د روژې ۱۵ د امام حسن زوکړه
د روژې د مبارکې میاشتې په پينځلسمه ورځ خدای تعالی د نبوت او امامت کورنۍ ته یوه ډیره لویه ډالۍ ورکړه . یو داسې بختور ماشوم چې صورت او سیرت یې د محمدي څیرې بشپړه هنداره وه او د حضرت علي او بي بي فاطمې فضایل او اخلاق یې هم په وجود کې ځلیدل. هو ، حضرت امام حسن بن علي علیه السلام ، هغه الهي ډالۍ چې د روژې دمبارکې میاشتې ډیر لوی برکت او ښیګړه ګڼل کیږي نو بې دلیله نه ده چې نن د روژتیانو روژه ماتی بل شان حال او ماحول لري . د روژې لوی جشن د امام حسن په مبارکو ګامونو سره لا بریمن شوی دی ، نیک چارو او انفاق کوونکو د روژتیانو لپاره د اطعام او اکرام دسترخوانونه غوړولې دي. هغ وی له حسن ابن علی زده کړې چې: تر غوښتلو مخکې ښندنه، ډیر لوی سترتوب دی د هغه بخښښ او صبر د هغه لویې بیلګې زوکړه دې تاسو ټولو ته مبارکه وي. آیا تر اوسه مو دا فکر کړی چې د لامبو د ډنډونو اوبه ولې دومره رڼې دي؟ او ولې دومره ښکې ، صفا او پاکې دي؟ دا ځکه چې کریمې او بخښونکې دي ، ځکه چې د خواوشا کسانو خیال ساتي او دهغوي په خدمت کې دي. د لامبو د ډنډ یا سوینګ پول په غاړو کې داسې وړې وړې دریچې وي چې همیشه ورته د ډنډ زیاتي اوبه ورغوځیږي ، د جهیلونو او عامو ډنډونو په اپوټه چې ټولې اوبه د ځان لپاره ساتي، سویمنګ پول ټولې اوبه د ځان لپاره نه ساتي بلکې هغه له غاړو بهر تویوي چې نورو ته هم ورسیږي او تاندو تازه شي. مونږ هم که غواړو چې راڼه او صفا شو او د لامبو د ډنډ په شا ن پاک شو ، باید سخاوت ، کرامت او نورو ته بخښښ خپله دنده وګرځوو او د نورو برخه هم وکړو. ځکه کله چې انسان هر څه د خپل ځان لپاره غواړي د ولاړو اوبو د ډنډ په شان سخا کیږي ، بوی کوي او یوازې پاتې کیږي. ښایی له همدې امله ده چې امیر المومنین علي علیه السلام سپارښتنه کوله چې : په تاسو ده چې سخا او ښندنه وکړئ یوه ورځ امام حسن مجتبی علیه السلام د مدینې دیو باغ خوا ته تیریده ، وې لیدل چې یو حبشي غلام د غرمنۍ دسترخوان غوړولی او ډوډۍ خوري. د هغه په دسترخوان یوه ډوډۍ پرته ده چې یوه مړۍ ترې په خپله خوري او بله ، یو سپی ته چې په خوا کې یې ناست دی اچوي. امام حسن علیه السلام چې د تور مریي په دغه کار حیرانه شوی و د ډوډۍ له ختمیدو وروسته له هغه وپوښتل : ولې دې نیمه ډوډۍ سپي ته ورکړه؟ غلام وویل : په دې شرمیږم چې هغه ماته ګوري او زه ډوډۍ خورم امام حسن چې ددغه مریي سخاوت او ښندنې خوند ورکړی و بیا پوښتنه وکړه : د چا غلام یې ؟ وې ویل : د ابان بن عثمان. امام حسن بیا وپوښتل : دا باغ دا چا دی ؟ مریي وویل : د همدغه کس دی . امام حسن علیه السلام هغه باغ او مریی یې له هغه سړي وپیرودل او مریي ته یې وفرمایل: ما ، ته او دا باغ واخسته ، مریي وویل : نو اوس زه ستا په خدمت کې یم . امام حسن ورته په ځواب کې وفرمایل : ته دخدای په لاره کې ازاد یې او دا باغ هم زما له لوري تاته ډالۍ ده . د امام حسن علیه السلام دا لویه ښندنه په ودې وجه وه چې هغه غلام ، له بیوزلۍ سره سره حتی بې ژبې حیوانات هم نه هیرول. هغه پودینه چې د سبزي پلورونکي په ټوکرۍ کې وي که پاڼې او حتی تنه یې هم وشوکوې ، هغه ځای یې بیا نه زرغونیږي. خو همدغه پودینه چې کله په باغچې کې وي او جرړه یې په خاوره کې، حتی که له تنې یې هم راوشوکوې بیا رازرغونیږي او کمیږي خو خود نه بلکه رازیاتیږي نو هر څومره چې دې زړه غواړې شوکولی یې شې. او که غواړې چې پودینه دې ګڼه شي نو پاڼې ترې وشوکوه. مونږ انسانان هم د پودینې په شان یوو. که د ښندنې او سخاوت خاوندان وو او ښندنې مو الهي جرړه او انګیزه ولري نو له ماله مو څه کمیږي نه بلکه نور هم زیاتیږي ، دا هغه حقیقت دی چې امام علي یې داسې بیانوي: خپل رزق او روزي په صدقې او ښندنې سره راووروئ یعنې کله چې انسان خپله پیسه او اعتبار دنورو لپاره خرچ کوي ، دا سبب کیږي چې په هغه باندې نور رزق او روزي راووریږي . یوه ورځ یو سړی د امام حسن علیه السلام مخې ته ودریده او وې ویل : ای امیر المومنین په هغه خدای چې تاته یې نعمت درکړی ، قسم درکوم چې حق مې له دښمنه واخله ، دښمن مې ډیر ظالم او زیاتي ګر دی . نه د بوډا ګانو درناوی کوي او نه په ماشومانو رحم کوي . امام حسن د دې خبرې په اوریدو سره له ځایه پاڅیده او او وې ویل : ستا دښمن څوک دی ؟ هغه سړي وویل: بیوزلي او غریبي. امام حسن علیه السلام یو څه فکر وکړ او بیا یې سر راپورته کړ او خپل خادم ته یې وویل : څومره نغدې پیسې چې لرو رایې وړه . خادم پنځوس زره درهمه تیار کړل . امام علیه السلام وفرمایل : دا ټولې دغه سړي ته ورکړه : بیا یې وفرمایل: په هماغه قسم چې ماته دې راکړ قسم درکوم چې هر کله ستا ظالم دښمن بیا راغی ماته راستون شه . د همدغه پریمانه ښندنې او کرم په وجه امام حسن علیه السلام په کریم اهلبیت مشور دی . ګلونو دوستانو ، په دې چې تر دې دمه مو زمونږ ملګرتیا وکړه مننه کوو. د پروګرام په دې برخه کې د د امام زین العابدین له پینځلس ګونو مناجاتو څخه د مینه والو یا مریدانو لمنځ درته وړاندې :وو: امام زین العابدین علیه السلام د مینه والو په لمنځ کې هغه خدای پالي انسانان راپیژني چې د خدای قربت او نزدیکت ته درسیدلو اراده لري او دغه لوړ هدف ته د رسیدلو او د خنډونو د لرې کولو لپاره له خدایه غواړي چې هغوی ته لنډه او کم خطره لاره وښیي چې زره خپل مقصد ته ورسیږي. د مناجاتو په یوه بله برخه کې د خدای د بندګۍ په لاره کې د خدای د ښو بندګانو صفتونه بیانوي . هغه کسان چې د خپلې مخلصانه بندګۍ په لاره کې ورباندې دخدای خاصه مهرباني شوې او خدای دهغوی لیواله دی . په کلي ډول که انسان پوه شي چې خدای خپل بنده ته څومره لیواله دی ، د بندګۍ د لارې وهلو ته یې هوډ کلکیږي او هم ځکه امام زین العابدین د دغه ټکي په وضاحت کې فرمایي: ای هغه خدایه چې هر څوک درته مخه کړي ورته مخه کوې، او په مهربانۍ او مینه احسان کوې، او پر هغه چا چې له یاده دې غافله دي ، نرم او مهربان یې او په خپله مینه او محبت سره هغوی خپل در ته راکاږې که انسان له یو داسې کس سره خبرې وکړې چې خبرو ته یې پام نه کوي خپه کیږي. خو که پوه شي چې له چا سره چې دی خبرې کوي ورته خاصه توجه او پام لري ، او پر دې سربیره مهرباني هم ورباندې کويږ، له دغه شان مخاطب سره مخاطبیدو ته یې لیوالتیا او مینه زیاتیږي. امام د د دغه الهي ځانګړتیاوو په بیان سره ، د ټولو حتی ګناهکارانو پام د خدای پریمانه رحمت او عطوفت ته اړوي چې هیڅ کس د خدای له دره نهیلی نه شي. امام زین العابدین د لیوالو په نامه لمنځ په یوې بلې برخه کې له خدایه غواړي چې دی د خپل کمال او نزدیکت د لارې د مخکښانو په ټولي کې شامل کړي ، بلکه ورته تر هغوي هم لوی او نزدې مقام ورکړي ځکه چې د معنوي درجو د لاسته راوړلو په لاره کې سیالي ښه کار دی . له همدې امله عرض کوي چې له تا ، ای معبوده ، خواست لرم چې د هغوی له مینځه ماته تر خپل فضله لاه ډیره برخه راکاندې ، او مقام مې په خپل نزد لوړ کاندې ، له خپلې دوستۍ او مینې زما برخه لا لویه ، او له معرفته دې زما ونډه لا زیاته کړې امام زین العابدین علیه السلام د دې لپاره چې د خپل معبود په هکله خپل حال بیان کړي دخپل مین زړه له رازه پرده هسکوي او فرمایي: زما مینه او شوق تاته دی او ستاو په مینه لیونی او مین یم او ستا په رضا مې زړه بایللی دی . ستا د نزدیکت نعمت مې مطلوب، اوستا دقرب مقام مې مقصد دی او له تا سره مناجات مې د زړه کرار، ددردونو درمل او د سوي زړه ملهم ، د وجود د اور سړوونکی او د غمونو او فکرونو ختموونکی دی د لمنځ په وروستۍ برخه کې امام سجاد علیه السلام له خدایه داسې غواړي: نو د یوازیتوب د ویرې او وحشت په وخت زما مل اوسه او له تیروتنو مې تیر شه ، د عمل بدۍ مې وبخښه ، توبه مې قبوله کړه او دعا مې منظوره کانده ، د ګناهانو او ښوییدنو په وړاندې مې مرستندویی او ساتندویی اوسه ، فقر او حاجت مې لرې کانده ، له تا سره د تړښت مزی مې مه شلوه او له ځانه مې مه لرې کوه ، ای هغه ذاته چې زما نعمت ، جمت ، دنیا او اخرت یې. ای خدایه میلمه دې په در ولاړ دی ، ای نیک چاریه ، بد چاری درته راغلی دی ، ای کریمه ، زمونږ له بدیو او هغه څه چې له مونږ سره دي ، د هغه نیکیو او ښکلاوو په وسیله چې له تا سره دي تیر شه .