Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
معصومین علیهم السلام

اهل بیت علیهم السلام

2017/01/07

اهل بیت علیهم السلام

فرقه پالنه هم يوه عجيبه بيماري ده او په دې بيمارۍ ککړ انسان اکثر له حقيقتونو نه سترګې پټوي او که يوه مخالفه فرقه حق خبره هم کوي نو د ضد او مخالفت په وجه له حق خبرې نه هم انکار کوي . څۀ دغه حال زمونږ په ټولنه کښې د رسول (ص) د اهلبيتو(ع) د مقام د منلو او له هغو سره د مينې او محبت کولو د عقيدې مسئله ده او د رسول اکرم(ص) د اهلبيتو(ع) د مقام منلو او له هغو سره د مينې مسئله يوازې له شيعاؤ سره تړلې ګڼل کيږي خو حقيقت دا دے چې د خدائې د ګران پيغمبر(ص) او له اهلبيتو(ع) سره مينه محبت کول او د هغوي پيروکاري کول يوه اسلامي مسئله ده او له شيعه، سني يا خاصې فرقې سره مخصوصه نۀ ده او په دې حقله د قران حکيم احکامات يا د رسول اکرم(ص) فرامين د ټولو مسلمانانو لپاره دي. لکه قران پاک کښې خداي پاک فرمائي: قُل لا اَسئلُکُم عليهِ اَجراً اِلا المُودةَ فِي القُربي ) سورۀ شوري ايت 23) (يعني اي رسوله دوۍ ته ) ووايه چې زۀ له تاسو نه په دې (د رسالت په کار) باندې هيڅ اجر نۀ غواړم فقط (غواړم ) چې زما له قرباؤ سره مودت (مينه) وکړئ. د سني شيعه اکثرو تفسيرونو مطابق په دې ايت کښې د قرباؤ نه مراد ال محمد(ص) دي. بلکې په حديثونو کښې راغلي دي چې دا ايت نازل شو نو صحابه کرامو رضي الله عنهم له حضور(ص) نه تپوس وکړو چې دا ستاسو قرباء څوک دي چې د هغوي مودت او مينه په مونږ فرض شوې ده. حضور وفرمايل: حضرت علے عليه السلام، فاطمه (ع)، او د دوي اولاد يعني اهلبيت (ع). دغه شان ددغو اهلبيتو(ع) په باره کښې په قران کښې راغلي دي: اِنَمَا يُرِيدُاللهُ لِيُذهِبَ عَنکمُ الرِجسَ اَهلَ البيتِ وَ يُطَهِرَکُم تَطهِيراً. (سورۀ الاحزاب ايت 33) يعني خدائې پاک غواړي چې اي د ( رسول ) اهلبيتو(ع) له تا سو نه د هر قسمه پليتي لرې وساتي او تاسو داسې پاک او صاف کړي لکه څنګه چې د پاکۍ حق دے. ددې ايت په باره کښې هم په مسلم شريف ، مشکواه شريف او نورو د حديثونو کتابونو کښې له حضرت بي بي عائشه (رض) نه روايت دے چې حضور پاک اوږد تور نقشه دار څادر اچولې کور ته تشريف راوړو او حضرت امام حسن عليه السلام ته بيا حضرت امام حسين عليه السلام ته بيا حضرت امام علے عليه السلام ته او بيا ئې د جنت ميرمنې بي بي فاطمې(س) ته اواز کړ او د څادر لاندې ئې ځان سره پټ کړل او دغه پاسنې ايت نازل شو. او حضور پاک دعا وکړه چې اې خدايه! دا زما اهلبيت دي چې څوک دوي سره مينه کوي تۀ ورسره مينه وکړې او چې څوک دوي سره دښمني کوي تۀ ورسره دښمني وکړې. ددې نه علاوه هم ډير ايتونه د اهلبيتو (ع) په شان کښې نازل شوي دي. چې په مختلفو تفسيرونو او د حديثونو په کتابونو کښې د هغې شان نزول بيان شوے دے. له دې سره سره د خدائې خوږ پيغمبر(ص) هم وخت په وخت په ځلونو د خپلو اهلبيتو(ع) پيژندګلو امت ته کړې او د هغوي د پيروۍ کولو او له هغوي سره د مينې کولو حکم ئې کړے دے. لکه