Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
اسلامی شخصیتونه

ارواښاد امام خمېني د غېر مسلمو په نظر کښې

2016/01/25

ارواښاد امام خمېني د غېر مسلمو په نظر کښې

مشهور امريکائي خبريال روبين ووډ زورث په جماران کلي کښې له ارواښاد امام خمېني سره د خپلې کتنې په حقله داسې ليکي: (( کله چې امام خمېني په دروازه راننوتو نو ما احساس کوۀ چې د معنويت له ځواک نه ډکه د هوا يوه وږمه هم ورسره راننوته او داسې ښکارېدل چې په هغې خړې عبا، تور دستار او سپينې ږيرې کښې د ژوند د روح بهير روان ؤ. په دا ډول چې ټول تماشه کوونکي يې په خپله تماشه کښې ډوب کړل، هم هغه وخت مې دا خبره محسوسه کړه چې د هغۀ په مخکښې مونږ ټول واړۀ شوي يو او ګويا په هغه حال کښې له هغۀ نه بغېر بل څه باقي پاتې نۀ وو. هو، هغه د نور يوه شعله وه چې د ټولوحاضرو کسانو په زړونو او روحونو کښې يې رسوخ کړے ؤ. هغۀ هغه ټول معيارونه مات او تس نس کړل چې ګمان مې کوۀ د هغۀ د شخصيت او مقام په جاجونې او تعريف کولو کښې زما مرسته کولې شي. هغۀ په خپل شتون سره په مونږ باندې دومره تاثير وکړ چې محسوس مې کړل چې زما ټول بدن او روح يې چار چاپېره کلک نيولے دے. کله چې په خپله چوکۍ کښېناستېدو نو احساس مې وکړ چې له وجود نه يې يوه انرجي او ځواک په خپرېدو دے، يوه داسې انرجي او ځواک لکه د هوا د يوې وږمې په شان چې که په خاصه توګه دې ورته کتلي وې نو په دې به پوه شوے وې چې د هغۀ په باطن کښې يو مطلق ارامښت او سکون پټ دے ځکه چې (امام) خمېني ډېر جدي، له عزم نه ډک او په هر څه مسلط ؤ. په عېن حال کښې مې هغه دومره پرسکون او خاموش او په ارام وليد چې داسې ښکارېدل چې يو ثابت او کلک ځواک د هغۀ په باطن کښې په بهير کښې دے. البته دغه ځواک هم هغه څيز دے چې د ايران پخوانےشهنشاهي رژيم يې سمدستي له بيخه ونړوۀ نو اوس ايا داسې يو کس يو عام سړے کېدے شي؟ ما په خپل ژوند کښې هيڅ يو ستر شخصيت له هغۀ نه زيات اوچت يا د هغۀ په شان نۀ دے ليدلے. ترټول کمه خبره چې کولې يې شم دا چې هغه داسې ښکارېدو لکه له تېرو انبياؤ څخه يو نبي او يا دا چې د اسلام يو موسي (ع) وي چې دې لپاره راغلے وي چې کافر فرعون له خپل وطن څخه وزغلوي )) د امريکې پخوانے خارجه ورزير هنري کسېنجر د امام خمېني (رح) په باره کښې وائي: (( ايت الله خمېني لويديځ ( غرب ) له يو پلان شوي جدي کړکېچ سره مخامخ کړ، د هغۀ فېصلې داسې لکه د تندر په شان وې چې له سياستدانانو او سياسي نظريه پردازانو نه به يې د هر ډول تفکر او پلان سنجونې مجال اخېستو. هيڅ چا نۀ شو کولې چې د هغۀ فېصلې له مخکښې نه اټکل کړي هغۀ په دنيا کښې له پېژندل شويو معيارونو نه وراخوا په نورو معيارونو سره خبرې کولې او ورباندې به يې عمل کوۀ. داسې ښکارېدل لکه چې له بل يو ځاے نه الهام اخلي. له لويديځ سره د ايت الله خمېني دښمني له الهي تعليماتو نه اخېستې شوې وه. هغۀ په خپله دښمنۍ کښې هم خلوص لرۀ.)) د لندن ټائمز خپرونه چې د انګرېز د دوه سوه کلن استعماري حکومت په وياندوې مشهوره ده د امام په توصيف کښې وائی: (( امام خمېني هغه کس ؤ چې د خلکو پرګنې يې په خپل کلام سره مسحورې کړې. هغۀ به د عامو خلقو په ژبه خبرې کولې او د فقيرو او بې وزلو خلقو پلويانو ته به يې په خپل ځان باندې اعتماد وربخښلو. دې احساس هغه په دې وتوانولو چې هر هغه کس چې د هغۀ د لار خنډ شي له منځه يوسي. هغۀ خلقو ته دا خبره ثابته کړه چې حتي کولې شئ د امريکې غوندې سترو طاقتونو په وړاندې اودرېږئ او و نه ويريږئ...)) د لندن پوهنتون ( يونيورسټۍ ) د نړيوالو روابطو پروفېسر فريډ هاليډې ليکي : (( اسلامي انقلاب د تاريخ تر ټولو لوے او عظيم انقلاب دے او مونږ ټول په دې پوهيږو چې دغه ستر او عظيم کار د امام خمېني د شخصيت د عظمت په رڼا کښې عملي شو او د هغۀ له قدرت او فرماندهۍ نه ډک لاسونه وو چې د انسانانو دغه ستر موجونه به يې په شور، ولوله او غورځنګ کښې راوستل...)) د لويديځ لوړ رتبه شناندے الوين ټافلر وائي: (( دا پوښتنه چې په ٢١ پېړۍ کښې به په دنيا باندې کوم هېواد تسلط پېدا کوي يوه هېجان پېدا کوونکې پوښتنه ده خو په حقيقت کښې په بنيادي توګه دا پوښتنه يوه غلطي ده ځکه چې د نړۍ د نن سبا تر ټولو لوے بدلون يوه نوې ښارنده يعنې د ملي حکومتونو يو ماورا قوت او ځواک دے. )) (( کله چې امام خمېني د سلمان رشدي د قتل فتوا جاري کړه نو په حقيقت کښې يې د نړۍ د حکومتونو لپاره يو تاريخي پېغام ولېږۀ چې اکثريت يې په پوهېدو او د هغۀ له شننې کولو څخه عاجز پاتې شول. او د امام د پېغام حقيقي مضمون څه بل څه نه وو مګر د نړيوال حاکميت او واکمنۍ د نوي دور رارسېدل وو چې پکار دي لويديځوال پرې په ډېر پام او په ژوره توګه غور او فکر وکړي ځکه چې د امام خمېني د خوزښت او حرکت په دوام کښې د بشري افکارو قلمرو د حکومتي واکمنانو مقام هم او د ملي او ځاي حکومتونو اقتدارا هم بدلوي .....))