Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
اسلامی شخصیتونه

حضرت آيت الله العظمی حاج سيد علي سيستاني

2016/07/31

حضرت آيت الله العظمی حاج سيد علي سيستاني

د نجف اشرف د ديني حوزی مشر او د نړې د شيعه ؤ مرجع تقليد

 

حضرت آيت الله العظمی حاج سيد علي سيستاني

زيږيدا:

حضرت ايت الله العظمی سيستاني د 1349ه کال د ربيع الاول په نهمه نيټه د مشهد مقدس په ښار کې وزيږيد او پلار يې د خپل نيکه په مينې هغه علي ونامول، د پلار مبارکه نامه يې مرحوم سيد محمد باقر او نيکه يې چې د علم او زهد له بزرګانو څخه ؤ سيد علي ناميدۀ، چې د ژوند ليک يې مرحوم شيخ اقا بزرګ تهراني په خپل کتاب طبقات اعلام الشيعه (څلورم ټوک 1432مخ) کې بيان کړې دې، هغوي په نجف کې د مولی علي نهاوندي له شاګردانو څخه، او په سامراء کې د مجدد شيرازي له شاګردانو څخه بيا د مرحوم سيد اسماعيل صدر له خصوصي شاګردانو څخه وګرځيدل او د 1308ه کال په خوا و شا کې د مشهد مبارک ښار ته راستون شول او په همدې ځاي کې پاتې شول او مرحوم شيخ محمد رضا ال ياسين بزرګوار د هغوي له مهمترينو شاګردانو څخه دي.

د دوي خاندان چې حسيني سيدان دي د صفويانو په دور کې په اصفهان کې وسيدل چې د حسين صفوي بادشاه له اړخه د دوي نيکه سيد محمد په سيستان کې د شيخ الاسلامي په منصب ولګيد، هغوي هلته لاړل او سره د کورنۍ هماغه ځاي پاتی شول. د هغوي د نمسيو څخه لومړی کس سيد علي چې د ايت الله العظمي سيستاني نيکه ؤ مشهد ته مهاجرت وکړ او د مرحوم ملا محمد باقر سبزواري په مدرسه کې ايسار شو او له هغه ځايه يې د خپلې زده کړې د پوره کولو لپاره نجف اشرف ته مهاجرت وکړ.

هغوي د پينځو کالو په عمر کې د قران مجيد د زده کړې او د ليکنې او لوستنې لپاره مدرسه دارالتعليم کې داخل شو چې په دې وخت کې يې د خوشخطې د فن استاد ميرزا علي اقا کاظم نه د خوشخطي هم زده کړه.

په 1360کال کې يې د پلار بزرګوار په وينا سره د ديني علومو د مقدماتو په زدۀ کړې بوخت شو چې د مرحوم اديب نيشاپوري او ځينې نورو د فن معلمانو سره د ګڼ شمېر ادبي کتابونو لکه د ابن مالک شرح الفيه، د ابن هشام مغني، د تفتازاني مطول، مقامات حريري او شرح النظام په زده کړې بوخت شو. او شرح لمعه او قوانين يې مرحوم سيد احمد يزدي سره چې په نهنګ مشهور دی، ولوستل او ځينی د سطح درسونه لکه مکاسب، رسائل او کفايه يې لوي عالم شيخ هاشم قزويني سره ولوستل او يو شمېر فلسفي کتابونه لکه شرح منظومه سبزواري، شرح الاشراق او اسفار يې مرحوم ايسي سره ولوستل او شوارق الالهام يې مرحوم شيخ مجتبي قزويني سره زده کړل او له علامه محقق ميرزا مهدي چې په 1325 کال کې وفات شوی دی، نه يې ډيره ګټه واخستله او همدارنګ له ميرزا مهدي اشتياني او ميرزا هاشم قزويني نه يې هم ګټې اخستي دي.

