Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
د رحمت میاشته

روژه او قرآن ته پاملرنه

2017/07/08

روژه او قرآن ته پاملرنه

ژباړه: عبدالرحیم درانی

قران د زړونو پسرلی او د روژې میاشته د قران پسرلی دی . قران د روژې په میاشته او د قدر په شپه د رسول الله مبارک (ص) په پاک زړه وځلیده او دا میاشته له قران سره دمینې میاشته وبلل شوه . امام باقر علیه السلام فرمایي. د هر یو شي یو پسرلی دی ، او د قران پسرلی د روژې میاشته ده په دې میاشته کې ایمانداره کسان ، د قران په تلاوت سره خپل زړونه تاندوي او د قران په ایتونو کې تدبر او په ښوونو یې په عمل سره خپل معنوي تکامل او وده زیاتوي. پیغمبر اکرم (ص) پ یوې خطبې کې چې د شعبان دمیاشتې په وروستۍ جمعه یې ورکړه وفرمایل: په تاسو کې چې هر یو کس په دې میاشته کې د قران یو ایت ولولي بدله یې په نورو میاشتو کې د ټول قران د تلاوت په اندازه ده .

اوبه باید د پاڼو رګونو ته ننوځي چې شنې او تاندې یې کړي ، که نه وي د پاڼو لپاسه د اوبو شیندل هیڅ فایده نه لري بلکه ورَستوي یې هم . ته وایې نه ! راځه چې معلومه یې کړو . له یوې ونې یوه پاڼه وشوکوه او یو څه اوبه پرې واچوه او په یوه لوښي کې یې کیږده، څو ورځې پس یې وګوره ، وبه وینې چې پاڼه څنګه ورَسته شوې ده ځکه چې اوبه یې داخل ته نه ورننوتلې او یوازې یو څو شیبې یې ملګرې وې .

قران هم د اوبو په شان دی ، آب حیات دي ، او مونږ د هماغه پاڼې په شان یوو. نو که له قران سره د خپل ژوند په یوازې یو څو ورځو او شیبو کې تماس ولرو ، نه شنه کیږو او ژوند راکې نه زغلي. د قران جرړې باید زمونږ زړه او ذهن ته کوزې شي او زمونږ په ژوند کې جاري شي ، مونږ هم د قران د تعلیماتو او الهي اوامرو تابع پاتې شو چې وژغورل شو او دا هماغه دخدای بندګي ده چې قران یې له مونږ غواړي او د حجر سورې په نه نویم ایت کې فرمایي:

 د خپل پالونکي بندګي وکړه

له قران سره د مینې یعنې د روژې په میاشته کې باید له قران سره همدمه کیدل په ځان کې پیدا کړو او ورسره اړیکې ټینګې کړو.ځکه چې قران د انسان رغاونې یو کامل کتاب دی ، په دې ډول چې د تکامل ټول رازونه او پلاونه لري . قران د خدای خبرې دي او عمل پرې په دنیا اواخرت کې د کامیابۍ او ژغورنې سبب کیږي.

قران د حکیم خدای ارزښتناکه وینا او د ټولو اسماني او شفا بخشو کتابونو حسن ختام دی . د قران په نازلیدلو سره بشریت ته د خدای کامل دین وړاندې شو او جهل ، خرافاتو او حشت خپل ځای علم ، پوهې او مینې ته ورکړ. که دا د هدایت او لاره پرانستونکی کتاب د ځمکې خلکو ته نه و وړاندې شوی ، انسان به د بې جرړې بوټي په شان د توپانونو او هواګانو په وړاندې هر لورې ته تله او د جهل او تیرو څپوبه په ځان کې نغرلی و. په داسې بڼه کې انسان ترقي او وده نه شوه کولی.