مشهور حديث (حديث ثقلين) چې صحيح ترمذي، نسائي، مسند احمد بن حنبل، مستدرک، تلخيص مستدرک، کنزالعمال، طبراني او ډير اهلسنتو کتابونو کښې راغلي دي چې حضور(ص) فرمائي: زۀ تاسو ته دوه درانۀ څيزونه پريږدوم يو د خدائې کتاب قران مجيد او بل خپل اهلبيت عليهم السلام که له دغو دواړو سره مو تمسک ولرلو نو چرې به ګمراه او بې لارې نۀ شئ. دغه شان فرمائي: اي خلقو اګاه اوسئ چې په تاسو کښې زما د اهلبيتو عليهم السلام مثال د نوح عليه السلام د کشتۍ دے چې څوک پکښې سوارۀ شول نجات ئې بيا موند او چې څوک ترې نه پاتې شول هغوي هلاک شول. په دا ډول په بخاري شريف او نورو کتابونو کښې راغلي دي چې حضور پاک فرمائې: زما د امت به دولس خلفاؤ وي چې هغوي به له قريشو نه وي او په روايتونو کښې دي چې په قريشو کښې به له بني هاشم خاندان نه وي. او داسې روايات هم شته چې له حضور(ص) نه چا تپوس وکړو چې هر نبي له خپل ځان نه ورسته د راتلونکو جانشينو او ځاې ناستو نومونه خپل امت ته ښودلي دي نو ستا سو راتلونکي جانشينان څوک دي . هغوي وفرمايل: چې دولس دي. لومړۍ امام علے عليه السلام ، دويم امام حسن عليه السلام، دريم امام حسين عليه السلام څلورم امام زين العابدين عليه السلام، پنځم امام محمد باقر عليه السلام، شپږم امام جعفر صادق عليه السلام، اوم امام موسے کاظم عليه السلام، اتم امام علے رضا عليه السلام، نهم امام محمد تقي عليه السلام، لسم امام علے نقي عليه السلام، يولسم امام حسن عسکرے عليه السلام او دولسم امام مهدي عليه السلام دي. له دې نه علاوه د اهلبيتو(ع) په باره کښې له حديثونو نه سني او شيعه کتابونه ډک دي. نو اوس مونږ ته سوچ او فکر پکار دے چې ايا د قران پاک ايتونه او د حضور اکرم (ص) احاديث صرف د شيعاؤ لپاره دي او که نه د ټولو مسلمانانو لپاره دي. د اسلام په ابتداؤ کښې به اکثرو اصحابانو هم د اهلبيتو(ع) غلامي د خپل ځان لپاره د فخر خبره ګڼله او حتے حضرت ابو بکر(رض)، حضرت عمر(رض)، حضرت عثمان(رض) به په مشکلومسئلو کښې حضرت امام علے عليه السلام ته رجوع کولو ان تر دې چې حضرت عمر(رض) به ويل : "لَو لا علے لَهَلَکَ عُمَر" يعني که علے عليه السلام نۀ وې نو عمر به هلاک شوے ؤ. دغه شان د اهل سنت امام شافعے په خپلو اشعارو کښې فرمائې: يا اهـل بيـت رسول الله حبکم فرض مـن الله في القران انزله کفاکم من عظيم الفضل انکم من لم يصل عليکم لا صلاة له يعني اے د رسول (ص) اهلبيتو عليهم السلام ستا سو محبت خدائې پاک په خپل نازل کړي قران کښې فرض ښودلے دے. ستا سو د بزرګۍ، لوړتيا د فضل او شرف لپاره هم دا کافي دي چې څوک په مونځ کښې په تاسو درود ونۀ وائي نو د هغوي نمونځ، نمونځ نۀ دے. د اهلسنتو امام ابو حنيفه هم څو کاله د رسول (ص) د نمسي حضرت امام جعفر صادق عليه السلام شاګردي کړې ده او له دې نه ورسته به چې ورنه چا تپوس وکړو نو ورته به ئې ويل چې لاړ شئ او د هغه چا نه تپوس وکړئ چې د چا په کور کښې قران نازل شوے دے يعني له امام جعفر صادق عليه السلام نه تپوس وکړئ او هم دغه