د ابتدايي علومو مقدمات  او سطح د زده کړې نه وروسته ځينې معلمانو او ښوونکو سره د عقلي علومو په زده کړې بوخت شو، بيا په 1328 کال کې يې د قم مقدس ښار ته مهاجرت وکړ او د لوي مرجع ايت الله بروجردي(قدس سره) نه يې په فقه او اصول کې ډيره ګټه اوچته کړه او د هغوي د علم او د فقه د پوهې، په بيله توګه د علم رجال او حديث په زره کړې کې يې ډيره ګټه اوچته کړه هغوي همدارنګ د فقيه او عالم فاضل سيد حجت کوهکمري (قدس سره) او ګڼ شمېر نورو مشهورو عالمانو سره په درسونو کې ګډون وکړ.

هغوي چې کله په قم کې ؤ نو په دې وخت کې يې مرحوم سيد علي بهبهاني، چې د اهواز له سترو عالمانو او د محقق شيخ علي هادي تهراني د مدرسې له تابعينو څخه ؤ، سره د قبلې د مسئلو په حقله د ليکونو په ذريعه د مرحوم محقق تهراني د نظريو په باره کې په تفصيل سره بحثونه وکړل چې مرحوم بهبهاني به د خپل استاد باورونه ژغورل،له لګو ليکونو وروسته مرحوم بهبهاني هغوي ته د مننې ليک راوليګه او د هغوي يې ډير درناوې وکړ او دا خبره يې وکړه چې کله مشهد ته راشې نو نور بحث به هلته کوو.

په 1371ﻫ کال کې هغوي له قم نه نجف اشرف ته مهاجرت وکړ چې د صفر د مياشتې په شلمه نيټه کربلا ته ننوت. بيا يې نجف ته سفر وکړ او د بخارائي مدرسې ته ورغې او همدلته ايسار شو چې د لويو معلمانو د اصول او فقه په درسونو کې يې ګډون وکړ لکه ايت الله خويي او شيخ حسين حلي. او همدارنګ يې د ايت الله حکيم او ايت الله شاهرودي (قدس سرهما) غوندې بزرګانو په درسونو کې هم ګډون وکړ.

په 1380ﻫ کال کې يې خپل وطن مشهد ته د بېرته ستنيدو اراده وکړه او له دې کبله چې هلته يې د پاتې کيدو اراده درلوده نو د هغوي معلمانو ايت الله خوئي او شيخ حسين عاملي هغوي ته د مجتهد شونې ګواهي ورکړه او همداراز لوي محدث اقا بزرګ طهراني هم، په علم رجال او حديث کې د هغه په پوهې ګواهي وليکه.

هغوي په 1381ﻫ کال کې نجف اشرف ته ستانه شول او سره د راتلو يې د شيخ انصاري د کتاب مکاسب په ښودنې شورو وکړه او ورپسې يې د طهارت باب له شرح عروه څخه او ډير يې د نمانځه کتاب وښوده او په 1480ﻫ کال کې چې کتاب صوم يې تر پاي رسولې ؤ د اعتکاف کتاب په شرح يې شورو وکړه. همداراز پدې وخت کې يې په بيلا بيلو موضوعاتو لکه کتاب قضاء، د ربا بحثونو، قاعده الزام او قاعده تقيه باندې فقهي بحثونه لرل او همداراز پدې وخت کې يې د علم رجال بحثونه هم لرل لکه د ابن ابي عمير د مرسل حديثونو حجيت او شرح مشيخة التهذيبين او داسې نور.

همدارنګ هغوي د علم اصول ځينې بحثونه د 1384ﻫ کال د شعبان په مياشتې کې شورو کړل او د ښودنې دريمه دوره يې 1411ﻫ کال د شعبان په مياشتې کې پاي ته ورسوله. د هغوي د فقه او د اصول ټول بحثونه له 1397ﻫ کاله تر اوسه پورې د ټيپ په کيسټو کې موجود دي او نن سبا(د 1423ﻫ کال د شعبان په مياشتې کې) د کتاب زکات او شرح عروﺓ الوثقي په ښودنې بوخت دی.

