Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
د رحمت میاشته

روژه او مهربانی

2017/07/08

روژه او مهربانی

ژباړه : عبدالرحیم درانی.

ژوند که د معنویت شیبې ونه لري یو سوړ او بې روحه ژوند به وي. که د روژې د مبارکې میاشتې په شان فرصتونه نه وي زمونږ زړونه د تیریدونکو هوسونو د یرغلونو له امله د ګناه او بدۍ په زنګونو ککړیږي . کله چې روژه زمونږ د ورځو میلمنه شي ، ته وا په زړونو مو نرم او روڼ شبنم وریږي او زمونږ د ژوند هره شیبه تاندوي.

ستاسو د عبادتونو د لمنځونو د قبلیدو په هیله دا برخه د رسول الله مبارک (ص) په یوې ښکلې وینا سره پیلوو. هغه حضرت فرمایي:

 هر څوک چې دخدای لپاره په سختې ګرمۍ کې روژه ونیسي او تږی شي ، خدای زر پرښتې ماموروي چې دهغه مخ مسح کړي او ورته زیری ورکړي تر دې چې روژه ماتی شي او خدای فرمایي: ای زما پرښتو ګواهي ورکړئ چې هغه مې وبخښه

 ژبه د انسان د وجود یو مهم غړی دی چې د انسان عزت او ذلت ورپورې تړلی دی . یو داسې شاهد دی چې دانسان د باطن او زړه خبر ورکوي ، د انسان وجود معرفي کوي او د هغه د عقل او پوهې بیانوونکې ده .

 ژبه له یوې خوا کولی شي په رښتیا ویلو، نیکې او ښکلې خبرې او په ذکر او نصیحت سره مینه محبت وپنځوي او له بله پلوه د دې وس هم لري چې یو بل ته په پیغور ورکولو اوسپکو خبرو سره دښمني او زړه بدۍ پیدا کړي. حضرت علی علیه السلام فرمایی: انسان دوه خصوصیته لري : عقل او خبرې کول. په عقل سره ( له علمونو) برخور کیږي او په خبرې او ژبې سره نور له دغه علمه برخمنوي.

د ژبې او خبرې په مټ انسان له نورو انسانانو سره اړیکي ټينګوي او دیو بل له افکارو ، نظریو ، دزړه له خبرو ، او علمونو او تجربو خبریږي. د ژبې یوه بله فایده دا ده چې بیان او کلام د انسان د زړه او روح استازی او د هغه د شخصیت نښه ده . نو ځکه امام علي علیه السلام فرمایي: خبره وکړئ چې وپیژندل شئ ، ځکه چې انسان تر خپلې ژبې لاندې پټ دی

 

 دې ته په پام سره چې د ژبې نه پیزواني کول د ډیرو ګناهونو او خطاګانو سبب ګرځي انسان ته په دیني کلتور کې د چوپتیا ډیره سپارښتنه شوې ده . ژبه د بدن یوازینی غړی دی چې په اسانه د ګناه او خطا لاره هواروي. او د غیبت، دروغو، چغلۍ، او تومت په شان مسالو سره په ګناه او خطا اخته کیږي. نو ځکه د دین لویانو سکوت او چوپتیا د دین د پوهې او صبر نښه او د حکمت یوه دروازه ګڼلې او یادونه یې کړې ده چې چرته چې د خبرې ضرورت وي باید نرمه او ښکلې خبره وکړئ چې د دوستۍ او نزدې والي سبب کیږي.

خدای تعالی چې کله حضرت موسی علیه السلام په پيغمبرۍ وګماره هغه او هارون ته یې وفرمایل چې اوس چې فرعون ته روان یئ نو له هغه سره نرمه او کراره خبره وکړئ یعنې که تنده او زیږه خبره وکاندئ هغه یې نه زغمي او د هغه په کاڼي زړه اثر نه کوي . د انسانانو خبره او کلام چې نرم وي په زړه کښیني کټ مټ د واروې په شان چې که پسته او نرمه وي په ځمکه کښیني او که تنده او سخته ووریږي نه کښیني. خبرې هم د واورې په شان دي ، که د قران کریم په وینا : نرمې او پستې وي په زړه کښیني او په زړه اثر کوي.

 یو شرارتي او شیطان ماشوم و چې خلک به یې په خپلو سپکو او سختو خبرو سره خپه کول . یوه ورځ یې پلار د دې لپاره چې هغه خپل بد کار ته متوجې کړي ، له میخونو ډک یو ډبی هغه ته ورکړ او ورته یې وویل هر ځل چې په خپلو خبرو یو کس خپه کوې یو کاڼي په دیوال کې ټک وهه.

ماشوم په دې خبره حیرانه شو او د پلار خبره یې ومنله ، په لومړۍ ورځ ماشوم شل میخونه په دیوال کې ټک وهه ، پلار ترې وغوښتل چې کوشش وکړي خپله غوسه او تریخوالی کم کړي. ماشوم کوشش پیل کړ او هره ورځ په دیوال د لګیدونکو میخونو شمیر په کیمدو شو .

