کې راغلې دي: ای خدایه! تا خپل پراخ نعمتونه پر ما ولورول نو د دغه نعمتونو په خاطر ستا شکر وباسم . خو څنګه ستا د شکر ایستلو په دغه نعمت ستا مننه وکړم ؟ خطاب وشو د شکر ګزارۍ چې دې کوم نعمت حاصل کړی په دې کې ټول معرفتونه پراته دي . دا چې پوه شوې چې ستا دا شکر ایستل په خپله زما له خوا یو نعمت دی ، ستا لپاره کافي ده .

امام زین العابدین علیه السلام د همدغه مناجاتو په یوه بله برخه کې فرمایي: ستا نعمتونه دومره زیات دي چې ژبه مې یې له شمیرلو بې وسه ده . او ( لورینې دې) دومره پریمانه دي چې پوهه یې ادراک هم نه شي کولی نو په ټولو نعمتونو به ځان څنګه پوه کړي. زه څنګه ستا د نعمتونو شکر ایستلی شم حال دا چې ستا شکر ، یو بل شکر کولو ته اړتیا لري ، نو هر ځل چې مې وویل ستا مننه ، پر ما واجبه شوه چې د دې په خاطر یو ځل بیا ووایم چې ستا مننه او ستا شکر .