شان چې کله د وخت ظالم حکمران ورته افر وکړو چې راشه د دربار قاضي قضات شه او د حضرت امام جعفر صادق عليه السلام په مقابله کښې فقه مرتب کړه نو حضرت ابو حنيفه دغه افر قبول نه کړو او صفا ئې ورته وويل چې د رسول(ص) او وخت امام موجود وي نو زۀ د داسې کارونو حق نۀ لرم او هم ددې خبرې په جرم کښې هغه قيد کړے شو. او په قيدخانه کښې پرې دومره ظلم او تشدد اوشو چې د هغې په وجه وفات شو. او بيا د هغوي په نوم فقه حنفيه د وخت دغه حاکم د هغوي شاګردامام ابو يوسف په ذريعه مرتب کړه. د اهل سنت له امام احمد حنبل نه خپل ځوې تپوس کوي چې اې بابا دا خلق د اصحابانو متعلق مختلفې خبرې کوي تاسو ماته د اصحابانو د مقام په لحاظ سره ترتيب وښايئ هغوي ورته د خپلې عقيدې مطابق د اصحابو ترتيب بيان کړو خو د حضرت علے عليه السلام نوم ئې په کښې وانۀ خستو هغوي ورته وويل بچي تا رانه د اصحابانو په حقله تپوس کړے ؤ علے عليه السلام خو له اهلبيتو(ع) څخه دے. ځوي ترينه پوښتنه وکړه چې بابا اهلبيتو عليهم السلام څوک دي؟ هغوي ورته وويل د اهلبيتو (ع) مقام له رسول الله(ص) نه ښکته او د اصحابانو نه پورته دے. او د اهل سنتو څلورم امام مالک فرمائي: چې ما له حضرت امام جعفر صادق عليه السلام نه زيات بل فقيه ونۀ ليد، او دا هم فرمائي چې کله هم زۀ د هغوي ملاقات لپاره لاړم نو حضرت امام صادق عليه السلام مې يا د نمونځ يا تلاوت او يا د روژې په حالت کښې ليدلے دے. له دې نه علاوه زمونږ په بر صغير کښې چې څومره هم اوليا کرام او د دين بزرګان تير شوي دي هغوي په خپلو اشعارو او اقوالو کښې د اهلبيتو عليهم السلام مقام له رسول اکرم(ص) نه پس د ټولو مخلوقاتو نه پورته ګڼي او د دغو اولياؤ کراومو د ټولو پيروکارو دا عقيده ده چې هيڅ کله يو ولي، ولي نشي جوړيدے چې د اهلبيتو عليهم السلام ولايت او امامت ونۀ مني او د طريقيت ټولې سلسلې د حضرت امام علے عليه السلام ذات ته رسوي. له دې سره سره که مونږ د دنيا په ټولو حق پرستو دانشورو اديبانو او شعراؤ باندې يو لنډ نظر واچوؤ نو هغوي هم په خپلو اقوالو او اشعارو کښې د اهلبيتو عليهم السلام ذکر کړے دے. لکه د پښتو ژبې يو ستر شاعر او د تورې او قلم خاوند خوشحال خان خټک بابا په خپل ديوان کښې ځاې په ځاې د رسول اکرم(ص) له اهلبيتو عليهم السلام سره د خپلې مينې څرګندونه کړې ده او په يو نظم کښې ئې باقاعده د دولسو امامانو ذکر کړے دے او فرمائې: د امـــــت دولــــــس امــــــــام دي په حديث کښې نام په نــام دي يو علے(ع)دويــم حســـن (ع)دے بل حسين (ع)پـــاکــيزه تــن دے چهــارم زيــــن العـــابـــديــن دے بـــل بــــاقــر (ع) ستنه د دين دے بـــل جعـــفـــر(ع) ورپسې هم دے بـــل امــام موسے (ع) کاظم دے بــل امـــــام علے رضــــا(ع) دے مـــحـــمــد تــقـے (ع)بل بيـا دے بـــــل امـــــام علے نــقـے(ع)دے بـــل حــــسن عــــسکــــرے(ع)دے بــل امـــام، امام مـهـــدے(ع) دے چــې د درست جهــان هــادے دے د بــــي بـــي زهـــــرا (ع) اولاد دے پشت په پشـت دا