Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
اخلاقی

دوستی او ملګرتيا

2017/01/07

دوستی او ملګرتيا

د دوستانو او وروڼو د ډولونو په هکله له اهلبيتو(ع) ډېر روايتونه نقل شوي دي او د دې لپاره چې انسان په پوهې سره په دې لاره کښې قدم اوچت کړي، پکښې د هر ډول ملګرو او دوستانو بيلګې په روښانه توګه ذکر شوي دي.
هغه کوم يو کس دے چې په خپل ژوند کښې يې ډول ډول ملګري نه وي ليدلے؟
په هغو ملګرو کښې داسې کسان هم موجود وو چې په هغوي به دې باور او اطمينان کاوه، او د هغوي سره له ملاويدو به خوشحاليدلې. او همدارنګ داسې ملګري هم شته چې تا له يې د غمونو نه پرته بل څه نه دي درکړې داسې کسان په ظاهر کښې ملګري او پټه دښمنان دي. چې خپل مکر او چالاکي د خپل ملګري لپاره په زړه کښې پټه ساتي او غواړي چې ملګري ته يې څه نه څه بدي ورپيښه شي.
له همدې وجې ډېره ويره پکار ده چې هسې نه وي چې انسان د داسې تالي سټو په خبرو کښې ګېر شي ځکه چې داسې کسان له هغه دښمنانو نه زيات خطرناک دي چې کوم په ظاهره دښمني کوي.
اُولئِكَ شَرّ مَكَاناً وَاَضَلّ سَبِيْلاً او يو شاعر په عربۍ کښې داسې ويلي دي:
و صاحب لى كداء البطن صحبته ----- يودنى كوداد الذئب للراعى يثنى على جزاه اللّه مكرمة ----- ثناء هند على روح بن زنباع
اوس د دې لپاره چې خبره لا زياته روښانه شي د اهلبيتو(ع) څخه د ملګرو د ډولونو په هکله راغلي لانديني حديثونه لوستونکو ته بيانوو:
اميرالمؤمنين حضرت علی عليه السلام فرمايي:
ملګري په دوه ډوله دي: يو هغه ملګري چې د باور او اعتماد وړ وي، او دويم هغه ملګري چې خنده مخي وي،
هغه ملګري چې د باور وړ وي لکه تلي، وزرې، کورنۍ او مال، نو هر کله چې په خپل ملګري باور لرې نو خپل مال او وخت د هغه لپاره ولګوه، د هغه ملګرو سره ملګرې شه او د هغه له دښمنانو سره دښمن شه د هغه رازونه او پټې خبرې پټې وساته او د هغه مرستيال اوسه او د هغه ښې خبرې څرګندې کړه ځکه چې داسې ملګري ډېر کم پيدا کيږي.
او هغه دوستان چې خنده رو وي له هغوي نه تاسو ته خوند او خوشحالي رسيږي نو دا ملګرتيا هغوي سره مه پريږده او د دې زيات له هغوي نه تمه مه لره او لکه څومره چې تا سره ښه او په خوشحالۍ ملاويږي ته هم ورسره هم داسې ملاويږه.
د شهيدانو سردار او مشر حضرت حسين بن علی(ع) فرمايلي دي: وروڼه په څلور ډوله دي: يو هغه ورور چې ستا لپاره دے او ته هم د هغه لپاره يې، بل هغه ورور چې ستا لپاره دے، بل هغه ورور چې ستا پر خلاف دے او بل هغه ورور چې نه هغه ستا لپاره دے او نه ته د هغه لپاره يې.
له هغه حضرته د دې خبرې د معنې په هکله پوښتنه وشوه نو ويې فرمايل: هغه ورور چې ستا لپاره دے او د ځان لپاره دے هغه ورور دے چې خپلې ملګرتيا سره ستا د رورولۍ د باقي پاتې شونې غوښتونکې دے او خپلې ملګرتيا سره د خپل ورور د مرګ غوښتونکې نه دے.او دا ستا لپاره دے او د خپلې ګتې لپاره هم دے او چې هرکله دا ورورولي يې پوره شي د دواړو ژوند به خوشحال او خوږ شي.او هر کله چې ورورولي له يو اړخه وي او پکښې تناقض او برخلافي وي د دواړو اړخه ورورولي به ناروغه او نيمګرې وي.
هغه ورور چې ستا لپاره دے هغه کس دے چې ځان يې له تمې ژغورلې دے او ستا اړخ ته يې رغبت او ميل پيدا کړے دے له همدې وجې کله يې چې ورورولۍ ته مينه وشي نو پکښې تمه نه وي نو داسې ملګرې ټول وجود سره ستا لپاره دے.
هغه ورور چې ستا په خلاف دے هغه کس دے چې ستا لپاره د ناخوښو پيښو په تمه دے او ستا پټې خبرې څرګنده وي او په کورنۍ کښې تا پسې دروغ تړي او د حسد په نظر تا ته ګوري او د خداي پاک لعنت دې وي پر هغه باندې.
