روژه او بخښنه
ژباړه : عبدالرحیم درانی .
د روژې میاشته د باران په شان رڼه اوصفا ده چې د ځمکې په خلکو راوریږي او انسانان د خدای په برکت او مغفرت خړوبوي. د دغه میاشتې په شپو ورځو کې لمنځ، انسان ته فرصت ورکوي چې ځان وپیژني او د خدای د رحمت له باران لاندې خپل روح او زړه تاند او تازه کړي.
روژه سبب کیږی چې ټول انسانان که هغه بډایه او که فقیر وي د خدای در ته حاضر شي ، په روژې سره یو ډول ټولنیز ګډون هم بڼه نیسي . شتمن کسان د محرومانو په درد پوهیږي او مرستې ته یې دانګي او بیوزله کسان د خپلو دسترخوانانو میلمه کوي او له هغوي سره د مینې او ورورولۍ اړیکي ټینګوي.
د باران دانې تر څو ځمکې ته نه وي رسیدلې څاڅکې وي او تر څو چې څاڅکي وي هیڅ نه وي او په کار نه راځي ، خو کله چې راولویږي او په ځمکه خپل لاسونه د نورو څاڅکو په لاسونو کې ورکړي ، روانیږي ، هر څه وینځي، تخمونه زرغونوي او شینکي راټوکوي. انسانان هم د باران د څاڅکو په شان دي او تر څو چې بره وي او د کبر په سورلۍ ناست وي ، واړه او ناڅه وي او هیڅ کارندوالی نه لری ، خو کله چې دکبر له سورلۍ راکوز شي ، تواضع وکړي او له یو بل سره په څنګ کې ودریږي هغه وخت ده چې ګټه یې نورو ته رسیږي او خپل خواوشا زرغونه او ابادوي. له همدې امله ده چې رسول الله مبارک (ص) ا نسانان د یو بل په څنګ کې غوښتل او هغه څه یې چې له یوه بله د انسانانو د لرې کیدو سبب کیږي منعې کول.
په حقیقت کې انسان هر څومره چې له نورو سره توپیر ولري ، که له هغو کسانو سره چې تر دهټیټ وي ، یو ځای او همنشین نه وي هیڅ وده او ترقي نه شي کولی او هغه څه چې سبب کیږي انسان وده ونه کړي کبر او غرور دی . کبر له خدای او ځانه د پردي توب سرچینه ده او د حق د لارې د ورکولو او د شیطان له لیکې سره د یو ځای کیدو سبب دی . ابلیس له همدې ځایه په ځمکه راپریوته او شیطان شو. قران مجید په دې ټکي ټینګار کوي او فرمایی: او هغه وخت چې پرښتو ته مو وویل : ادم ته سجده وکړئ، نو ټولو سجده وکړه بې له ابلیسه چې سرغړونه یې وکړه او تکبر یې وکړ او له کافرانو وګرځیده (بقره ، ۳۴ ایت )
قران د کبر او غرور په ځینو ظاهري عوارضو هم ګوته ایښې ده ځکه چې د انسان داخلي صفات، هر څه چې وي ارومرو د هغه په عملونو کې ځان ښیي. په لاره د تللو په طریقه، لیدلو، خبرې کولو ، او په ټولو کارونو کې یې ، نو ځکه لوی خدای فرمایی :
د ځمکې په مخ په کبر او غرور سره ګامونه مه ږده ، ځکه چې ته ځمکه نه شې څیرلی! او ونه دې هم غرونو ته نه رسیږي... ( اسراء ۳۷)
متکبره او مغروره کسان غالبا په ځمکه د تګ په وخت پښې کلکې کلکې په ځمکه وهي چې خلک له خپل تګ راتګه خبر کړي ، غاړه یې نیغه او اسمان ته وي چې په خپل خیال خپل کبر د ځمکې په خلکو څرګند کړي خو قران دغه عمل منع کوي .