علمي غوره والې

حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) به هميشه د خپلو معلمانو په درسونو کې خپل هوش او اوښيارتيا ښودله او د خپلو جماتيانو نه به وړاندې ؤ هغه په نيوکو، بيدارې، د فقې او رجال په مسئلو کې ډير تحقيق او لټون او د زده کړې د کار په دوام کې او د ډيرو نظريو په پيژنګلو، د حوزې په بيلا بيلو علمي ډګرونو کې بيلګه مهارت وښودۀ، د ويلو وړ دې چې د حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) او شهيد صدر (قدس سره) تر مينځ په حوزې کې علمي غوره والې او ډير رقابت ؤ، دې خبرې ته د هغوي د دوو معلمانو يعنې ايت الله العظمي سيد ابوالقاسم خوئي (قدس سره) او علامه حسين حلي (قدس سره) ليکلي شويو اجتهادي ګواهې نه رسيږو. او دا خبره مشهوره ده چې ايت الله خوئي (قدس سره) د ايت الله العظمي  سيستاني او ايت الله شيخ علي فلسفي(چې د مشهورو عالمانوڅخه دی) نه علاوه بل چا ته ليکلي شوي ګواهي نه ده ورکړې او همدارنګ د خپلې زمانې د محدثانو لوي شيخ علامه بزرګ تهراني(قدس سره) د حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) لپاره په 1380ﻫ ق کال کې يوه ګواهي نامه ليکلې ده چې په هغې کې د حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) د مهارت او په علم رجال او حديث کې د هغوي د پوهې تعريف او تمجيد شوې دې، يعنې په هغه وخت کې چې حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) لا د 31 کالو نه ؤ شوې، دې لوړې مرتبې ته رسيدلې ؤ.

د هغوي ليکل شوي کتابونه

تقريباً 34 کاله وړاندې حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) د فقه اصول او رجال د درسونو په ښودنې شورو وکړه او د مکاسب، طهارت، صلوة، قضاء او خمس ځينې بحثونه او د فقې ځينې قواعد، لکه ربا، تقيه او الزام، يې هم ترسره کړل. هغوي د اصول درس په درې دورو کې ترسره کړ چې د دورې ځينې بحثونه لکه د اصول علمي او د تعادل او تراجيح بحث او همدارنګ د فقې ځينې بحثونه او د نمانځه د بحث ځينې سپرکي او د الزام او د تقيې قاعده د چاپ لپاره تيار دي.

ځينې مشهور عالمان چې له هغوي څخه ځينې د درس خارج معلمان دي لکه علامه شيخ مهدي مرواريد، علامه سيد مرتضي مهري، علامه سيد حبيب حسينيان، سيد مرتضي اصفهاني، علامه سيد احمد مددي، علامه شيخ باقر ايرواني او د ديني حوزې ځينې نور معلمان د هغوي د بحثونو په مراجعې او پلټنې بوخت دي.حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) درس ښوونې سره سره د مهمو کتابونو او يو څو رسالو په ليکنې بوخت شو. همداراز هغوي د خپلو معلمانو ټول تقريرات (په درس کې ليکل شوې خبرې يا لاس ليک) وليکل.

په بحث او ښودنې کې د هغوي طريقه

د حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) طريقه د حوزې د نورو معلمانو او د درس خادج د معلمانو طريقې سره توپير لري لکه  هغوي د علم اصول په بحث کې لاندينې طريقه لري:

الف _ د بحث تاريخ بيانول او د اصول پيژنګلو او د بحث جړې، چې کيدې شي يو فلسفي مسئله وي لکه سهولت او اساني او د هغې ترکيبونه، يا يوه عقيدتي او سياسي مسئله وي لکه د تعادل او تراجيح بحث، چې پدې بحث کې وائي : په حديثونو کې اختلاف په هغې زمانې کې د فکري او عقيدتي جنګونو او د امامانو د زمانې د سياسي شرائطو له امله پيدا شوې دی او د دې د تاريخ نه خبريدل مونږ د دې مسئلې د ټولو اړخونو او د دي په باره کې ويلي شويو نظريو نه خبروي.

