Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
معصومین علیهم السلام

حضرت امام حسین علیه السلام په هکله څلویښت حدیثونه

2021/02/07

حضرت امام حسین علیه السلام په هکله څلویښت حدیثونه

له معصومینو څخه امام حسین علیه السلام په هکله څلویښت حدیثونه

       قَالَ رَسُولُ اللّهُ(ص):

   إِنّ الحُسَیْنَ بْنَ عَلِىّ فِى السّمَاءِ اَكْبَرُ مِنْهُ فِى الاَرْضِ، فَإِنّهُ لَمَكْتُوبٌ عَنْ یَمِینِ عَرْشِ اللّهِ: مِصْبَاحُ هُدًى وَ سَفِینَةُ نَجَاةٍ.

بحار الانوار، ج۳۶ ص۲۰۵ ح۸

 

      د خدای ګران رسول(ص) وفرمایل:

   بې شکه چې په اسمان کښې د حسین(ع) مقام په ځمکه د هغه له مقامه لا لوی دی او د خدای د عرش ښي اړخ ته لیکل شوي دي:

حسین د هدایت څراغ او د نجات کشتۍ ده.

 

    قَالَ رَسُولُ اللّهِ(ص):

إِنّ لِقَتْلِ الْحُسَیْنِ حَرَارَةً فِى قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ لا تَبْرَدُ اَبَداً.

مستدرك الوسائل، ج۱۰ ص۳۱۸ ح۱۲۰۸۴

 

       د خدای ګران رسول(ص) وفرمایل:

    په تحقیق سره د حسین(ع) د شهادت لپاره د مومنانو په زړونو کښې داسې تاودوخه او ګرمي ده چې هیڅکله نه یخیږي او نه غلې کیږي.

     قَالَ رَسُولُ اللهِ(ص):

 حُسَیْنٌ مِنّى وَ اَنَا مِنْ حُسَینٍ، اَحَبّ اللّهُ مَنْ اَحَبّ حُسَیْناً.

بحار الانوار، ج۴۳ ص۲۶۱ ح۱

        د خدای ګران رسول(ص) وفرمایل:

   حسین(ع) له ما څخه دی او زه له حسینه یم، خدای تعالی جل جلاله له هغه چا سره مینه کوي څوک چې له حسین سره مینه کوي.

     قَالَ رَسُولُ اللّهِ(ص):

اَحَبُّ اَهْلِ بَیْتِى إِلَىّ الْحَسَنُ وَ الْحُسَینُ.

حیاة الامام الحسین، ج۱ ص۹۱ ح۱۰

 

    د خدای ګران رسول(ص) وفرمایل:

زما په اهل بیتو کښې ماته ترټولو نزدې

حسن او حسین دي.

 

      قَالَ رَسولُ اللّهِ(ص):

   یَا فَاطِمَةُ! كُلُّ عَیْنٍ بَاكِیَةٌ یَوْمَ الْقِیَامَةِ إِلا عَیْنٌ بَكَتْ عَلَى مُصَابِ الْحُسَیْنِ فَإِنّهَا ضَاحِكَةٌ مُسْتَبْشِرَةٌ بِنَعِیمِ الْجَنّةِ.

بحار الانوار، ج۴۴ ص۲۹۳ ح۳۷

        د خدای ګران رسول(ص) وفرمایل:

    ای فاطمې! د قیامت په ورځ به هره سترګه ژاړيدونکی وي خو هغه سترګې به خندیږي او له جنتي نعمتونو به خوشالې وي چې د حسین(ع) په مصیبتونو یې ژړلې وي.

       قَالَ رَسُولُ اللّهِ(ص):

      إِنّ مُوسَى بْنَ عِمْرَانَ سَاَلَ رَبّهُ عَزّوَجَلّ فَقَالَ:      یَارَبّ! إِنّ اَخِى هَارُونَ مَاتَ، فَاغْفِرْ لَهُ.