وایي چې یو وړوکی کاڼي د یو لوړ غر په وړاندې ودریده او وې ویل : ای لویه غره مهرباني وکړه ما د خپل وجود یوه ټوټه کړه ځکه چې ډیر سخت یوازی یم او ستا د برمناکه کیدو او عظمت سبب به شم .
غر وخندل او په کبر سره یې وویل : ته نادانه سنګریزه به زما په عظمت څه اثر وکړې؟
د غره کاڼي د غر په خبرو خپه شول او یو یو له غره جدا شول..... ډير وخت نه و تیر چې غر هیڅ شو او له دغه لوی غره یوازې تش یاد د دښتې په ذهن کې پاتې شو.
یوه ورځ رسول الله مبارک (ص) په یوه غونډه کې ناست و او اصحابو ترې ګیر چاپیره حلقه وهلې وه . په دغه وخت کې یو غریب مسلمان چې زړې او شلیدلې جامې یې اغوستې وې محفل ته راننوته ، اخوا دیخوا یې وکتل او اتفاقا د یو شتمن سړي په خوا کې یې د کښیناستلو لپاره خالي ځای پیدا کړ او هم هغلته کښیناسته . شتمن سړي خپلې جامې راغونډې کړې او ځان یې رالرې کړ . رسول الله مبارک چې دهغه شتمن کس دغه کار لیدلی و ورته وفرمایل : ای سړیه وویریدلې چې د دغه بیوزله سړي غریبي تاته ولګیږي ؟ مالدار سړي وویل : نه یا رسول الله . د خدای رسول وفرمایل : وویریدي چې ستا له شتمنۍ یو څه برخه هغه ته لاړه شي ؟ شتمن سړي وویل : نه ، ای دخدای رسوله هیڅکله داسې نه ده . دخدای رسول بیا په هماغه ارامه لهجه وفرمایل: نو ولې دې جامې راغونډې کړې او ځان ته څنګته کړ؟
دغه وخت و چې مالدار سړی خپل ځان ته متوجې شو او کبر یې مات شو او وې ویل : اعتراف کوم چې غلطي مې وکړه . اوس تیار یم ددغه غلطۍ د جبران لپاره خپل نیم دولت دغه مسلمان ورور ته ورکړم چې ما وبخښي چې د دغه په حق کې مې داسې غلطي کړې ده .
په دغه وخت کې بیوزله سړي یوه ډیره حکمتي خبره وکړه او وې ویل : خو زه د دغه وړاندیز نه منم .
ټولو اصحابو په ډیره حیرانتیا هغه ته وکتل او د دومره دولت د ردولو سبب یې وپوښته رسول الله مبارک ورته وفرمایل : د دغه وړاندیز د ردولو سبب څه دی ؟ فقیر سړي ځواب ورکړ : ځکه چې ویریږم یوه ورځ زه هم د ده په شان کبرجن شم او له خپل یو مسلمان ورور سره دغه شان سلوک وکړم .
د روژې په دغه ملکوتي شیبو کې له خدایه غواړو چې زمونږ باطن له هر ډول کبر او غروره پا کړي او زمونږ ناوړه صفتونه دخپل رحمت او مغفرت په باران سره زمونږ له و جوده ووینځي .
د امام زین العابدین علیه السلام له پینځلس ګونو دعاګانو څخه یوه هم د شکایت کوونکو دعا او لمنځ دی . دغه شکایت ډوله مناجات په دنیاوي او مادي چارو پورې اړوند نه دي ، بلکه هغه مشکلات دي چې د دندو د ترسره کولو او کمال ته د رسیدلو لپاره دخدای د بندګۍ په لاره کې موجود دي . د دغه دعاګانو په لومړۍ برخه کې امام زین العابدین علیه السلام فرمایي: ای خدایه تا ته شکایت کوم له هغه نفسه چې بیا بیا ما ته د بدیو او سپکو کارونو امر کوي ، او د هرې خطا په لور زغلي او ستا په نافرمانۍ ډیر حریص دی او ما ستا له غوسې سره مخامخوي او همیشه مې تباهۍ ته کاږي. ( هغه نفس) چې زما هستي ستا په نزد د ډیرو پریوتو تباه شویو کسانو په شان ګرځو، ناروغۍ یې زیاتې او په دنیا کې یې ارمانونه زیات دي . که هغه ته کوم شر مخه کړي ، بې صبري کوي او که یو خیر ورته ورسیږي ، له نورو سره د احسان مخه نیسي.