ب _ د حوزې د سوچ او د دې زمانې د رواج تر مينځ يو ځاي کول، چې کله يې خپله نظريه د الفاظو په بحث کې د الکفايې کتاب دليکونکي په څېرکوله چې د اوسنې زمانې د فلسفې پر اساس ده چې ورته "نظريه تکثير ادراکي" (د انسان د ذهن فعاليت او خلاقيت) وايي، پدې شان چې کيدې شي د انسان ذهن يو مطلب په دوه ډوله واخلي چې يو ډول يې واضح، مستقل او غور سره تصور کړي چې ورته اسم وايي او دويم ډول انقباض او نيوکې سره چې ورته حرف ويلې شي. او کله چې د مشتق بحث ته ننوزي هغوي د زمان په باره کې (د فلسفې نوې نظريې سره چې په غرب کې يې رواج دی هغه داچې زمان پکار دی له مکانه د نور او ظلمت په تعاقب (په يو بل پسې) سره د يو بل نه بيل شي) وايي: "د امر د صيغې او د تجري (د مولي حکم نه منل) د بحث په دوران کې د جامعه شناسې د عالمانو نظريه څيړي چې پدې باور دي چې پکار ده د پوښتنه کونکي حقيقت د هغه له پوښتنې څخه بيل شي. د سزا اوجزا ملاک دادې چې بنده او غلام د خپل مولي د حکمونو نه سرغړولې دی. او دا حالت د تيرې شوې جامعې د تقسيماتو او د طبقاتي نظام نتيجه وه چې پکې مالکان، غلامان، برتر او بدتر (ډير ښه او ډير بد) او نورې داسې درجې وې. په حقيقت کې دا نظريه له تېر شويو فرهنګونو او دود و رواج پاتې شوې وه چې د قانون او د انسان لپاره به يې خبره نه کوله بلکه د طبقه بندې او درجو خبره به يې کوله.

ج_ هغه اصول به يې غوره کول چې فقې سره يې اړيکه درلوده، له همدې کبله يو طالب علم کيدې شي د نورو عالمانو د فقې په بحثونو کې د هغې مسئلو تفصيل او جرړې وګوري چې هيڅ علمي ګټه نه لري داسې ټکې لکه د "وضع" بحث او دا چې ايا "وضع يو اعتباري امر دی که تکويني، يا دا چې يو داسې ټکې دی چې خلکو يوې معنې سره تړلې دی او وعده يې کړې ده چې په همدې معنې کې به يې استعمالوي. يا هغه بحثونه چې د يو علم د موضوع په باره کې او د تعريف د عوارض ذاتي په باره کې کيږي، خو د حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) په درسونو کې ليدۍ شې چې هغوي د اصول د علم په بحثونو کې چې د استنباط (حکم ته رسيدل) د طريقو په باره کې ؤ خپل ټول کوښښ د محکمو او کلکو علمي باورونو ترلاسه کولو لپاره کړی دی.

د_ نوي لارې د حوزې ډير ماهر معلمان د ښودنې له نوي لارو څخه خبر نه دي او هميشه يې دا کوښښ وي چې په يو زوړ کتاب باندې حاشيه يا تعليقه وليکي بې له دې چې د يو کتاب اصلي مطلب بيان کړي له همدې کبله ګورو چې دا رنګ معلمان يوازې د موجودو باورونو(نظريو) په لړ خبرې کوي او له همدې باورونو (نظريو) څخه يو خوښوي او په اخر کې څه دا رنګ عبارتونه راوړي "فتأمَل" يعنې دې مطلب ته ځير شه، يا "پدې خبره کې دوه اعترضه دي" يا "پدې اعتراض بايد غور وشي" او دا رنګ نور عبارتونه.

