Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
معصومین علیهم السلام

د حضرت محمد(صلی الله عليه و آله) زيږه او وړکوالے

2016/01/26

د حضرت محمد(صلی الله عليه و آله) زيږه او وړکوالے

 د مکې ښار په دروند تورتم او چپتيا کې ډوب ؤ او د ژوند او کار څه نښې نښانې نه ليدل کيدې. يوازې سپوږمۍ وه چې د نورو ورځو په شان ورو ورو د خواؤ شا له تورو غرونو راهسکه شوې وه او خپلې نرمې او تتې پلوشې يې په ساده او بې ډول او بې سينګاره کورونو او د ښار خواؤ شا کې په دښتو غوړولې وې ورو ورو شپه تر نيمې واؤخته د حجاز په سوې سپورې زمکې د ارام ساه واخسته، ستورو هم په دغې بې ريا او صفا فضا کې پړقا کوله او د مکې د ښار خلقو ته په مسکا وو، اوس سهار دے او سهارنيو مارغان په زړه راښکونکي او زړۀ پورې اواز سره جنتي سندرې پيل کړې ته به واے چې د خپل معشوق سره راز و نياز او پټې خبرې کوي. د مکې په افق باندې رڼا په راختلو وه خو لا تراوسه د مکې په ښار باندې رازداره چپتيا واکمنه وه او ټول خلق اودۀ وو يوازې بي بي امنه ويښه وه او د راتلونکي نوزيږي په انتظار وه. ناڅاپه يې څو نوراني او ناپيژاندې بيبيانې په کوټې کې وليدې چې ډير خوږ بوي ترې ختلو. بي بي امنه حيرانه شوه چې دا څوک دي او څه ته راغلي دي؟ څو شيبې وروسته نوے ميلمه او نوزيږے دنيا ته راغے او د مياشتو له انتظاره وروستو بالاخره د ربيع الاول په اولسمه يا دولسمه نټه سهار د هغې سترګې د خپل ځوي په ديدن رڼا شوې. ټول خلق د دې نوي ماشوم په راتګ خوشحاله وو خو د خوشحالۍ په دې وخت چې د بي بي امنې زړه له خوشحاليو ډوب ؤ د هغې ګران ميړۀ عبدالله په دې دنيا کې نه ؤ ځکه چې هغه د شام له سفره د ستنيدو په وخت په مدينې کې وفات شو هماغه ځاي ښخ شو او بي بي امنه يې د تل لپاره يوازې پريښوده. محمدصلی الله علیه و آله عجيبه ماشوم حضرت محمد(صلي الله عليه و اله و سلم) وزيږيد او د دوي د زوکړې سره په يو وخت په اسمان او زمکې په تيره بيا ختيځ کې چې د هغه وخت د تمدن مرکز او زانګو وه ځينې پيښې وشوې. د نوشيروان باچا باعظمته ماڼۍ چې د ابدې قدرت او سلطنت تصوير يې وړاندې کوو هغه شپه ولړزيده او د فارس د اورتونونو (اتشکدو) اور چې په زورنو کاله بل ؤ ناڅاپه مړ شو. همدا راز د ساوې د جهيل وچيدۀ هم د هغې شپې يوه معجزه وه چې د يوې يوې سيمې خلق يې راوښ کړل. حليمه بي بي، د حضرت محمدصلی الله علیه وآله دايڼه په عربو کې له کلونو دا رسم ؤ چې خپل ماشومان به يې له زوکړې وروسته د ښار په خواؤ شا قبائلو کې يوې دايڼې ته ورکول، چې هم په صفا او ازادې هوا کې وروزل شي او هم فصيحه عربي زده کړي چې هغه وخت په کليو کې ډيره وه په دې غرض چې بي بي امنې د بچي لپاره شودې نه لرلې د حضرت محمدصلی الله علیه و آله نيکۀ اوکفيل حضرت عبدالمطلب په دې فکر کې شو چې د خپل ګران نمسي لپاره چې د حضرت عبدالله نخښه وه، يو محترمه او مطمئنه دايڼه پيدا کړي. له ډير تحقيقه وروسته يې بي بي حليمې ته خپل ګران نمسې وسپارۀ. دا