Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
د رحمت میاشته

روژه د خدای د رحمت باران

2017/07/08

روژه د خدای د رحمت باران

د روژې مبارکه میاشت هغه ماشت ده چې په دې میاشت کښې د آسمان دروازې د خدای د رحمت وریدو لپاره خلاصیږی او د باران په شان زمونږ په ژوند کښې رحمت راولي ، ککړتیاوې ، ناپاکیانې ، هغه ککړ کارونه چې زمونږ په لاس زمونږ په زړه ، سا او د ژوند په چاپیریال کښې رامینځته شوي دي وینځي او فضا پاکه او زړونه نوراني کوي .

له دې کبله د روژې مبارکه میاشت دالهي مغفرت او رحمت میاشت نومول کیږي .
پردې اساس په روژې میاشت کښې د مسلمانانو هڅه له الهي میلمتسیا څخه ډیره ا ستفاده کول دي چې خپل ځان ډیر د الهي مغرفت او رحمت په سیوره کښې ورولي .
یو عمل چې په روژې مبارکې میاشت کښې یې ډيره سپارښتنه شوي ده له ګناهانو څخه توبه او استغغار دی .
دغه خبره فرق نه کوي چې استغفار کوچنۍ ګناه ته اړونده وي او یا سترې ګناه ته .
دغه میاشت داسې فرصت دی چې انسان زړه له ککړتیاو او ګناهانو پاک کړي .
ځکه چې پاک او سپیڅلی زړه د الهي رحمت او نور د جذبولو ظرفیت لري .
د روژې مبارک میاشت له هرې بدې دزړه او سا د وینځلو میاشت ده .
روژه د توبې او استغفار میاشت ده .
داسې میاشت چې کګړ انسان ځان دبخښونکي خدای درګاه ته وړاندې کوي او له هغه ( خدای پاک ج) غواړي دهغو ګناهانو له لومې څخه چې دجهالت په وجه یې کړي دي ځان وژغوري .
دروژې دمبارکې میاشتې شپې او ورځې له ګناهانو د استغفار لپاره یوغنیمت فرصت دی .
داستغفار ستره ګټه داده چې انسان له غفلت څخه وباسي .
کله چې انسان داستغفار فکر کوي ګناهانې، غلطیانې او هغه ظلم چې په خپل نفس یې کړی دی او هغه ظلم چې په نورو یې کړی دی هغه ته وریادوي .
هغه وخت بیا نشي کولای دخپل حالت په هکله له غرور، کبر ، حیرانتیا او غفلت سره مخ شي .
په دغه حالت کښې انسان پوهیږي چې څومره بې وسه او حقیر دی او ددغو ټولو الهي نعمتونو په وړاندې څومره ناشکره او یاغي دی .
همدلته ده چې د خدای پاک ج په وړاندې دشرم احساس کوي او پیښمانه کیږي چې دا د استغفار لومړنۍ ګټه ده .
انسان له خپل ناوړه کار او ګناه څخه له خبریدا وروسته له خپل پروردیګار څخه بخښښ غواړي .
ځکه چې پاک خدای ج د عیبونو پټ ساتونکی او دبدیو پاکونکی دی .
خدای پاک ج ژمنه کړي ده هغه څوک چې استغفار وکړي یعني دیوې حقیقي دعا په توګه له خدای پاک ج په حقیقي ډول بخښنه وغواړي او له ګناه پیښمانه شي خدای پاک دهغه توبه قبلوي . لوجد الله توابا رحیما سوره نسا ایت ۶۴
دروژې مبارکه میاشت د الهي مغفرت او درحمت د دروازو خلاصونکي میاشت ده چې دهغې په رارسیدا سره د روژه ساتونکو په وجود او جسم کښې نوي سا ورپوکول کیږي .