هـ_ مشرکانو سره نکاح جائزه ده : دا قاعده چې تزاحم ورته وايي او د اصول اوفقې عالمان دا صرف يوه عقلي قاعده ګڼي، حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) دا قاعدۀ "اضطرار" ګڼي چې يوه شرعي قاعده ده او ورباندي زياد حديثونه راوړل شوي دي لکه دا حديث "هر يو شې چې خداي حرام کړی دی د مجبور کس لپاره حلال دی" د اضطرار قاعده هماغه د تزاحم قاعده ده. او يا دا چې ځينې د فقې عالمان ځينې قاعدې بې له څه ګټې اوږدوي لکه د"لاتعاد"په قاعده کې چې د فقې عالمان دا قاعده د دې د حديث له کبله يوازې د نمانځه لپاره ګڼي په داسې حال کې چې حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) د "لاتعاد الصلوه الا من خمس" حديث د يوې بلې کبري مصداق ګڼي چې هغه کبري هم نمانځه ته او هم نورو واجباتو ته شامليږي او دا کبري د روايت په پايه کې موجوده ده "لاتنقض السنه الفريضه" پس دا يوه منلې شوې خبره ده چې په نمونځ او نورو حکمونو کې فرض تر سنتو وړاندې دی ځکه چې وخت او قبله له فرضو څخه دي نه له سنتو.

و _ اجتماعي کتنه: ځينو د فقې عالمان د متن لفظي ترجمه او معني کوي يعنې د متن په ټکو بوخت وي بې له دې چې وړاندې لاړ شي او د هغې متن اوچته او ښه معني ولټوي ځينې نور عالمان د متن د ويلو د وخت شرطونه جاجوي د دي لپاره چې د هغې پيښو نه خبر شي چې د حديث د متن سره اړيکه لري، د مثال په توګه د پيغمبر(ص) هغه حديث ته چې پکې يې د ساتلي شوي خر غوښه (د خيبر په غزا کې) حرامه کړې ده، وګورو نو وينو چې ځينې د فقې عالمان د دې حديث په بيل بيل ټکي عمل کوي يعنې د ساتلي شوي خر غوښه حرامه ګڼي پداسې حال کې که چيرې د ويلو د وخت شرطونو ته پام وکړو نو د پيغمبر(ص) اصلي مطلب ته ورسيږو او هغه دا چې د يهودو سره په غزا کې مسلمانانو وسلې او د جنګ سامان ته اړتيا درلوده او د جنګ کالي په هغه زمانه کې همدا د سورلې ځناور وو نو دې نتيجې ته رسيږو چې د دې حديث مطلب حکومتي حکم او منعې کول ؤ يعنې ساتل شوې خر په خپله حرام نه ؤ بلکه د هغه زمانې د حالاتو له کبله پيغمبر(ص) دا حکم ورکړې ؤ او پکار ندي چې هغه يو هميشنې د شرعې حکم لکه حرام يا مکروه جوړ شي.

ز _ د مسئلو په راويستلو (استنباط) کې د هغوي علم او پوهه: حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) دا باور او عقيده لري چې پکار دی د فقې يو عالم د عربو د ژبې له قاعدو څخه خبر وي او د عربې نثر، شعرونه، او د ټکو مجازي استعمال وپيژني چې د متن موضوع باندې پوهه شي او جمع يې کړې شي، او همداراز پکار دي چې د اهلبيتو عليهم السلام له حديثونو او د هغوي له راويانو څخه پوره پوره خبر وي ځکه چې د علم رجال زده کړه د هر يو مجتهد لپاره ضروري ده. همداراز حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) داسې باورونه او عقيده لري چې د مشهورو باورونو سره ډير توپير لري، د مثال په توګه د "ابن قضائري" باندې د اعتماد نه کولو په مسئله کې، چې ځينو يې ډير توهين او سپکاوې کړې دی او ځينو ويلي دي چې دا کتاب د هغوي نه دی، يو بيله نظريه لري او هغه دا چې دا کتاب په ريښتيا د هغوي کتاب دی او قضائري د نجاشي، شيخ او نورو نه زيات د اعتماد وړ دیږ هغوي په دې باور دی چې د يو روايت کونکي شخصيت معين کول او د هغه تائيدول او تر څو پورې چې يو حديث مسند يا مرسل کيدې شي پکار ده د طبقات په لاښود عمل وکړې شي، او دا هماغه د ايت الله بروجردي طريقه وه، حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) پدې باور ؤ چې د فقې عالم بايد د حديث د کتابونو او د هغوي د نسخو د اختلاف نه، د مؤلف د حالاتو نه خبر وي چې دا حديث يې صحيح ليکلی دی که نه او همداراز د ليکونکي د ليکنې د طريقې نه يا د روايت کونکي طريقې نه خبر وي د مثال په توګه حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) دا خبره نه قبلوي چې صدوق(رح) د روايت په نقلولو کې له نورو څخه ښه او دقيق ؤ بلکه شيخ امين او د اعتماد وړ ګڼي.

