Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
اسلامی شخصیتونه

حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ محمد تقى بهجت فومنى

2016/07/31

حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ محمد تقى بهجت فومنى

حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ محمد تقى بهجت فومنى

 

د قم له مشهورو فقهاوو څخه دے چې په فقه د عالي دورې درسونه ښيي.  هغوي په زهد او معنويت کښې ډېر مشهور دي.

د 1334هجري قمري کال په اخر کښې په شهر فومن کښې وزيږيد.

د هغوي پلار کربلايي محمود بهجت په 1334 هجري قمري کال کښې  د هغې ځاي له اعتماد وړو کسانو څخه ګڼل کيدۀ. لومړۍ تعليم يې د فومن په مکتب خانې (ښونځي) کښې تر سره کړل. او په فومن ښار کښې يې په 1348 هجري کښې په ديني تحصيل شورو وکړه. د ادبياتو له زده کړې وروسته د قم په لورې روان شو او هلته  له لږو ايساريدو وروسته کربلاي معلی ته لاړ او د اخوند خراساني  د يو شاګرد په درس کښې يې شرکت وکړ او د لويو ايت الله وو حاج آقا ضياء عراقى او ميرزاى نائينى په درسونو کښې له شرکته وروسته يې د ايت الله حاج شيخ محمد غروي اصفهاني (کمپاني) په درس  کښې ګډون وکړ.

همدارنګ يې د ايت الله الغظمی حاج سيد ابوالحسن اصفهاني او حاج شيخ محمد کاظم شيرازي له درسونو زياته ګټه واخسته او د فقه او اصول نه پرته يې د مرحوم سيد حسين بادکوبه په نږدې د اين سينا د اشارات کتاب او د ملاصدرا کتاب اسفار ولوسته.

په 1364قمري کال کښې ايران ته راستون شو او په قم کښې يې له  آيت اللّه العظمـى كوه كمرى څخه ګټه واخسته او د حضرت آيت اللّه العظمى بروجردى د فقه او اصول په درسونو کښې يې ګډون وکړ.

هغوي له 50 کاله پرته وخت وشو چې په خارج فقه او اصول د درسونو  په ښودلو بوخت دے او غالباَ په واسطه سره په خپل کور کښې سبق ښيي.