خدای پاک ج په دې میاشت کښې خپل پراخ دسترخوان ته د خپلو بندګانو په وربللو سره له هغوې سره هرډول مهربانۍ او عنایت کوي .
داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص د روژې دمبارکې میاشتې له رسیدا په مخکې خطبو کښې چې په شعبانیه خطبو مشهورې دي ټولو خلکو ته په خطاب کښې خپلې ویناوې شروع کړې چې دغه مهم ټکي ته اشاره وکړي چې په دغه میاشت کښې ټول انسانان دخدای پاک ج میلمستیا ته وربلل شوي دي .
دقران کریم په ایتونو او روایتونو غور کول ددې ښودنه کوي چې د روژې مبارکه میاشت دځان دجوړولو او په یوه(۱) تعبیر په ځان کښې دبدلون د راوستلو میاشت ده .
په ځان کښې دبدلون د راوستلو او دځان دپاکولو ترټولو ښکلي او بشپړه روده هغه ده چې قران کریم بیان کړي ده .
او هغه دخوبیو په وسیله د بدیو جبرانول او دتوبې او غلطیو جبرانول او له تیرو اعمالو څخه بیرته ستنیدل دي .
څرنګه خدای پاک ج د قران کریم دمائده سورې په نهه دیرشم (۳۹)ایت کښې فرمايي : هغه څوک چې له ظلم کولو وروسته توبه وکړي او هغه جبران کړي خدای دهغه توبه مني ځکه چې خدای مهربان او بخښونکی دی .
خدای پاک څومره مهربان دی چې په خپل بنده له زیات قدرت لرلو سره سره له هغه سره مینه کوي او دهغه په هکله اندیښمن دی .
داسې خدای چې دهغه منتظر دی چې بنده کله دهغه لور ته ورستون شي .
په قدسي حدیث کښې راغلي دي چې خدای پاک فرمايي : «هغه وخت چې زما مومن بند کومه ګناه وکړي او بیا ترې توبه وکړي او ددغه ګناه دیادولو په وخت زما له محضراو ربوبیت څخه شرم او حیا وکړي نه یوازې دهغه ګناه وربخښم بلکې دهغه غلطۍ دملائکې له یاد څخه چې لیکلي یې ده هم پاکوم او له دې غوره خبره دا چې دهغه ګناه په ښه والي او نیکې بدلوم .»
انسان دژوند په ځینو پړاونو کښې او ځینو خاصو شرایطو ته په پام سره یو شمیر غلطیانې کوي او له لړزانتیاو سره مخ کیږي .
انسان کله نه کله له خدای پاک سره دخپلې بندګۍ اړیکه هیروي او کله نه کله په خپلو عبادتونو او دندو کښې سستي کوي .
کله نه کله د واجباتو په ترسره کولو او د ناوړه کارونو په پریښودلو کښې سستي کوي او ځینې وختونه د خمس او ذکات په شان د واجبو مالي حقوقو په ورکولو کښې دقت نه کوي .
توبه او له دغو ګناهانو بیرته ستنیدل له لاسه دوتلي عبادتونو قضا او دمالي پورونو بیرته ورکول دي .
ځینې ګناهانې په نورو خلکو ظلم دی .
کله نه کله دخلکود مالي ، دژوند او یا عزت په شان په حقونو سترګې پټول کیږي په داډول موردونو کښې ضروري ده له توبې او ‎پښیمانه کیدا وروسته دخلکو له لاسه وتلي حقونه هغوې ته بیرته ورکړل شي او دهغوې رضایت جلب کړې شي .
په کلي ډول له هرې ګناه توبه کول باید له هماغه ګناه دهماغه ګناه له جبرانیدا سره متناسب وي .

