Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
معصومین علیهم السلام

حضرت فاطمة الزهرا د اسلام د ګران پيغمبرد زړه ټوټه

2017/01/16

حضرت فاطمة الزهرا د اسلام د ګران پيغمبرد زړه ټوټه

د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه وآله وسلم د ګرانې لور او د هغه بزرګوار د زړه ټوټې حضرت فاطمةالزهرا سلام ا.. عليها د تلين په شپوورځوکې يو. داسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) له بعثته پنځه کاله وروسته د جمادي الثاني د مياشتې په شلمه نيټه د جمعې په ورځ د پيغمبر اکرم (ص) او حضرت بي بي خديجه په کور کښې يوې جينۍ سترګې وغړولې او ددغې جينۍ په زوکړې سره د رسول ا... کور له مينۍ او محبته ډک شو د ګران رسول د غمونو او کړاوونو په غوغا کښې چې پيغمبراکرم(ص) ورسره په مکه کښې مخامخ ؤد هغ بزرګوار وړې لور حضرت بي بي فاطمه سلام ا... عليه د سهار د وږمې په شان د پلار او مور زړه سوړ کړ.څومره لويه درجه او فضيلت دي د هغي لور چې د پيغمبر(ص) زړه ورسره کرار موند او فرمايل به يې: ؛فاطمه(ع) زما روح دي او له هغې د جنت بوي راځي" او خداي پاک د قرآن پآک د احزاب سورې په 33 آيت کې د دغې پاکې بي بي د طهارت او پاکۍ په هکله وايې: "انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا؛ "خداي پاک اراده کړې ده چې تاسو د پيغمبر(ص) اهلبيت له هرې پليتۍ او ککړتيا پاک وساتي." دحضرت بي بي فاطمه (ع) پلار حضرت محمد مصطفي صلي ا... عليه وآله وسلم صفتونو ته حاجت نه لري. ، داسي پلار خداي پاک د قران پاک د قلم سورې په 4 آيت کې خلق عظيم بللي او دغه راز د نجم سورې په ۴ آيت کې هم فرمايې : دا پيغمبر له خپلې خوښې هيڅ خبره نه کوي او څه چې وايي د خداي وحې ده" حضرت فاطمته الزهرا (ع) خپل ټول نوراني عمر د يوهّ لوړ او عظيم پلار په لمن کښې تير کړ، قابو دوه کلنه وه چې له پلار سره ئې يو ځايې کفارو او قريشو اقتصادي کلابنړي وکړه او درې کاله يې د شعب ابي طالب (شعب ابي طالب د مکي په خوا کې يوه دره وه چې پيغمبر(ص) او له هغوې سره اړوند کسان او مسلمانان د اقتصادي کلونو کې هغه ځاي کې مقيم وؤ منتهي الامال ص 63-64 ) کښې له خپل پلار او مور او نورو مسلمانانو سره په سختو شرائطو، لوږې او سختۍ کښې تيرکړل. د بعثت په لسم کال له شعب څخه تر ژغورنې لږه موده وروسته يې ګرانه مور چې ظالمانو او قريشو سره يې په مقابلې او په اقتصادي محاصرې کښې خپل وروستي لس کلونه تير کړي وو ، وفات شوه.که څه هم دا جدايي د دوي لپاره ډيره سخته وه ،خو تر دې وروسته پلار ته له نزدې او د هغۀ له پاک تربيته او مينې برخمنه شوه له هجرته لږه موده پس د پيغمبر (ص) د کورنۍ له نورو ښځو او حضرت امام علي عليه السلام سره له مکې څخه مدينې ته لاړه او بيا له پلار سره يو ځاي شوه. په مدينه کښې د پلار دژوند په سختيو کښې له هغه بزرګوار سره برابره شريکه وه او د احد په جنګ کښې وروسته له دې چې مسلمانان شاتګ ته مجبوره شول، بي بي فاطمه (ع) له مدينه ووته او د پيغمبر اکرم خوا ته و رغله او له حضرت امام علي سره يو ځائي يې د پيغمبر (ص) د زخمونو ملهم پټۍ وکړه. (صحيح بخاري کتاب بداء الخلق، صحيح مسلم کتاب الجهاد اوالسير باب غزوه احد) حضرت بي بي فاطمه (ع) د اسلام په کور کښې پيدا شوه، له اسلام سره لويه شوه او ژوند يې له پيغمبره(ص) جدا نۀ ؤ او هغه مبارک (ص) به تر هر چا زيات د هغې کور ته ورتلو. د پيغمبراکرم(ص) يو خدمتګار وايې :" کله چې به د خداي رسول(ص) په سفر تلو نو تر ټولو وروسته به يې له حضرت بي بي فاطمه (ع) سره خداي په اماني کوله او چې کله به را ستنيدو، نو تر ټولو مخکښې به د بي بي فاطمه(ع)ليدو ته ورته.(کشف الغمه ج 2 ص 13، مسند احمد بن حنبل ج 5 ص 275 صحيح ابوداؤد ج 26 سنن بيهقي ج 1ص26 ) د پيغمبراکرم (ص) د ژوند په وروستيو شيبو کښې هم بي بي فاطمه (ع) د هغه مبارک سر ته ناسته وه او ژړل يې او پلار ورته ډاډ ورکاؤ.