هسـې ياد دے پــــاک ســـنـــــي هـــــغــــــه ادم دے چې د ال(ع) پـه عشق مـــحکم دے د پښتو ژبې مشهور شاعر او د غزل با با امير حمزه شينواري بابا هم په خپلو مختلفو کتابونو کښې ځاې په ځاې له اهلبيتو عليهم السلام سره د مينې په توګه د شعرونو وئيلو نه علاوه د (د زړۀ اواز ) په نوم يو مکمل شعري مجموعه کښې فقط د محمد (ص) و ال محمد(ع) په شان کښې کلامونه پيش کړي دے لکه فرمائي: چې مخلص په محبت کښې د علے (ع) يــــم کــــه زۀ ډيـــر زيــات ګنګار يم خو ولـي يــــم لا به ما په خوب ليدو په ماشومتوب کښې پـــه شبـاب کښـــې شـــوي نـۀ يــم ازلــــي يـــم دغه شان غني خان د حضرت امام حسين عليه السلام په شان کښې د پښتو ادب يوه شاهکاره مرثيه وائيلې ده چې په هغې کښې ئې له اهلبيتو عليهم السلام سره د خپلې مينې اظهار او د کربلا صحيح فلسفه بيان کړې ده. ددې نه علاوه د فارسۍاو اردو ژبو شعراؤ لکه شيخ سعدے، حافظ شيرازي، مولانا روم، علامه اقبال، غالب، مولانا کوثر نيازي، جوش مليح ابادے او نورو ګڼو شاعرانو هم په خپلو ډيرو کلامونو کښې د رسول الله له اهلبيتو عليهم السلام سره د خپل محبت او مودت څرګندونه کړې ده چې د تفصيل لپاره د يو غټ کتاب ليکلو ضرورت دے.او دا ئې لا څۀ کړې په تېرو وختونو او زمونږ په زمانه کښې ډيرو غير مسلمو ادبيانو او شاعرانو هم له اهلبيتو عليهم السلام سره د مينې په توګه داسې ليکل کړي دي چې انساني عقل ورته حيران پاتې کيږي. په دغو کښې د (سبد ګل) کتاب شاعره روپ کماري د (دن کيم حضرت علے(then came hazrat ali) مصنف ډي ايف کراکا او د (نداي عدالت انساني) مصنف جارج جرداک نومونه اخستې شو. نو ډير د افسوس مقام دے چې زمونږ د دور مسلمان او په خاصه توګه پښتانۀ د اهلبيتو عليهم السلام د معصومو امامانو له نومونو هم واقف نۀ دي او ځينې په ناپوهۍ کښې د يزيد په شان کښې د اهلبيتو عليهم السلام په دښمنانو بد وئيل هم نۀ برداشت کوي او هغوي له دغه ظلم نه مبرا ګڼي حالانکه د پښتو ژبې صوفي شاعر رحمان بابا فرمائي: د حسن حسين عزا دې څوک په زړۀ کا چــې هـمــه واړه پــه تـيــغ شــو شهيـدان رحمان بابا د اهلبيتو عليهم السلام جنګ ته غزا يعني له باطل سره د جنګ نوم ورکړي دے. او اهلبيتو عليهم السلام ته ئې شهيدان وئيلي دے. او د قران مطابق مومن له باطل سره په جنګ کښې شهيد کيږي. نو د اهلبيتو عليهم السلام د دښمنانو د غلطو تبليغاتو او پروپيګنډو په وجه په پښتنو وروڼو کښې د پيدا شوو غلط فهمو د لرې کولو لپاره زمونږ خوږ دوست عبدالرحيم دراني صاحب د اهلبيتو عليهم السلام د څوارلسو معصومينو يعني د حضرت محمد(ص)، بي بي فاطمې(ع) او دولسو امامانو د ژوند حالات له مختلفو کتابونو نه په پښتو کښې د ترجمې اهتمام وکړوچې واقعي دا د پښتو په ادب کښې د يو نوي انقلابي اقدام اضافه ده. او خدائې دې وکړي چې زمونږ پښتانۀ روڼه د حق او حقيقت لټون وکړي او د اسلام ګران پيغمبر(ص) له مظلومو اهلبيتو عليهم السلام سره خپل غيرت او پښتو ثبوت ورکړي. و ما علينا الا البلاغ.