یوه ورځ ورته پلار وړاندیز وکړ چې هر ځل که دې وکړی شول د خپلې ترخې خبرې په وجه دط له چا معذرت وغوښته نو یو میخ له دیواله راوباسه .

ډیرې ورځې تیرې شوې تر دې چې یوه ورځ ماشوم پلار ته راغی او وې ویل ای پلاره نن مې وروستی میخ هم له دیواله راوباسه .

پلار یې د زوی لاس ونیوه او دیوال ته یې بوتله ، پلاره یې دیوال ته وکتل او وې ویل : شاباشې بچیه ، ډیر ښه کار دې وکړ . خو د دیوال سوریو ته وګوره، اوس دا دیوال د پخوا په شان هوار او صفا نه دی . کله چې ته غوسه کیږي او په ترخو خبرو دې نور ځوروې ، هغه خبرې د دغه میخونو په شان سوري په زړه کې پریږدي . ته دا خو کولی شې چې یو چاقو د چا په خیټه کې ښخ کړې او بیا یې راوباسې خو که ته زر ځله هم په دغه کار معذرت او بخښنه وغواړې د هغه د خیټې زخم نه شي ښه کیدلی .

 خو اوس خبره دا ده چې له بدسخنو او بد سلوکو کسانو سره څه کول پکار دي؟

 له ترخو چایو او قهوې سره یو ځای همیشه قند او بوره هم وي او همده بوره چای خوږوي ، ځینې انسانان دچایو په شان تراخه دي نو ته ورسره د قند و شکر په شان اوسه ، یعنې خوږې خبرې او ښه سلوک ورسره کوه چې لارې ته راشي . دا د خدای سپارښتنه ده هلته چې د مومنون سورې په شپږ نویم ایت کې فرمایي: ( ادفع بالتی هی احسن السیة) بدي په ډيره ښه طریقه دفعه کړه ( د بدۍ ځواب په نیکۍ سره ورکړه)

 

امام زین العابدین علیه السلام ، په خپلو عارفانه مناجاتو کې د پاک خدای په در کې د هغه زړه چې سخت شوی وي شکایت کوي او فرمایي: ای خدایه !تاته شکایت کوم د هغه سخت زړه چې په وسوسې سره بدل شوی دی او زنګونو، تیارو، ظلمتونو او د بې توفیقۍ په مهرونو سره پیچلې دی

په قران او روایتونو او منجمله د امام زین العابدین په دغه لمنځ کې زړه ، په حقیقت کې د انسان په سینه کې هغه زړه نه دی چې وینه پمپ کوي ، بلکه له زړه مطلب د انسان روح او نفس دی چې درک ، عاطفه او احساس لري . د انسان زړه په اوله کې صفا ، نورانیت او پاک فطرت لري دومره چې حتی د یوې وړې ګناه په کولو هم خپه او پښیمانه کیږي . خو که ګناهانې جاري پاتې شي انسان د ځوړتیا یوې داسې مرحلې ته رسیږي چې نه یوزاې له ګناهانو او خطاګانو پښیمانه کیږي نه بلکه خوشالیږي هم . په داسې حالت کې دخدای هدایت او حق د انسان په زړه بې اثره کیږي او هغه په قساوت او سخت زړه توب اخته کیږي. امام باقر علیه السلام د دغه زړه په وضاحت کې داسې فرمایي: د هر مومن انسان په زړه کې یوه سپين ټکی دی ، نو کله چې یې چې یوه ګناه وکړه او هغه یې تکرار کړي یو تور ټکي پیدا کیږي او که دګناه تکرار همداسې جاري پاتې شو دغه تور ټکی ورو ورو زیاتیږي تر دې چې د زړه سپين والی بالکل ختم کړي ، دغه وخت نو زړه هیڅکله د ښیګړې او ښه والي په لور نه راګرځي

امام زین العابدین علیه السلام د شکایت کوونکو د مناجاتو په دوام کې دهغه سترګو شکایت کوي چې د خدای له ویرې نه ژاړي او فرمایي: ای خدایه! تا ته شکایت کوم دهغه سترګې چې ستا له ویرې اوښکې نه تویوي خو په هغه څه چې خوښ یې دي حریص دی

 کله چې انسان د زړه په سختوالي اخته شو ، یوه پایله یې د سترګو وچیدل او د خدای له ویرې نه ژړیدل دي. د ګناهانو له ندامت او پښیمانۍ او د عذاب له ویرې اوښکې تویول، او د د خدای د ولیانو په تیره بیا د امام حسین علیه السلام په مصیبت ژړل د انسان د زړه او رو ح د پاکیدو او صیقلتیا سبب کیږي.

 هغه زړه چې دشیطان ځاله وي او نفساني خواهشات یې راګیر کړي د خدای د عذاب له ویرې نه لړزیږي . خو د خوندناکو او شهوتناکو منظرو په لیدلو بیا ډیر متاثره کیږي او سترګې ترې نه اړوي. امام علی علیه السلام هم د سترګو د وچیدو په هکله فرمایي: سترګې د اوښکو له بهیولو نه وچیږي مګر د زړونو د قساوت او سختوالي په وجه ، او زړونه نه سختیږي مګر د ګناهانو د زیاتوالي په وجه.