ح : د بيلا بيلو مکتبونو په خپلو کې مقايسه: ټول خبر دي چې ډير معلمان خپل بحثونه د يو خاص مکتب(مذهب) او باور په نظر سره لولي او جاجوي خو حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) له داسې معلمانو څخه نه دی، د مثال په توګه هغوي د مشهد، قم او د نجف حوزی تر مينځ مقايسه کوي او د ميرزا مهدي اصفهاني(قدس سره) باور او رای، چې د مشهد د مشهورو عالمانو څخه بلل کيږي، د ايت الله بروجردي(قدس سره) باور، چې د قم د علمي حوزی د تفکر يوه نمونه ده او د نجف د ديني حوزی د دوو مشهورو څيړونکو، د ايت الله خوئي(قدس سره) او د شيخ حسين حلي(قدس سره) باور او عقيده، ټولې په ګډه وړاندې کوي، بې له څه شکه دا طريقه مونږ ته د بحث کونې ټولې لارې او د بحث جړې په ښه طريقه راښيي. د هغوي بزرګوار د فقې طريقې څو بيلګې لري چې ځينې دا دي:

1 : د شيعه ؤ او د نورو اسلامي مذهبونو تر مينځ مقايسه: بې له څه شکه په داسې دور کې چې کتابونو ته د هر چا لاس رسي د سنيانو له فقې څخه خبريدل، لکه د مالک موطاء، او د ابو يوسف خراج او داسې نورو کتابونو څخه مونږ پوهيدئ شو چې د ائمه عليهم السلام د دې حديث يا هغې حديث په وخت کې څه مطلب ؤ.

2 : د فقې په ځينې مسئلو کې د دې زمانې د علم حقوق استعمالول، لکه د بيع او خيارات کتاب د جاجولو په وخت د عراق، مصر او فرانس د قانونونو لدستل، ځکه چې د اوسني قانونونو پيژندنه انسان ته ډيره تجربه ورکوي چې د فقې د قاعدو په څيړنه او پراختيا کې ګټه وره ده.

3 : زمونږ ډير عالمان د تيرو عالمانو نه رارسيدلې قاعدو ته هيڅ بدلون نه ورکوي خو حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) کوښښ کوي چې د فقې ځينې قاعدې نوي کړي لکه د ”الزام” قاعده چې ځينې هغې ته د ”مصلحت” قاعده وايي چې د دې قاعدې په اساس مسلمانان دا حق لري چې د خپلې ګټې ترلاسه کولو لپاره د ځينې نورو اسلامي مذهبونو قانونونو پيروي وکړي سره د دې چې دا قانونونه د هغوي اصلي مذهب سره سمون نلري.

پداسې حال کې چې حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) دا کار نه قبلوي او د نورو مذهبونو د قانونونو عزت د خپل مذهب د قانون نه زيات واجب ګڼي لکه د "لکل قوم نکاح" قاعده (يعنې د هر قوم د نکاح او وادۀ خپل رسم او رواج دی.

د حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) د شخصيت بيلګې:

هر يو کس چې له نږدې حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) سره کيني پاڅي نو ډير زر د هغه په شخصيت(سړي توب) پوهيږي، د حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) همدې شخصيت او ښه سړي توب هغه په لويې نمونې او او ديني عالم بدل کړی دې د هغوي ځينې نيک اخلاق او فضيلتونه چې ما ليدلي دي بيانوم:

الف_ انصاف او د نورو د عقيدو قدر او عزت:

له هغه ځايه چې دوي د علم عاشق دي او او حقو ته رسيدنې او زده کړې سره يو بيلګه مينه لري نو هميشه د نورو د عقيدو او نظر عزت کوي هميشه يې کتاب په لاس کې وي او هيڅ کله لوستل، جاجول، بحث کول او د نورو له نظريو  څخه خبريدل نه هېروي له همدې کبله دوي د ځينې غير مشهورو عالمانو بحثونه هم لولي او جاجوي او له هم دې نه څرګنديږي چې حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) د نورو نظريې د قدر وړ ګڼي.