  فَاَوْحَى اللّهُ عَزّوَجَلّ إِلَیْهِ: یَا مُوسَى! لَوْ سَاَلْتَنِى فِى الاَوّلِینَ وَ الاخِرِینَ لاَجَبْتُكَ مَا خَلا قَاتِلَ الْحُسَیْنِ بْنِ عَلِىّ فَإِنّى اَنْتَقِمُ لَهُ مِنْ قَاتِلِهِ.

بحار الانوار، ج۴۴ ص۳۰۰ ح۴

د خدای ګران رسول(ص) وفرمایل:

       حضرت موسی له خدای پاکه وغوښتل: پروردګاره! زما     ورور هارون وفات شو، هغه وبخښې. خدای ورته وفرمایل: ای موسی! که د ترټولو وړومبیو او ترټولو وروستیو انسانانو د بخښنې غوښتنه وکړې نو قبلوم یې پرته د حسین بن علي له قاتله، بیشکه زه به پخپله د هغه له قاتله بدله اخلم.

    قَالَ رَسُولُ اللّهِ(ص):

 یَقْتُلُ الْحُسَیْنَ شَرّ الاُمّةِ وَ یَتَبَرّاُ مِنْ وُلْدِهِ

مَنْ یَكْفُرُ بِى.

بحار الانوار، ج۴۴ ص۳۰۰ ح۵

د خدای ګران رسول(ص) وفرمایل: د دې امت ترټولو بد کسان به حسین(ع) شهیدوي او له اولادونو یې بیزاري غواړي او دا هغه کسان دي چې زما او زما له دینه کفر کوي.

       قَالَ عَلِىّ(ع):

   اَخْبَرَنِى رَسُولُ اللهِ(ص):

 اَنّ اَوّلَ مَنْ یَدْخُلُ الْجَنّةَ اَنَا وَ فَاطِمَةُ وَ الْحَسَنُ وَ الْحُسَیْنُ، قُلْتُ: یَا رَسُولَ اللهِ فَمُحِبّونَا؟ قَالَ: مِنْ وَرَائِكُمْ.

بحار الانوار، ج۶۵ ص۱۲۷ ح‏۵۶

         حضرت امام علي علیه السلام وفرمایل:

     ماته رسول الله(ص) خبر راکړی: زه او فاطمه او حسن                او حسین(ع) وړومبني کسان یو چې جنت ته زو. ومې ویل: زمونږ مینه وال څنګه؟ ويې فرمایل: هغوي له تاسو وروسته جنت ته ځي.

قَالَ الْحَسَنُ بْنُ عَلِىّ(ع):

لا یَوْمَ كَیَوْمِكَ یَا اَبَاعَبْدِاللّهِ.

اللّهوف، ص۲۵

      امام حسن مجتبی علیه السلام وفرمایل:

یا اباعبدالله! هیڅ ورځ ستا د ورځې په شان نه ده.

        قَالَ السّجّادُ(ع):

   اَیّمَا مُؤْمِنٍ دَمَعَتْ عَیْنَاهُ لِقَتْلِ الْحُسَیْنِ بْنِ عَلِىّ دَمْعَةً حَتّى تَسِیلُ عَلَى خَدّهِ بَوّاَهُ اللّهُ فِى الْجَنّةِ غُرَفاً یَسْكُنُهَا اَحْقَاباً.

كامل الزیارات، ص۱۰۶ ح۱

       امام سجاد علیه السلام وفرمایل:

    هر مومن چې سترګې یې د حسین بن علي علیه السلام د شهادت په وجه له اوښکو ډکې شي او اوښکې یې پر مخ روانې شي نو خدای پاک جل جلاله هغه ته کلونه کلونه په جنتي غرفو کښې ځاې ورکوي.

      قَالَ الْبَاقِرُ(ع):

   لَمّا نَزَلَ النّصْرُ عَلَى الْحُسَیْنِ بْنِ عَلِىّ حَتّى كَانَ بَیْنَ السّمَاءِ وَ الاَرْضِ ثُمّ خُیّرَ النّصْرُ اَوْ لِقَاءُ اللّهِ، فَاخْتَارَ لِقَاءَ اللّهِ.