( امالي طوسي،ج 2 ص 14-15) له حضرت فاطمته الزهرا(ع) سره دپيغمبراکرم(ص) دمينې اوعشق ځينې مثالونه له حضرت بي بي فاطمه (ع) سره د پيغمبر اکرم(ص) مينه دومره زياته وه چې دا چاره د پيغمبر اکرم (ص) د ژوند له حيرانتياوو ګنلئ شوه او که دې خبرې ته ځير پام وکړو چې ګران رسول ا...(ص) د خداي په نزد تر ټولو نزدې او لوړ انسان ؤ او په ټولو چارو کښې د حقو معيار او د عدل او اعتدال ميزان او پارسنګ ؤ او د هغۀ هره وينا او کړچار د سنت درجه لري ،ځکه چې خداي تعالي په قران پآک کې فرماي: "وَ مَا يَنْطِقٌ عَنِ الهَوي اِنْ هٌوَ اِلا وَحْي يٌوحي" يعنې پيغمبر(ص) له خپلې خوښې او نفسه هيڅ خبره نۀ کوي بلکې هر څه چې وايې له وحي څخه وي. نو په دې خاطر ده چې د حضرت بي بي فاطمه (ع) په معنوي فضيلت لا ښه پوهيدالي شو. د پيغمبر اکرم (ص) نورې لوڼه هم وې او که څه هم ګران رسول(ص) له خپلې کورنۍ او حتي پرديو سره مينه لرله خوله بي بي فاطمه (ع) سره د هغه بزرګوار مينه ځانګړې او جدا وه او په اکثرو ځايونو کښې به يې دا مينه څرګنده اعلانوله. او دا پخپله يو دليل دي چې د بي بي فاطمه (ع) او د هغې د کورنۍ ژوند د اسلام له برخليک څخه نۀ جلا کيدونکي دي اوله حضرت بي بي فاطمه(ع) سره پيغمبراکرم (ص) رابطه يوازې د پلار او لور رابطه نۀ وه بلکې دا خبره د يوې ټولنې له حياتي مسئلو، د يو امت له راتلونکي او د مسلمانانو د رهبرۍ او امامت په هکله د خداي پاک له اوامرو سره بشپړ اړه لري. 1. پيغمبر اکرم (ص) به چې کله په سفر تلو، نو تر ټولو وروسته به يې له بي بي فاطمه (ع) سره خداي په امانې کوله او چې له سفره به راستنيدو نو لومړي به د بي بي فاطمه (ع) کور ته ورتلو . 2. حضرت امام باقر عليه السلام او امام صادق عليه السلام فرمائي چې پيغمبراکرم(ص) به تل تر څملاستو مخکښې بي بي فاطمه (ع) ښکلوله، خپل مخ به يې د هغې په سينه کيښودلو او دعا به يې ورته کوله . 3. د اسلاام ګران پيغمبر(ص) فرمايي چې فاطمه زما د وجود ټوټه ده، چا چې دا خوشحاله کړه زۀ يې خوشحاله کړم او چا چې دا خپه کړه زۀ يې خپه کړي يم او فاطمه(ع) په ټولو خلقو کښې ماته ګرانه ده. د پيغمبر اکرم(ص) له وفاته وروسته په حضرت بي بيفاطمته زهرا باندې ډير مصيبتونه راغلل اؤ ژوند ورته سخت شو او د خپل پلار چې عشق او مينه به ېې ورسره کوله، په جدايۍ به ېې ژړل کله کله به د پلار قبر ته تله او ډير به ېې ژړل ( بيت الاحزان ص 141، منتهي الامال ص 164) په کور کې به ېې هم ډير ژړل. کله چې د مدينې خلقو د هغې په ډيره ژړا اعتراض وکړ او وې ويل چې مونږ ستا له ژړا تنګ شو، نو حضرت امام علي عليه السلام د هغې لپاره په بقيع هديرې کې د بيت الاحزان(د غم کور) په نامه يوه کوټه جوړه کړه. بي بي فاطمه(ع) به هر سهار حسنين عليم السلام هلته له ځان سره بوتلل.او تر شپې پورې به ېې ژړل. حضرت امام علي عليه السلام به ماسخوتن هغه کور ته راوستله تر دې چې د ډيرې ژړا او مصيبتونو په وجه ناروغه شوه او بيماري ېې ورو ورو سخته شوه او باالاخره د همدغو غمونو په وجه د هجرت د يو لسم کال د جمادي الاول په ديارلسمه يا د جمادي الثاني دريمه نيټه يعنې د خپل ګران پلار له وفاته پنځۀ او يا يا پنځۀ نوي ورځې وروسته يې له دنيا سترګې پټې کړې. د شهادت په وخت دحضرت فاطمته الزهرا سلام آ... عليها عمر قابو اتلس کاله ؤ. بايد ووايو چې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفي د لور او دهغه بزرګوار د زړهّ ټوټې حضرت بي بي فاطمته الزهرا سلام ا... عليها ژوند د نړۍ په تيره بيا د اسلامي نړۍ اوسنۍ ميرمنې بيلګه وګرځوي او د هغې بزرګوارې په لارښونو او کړن لارې په عمل سره خپله دغه دنيا او آخرت جوړ کړي او په دنيا کې د مرمن مقام هماغه شان وځلوي چې د فاطمه بي بي شخصيت د خپل پلار بزرګوار پيغمبر اکرم په نيابت کې د هغه بزرګوار په مرسته کولو سره نړۍ ته وړاندې کړ .