Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
د رحمت میاشته

روژه او خلوص سره عمل

2017/06/08

روژه او خلوص سره عمل

حضرت امام علي علیه السلام فرمایي:

خدای روژه واجبه کړه چې په وسیله یې د مخلوق  اخلاص وازمایي. 

کله چې انسان یو عمل کوی نو غوره دا ده چې له ټولو ښه عمل په ښې طریقې سره وکړي لکه روژه که انسان ساتی نو باید خلوص سره یی وساتی نه ستم سره چې بوج وی ورباندې

د روژې میاشته ، د مومنانو د صبر او استقامت او  پاک سیرته او نیک سیرته کسانو ته د کامیابۍ د زیري میاشته ده .  څومره بختور دي هغه کسان چې په دغه سپیڅلې میاشته کې خپل زړونه او  روحونه د  الهی رحمت په  چینې وینځي  او په اخلاص سره روژې نیسي. 

په تاریخ کې تر ټولو کامیابه پرګنه ، پيغمبران، نبیان او ولیان  دي.  او دهغوی  د کامیابۍ راز په یوه ټکي  یعنې اخلاص کې نغښتی دی  او  هغه هم دخدای په لاره کې اخلاص دی.  د هغوی د تل پاتې والي  راز هم  په دې کې دی.  د اخلاص معنا داسې کولی شو چې  یوازې خدای زمونږ لپاره کافي وي او د  کوم بل کس شهادت او  ګواهۍ ته حاجت نه وي چې آیا لمونځ مو کړی او یا موکوم نیک کار کړی دی او که نه؟  ځکه  چې خدای زمونږ لپاره کافي دی. .. و کفی بالله شهیدا، خدای د شهادت لپاره کافي دی . ( نساء ۷۹)

یو عارف وایي:  کله چې  یو ګاډی په ګیر کې نه وي په  ځوړ کې  بې له کوم شور او زوږه حرکت کوي ، انسان هم همداسې دی  که د اخلاص خاوند وي  او له  هرۍ بدۍ خلاص ، حرکت کوي ، خپل کار کوي او هیڅ شور ماشور هم نه  جوړوي.  حضرت علی علیه السلام فرمایي:  الاخلاص یکون الخلاص ، یعنې ( له دنیاوي اواخروي  مشکلاتو ) دانسان خلاصون په اخلاص کې دی .

 نو که  تاسو غواړئ چې ازاد او  خوشې شئ ، اخلاص ولرئ .  یو کس چې اخلاص لري که یو مهم کار یې وکړ  ورته مهمه نه ده چې  نور پرې خبر شي او که نه ! دلته نو حسد او نورې  تنګ نظرۍ په انسان یرغل نه کوي  او  هغه به له دې نظره په رښتیا چې په راحته کې وي.

کیدی شي  یو کس ووایي:  که یو کار وکړم چې څوک یې ونه ویني ، نتیجه به یې څه کیږي؟

باید په یاد ولرو چې  اساسا نتیجه د خدای په لاس کې ده   او خدای هم خپل قوانین لري ، د هغه یو قانون دا دی چې  که  یو کار په ښکاره وکړې ، هغه یې پټوي او که یو کار پټ وکړې هغه یې ښکاره کوي.

 د ایران لوی شاعر سعدي وایي:

هر سحر از عشق دمی می زنم

روز دیګر می شنوم برملا

 یعنې سهار زه یم او خدای مې ،  له هغه سره مینه او اړیکې  ټینګوم ،  او زما اوهغه تر مینځ له رازو ونیازه یوازې هغه خبر دی  او هغه پرې پوهیږي.  خو  سهار چې کله  بازار او کوڅې ته راوځم،  ټول ماته په بل   نظر سره ګوري  او په درناوي راسره چلند کوي ته  وا هغوی زما  د سهار له حالاتو او راز و نیازه خبر شوې دي او  د دې مطلب دا دی  چې خدای هر څه څرګندوي.

حضرت موسی عرض وکړ:  ای خدایه غواړم هغه مخلوق چې ځان یې ستا لپاره مخلص کړی  او  په اطاعت کې یې ککړتیا نه شته   ووینم .

