Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوښتنی او ځوابونه

د حضرت آدم عليه السلام عصيان او له جنته د هغه د زوزات وتل

2016/04/14

د حضرت آدم عليه السلام عصيان او له جنته د هغه د زوزات وتل

پوښتنه: ولې د حضرت آدم عليه السلام په ګناه د هغه نسل له جنته وويستل شو؟
د پوښتنې سپړنه: خداي تعالی چې حضرت ادم ته وفرمايل چې ته دې له ميرمنې سره په جنت کې هستوګن شه او د هغه له نعمتونو په هرځاي کې چې مو زړه غواړي خورئ خو دغه ونې ته مه نزدې کيږئ ګني له ظالمانو به وئ»  
خو شيطان هغه وسوسه کړ او وې ويل: «اي ادمه! ايا غواړې چې د تل پاتې ژوند او بې زواله ملک ونه درته وښيم؟»  «که له هغې وخورئ پرښتې به شئ»  دغو خبرو ادم په فکر او سوچ کې يوړه او شيطان له دغه فرصته استفاده وکړه او په سختو قسمونو سره يې ادم ته وويل چې زه ستاسو خير غواړم او هغه يې تر خپل اغيز لاندې راوسته.  له هغې ونې يې وخوړل او خداي تعالی وفرمايل: {وَعَصَى آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَى} او له جنته وويستل شول. د دې خبرې دليل دا وه چې حضرت ادم شيطان پوره نه پيژنده او د هغه د دورغو او دوکې تجربه يې هم نه درلوده.
امام صادق عليه السلام فرمايي: کله چې جبراييل له حضرت ادمه د غوليدلو سبب وپوښته نو ادم ځواب ورکړ چې شيطان د خداي په نامه قسم وخوړ چې زما خير خواه دي او ما ګمان نه کاوه چې مخلوقات به د خداي په نامه دروغ قسم خوري.
دا چې د حضرت ادم دا کار ګناه ګڼل کيږي او که نه د دې له ځوابه مخکې ضروري ده چې د څوټکيو يادونه وکړو:
سريزه:
الف: د خداي حکمونه که هغه اوامر وي او که نواهي په دوه ډوله دي يا مولوي دي يا ارشادي.
مولوي حکمونه هغه دي چې د انسان په غاړه دنده او فرض اچوي او خداي تعالی د دغو اوامرو لپاره انعام يا سزا هم ټاکلې ده.
خو په دوهم ډول يعنې ارشادي حکمونو کې دخداي له خوا تکليف او دنده نيشته او خداي تعالی يوازې د عمل سپارښتنه کوي او دغه ډول حکمونه يوازې د انسان د لارښوونې او د دې لپاره دي چې انسان په کړاو او ضرر اخته نه شي.
ب: د «عصيان» کلمه په لغوي معناکې او د اطاعت او پيروۍ په مقابل کې ده. عرب د څاروي بچي ته چې له موره جدا شوي وي او په مور پسې لاړ نه شي عاصي وايي  ، او کله چې وايو بنده د خپل رب عصيان وکړ يعنې له هغه يې سر وغړاوه. په اصطلاح کې عصيان هغه وخت جرم او ګناه ګڼل کيږي چې له مولوي حکمونو د مخالفت او سرغړونې سبب شي په دې اساس له ارشادي اوامرو سرغړونه ګناه نه ده.
د ذنب د کلمې اصلي معنا ده د حيوان يا بل څه د لکۍ نيول او هر هغه کار ته ويل کيږي چې نتيجه يې بده وي. له دې امله ګناه ته ذنب وايي چې په اخرت کې دعذاب سبب کيږي په دې اساس هغه کار چې د کړاو سبب شي هغه ته ذنب ويل کيدي شي  او قران همدې معنا ته اشاره کوي {فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى} داسې نه وي چې تاسو له جنته وباسي او په کړاو اخته شئ.