قران دترقۍ او تکامل کتاب دی چې انسان ته د خوشبختۍ او تکامل لاره ښیي. او زړونه ازلي حقیقت ته متوجې کوي. دا اسماني کتاب ، د انسانانو لپاره د ژوند کامل پروګرام لري چې د هغه له بشپړه او قوانینوا و تعلیماتو په استفادې سره سمه او ناسمه لاره وپیژني . او د نیکمرغۍ په لاره کې ګام پورته کړي. لوی خدای ، قران کریم په مختلفو ایتونو کې په دې ډول ستایي.

 بې له هیڅ شکه قران، د پرهیزګارانو لارښود دی ( بقره ۲)

فضیل بن غیاض د ځوانۍ په پیل کې د خپلې زمانې یو مشهور بدماش او شوکمار و او هر چا به یې چې نوم اوریده ، لړزیده به . په هغه زمانه کې حتی د وخت پاچا او خلیفه هارون الرشید هم له هغه په ویره کې وه . یوه ورځ فضیل په خپل اس سپور د یو سیند خوا ته ودریده . ناڅاپه یې یوه ښکلې جینۍ ولیدله چې ژی یې په اوږه کړ ی دی او له سینده اوبه ډکوي. ، جینۍ ژی له اوبو ډک کړ او د کور په لور روانه شوه ، فضیل چې جینۍ یې خوښه شوې وه خپلو نوکرانو او ملګرو ته امر وکړ چې و څاري ، او مور او پلار ته یې خبر ورکړي چې د فضیل ستا لور خوشه شوې او د شپې به یې مرکې ته راځي. د فضیل نوکرانو جینۍ تعقیب کړه او کور ته یې ورسیدل ، ور یې وټکاوه او د فضیل خبرې یې د جینۍ مور او پلار ته وکړې. هغوی د دغه خبرې په اوریدلو سره ډیر وویریدل او خپه شول . خو چاره یې نه لرله نو د ښار یو شمیر سپين روبي او او مشران یې راوغوښتل چې ورسره مشوره وکړي . د ښار لویانو وویل: ته باید خپله لور په یوه ښار قرباني کړې ، ځکه چې که فضیل ته دې لور ورنه کړې هغه به ټول ښار ولوټي او هر څه به وسوزوي. مور او پلار یې له ناچارۍ د مشرانو خبره ومنله . د شپې فضیل ښار ته ننوته ، او د کورنو له چته یې ځان هغه کور ته ورساوه ، کله یې چې غوښتل د جینۍ کور ته داخل شي یو غږ یې واوریده ، ښه فکر یې چې وکړ د قران د تلاوت غږ و ، اواز د ګاونډي له کوره راتله چې یو عابد سړی پکې اوسیده او په ډیر خوږ غږ سره یې قران لوسته . په هغه نیمه شپه ، د قران د حدید سورې دشپاړسم ایت اوریدلو د فضیل پام ځانته واوړه . ایا هغه وخت نه دی رسیدلی چې د مومنانو زړونه د خدای د یاد او دهغه څه په وړاندې چې خدای په حقه نازل کړې خاشع شي؟ ( یعنې نور له ګناه لاس واخلي او دخدای په یاد مشغول شي؟)

دغه ایت په فضیل دومره اثر وکړ چې ژوند یې یو دمي بدل شو هغه په هماغه د کوټې په بام په ډير اخلاص او د زړه له کومې وویل : اي پالونکیه! هو، وخت رارسیدلی دی چې ستا لور ته وګرځم او خاشع شم . له هغې شپې وروسته، فضیل ، غلا، شراب ، جواري او هر هغه جرم چې دی پرې اخته و پریښوده له هر څه یې لاس واخسته او له ککړتیاوو لرې شو . تر کومه حده یې چې وس رسیده د خلکو مالونه یې ستانه کړل ، الهی حقوق یې ادا کړل او تیر غفلتونه یې جبران کړل تر دې چې وروسته یو لوی نیک سړی شو ، فضیل له دې وروسته نه یوازې یو متقي کس شو بلکه د نورو لپاره بیلګه او روزونکی وګرځيده .