الكافى، ج۱ ص۴۶۵ ح۷

 

         امام باقر علیه السلام وفرمایل:

     کله چې د آسمان او ځمکې ترمینځ د خدای مرسته پر حسین بن علي علیه السلام نازله شوه، هغه حضرت د مرستې او د خدای د ملاقات ترمینځ ملاقات غوره کړ.

    

       قَالَ الْبَاقِرُ(ع):

    بَكَتِ الاِنْسُ وَ الْجِنُّ وَ الطّیْرُ وَ الْوَحْشُ عَلَى الْحُسَیْنِ بْنِ عَلِىّ حَتى ذَرَفَتْ دُمُوعُهَا.

كامل الزیارات، ص۸۲ ح۱

         امام محمد باقر علیه السلام وفرمایل:

   انسانانو، پیریانو، مارغانو او درندو د حسین بن علي علیه السلام په غم کښې دومره وژړل چې اوښکې یې وبهیدې.

       قَالَ الْبَاقِرُ(ع):

    لَوْ یَعْلَمُ النّاسُ مَا فِى زِیَارَةِ قَبْرِ الْحُسَیْنِ مِنَ الْفَضْلِ لَمَاتُوا شَوْقاً.

كامل الزیارات، ص۱۵۴ ح۳

        امام محمد باقر علیه السلام فرمایي:

   که خلک خبر وی چې د امام حسین علیه السلام د روضې په زیارت کولو کښې څومره ثواب او فضیلت دی نو د زیارت له شوقه به مړه کیدل.

       قَالَ الْبَاقِرُ وَ الصّادِقُ(ع):

     إِنّ اللّهَ تَعَالَى عَوّضَ الْحُسَیْنَ مِنْ قَتْلِهِ اَنْ جَعَلَ الاِمَامَةَ فِى ذُرّیّتِهِ وَ الشّفَاءَ فِى تُرْبَتِهِ وَ إِجَابَةَ الدّعَاءِ عِنْدَ قَبْرِهِ.

بحار الانوار، ج۴۴ ص۲۲۱ ح۱

       امام محمد باقر او امام جعفر صادق (ع) وفرمایل:

     بې شکه چې خدای تعالی جل جلاله حسین(ع) ته د

  شهادت په بدل کښې، د هغه په نسل کښې امامت،

د هغه په خاوره کښې شفاء او د هغه د مزار په خوا

کښې دعا قبلیدل، ورکړل.

      قَالَ الصّادِقُ (ع):

   زُورُوا قَبْرَ الْحُسَیْنِ وَ لا تَجْفُوهُ فَإِنّهُ سَیّدُ شَبَابِ اَهْلِ الْجَنّةِ مِنَ الْخَلْقِ وَ سَیّدُ شَبَابِ الشّهَدَاءِ.

بحار الانوار، ج۹۸ ص۱ ح۲

 

      امام صادق علیه السلام وفرمایل:

    د حسین(ع) د قبر زیارت وکړئ او پر هغه حضرت جفا مه کوئ، په رښتیا چې حسین د جنت د ځوانانو او د ځوانو شهیدانو سردار دی.

 

      سُئِلَ الصّادِقُ(ع) عَنْ زِیَارَةِ قَبْرِ الْحُسَیْنِ(ع)،

    فقَالَ:

إِنّهُ اَفْضَلُ مَا یَكُونُ مِنَ الاَعْمَالِ.

بحار الانوار، ج۹۸ ص۴۹ ح۱

     له امام جعفر صادق علیه السلامه د امام حسین

  علیه السلام د قبر د زیارت په هکله پوښتنه وشوه

 نو ویې فرمایل:

د حسین(ع) د قبر زیارت ډیر غوره عمل دی.

