Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوښتنی او ځوابونه

د پیغمبر وصي او خلیفه

2016/02/04

د پیغمبر وصي او خلیفه

پوښتنه: ولې علي بن ابي طالب د پيغمبر وصي، خليفه او ځاې ناستے دے؟

ځواب: لکه څنګه چې مو يادونه وکړه چې شيعه د خلافت د مقام په تنصيص والي کلکه عقيده لري او په دې باور دي چې امامت د خداې له رسول وروسته له ځينو اړخونو د نبوت په شان دے لکه څنګه چې ضروري ده چې پيغمبر د خداې له خوا وټاکل شي د هغه وصي هم بايد د خداې له لوري په ګوته او معرفي شي ـ د رسول الله مبارک د ژوند تاريخ په دې خبره ګواهي ورکوي ځکه چې دوي په ډيرو ځايونو کې امام علي عليه السلام د خپل خليفه په توګه ټاکلے دے چې اوس يې يوازې دريو موردونو ته اشاره کوو. 1:ـ د بعثت په پيل کښې هغه وخت چې رسول ته د خپل خداې له لوري امر وشو چې خپل خپلوان د (و انذر عشيرتک الاقربين) د ايت مطابق د توحيد دين ته وبله. د خداې رسول د خپلو خپلوانو غونډې ته وفرمايل څوک چې په دې لاره کې زما مرسته وکړي هغه به زما وصي، وزير او ځاې ناستے وي) د هغه حضرت تعبير په دې ډول و: (( فايکم يوازرنی فی هذا الامر علی ان يکون اخی و وزيری و خليفتی و وصيی فيکم)) په تاسو کې چې څوک په دې چاره کې له ما سره مرسته کوي چې ستاسو تر مينځ زما ورور، وزير، وصي او جانشين وي؟ يوازنے کس چې دغه ملکوتي غږ ته يې مثبت ځواب ورکړ علي بن ابي طالب عليه السلام ؤ په دې وخت کې د خداې رسول خپلو خپلوانو ته مخ واړوه او وې فرمايل: (( ان هذا اخی و وصی و خليفتی فيکم فاسمعوا له و اطيعوه دا علي په تاسو کې زما ورور، وصی او ځاې ناستے دے د هغۀ خبره واورئ او د هغۀ پيروي وکړئ. 2: د تبوک په غزا کښې د خداې رسول حضرت علي ته وفرمايل: اما ترضی ان تکون منی بمنزلة هارون من موسی الا انه لا نبی بعدي ايا په دې خوشحاله نه يې چې ته زما په نسبت داسې يې لکه هارون د موسی په نسبت ؤ فرق يوازې دا دے چې زما وروسته بل نبی نيشته. يعني هماغه راز چې هارون د موسی عليه السلام وصي او بلافصل جانشين ؤ ته هم زما خليفه او ځاې ناستے يې. 3: د هجرت په لسم کال د خداي رسول د حجة الوداع د ستنيدو په وخت د غدير خم په نامه په يوه سيمه کې حضرت علي عليه السلام د ګڼ شمير مسلمانانو په مخ کې د مسلمانانو او مؤمنانو ولي وباله او وې فرمايل: (مَن کُنتُ مَولاهُ فَهذا عَلِي مَولاه) هر هغه کس چې تر اوسه يې زه مولا او سرپرست وم له دې وروسته دا علي د هغه مولا او سرپرست دے. مهم او د پام وړ ټکے دا دے چې د خداې رسول د خپلو خبرو په پيل کې وفرمايل ( الست ُ اولی بکم من انفسکم؟) آيا زه پر تاسو ستاسو تر خپلو ځانونو زيات لوړ او حقدار نه يم؟ ټولو مسلمانانو د دې خبرې تصديق وکړ او په دې اساس ويلے شو چې په دې حديث کې د مولا له لفظه مطلب پر مومنــــــــــانو اولويت د هغوي د مشرۍ او د هغوي د ټول اختيار په لاس کې اخستل دي او داسې نتيجه اخلو چې د خداې رسول هغه د اولويت او مشرۍ مقام چې پخپله يې درلود د علي لپاره هم ثابت کړ او په هماغه ورځ حسان بن ثابت د غدير تاريخي کيسه په نظم کې وويله چې شعرونه يې دا دي. يناديهم يوم الغدير نبيهم بخــــــمِِ واسمع بالرسول مناديـــــــاً فقال فمن مولاکم و نبيکم؟ فقالوا و لم يبدوا هناك التعاميا الهـــک مولانا و انت نبينا و لـــم تلق منا فی الولاية عاصيـــا فــــــقال له قـــــم علي فاننی رضيتک من بعدی اماما و هاديا فــمن کنت مولاه فهذا وليه فکونوا لـــــه اتباع صدق مواليــــــا هناک دعـا: اللهم وال وليه و کــــــــن للذی عادی عليا معاديا د غدير حديث يو متواتر اسلامي حديث دے چې له شيعه ؤ علماوو پرته کابو درې سوه شپيتو سني عالمانو هم نقل کړے دے چې سندونه يې يو سل لسو تنو اصحابو ته رسيږي او د اسلام شپږ ويشتو لويو عالمانو د دغه حديث د سندونو په هکله روغ روغ کتابونه ليکلي دي. مشهور مسلمان مورخ ابو جعفر طبري د دې حديث اسناد او طريق په دوو لويو ټوکو کې راغونډ کړي دي. د نورو معلوماتو له پاره (( الغدير)) کتاب ته مراجعه کولې شئ.