ځواب:
هغه جنت چې حضرت ادم پکې استوګن و تر تکليف او تشريعه مخکې مرحله وه يعنې لا کوم شريعت نه و نازل شوي چې حضرت آدم ونې ته له نزدې کيدو منع شوي وي او دا تکليف او فرض ورته سپارل شوي وي او په اصل کې حضرت آدم له جنته له ويستل کيدو او ځمکې ته له کوزيدو وروسته د تکليف او تشريع نړۍ ته داخل شوي دي نو په دې اساس حضرت ادم هيڅ ګناه نه ده کړې.
له بل پلوه دا نهي او منع کول ارشادي وو چې د حضرت آدم کار ګناه ونه ګڼل شي او قران مجيد هم دې خبرې ته اشاره کوي. حضرت ادم ته يادونه شوې وه چې د دغه ونې د ميوې خوړل له جنته د وتلو او ځمکې ته د کوزيدلو سبب کيږي. د دغه مدعا شاهد د طه سورې ۱۱۷ تر ۱۱۹ ايتونه دي چې له جنته د آدم د ويستلو پايلو او هغو سختيو ته اشاره کوي چې د دغه ونې د ميوې له خوړلوو وروسته ورسره حضرت ادم مخامخيږي.
حضرت امام رضا عليه السلام هم د دغه ايت په هکله د مامون د پوښتنې په ځواب کې فرمايي:تر دغه وخته حضرت ادم په خداي د دروغو قسم نه و اوريدلي او ګمان يې نه کاوه چې څوک دروغ هم ويلي او ددروغو قسم هم خوړلي شي نو ځکه يې دغه کار وکړ. نو د دغه ميوې خوړل يوازې له دې امله وو چې هغوي د شيطان په قسم باور وکړ بله دا چې دا کار حضرت ادم ته د نبوت له ورکولو مخکې و او دا هغه وړه تيروتنه ده چې د وحي له نازليدلو مخکې که انبياء دغه ډول تيروتنه وکړي نو د معافۍ قابله ده. او د نبوت له راتللو وروسته بيا ددغه ډول تيروتنې کول جايز نه دي.
يو بل دليل چې د حضرت آدم عصيان د ګناه په حد کې نه و دا دي چې خداي تعالی هيڅکله دهغه په وړاندې د عذاب وعده نه وه کړې او يوازې د دنيا کړاو او سختۍ ته يې اشاره کړې وه.
نتيجه
 په دې اساس حضرت آدم هيڅ ګناه نه ده کړې او هغه عصيان چې په د غه ايت کې راغلي دي د ګناه په معنا نه دي. بلکه د ارشادي نهي په وړاندې تيروتنه او ښوييدنه ده. هيڅکله ښوييدنه له ګناه سره تړلې نه ده. حضرت ايت الله سبحاني فرمايي:«که يو انسان د يو مشفق نصحيت کوونکي خبرې ته غوږ کې نه ږدي او په ژوند کې په کړاو اخته شي دې ته ښوييدنه وايي»  نو حضرت ادم ارشادي ښويېدنه کړې ده او دهمدغه ارشادي لغزش له امله په خپله او نسل يې د دنيا د ژوند په کړاو اخته شو.
د نورې مطالعې لپاره وګورئ
۱. جعفر سبحاني، منشور جاويد.۵ ټوک ۷۵ مخ.
۲. يوسف عزيزي داستان پيامبران، ۳۸مخ
۳. محمد هادي معرفت، تنزه الانبياء.
وروستے حديث
امام علي عليه السلام فرمايي:
اي د خداي بندګانو!د خداي له دښمنه ځان وساتئ داسې نه وي چې په خپلې بيمارۍ مو اخته کړي او په خپل غږ مو روان کړي او په خپلو پلو اوسپرو لښکرو پر تا سو بريد وکړي. په ځان مې قسم شيطان ستاسو لپاره ډير خطرناک غشي په لينده کې ايښي دي او تر خپله زروه يې راکاږلي دي او له ډير نزدې يې تاسو په نښه کړې يئ.