ب_ په متلونو او خبرو کې اخلاق ته پام:

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده چې د طالبانو تر مينځ، يا د معلم او شاګرد تر مينځ په بيله توګه د نجف اشرف په ديني حوزه کې، چې کوم بحثونه کيږي نو ډير تيز او تراخه وي په ځينې وخت کې دا طريقه د طالبانو لپاره ګټه وره ده خو سره د دې هميشه دا ترخوالې او تيزي د بحث روغه لاره نه ده او هيڅ کله هم څه علمي مطلب ته نه رسيږي او د وخت ضايع کولو نه علاوه څه ګټه نه لري، له بلې خوا د حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) بحثونه به خپلو شاګردانو سرا هميشه د معلم او شاګرد د قدر پر اساس ؤ سره د دې چې ډير موضات او بحثونه چې به د هغوي تر وړاندې راوړل شول کمزورې او بې دليله ؤ. د حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) يوه بله بيلګه دا وه چې کله به يې شاګردانو ته ځواب ورکو نو کوښښ به يې دا ؤ چې څو ځله يې تکرار کړي د دې لپاره چې شاګردان په مسئلې ښه پوهه شي خو که چېرې سوال کونکي په خپل باور باندې ټينګار وکړي نو حضرت ايت الله العظمي سيستاني (دام ظله) غلي کيدل ښه ګڼي.

ج_ تربيت او پالنه:

معلمي او ښودنه د پيسو د ګټلو يو وسيله نه ده او نه يو ذمه واري او کار دی چې په انسان فرض شوې وي بلکه د يو ښه، مهربانه او زړۀ سوزي معلم بايد دا کوښښ وي چې د خپلو شاګردانو پالنه او تربيت وکړي او هغوي يو لوړ علمي مقام او هميشني ترقې ته ورسوي له همدې کبله مينه د دې کار لازمه ده. سره د دې چې په هر ځاي کې بې خياله او غافل خلق شته دي خو ورسره ورسره داسې مخلص، مهربانه او پوهه معلمان هم شته دي چې د هغوي اصل مطلب د علم په ښه توګه رسول دي.

د ويلو وړ دی چې ايت الله حکيم(قدس سره) او ايت الله خوئي(قدس سره) هميشه د ښو اخلاقو نونې وې او هغه څه چې مې له ايت الله سيستاني څخه ليدلي دي هماغه د خپلو معلمانو اخلاق يې ؤ، هغوي هميشه له خپلو شاګردانو غواړي چې د درس په پاي کې له هغه څخه پوختنې وکړي، حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) هميشه خپلو شاګردانو ته نصيحت کوي چې د خپلو معلمانو او د لويو عالمانو قدر کوئ او له هغوي څخه د پوښتنې په وخت د درناوي خيال شاتئ، هغوي هميشه د خپلو معلمانو لويه حوصله بيانوي او له هغوي څخه ډير دوايتونه او قصې نقلوي.

د_ د هغوي تقوي او پاکوالې:

د نجف اشرف ځينې عالمان ځان د جنګ جګړې نه ليرې کوي چې ځينې خلک يې د واقعيت نه تيښته يا هېره او د بيان کمزوري ګڼي خو که چيرې همدې مسئلې ته په يو بل ډول وګورو نو معلومه به شي چې دا يو ښه کار دې بلکه په ځينې ځايونو کې ضروري او لازم دی، اوس هماغه عالمان چې ځان يې له جنګه ډډې ته کولو که چيرې پوهه شي چې اسلامي امت يا حوزه د يوې پيښې له کبله يا د يو اسلامي مطلب د معلوم نه شونې له کبله په خطرې کې دی نو بې له شکه به په ميدان کې وي ځکه چې دا عالمان ښه پوهيږي چې په سختو او خطرناکو وختونو کې بايد خپل علم ښکاره کړي، يو ضروري خبره ده چې د هيريدو وړ نه ده هغه دا چې حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) به هميشه د فتنې او جنګ په وخت کې چپ ؤ لکه څنګه چې د حضرت ايت الله بروجردي (قدس سره) او د ايت الله حکيم (قدس سره) د وفات په وخت د هغوي کرسې ته د رسيدو لپاره کمې کينې څرګندې شوې وې پداسې وخت کې حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) هماغه خپل سياست او لارې باندې ولاړ ؤ او هيڅ کله يې دا مطلب نه ؤ چې د دنيا لذتونه، مقام او مشرۍ ته ورسي.