      قَالَ الصّادِقُ(ع):

   إِنّ فَاطِمَةَ بِنْتَ مُحَمّدٍ تَحْضُرُ زُوّارَ قَبْرِ ابْنِهَا الْحُسَیْنِ فَتَسْتَغْفِرُ لَهُمْ.

بحار الانوار، ج۹۸ ص۵۵ ح۱۴

       امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

    په تحقیق سره د پيغمبر اکرم(ص) لور بي بي فاطمه زهرا(س) د خپل زوي حسین(ع) د قبر په زیارت کونکو لورونه کوي او د هغوي لپاره (له خدایه) بخښنه غواړي.

 

       سُئِلَ الصّادِقُ علیه السلام

    عَمَّنْ تَرَكَ زِیَارَةَ الْحُسَیْنِ وَ هُوَ یَقْدِرُ عَلَى ذَلِكَ، قَالَ:

إِنّهُ عَقّ رَسُولَ اللّهِ وَ عَقّنَا وَ اسْتَخَفّ بِاَمْرٍ هُوَ لَهُ.

التهذیب، ج۶ ص۳۸ ح۹۶

        له امام جعفر صادق علیه السلام څخه د هغه کس

     په هکله پوښتنه وشوه چې د امام حسین علیه السلام

   د روضې د زیارت توان لري خو دغه کار نه کوي،

 نو  هغوي په ځواب کښې وفرمایل:

 بې شکه داسې کس د خدای د رسول(ص) او زمونږ

(اهل بیتو) نافرماني کړې او هغه حکم یې وړوکی

 ګڼلی چې د ترسره کولو توان یې درلود.

 

       قَالَ الصّادِقُ(ع):

 إِنّ اَیّامَ زَائِرِى الْحُسَیْنِ بْنِ عَلِىّ لا تُعَدّ مِنْ آجَالِهِمْ.

التهذیب، ج۶ ص۳۶ ح۰۹

      امام صادق علیه السلام وفرمایل:

   په تحقیق سره کوم وخت چې زیارتوال د حسین بن علي علیه السلام په زیارت کولو لګوي هغه د هغوي په عمر کښې نه حسابیږي.

 

     قَالَ الصّادِقُ(ع):

   مَنْ اَتَى الْحُسَیْنَ عَارِفاً بِحَقّهِ كَتَبَهُ اللّهُ عَزّوَجَلّ

  فِى اَعْلَى عِلّیّینَ.

من لا یحضره الفقیه، ج۲ ص۳۴۲ ح۱۶

      امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

   څوک چې د حسین علیه السلام زیات ته لاړ شي په

  داسې حال کښې چې خپل حق پيژني، خدای د هغه نوم په لوړو درجو کښې لیکي.

 

     قَالَ الصّادِقُ(ع):

مَنْ اَتَى قَبْرَ اَبِى‏عَبْدِاللّهِ عَارِفاً بِحَقّهِ

غَفَرَ اللّهُ لَهُ مَا تَقَدّمَ مِنْ ذَنْبِهِ وَ مَا تَاَخّرَ.

فروع الكافى، ج۴ ص۵۸۲ ح۱۰

 

      حضرت امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

   هرڅوک چې د امام حسین(ع) د روضې زیارت ته لاړ شي په داسې حال کښې چې د هغه حضرت له حقه خبر وي، خدای تعالی یې تیر او راتلونکي ګناهونه بخښي.

 

    سُئِلَ الصّادِقُ(ع) مَا لِمَنْ زَارَ الْحُسَیْنَ

  فِى كُلّ شَهْرٍ مِنْ ثَوَابٍ؟ قَالَ:

 لَهُ مِنَ الثّوابِ، ثَوَابُ مِائَةِ اَلْفِ شَهِیدٍ مِثْلُ شُهَدَاءِ بَدْرٍ.