خطاب وشو،  ای  موسی لاړ شه او پلانکي سیند ته ځان ورسوه چې دروښیم  هغه څه چې غواړې یې.  حضرت  موسی لاړ ، تر دې چې سیند ته ورسیده ،  هلته یې ولیدل   چې یو مارغه  د  یوې ونې چې د سیند په  لور کږه شوې په څانګې ناست دی  او د خدای په ذکر لګیا دی . موسی  د مارغه د حال ا حوال پوښتنه وکړ ه ، مارغه وویل :  له کومې ورځې چې خدای پيدا کړی یم  په دې څانګې دخدای په ذکر  او عبادت مشغول یم  او زما خوراک  د خدای د ذکر خوند دی.

موسی پوښتنه وکړه :  آیا ‎په دنیا کې کوم ارمان او غوښتنه لرې؟  وې ویل ، هو، ارمان مې دا دی چې  د دغه سیند له اوبو یو څاڅکی وڅکم.  حضرت موسی  په تعجب سره پوښتنه وکړه :  ای  مارغه ستا او  د سیند  تر مینځ   خو هیڅه فاصله نیشته  نو ولې ځان  اوبو ته نه رسوې؟

 عرض یې وکړ :  ویریږم چې د دغه اوبو خوند  ما دخدای  د یاد له خونده وغړوي .  موسی دد غه  مارغه په اخلاص او عبادت ډیر رشک وکړ .

همداراز وایي چې په بني اسراییلو کې یو عابد سړی و ، هغه ته چا وویل :  په پلانکي  ځای کې یوه ونه ده چې  خلک یې د خدای په ځای عبادت کوي ، عابد غوسه شو ، تبر یې په اوګه کړ  چې ورشي او ونه   غوڅه کړي.  په لاره کې شیطان د یو بوډا سړي په شکل کې ورښکاره شو  او ورته یې وویل :  چرته روان  یې؟

عابد وویل :  ځم چې هغه ونه چې خلک یې عبادت کوي  پرې کړم .  چې خلک دخدای عبادت وکړي نه د ونې.  شیطان وویل : له دې کاره لاس واخله ، د خدای رسولان د دې کار لپاره شته دي. عابد دهغه خبره ونه منله ، شیطان وویل  زه نه پریږدم چې ونه غوڅه کړې .   او له عابد سره   په نښته شو .  عابد شیطان راوپرزاوه . شیطان وویل :  ما پریږده  چې یو وړاندیز  درته وکړم .  او هغه دا چې  زه به  هره ورځ دوه دیناره ستا د بالښت لاندې ږدم  په دې شرط چې ته د ونې له  وهلو تیر شې.

عابد وویل : دا د  ونې له غوڅولو بهتره ده ،  هره ورځ  به یو دینار صدقه ورکوم او بل به په ځان لګوم .

عابد دوه ورځې د خپل بالښت لاندې دینار وموندل او  هغه یې   ولګول . خو په دریمه ورځ هیڅ دینار نه وو.  په ډیره غوسه یې تبر راواخسته  چې لاړ شي او ونه ووهي.  شیطان ورله مخې ته ورغی او وې ویل  نور نو  دغه ونه نه شې غوڅولی .  او  له عابد سره  په  غیږه ورغی . دا ځل یې عابد ډیر زر په ځمکه راوپرزاوه .  عابد وویل : هغه ځل خو ما  ډیر په اسانه ستا ملا په خاوره لګولې وه  دا ځل تا  څنګه زه راوپرزولم .

شیطان وویل :  په لومړي ځل تا د خدای لپاره او په اخلاص سره  ونه غوڅوله ، نو خدای  ته پر ما  بریالی کړې . خو دا ځل  ته دخپلو دینارو لپاره غوسه وې نو ځکه  دې له ما ماته وخوړله .

دوستانو مونږ هم  هغه وخت  په خپل نفس غلبه پیدا کولی شو چې  په اخلاص او په خدای په توکل سره  پر  مخ لاړ شو.