هـ_ د هغوي فکري اثرات:

حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) صرف د فقې عالم نه ؤ بلکه هغه يو هوښيار او عاقل کس ؤ چې د سياست او اقتصاد په ميدان کې يې يو بيلګه نظر درلود. هغوي د جامعه شناسې په علم کې ګټه ورې نظريې لري او هميشه د اوسني دور د حالاتو نه چې په اسلامي غونډې حکومت کوي خبر لري.

د ويلو وړ دې چې هغوي کله د 1409هـ کال په 29 نيټه د خپل معلم مرحوم ايت الله سيد ابوالقاسم خوئي (قدس سره) پوختنې ته تللي ؤ نو استاد ړرته وفرمايل چې زما په ځاي په مسجد حضراء کې امامتي کوه خو هغوي قبوله نه کړه، خو استاد پرې ټينګار وکړ او وي فرمايل:"که ما کولی شوی نو لکه څنګه چې مرحوم حاج اقا حسين قمي (قدس سره) حکم کولو ته مې مجبورولې" خو بيا هم هغوي څو ورځې وخت وغوښتل او د 1409هـ کال د جمادي الاول د پينځمې نيټې نه يې امامتي شورو کړه او 1414هـ کال تر اخري جمعې پورې چې کله مسجد خضراء بند شو امامتي ورکوله.

هغوي حج په ځاي راوړلو لپاره په 1384هـ کال او دوه ځله په 1450هـ او 1406هـ کال کې بيت الله الحرام ته تللي دي.

د هغوی مرجعيت

د نجف اشرف له ځينې معلمانو څخه نقل شوې ده چې ځينو عالمانو د ايت الله سيد نصرالله مستنبط (قدس سره) د وفات نه وروسته ايت الله خوئي ته وويل چې د نجف اشرف د ديني حوزې د مرجعيت د ځاي ناستي لپاره شرطونه کيږدي، هغوي ايت الله سيستاني (دام ظله) د خپل علم، پاکې لارې او ښې عقيدې له کبله انتخاب او خوښ کړ. اول يې د ايت الله خوئي (قدس سره) په ځاي نموځ وکړ بيا يې د ايت الله خوئي (قدس سره) په مسلک (عقدې) او رسالې باندې بحث او ليکل شورو کړل د ايت الله خوئي (قدس سره) د وفات نه ورسته حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) يو له هغې کسانو څخه ؤ چې په ايت الله خوئي (قدس سره) باندې يې د جنازې نموځ وکړ او له دې وروسته يې د ديني حوزې مشري په لاس واخستله او اجازتونه ورکول (د خمس او زکات او نور) د مالونو تقسيمول او د ايت الله خوئي (قدس سره) له ممبر نه يې په حضراء جمات کې درس شورو کړ او همدارنګ حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) په عراق، د خليج فارس په هيوادونو، هندستان، افريقې او نورو هيوادونو کې په بيله توګه په ځوانانو کې ډير مشهور شو. حضرت ايت الله العظمي سيستاني(دام ظله) يو لوي عالم دي چې خلک يې پيژني او په اعلميت (د ټولو نه زيات علم لرونکې) مشهور دی او د او ډير عالمان او د قم او د نجف د ديني حوزې معلمان د هغوي په اعلميت ګواهي ورکوي. له خداي پاکه غواړو چې مسلمانان د هغوي د مبارک سوري د لاندې ساتي. 

 ترجمه: محمدرحیم درانی