د پاکو امامانو دعاګانې او لمنځونه ، ډیر لوړ عرفاني او معرفتي مطالب او مفاهیم لري. په دې کې یو لمنځ د امام زین العابدین علیه السلام ، د مینه والو( مریدینو) لمنځ دی . هغه حضرت د دغه لمنځ په لومړۍ برخه کې لوی خدای ته عرض کوي: ته پاک یې ای پالونکیه! لارې څومره سختې او ستونزمنې دي د هغه چا لپاره چې ته یې لارښود نه وې ، او حق څومره روښانه او صفا دی، د هغه چا لپاره چې ته ورته لاره وښیې، ای خدایه!مونږ نیغ له ځان سره د وصلیدو لارې ته بوځه، او خپل در ته د داخلیدو لپاره تر ټولو نزدې لارې راوښیه. لرې راته نزدې کړه او سختۍ راته اسانې کانده.

امام سجاد علیه السلام د دغه خبرو په بیان سره غواړي ځان د خدای قربت او نزدیکت ته ورسوي. هغه د یوې لارې په لټه کې دی چې خدای ته ورسیږي. او دغه هدف ته درسیدلو لپاره دعا ، او له خدایه غوښتنې ته توسل کوي. امام په دغه مناجاتو کې مونږ دې ټکي ته متوجې کوي چې خدای ته درسیدلو لپاره مختلفې لارې شته دي او انسان باید له خپل ربه وغواړي چې تر ټولو ښه ، نزدې او کم خطره لاره ورته وښیي. ځکه څوک چې خدای ته درسیدلو لپاره په اوږده لاره کې ګام پورته کوي ، ښه پوهیږي چې په هر ګام کې چې اخلي یې دخدای مرستې ته اړتیا لري او همیشه باید له خدایه مرسته او کومک وغواړي چې هغه ذات ترې خپل نظر وانه ړوي.او د پریوتلو او بې لارې کیدلو مخه یې ونیسي لکه څنګه چې امیرالمومنین(ع) له ټولو تهجدونو، لمنځونو او سختو عبادتونو سره سره په ډیر سوړ اسویلي سره وفرمایل : آه چې توښه کمه، لاره اوږده ، سفر لری او منزل سخت دی

انسان د لارو د وهلو لپاره، په تیره بیا که اوږده لاره یې مخې ته پرته وي ، یو ښه ، خبر او تاند همسفر ته اړتیا لری. امام زین العابدین علیه السلام په دې مناجاتو کې هغه هم سفرانو او مخکښانو ته چې تر نورو وړاندې د هدایت په لاره کې روان دي او دهغوي وینا او کړنې د نورو لپاره بیلګه دي توجه کوي او فرمایي: ای خدایه! مونږ له خپلو هغه غوره بندګانو سره یو ځای کړه چې په بیړه ستا په لور ځي او بیا بیا ستا د در ور ټکوي. او شپه ورځ ستا عبادت کوي او ستا له هیبت او عظمته ترسانه او لړزانه دي.

امام د الهی قرب لپاره له دعا وروسته ، له خدایه غواړي چې ښه د سفر ښه ملګري ورعطا کړي چې د دې په ترڅ کې چې چټک حرکت کوي ، د هغه ذات د لوی در په وړاندې د عبادت او خشیت خاوندان وي.

امام زین العابدین علیه السلام د الهی قرب له لارې د مخکښانو د صفتونو له بیانه وروسته ، هغه خاصې لورینې چې خدای په هغوی کړې په ګوته کوي او فرمایي: هغه کسان چې د دتوحید په رڼې چینې دې خړوب کړل ، ارمانونه دې ورپوره کړل ، غوښتنې دې یې قبولې کړې، او په خپل فضل او کرم دې خپلو لوړو موخو او مقصدونو ته ورسول. زړونه دې یې له محبته ډک کړل او د وصل د ګوټ هغه تږي دې د خپل عشق او معرفت له رڼې چینې خړوب کړل ؛ هاله نو ستا په لطف او مهربانۍ د مناجاتو د خوند ددرک مقام ته ورسیدل او ستا په کرم یې خپل منزل مقصود ته لاسرسی وشو.