التهذیب، ج۶ ص۴۳ ح‏۱۲۳

       له امام جعفر صادق علیه السلامه پوښتنه وشوه:

  څوک چې هره میاشت د امام حسین علیه السلام زیارت وکړي د هغه انعام څه دی؟ ویې فرمایل:

د بدر د شهیدانو په شان د یو لاک شهیدانو انعام.

 

     قَالَ الصّادِقُ(ع):

مَنْ بَاتَ عِنْدَ قَبْرِ الْحُسَیْنِ لَیْلَةَ عَاشُورَا

لَقِىَ اللّهَ یَوْمَ الْقِیَامَةِ مُلَطّخاً بِدَمِهِ

كَانّمَا قُتِلَ مَعَهُ فِى عَرْصَةِ كَرْبَلا.

بحار الانوار، ج۹۵ ص۳۴۰ ح۲

      حضرت امام صادق علیه السلام وفرمایل:

   څوک چې د عاشورا شپه د حسین د قبر په خوا کښې تیره کړي د قیامت په ورځ په داسې حال کښې له خدای

سره ملاقات کوي چې په خپلو وینو لړلی وي او

د امام حسین علیه السلام ترڅنګ د کربلا په

 میدان کښې وژل شوی وي.

 

     قَالَ الصّادِقُ(ع):

مَنْ زَارَ قَبْرَ الْحُسَیْنِ اَوّلَ یَوْمٍ مِنْ رَجَبٍ

غَفَرَ اللّهُ لَهُ الْبَتّةَ.

التهذیب، ج۶ ص۴۰ ح۱۰۷

     امام صادق علیه السلام وفرمایل:

  څوک چې د رجب د میاشتې په وړومبی نیټه د امام حسین(ع) د قبر زیارت وکړي خدای د هغه ګناهونه بخښي.

    قَالَ الصّادِقُ(ع):

   إِذَا كَانَ النّصْفُ مِنْ شَعْبَانَ نَادَى مُنَادٍ مِنَ الاُفُقِ الاَعْلَى: یَا زَائِرِى قَبْرِ الْحُسَیْنِ! ارْجِعُوا مَغْفُوراً لَكُمْ ثَوَابُكُمْ عَلَى رَبّكُمْ وَ مُحَمّدٍ نَبِیّكُمْ.

من لا یحضره الفقیه، ج۲ ص۳۴۲ ح۲۰

      حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمايي:

   د شعبان میاشتې په نیمايۍ کښې منادي له آسمانه غږ کوي: ای د حسین(ع) د قبر زیارتوالو ستانه شئ په داسې حال کښې چې وبخښل شوئ او انعام به مو د خدای

او ستاسو  د پیغمبر  محمد(ص) په لاس کښې دی.

 

     قَالَ الصّادِقُ(ع):

یَاحَنّانُ! إِذَا كَانَ یَوْمُ عَرَفَةَ اطّلَعَ اللّهُ عَزّوَجَلّ

عَلَى زُوّارِ الْحُسَیْنِ فَقَالَ لَهُمْ:

اسْتَاْنِفُوا فَقَدْ غُفِرَ لَكُمْ.

التهذیب، ج۶ ص۴۲ ح۱۱۷

 

     امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

  اے حنّان! کله چې د عرفې ورځ راورسي، خدای پاک جل جلاله د حسین(ع) زیارتوالو ته پام کوي او هغوي ته وايي: (ژوند مو) له سره پيل کړئ چې په رښتیا،

وبخښل شوئ.

     قَالَ الصّادِقُ(ع):

إِنّ یَوْمَ قَتْلِ الْحُسَیْنِ اَعْظَمُ مُصِیبَةً

مِنْ جَمِیعِ سَائِرِ الاَیّامِ.