امام زین العابدین علیه السلام ،  د  خدای د پیروانو، ( المطیعین لله) په مناجاتو کې  دخپلو دننیزو غوښتنو په هکله  ډير ښکلې ټکي بیانوي  او وایي: « ای خدایه ما په خپلو غوره بندګانو او خوبانو کې وګرځوه او  له نیکانو او صالحانو سره مې یو ځای کړه .  هماغه چې  لوړو درجو ته ورمخکې شوې  او د ښو عملونو په لور  بیړه کوي.  او ښه او پاتیدونکې کارونه کوي.  او د ( جنت) لوړو درجو ته درسیدلو په هڅه کې دي . ( ای بنده نوازه خدایه ، دعا مې قبوله کړه)  ځکه چې ته پر هر څه قادر یې  او د خپلو بندګانو د  دعا د قبلولو وړ یې ،  ستا د رحمت په حق ای  ارحم الراحمینه،

 امام سجاد علیه السلام د خپلې دعا په دغه برخه کې مونږ ته یادونه کوي چې  باید لوړ همت ولرو  او  لویو او پراخو افقونو ته  وګورو او  له خدایه ډیر لوړ مقامونه چې هماغه  له  پیغمبرانو، ولیانو او غوریزو سره  هم نشیني ده وغواړو.

امام سجاد  همداراز مونږ ته یادونه کوي  له خدایه وغواړو چې  مونږ دصالحانو او نیکانو  په ټولګي کې شامل کړي  چې   اخلاقي مکارمو او فضایلو  ته په رسیدلو کې  له نورو مخکې شوې او خپل عمرونه یې  په ښو او پاتیدونکو عملونو تیر کړې دي.

امام زین العابدین علیه السلام له لویه خدایه غواړي چې هغه ته هم  د  نیک چارو او غوریزو بندګانو په شان  د غوره او پاتیدونکو کارونو  د کولو توفیق ورکړي.  امام سجاد د دعا په دغه برخه کې دباقیات صالحات  لفظ کارولی دی .  باقیات  صالحات ډيره  مهمه خبره ده  چې قران هم په ځینو ایتونو کې په هغه ټینګار کړی دی . د کهف سورې په ۴۶ ایت کې فرمایي: « مال او بچیان د دې دینا  ګاڼه او ښکلاوې دي ، خو د خدای په نزد باقیات صالحات ( پاتیدونکي ښه عملونه)  د بدلې  له لحاظه غوره او   هغو ته د هیله کولو له نظره ښه دي.

د قران  په  صراحت سره ،  باقیات صالحات ، نیک عملونه دي چې  انسان  په دنیا کې کړې  او دخدای په نزد محفوظ دي او د خدای له لورې  د  ثواب او لوی اجر سبب کیږي.  دې ته په پام سره چې دغه عملونه  په اخلاص  سره او یوازې دخدای په خاطر شوې  د پاتې کیدو او  همیشه والي رنګ خپلوي  دغه  عملونه ، د  دنیاوي  خوندونو او   نفساني او  مادي غوښتنو ته درسیدلو  لپآره چې  زر تیریدونکي او  زایلیدونکي دي ، د عمر د تیرولو  په پرتله ، ځانګړی اهمیت او مقام لري.

د مناجاتو د دغه برخې په پای کې  امام زین العابدین علیه السلام  خدای تعالی د «ای تر ټولو   مهربانانو مهربانه   په  نوم سره  بلي.  په روایتونو کې راغلې چې  یوه ورځ پیغمبر یو سړی ولیده چې  پرله پسې یې خدای د یاارحم الراحمین په  نوم سره یاوده ، هغه  حضرت (ص) ورته وفرمایل : نور بس دی ،  اوس دې  له خدایه  سوال وکړه ،  خدای تا ته نظر وکړ  او بیا یې  وفرمایل :« تا غوښتل د یا ارحم الراحمین په  ذکر سره دخدای نظر ځانته واوړوې ، دهغه  نظر درواوړیده ، اوس نو له هغه خپل حاجت وغواړه .

 په یو بل روایت کې راغلې دي  چې پيغمبر اکرم (ص) وفرمایل:  خدای تعالی په هغه چا چې ووایي « یا ارحم الراحمین    یوه پرښته موکله کړې چې  هر کله هغه سړی درې ځله یا ارحم الراحمین ووایي پرښته ورته وایي :  ارحم الراحمین تاته  مخ درواړوه ، نو  له هغه دې ( حاجت) وغواړه .