د امام زین العابدین علیه السلام د شکایتونو چورلیز خپل نفس دی . نفس په دیني لغت په ډير معناګانو استعمالیږي او په قران کې ډير راغلی دی . په دې اړه خدای تعالی د حضرت یوسف علیه السلام له قوله فرمایي: او زه خپل نفس مبری نه ګڼم، ځکه چې نفس ډیر د ګناه او بدۍ امر کوي ، مګر دا چې خدای رحم وکړي او زما رب ډیر بخښونکی او مهربان دی ( یوسف سوره ۵۳ ایت)
دا نفس چې په اماره نفس مشهور دی ، انسان ګناه خطا او دسپکو خوندونو اخستلو ته بیایی او ددې مخه نیسي چې انسان لوړ او معنوي خوندونو ته ورسیږي. پر دې سربیره، دا نفس کوشش کوي د انسان خطاګانې او ګناهونه توجیه کړي او د خطاګانو بدۍ د انسان له سترګو پټې وساتي. همدا نفس دی چې انسان غیبت کولو ته هڅوي او دغه غیبت روا ګڼي . انسان دروغ ویلو ته بیايي او بیا دغه دروغو ته د مصلحت نوم ورکوي. بې شکه د ګناه د توجیه بدوالی تر ګناه زیات دی ، ځکه چې که ګناهکار سړی د ګناه په بدوالی او سپک والي پوه شي، د توبې او جبران هڅه کوي خو کله چې انسان په توجیهاتو سره ګناه موّجه او روا وګڼي او د ګناه بدوالی یې له سترګو پټ شي ، د انسان پر مخ د توبې دروازه بندیږی او انسان په اسانۍ سره ګناه تکراروي او ورځ په ورځ له خدایه لرې کیږي.
امام زین العابدین علیه السلام ، د شکایت کوونکو په مناجاتو کې له هغه نفسه شکایت کوي چې انسان په ډیرې تلوار سره ګناه ته بیایي . دغه شان فرصتونه په دنیاوي خوندونو تیریږي او انسان د خپلو خطاګانو په جبرانولو نه بریالی کیږي. لکه څنګه چې شیطان هم په بې بنیاده وعدو سره ګناهکار انسان غولوي او په پلمو جوړولو سره د هغه توبه راتلونکي ته پریږدي . په داسې حال کې چې د بندګۍ د ادب تقاضا ده چې انسان د خپل مالک او معبود له نافرمانۍ او ګناه وروسته توبه وکړي او په خپلو کړو پښیمانه شي او زر تر زره دخپلو خطاګان د جبرانولو هڅه وکړي .
امام زین العابدین علیه السلام د دغه لمنځ په یوه بله برخه کې لوی خدای ته داسې فریاد کوي: ای خدای ستا له قدرت او طاقته پرته زما هیڅ توان او ځواک نیشته ، د دنیا له ګرفتاریو د خلاصیدو بله لاره نیشته مګر دا چې ته مې ترې وساتې . له تا غواړم په خپل پریمانه حکمت او د ارادې په نفوذ سره ، چې ما له خپل کرامت او سخاوته پرته بل شی ته پرې نه ږدي ... او له ګناهانو مې وغړوې ، ستا په مینه او ر حمت ، ای تر ټولو مهربانانو مهربانه