بحار الانوار، ج۴۴ ص۲۶۹ ح۱

 

      حضرت جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

    د امام حسین علیه السلام د شهادت ورځ ترټولو زیاته

  غمجنه ورځ ده

 

     قَالَ الصّادِقُ(ع):

   مَنْ ذَكَرَنَا اَوْ ذُكِرْنَا عِنْدَهُ فَخَرَجَ مِنْ عَیْنِهِ دَمْعٌ مِثْلُ جَنَاحِ بَعُوضَةٍ غَفَرَ اللّهُ لَهُ ذُنُوبَهُ وَ لَوْ كَانَتْ مِثْلُ زَبَدِ الْبَحْرِ.

بحار الانوار، ج۴۴ ص۲۷۸ ح۳

 

      حضرت جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

  هر څوک چې مونږ یاد کړي یا یې په خوا کښې یاد شو او له سترګو نه یې د یو ماشي د وزر هومره اوښکه هم لاړه شي، خدای پاک یې ګناهونه بخښي که څه هم د سمندر د ځګ په اندازه وي.

 

     قَالَ الصّادِقُ(ع):

یَا زُرَارَةُ! إِنّ السّمَاءَ بَكَتْ عَلَى الْحُسَیْنِ

اَرْبَعِینَ صَبَاحاً باِلدّمِ.

كامل الزیارات، ص۸۳ ح۶

     حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمايي:

  ای زراره! آسمان څلویښت ورځې د حسین(ع) په غم کښې په وینو وژړل.

 

 

   قَالَ الصّادِقُ(ع):

مَنْ اَنْشَدَ فِى الْحُسَیْنِ شِعْراً فَبَكَى وَ اَبْكَى وَاحِداً

كُتِبَتْ لَهُمَا الْجَنّةُ.

كامل الزیارات، ص۱۱۲ ح۱

      امام صادق علیه السلام وفرمایل:

   هر څوک چې د  امام حسین علیه السلام په هکله یو شعر ووایي چې د هغه او د بل کس د ژړا سبب شي نو په دواړو باندې جنت واجبیږي.

 

      قَالَ الصّادِقُ(ع):

   إِنّ الْحُسَیْنَ قُتِلَ مَكْرُوباً وَ حَقِیقٌ عَلَى اللّهِ اَنْ لا یَاْتیهِ مَكْرُوبٌ إِلا رَدّهُ اللّهُ مَسْرُوراً.

بحار الانوار، ج۹۸ ص۴۵ ح۳

 

      حضرت جعفر صادق علیه السلام فرمایي:

   په تحقیق سره حسین(ع) غمجن ووژل شو نو بس هر غمجن کس چې د حسین(ع) زیارت وکړي نو له خدای سره ښايي چې هغه خوشحاله ستون کړي.

 

      قَالَ الصّادِقُ(ع):

إِنّ اَرْضَ كَرْبَلاءَ وَ مَاءَ الْفُرَاتِ أَوّلُ اَرْضٍ

وَ اَوّلُ مَاءٍ قَدّسَ اللّهَ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى،

فَبَارَكَ اللّهُ عَلَیْهِمَا.

كامل الزیارات، ص۲۸۴ ح۱۴

      امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

   بې شکه د کربلا خاوره او د فرات اوبه هغه وړومبنی ځمکه او اوبه دي چې خدای تبارک و تعالی یې مقدس وګڼه نو بس خدای هغه مبارکې وګرځولې.

 

    قَالَ الصّادِقُ(ع):

مَوْضِعُ قَبْرِ الْحُسَیْنِ تُرْعَةٌ مِنْ تُرَعِ الْجَنّةِ.

من لا یحضره الفقیه، ج۲ ص۳۴۱ ح۸

امام صادق علیه السلام  وفرمایل:

د حسین (ع) قبر د جنت یوه ټوټه ده.

 

     قَالَ الصّادِقُ(ع):

إِنّ اللّهَ اتّخَذَ كَرْبَلا حَرَماً آمِناً مُبَارَكاً

قَبْلَ اَنْ یَتّخِذَ مَكّةَ حَرَماً.

بحار الانوار، ج۹۸ ص۱۱۰ ح۱۸

     

 حضرت امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

   متعال خدای جل جلاله مخکښې له دې چې مکه حرم وګرځوي، کربلا یې امن او برکتناک حرم ګرځولی دی.