هغه روژه ساتونکی څومره ښه دی چې د روژه ماتي په وخت خپله روژه د خپل محبوب د رضایت په خندا سر ه ماتوي .
په یوه(۱) حکایت کښې ویل شوي دي یوه مشر سړي وویل کله مو چې یو غلام په پیسو واخیست نو ومو ویل نوم دی څه دی .؟ غلام وویل هر نوم چې ته راته اخلې ، ومو ویل کومې جامې اچوئ ویې ویل هر څه چې ته اچوې ، ورته ومو ویل څه کار به کوي .؟ ویې ویل هر څه چې ته راته ووائ ، ومو ویل څه به خورئ ویې ویل هرڅه چې ته راکوئ ، ومو ویل څه غواړئ ویې ویل دغلام په څه غوښتنه وي .
نو بیا مو له ځان سره وویل ای مسکینه ایا ته په خپل ټول ژوند کښې دخدای پاک لپاره داډول بنده وې .؟
دروژې مبارکه میاشت داسې فرصت دی چې مسلمانان سره راغونډ شي او خپل اتحاد او پیوستون نندارې ته وړاندې کړي .
په روژې مبارکې میاشت کښې زړونه له یوبل سره پیوند خوري او روژه داسې فرصت کیږي چې مومنان دیوبل له حال څخه خبر شي .
په دې مینځ ومان کښې په جوماتونو کښې په ډیر عظمت سره په پرتمین ډول دجمعې لمونځ کیږي او اکثره خلک کوشش کوي په دغه میاشتن کښې خپل لمانځونه په جمعې کښې او په لومړي وخت کښې وکړي او د روژې له فرصت څخه زیات او ښه استفاده وکړي .
خلک د لمانځه دترسره کولو او د روژه ماتي لپاره په ډله ایز ډول دمختلفو سیمو په جوماتونو کښې حاضریږي او دمسلمانانو اقتدار او پرتمینوالی نندارې ته وړاندې کوي .
کله چې خلک دلمانځه په صفونو کښې شاملیږي دمعنویت ځلا او د خدای پاک د ذکر صفا ټولنه روښانه کوي او زړونو ته ارامښت او ډاډ وربخښي .
میرمن ایوت بالداچینا یو دیرش (۳۱)کلنه نوي مسلمانه شوي میرمنه ده چې داسټرالیا ښاریزه ده او هغې د تحقیق او مطالعې له لارې هدایت موندلی دی .
داسټرالیا دغه نوي شوي مسلمانه میرمن وايي زه په انجیل کتاب سره لویه شوم خو دغه خبره مو درک کوله چې د انجیل کتاب زیاتې برخې دخدای کلام نه دی . ډیره موده وه چې دبیلابیلو مذهبونو په مطالعې بوخته شوم . یوه(۱) شپه هغه وخت چې په خپله کوټې کښې مو دقران اسماني کتاب پرانیست نو ددغه کتاب په پیل کښې مو سوره حمد ولیدله . له هماغه شیبې څخه چې په انګریزې ژبه مو دقران کریم دحمد سورې د ژباړې لوستل پیل کړل نو پوهه شوم چې دغه کلام دبشر خبرې نه دي ، دبیان طرز او د اصطلاحاتو معنا په دې ډول وه چې دخدای پاک دکلام قدرت او جذبه مو په هغه کښې احساس کوله . دقران کریم داخلاص سورې په لوستلو سره له کوم ډول شک پرته اوپه روښانه ډول د توحید او دمهربان خالق په وحدانیت پوهه شوم . هغه وخت زما ذهني شکونو او ګډوډیو رنګ وبایله . هغه شپه مو تر سهار پورې قران ولوست . په سبا ورځ مو چې کله اذان (بانګ ) واورید نو زما لپاره دومره جذاب او په زړه پورې وو چې ما هم له ځان سره داذان ویل شروع کړ . څه موده وروسته له یوشمیر مسلمانانو سره یوځاې دجمعې لمانځه ته لاړمه . کله چې د جمعې لمانځه امام حمد سوره په لوړ غږ سره لوستله دغه احساس چې پاک خدای مو پیدا کړ زما موجود له تاندوالي ډک کاوه . که څه هم ما دلمانځه لومړني حرکتونه او دهغه ټکي په کامل ډول نه پیژندل خو پرتمینوالی او برابروالی زما لپاره ډیر په زړه پورې وو .په خاص شوق سره مو دلمانځه ټکي په انګریزې ټکو سره په یوه(۱) کاغذ لیکل او هغه مو له ځان سره زمزمه کول . غوره مو ګڼله چې په جمعې لمانځه کښې ګډون وکړم ځکه چې دغه کار زما لپاره جالب او له مینې ډک وو .
څومره په زړه پورې خبره ده چې مونږ هم په روژې مبارکې میاشت کښې د اذان په اوریدو سره پاڅیږو ، اودس وکړو او له هغو شیانو چې مونږ ځان ته جلبوي خلاص شو او په جمعې لمانځه کښې ګډون وکړ .
په دې وخت کښې نور دانسان په زړه کښې د شیطان دنفود لپاره هیڅ لاره نه پاتې کیږي .
څرنګه چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد ص فرمايي :« شیطان تر هغه وخته پورې چې مومن پینځه ګوڼه لمانځونه په خپل وخت وکړي تل له هغه ویریږي خو کله چې دغه پینځه وخته لمانځونه ضایع کړي نو شیطان په هغه جرات پیدا کوي او هغه سړی په سترو ګناهانو کښې اچوي .