بي بي د بني سعد د قبيلې يوه پاکه او اصيله ميرمن وه او قبيله يې هم په ميړانه او فصاحت مشهوره وه. بي بي حليمې حضرت محمد(صلی الله علیه و آله) خپلې قبيلې ته بوتلو او د خپل ځوي په شان يې د هغه ساتنه کوله. بني سعد قبيله تر دې مخکې په کاختۍ او غريبۍ کې اخته وه خو چې کله حضرت محمد(صلی الله علیه و آله) د بي بي حليمې کور ته راغې د دغې قبيلې غريبي او بې وزلي ورکه شوه. د سيمې پټي شنۀ او څاروي ښه څاربۀ شول، پخپله د بي بي حليمې حالت هم ډير ښۀ شو او شودې يې زياتې شوې. حضرت محمد(صلی الله علیه و آله) پخپله هم تر نورو ماشومانو ښه وده موله او د نورو ماشومانو په شان يې تتوې خبرې نۀ کولې. حضرت محمدصلی الله علیه و آله د پيښو په طوفان کې پيغمبر(صلی الله علیه و آله) شپږ کلن ؤ چې مور بي بي امنه يې د خپلو خپلوانو او شايد د خپل خاوند د قبر د زيادت لپاره له حضرت محمد(صلی الله علیه و آله) ره له مکې نه مدينې ته لاړه او د خپلو خپلوانو له کتنې او د خاوند له زيارته وروسته مکې ته روانه شوه خو د ستنيدو په وخت د ابواء په نامه په يو ځاي کې يې له دنيا سترګې پناه کړې او په دې ډول ګران پيغمبر(صلی الله علیه و آله) په هماغه وړوکوالي کې چې د مور او پلار ډيرې مينې ته يې حاجت درلود، له داړو محرونه شو. د پيغمبر صلی الله علیه و آله د ځوانې او ماشوموالي څو يادونه د حضرت محمد(صلی الله علیه و آله) د وړوکوالي دوران په يتيمې کې د خپل نيکه عبدالمطلب او مهربان تره حضرت ابوطالب په سيوري کې تير شو ګوندې د يتيمې د کړاؤ دوره به د پيغمبر(صلی الله علیه و آله) د شخصيت د جوړولو لپاره ضروري وه او د رسالت او پيغمبرۍ د ګرانې ذمه وارۍ لپاره چې وروسته به د دوي په اوږو اچول کيده د مصيبتونو او پيښو په وړاندې د صبر او زغم يو درس ؤ. پيغمبر(صلی الله علیه و آله) ورو ورو موئيدۀ او د ځوانۍ وخت يې چې جذباتو او احساساتو د غوړيدو او ودې دوران دې، رانيزدې کيدۀ، کۀ څۀ هم د مور او پلار له سيورې محرومه ؤ خو د دوې ترۀ حضرت ابوطالب د خپل اخلاقي فرض او د خپل پلار عبدالمطلب د ټينګ سفارش او سپارښتنې په بنياد د دوي ساتنه او ملاتړ کوو. محمد(صلی الله علیه و آله) په حقيقت کې د هغه لپاره درې حيثيته لرل: د خپل ورور عبدالله او پلار عبدالمطلب(علیه السلام) د يادګار حيثيت اود بچي حيثيت، نو ځکه ددۀ د کورنۍ غړے او يو بچې ګڼل کيده. د دۀ د نورو بچو په شان به يې د دۀ په کور کې ژوند کوو او د دۀ په دسترخوان به يې ډوډۍ خوړله. ابوطالب د پيغمبر(صلی الله علیه و آله) په حق کې يو مهربان ترۀ ؤ او دا ترۀ او ورارۀ يو بل ته دومره خواږۀ وو چې ابوطالب به چرته هم تللو حضرت محمد(صلی الله علیه و آله) به يې له ځان سره بوتلو د "عکاظ" "مجنه" او ذي المجاز په شان د عربو په بازارونو کې ورسره حضرت محمدصلی الله علیه و آله يو ځاي ؤ او حتے کله چې حضرت ابوطالب شام ته د مکې د تجارت له کاروان سره تللو نو د خپل ورارۀ جدائي يې ونه زغمل شوه او دے يې له ځان سره بوتلو.