    قَالَ الصّادِقُ(ع):

فِى طِینِ قَبْرِ الْحُسَیْنِ الشّفاءُ مِنْ كُل دَاءٍ

وَ هُوَ الدّوَاءُ الاَكْبَرُ.

كامل الزیارات، ص۲۸۹ ح۴

 

      امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

  د هر درد شفا د حسین (علیه السلام) د قبر او روضې په خاوره کښې ده او هغه ترټولو ستر درمل او دارو دي.

 

    قَالَ الصّادِقُ(ع):

السّجُودُ عَلَى تُرْبَةِ الْحُسَیْنِ

 یَخْرُقُ الْحُجُبَ السّبْعَ.

بحار الانوار، ج۸۲ ص۱۵۳ ح۱۴

 

       امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

   د حسین (علیه السلام) په تربت او خاورې باندې سجده د انسان او خدای ترمینځ اوه واړه حجابونه او پردې لرې کوي.

 

   قَالَ الصّادِقُ(ع):

حَنّـكُوا اَوْلادَكُمْ بِتُرْبَةِ الْحُسَیْنِ فَإِنّهَا اَمَانٌ.

التهذیب، ج۶ ص۶۰ ح۱۴۳

 

     امام جعفر صادق علیه السلام وفرمایل:

   د خپلو نوزیږو ماشومانو تالو د حسین(ع) په تربت سره اوچت کړئ  (ګوټی ورکړئ) ځکه چې هغه یې د حفاظت سبب کیږي.

 

     قَالَ الْكَاظِمُ(ع):

مَنْ اَتَى قَبْرَ الْحُسَیْنِ فِى السّنَةِ ثَلاثَ مَرّاتٍ،

 اَمِنَ مِنَ الْفَقْرِ.

التهذیب، ج۶ ص۴۰ ح۱۰۶

       امام موسی کاظم علیه السلام وفرمایل:

    څوک چې په کال کښې درې ځله د حسین(ع) د قبر زیارت وکړي هغه له فقر او تنګلاسۍ په امان کښې دی.

 

    قَالَ الرّضَـــا(ع):

مَنْ زَارَ قَبْرَ اَبِى‏عَبْدِاللّهِ بِشَطّ الْفُرَاتِ

كَمَنْ زَارَ اللّهَ فَوْقَ عَرْشِهِ.

التهذیب، ج۶ ص۳۸ ح۹۰

 

      امام رضا علیه السلام فرمایلي:

   هر کس چې د فرات د سیند په خوا کښې د حسین (ع) د روضې زیارت وکړي د هغه چا په شان دی چې د عرش د پاسه یې د خدای تعالی جل جلاله زیارت کړی وي.

 

قَالَ الرّضَـــا(ع):

إنَّ يَومَ الحُسَينِ أقرَحَ جُفُونَنا

و أسبَلَ دُمُوعَنا و أذَلَّ عَزيزَنا

امالی صدوق ص۱۹۰

 

 

 

      امام رضا علیه السلام فرمايي:

  د حسین (ع) د شهادت ورځې زمونږ سترګې زخمي کړې، زمونږ اوښکې یې روانې کړې او زمونږ عزیز یې خوار کړ.

 

    قَالَ الرّضَا(ع):

فَعَلَى مِثْلِ الْحُسَیْنِ فَلْیَبْكِ الْبَاكُونَ،

فَإِنّ الْبُكَاءَ عَلَیْهِ یَحُطّ الذّنُوبَ الْعِظَامَ.

بحار الانوار، ج۴۴ ص۲۸۳ ح۱۷

     امام موسی الرضا علیه السلام وفرمایل:

  د حسین(ع)  په شان کس باندې باید وژړل شي ځکه چې پر هغه ژړیدل د سترو ګناهونو د بخښل کیدو سبب کیږي.