Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
معصومین علیهم السلام

په امام مهدي عقیده لرل

2016/03/01

په امام مهدي عقیده لرل

هسي خو امام مهدي عج موضوع باندې کتابونه کم نه دې او بيشماره عالمانو او دانشمندانو په دې داسې ليکل کړي دې چه دهغې لوستلو نه پس دوباره په دې قلم اوچتول نياز نه لرې _ البته زما دا ليک د حضرت امام مهدي د وجود مبارک او دهغه فضيلتونو راجمع کولو حقله کښې نه دے بلکه زما مقصد عقيده امام مهدي ده چې يوه داسې عقيده ده چې د مسلمانانو پنځه واړه فقه مننونکې پرې متفق دی او دا عقيده لرې چې امام مهدې به راځې او د ظلم او ناانصافے نه ډکه دنيا به د عدل او انصاف نه ډکه کړې او د الله دين له به په نورو ټولو اديانو برې ورکړې _ او دا عقيده يواځې د مسلمانانو نه ده بلکه د دنيا لوې لوې مذهبونه هم دا عقيده لرې چې يو ورځ به په دنيا عدل او انصاف حکومت کوې ، يهوديان د خپل منجې په تمه دې او عيسائي د مسيح په تمه ، هندوان د ويشنو ، مجوسي د اوشيدر ، بدهمت د بودها، او اسپانوی د خپل بادشاه روزريق په تمه دی، او هم د رنګ د مغرب لوي لوي فلاسفرانو هم دا موضوع چيړلې دی ، مشهور فلاسفر برټرينډرسل وائی : دنيا د يوداسې مصلح انتظار کوې چې هغه به ټول عالم ديوې دنعرې او د يوې جنډې لاندې را جمع کوې _ اينشټائن وائي : هغه ورځ لر ې نه ده چې پوره دنيا باندې به صلح و امن حکمراني کوې او خلق به په مينه او محبت کې ژوند تيروې، او يو بل مشهور فلسفي ‘‘برنارد شو’’ هم په خپل کتاب “ انسان او سپر مين ” کښې لکهي :ځه د يو عظيم مصلح د راتللو خوشخبري در کوم _ البته مسلمانان د خپل مذهب مطابق د رسول الله صل الله عليه وآله وسلم په بشارت ايمان لري چې فرمايلي دې : عن النبيصل الله عليه وآله وسلم قال : لو لم يبق من الدهر الا يوم لبعث الله رجلا من اهل بيتی يملا ها عدلا کما ملئت جورا- که د دنيا يو ورځ پاتې شې (نو الله تعالی به دې له طول ورکړې چې) زما د اهل بيت نه امام مهدي راشې چې هغه به دنياد عدل او انصاف نه ډکه کړې چې هغه به (له دې نه مخکښې) ظلم نه ډکوې _

بيان شوې خبرې دا ثابته وې چې د امام مهدي عقيده لرل او د نجات دهنده انتظار کول يو عالمي فکر او د انسان فطري عمل دے ، خو زمونږ معاشره کښې د عقيده دومره کم رنګه او کمزورې ولې ده؟ ولې مونږ دې عقيدې له د نورو عقيدو نه کم اهميت ورکوو ؟ درحاليکه دا عقيده يوه داسې عقيده دا چې ټول پرې ايمان لرې او د عقيده د ټولو فرقو په يووالې او اتحاد کښې اهم کردار ادا کولې شې _ که مونږ د تيرو عالمانو او دانشمندانو په تاريخ نظر وکړو نو سوائے د شمار يو څو عالمانو نه چا د امام مهدي په عقيدي تنقيد نه دےکړې اونورو عالمانو د هغې مکمل جواب ورکړې دې البته دې عالمانو عقيده امام مهدي باطله نه ده ګڼلې بلکه د روايتونو حقله کښې بحث کړې او نورو ټولو عالمانو په اتفاق سره د عقيده قبوله کړې ده خو بيا هم دې عقيدې په معاشره کښې خپل مقام ورک کړې دے او هم دا وجه ده چې نن مختلفې نظريے به خلقو کښې ګډې شوې دې ، څوک وائي د مهدي په نوم څوک معين شخصيت نشته بلکه په هر زمانه کښې يو مهدي وې ، څه خلقو د امام مهدي دعوی وکړې او بعضي دا خيال کوې چې د عقيده له شيعو سره مخصوصه ده حالانکه داسي نه ده _ زما په خيال ددې ټولو وجه د امام مهدي له شمائلو ، صفاتو او د هغه د فضيلتونو او دهغه د وخت د حالاتو او د هغه حقله کښې نقل شوې حديثونو نه او زمونږ له دې عقيدې نه لاپرواهي ده _ نن که مونږ د ايران انقلاب د نورو انقلابونو په مقابله کښې استوار اوکامياب وينو نو ددې له ډيرو وجوهاتو نه يوه وجه دا ده چې هغي د انقلاب د امام مهدي امانت ګڼې او د امام مهدي انتظار او د هغه د راتللو تيارے کوې ،دا رنګ د لبنان او د اسلام يو کاميابه عسکري تنظيم حزب الله هم په دې عقيده استوار دے او د عقيده په کښې ژوندے ده ، د دنيا کامياب او پيروزه صدر احمدي نژاد له هم دې عقيدې د جرات ورکړوچې هغه په عالمي غونډه کښې د امام مهدي نوم واخستو _

که دا عقيده مونږ کښې ژوندے شې نو زمونږ د معاشرے ډير مشکلات به حل شی دې سره خلقو کښې اميد،تمه او اسلام کښې د لټون کولو او ټولو فرقو ته ديو والي او اتحاد نوي لاري خلاسي شې _ زه به يو آيت اود رسول الله صل الله عليه وآله وسلم يوحديث سره خپل مطلب ته اختتام ورکړم ځکه چې قران مجيد هم د امامت په اهميت باندې تاکيد کوي لکه چې فرمائي: يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ . او رسول الله صل الله عليه وآله وسلم فرمائي: کوم کس چې (د الله مقرر کړې ) امام قبلولو نه مخکښې مړ شو هغه د جاهليت په مرګ مړ شو_