هغه ورور چې نه ستا لپاره دے او نه ته د هغه لپاره يې، هغه کس دے چې خداي پاک هغه له حماقته او کم عقلې ډک کړې دے او د خپل رحمته يې لرې کړے دے او ته به هغه ګورې چې ځان په تا باندې وړاندې کوي او د خپل حرص او تمې له وجې هغه څه چې ته يې لري ځان له يې غواړي.
امام جعفر صادق(ع) فرمايلي دي:
ملګري په درې ډوله دي: يو هغه ملګري دي چې د ډوډۍ او خوراک په شان دي او هر وخت تۀ هغوي ته اړتيا لرې او هغه هوښياد ملګري دي.
دويم د دړد په شان دے او هغه احمق او کم عقل ملګرې دے.
دريم د دارو په شان دے او هغه هوښيار او چالاک ملګرې دے.
او همدارنګ يې وفرمايل: ملګري په درې ډوله دي: يو هغه ملګري چې ستا لپاره له ځانه تېر وي او تا سره مرسته او ياري کوي، دويم هغه ملګرې چې د خپل مال په وسيله تا سره مرسته او ياري کوي، دريم هغه چې د ځان لپاره هم ستا نه غواړي تا يوازې د ځينې خوندونو لپاره پکار راولي نو دې ته په پام سره پکار نه ده چې هغه د باور کوونکو ملګرو څخه وشمارې.
¬خالي او فارغ وختونه
د ځوانې وختونه به په بيړې سره تير شي او بيا بيرته نه راځي.
ځوانان، پکار دي د ژوند لپاره داسې پروګرام جوړ کړي چې له خالي وختونو نه د خپل روحي او رواني ژوند په ګټه کار واخلي او په راتلوونکي وخت کښې د خپل تعليم د جاري ساتلو او د ښه کار په لاس راوړلو لپاره ځان چمتو کړي.
پکار دے د ځوانې د خالي او ارزښمن وختونو قدر وکړي او هغه وختونه هسې له لاسه ور نه کړي.
حضرت علی(ع) فرمايي: له دې وړاندې چې د بُډا والي او ضعيفۍ وخت دې راورسيږي له خپلې ځوانۍ ګټه واخله.
او همدارنګ فرمايي: کوم يو کس چې خپل وخت په سستۍ او فضول تېر کړي هيڅکله خوشحالۍ او خوشبختۍ ته نه رسيږي.
ځوانان پکار ده چې ژوند کښې نظم او پروګرام ولري چې وختونه يې د شيطان د وسوسو د څرند ځاي جوړ نه شي.
هغه پکار ده تفريح او ورزش وکړي چې بدن او روح يې روغ وروزل شي، روغ تفريح او سيل کول انسان د ژوند د يو رنګ کارونو نه ژغوروي او ستړې ته يې نه پريږدي.
حضرت علی(ع) فرمايي: خوشحالي او شادماني د انسان د روح د روزنې سبب ګرځي.
له بده مرغه زمونږ ځينې ځوانان په دې نه پوهيږي چې له خالي وختونو څنګه ګټه واخلي.کله کله د رخصتۍ په خالي وختونو کښې ترې نه ګناه وشي، او نامشروع کارونو ته لاس اچوي او په نتيجه کښې د ځان او د نوور د سستۍ او پښيمانۍ سبب جوړ شي.
دې ته په پام سره، يو ځوان داسې کولې شي چې د زده کړې او لوستلو نه پس ځينې خالي وختونه د ښو ملګرو په مرسته د بدني او هنري کارونو نه ډک کړي. له همدې وجې خالي وختونو لپاره لانديني کارونه تاسو ته وړاندې کوو:
نرمش او ځينې سپک روزشونه، هره ورځ او يا په اونۍ کښې څو ځله درون ورزش کول لکه په غره ختل، لامبو وهل، واليبال، فوټبال او نور... خو پکار نه ده چې ټول خالي وختونه دې له همدې ورزشونو ډک شي بلکه يو ښه پروګرام سره پکار دي له خالي وختونو ښه ګټه واخستل شي.
هر ځوان له پکار دي چې خپل خوښ هنر او کار معلوم کړي هغې له مناسب وخت ورکړي چې هغه فن زده کړي لکه: نقاشي، عکاسي، خطاطي، شعر، مکينکي، اليکټرونک او نور... له دې وروسته چې له مطالعې ستړے شي نو کوم وخت چې ورسره خالي پاتې وي هغې کښې دې دا کارونه کوي چې په دې کارونو کښې يې هم تجربه وشي. په خالي وختونو کښې هغه ذوقي او د زړه خوښې کارونه اهميت لري چې:
لومړۍ هغه کار چې د ستا طاقت او توان زياتوي.
دويم هغه کار چې د روح د خوند سبب ګرځي او ژوند د وچ والي او بې روحۍ نه وباسي او انسان په څوڅو څېزونو کښې ماهره وي او څو ډوله ژوند کولې شي.
په مطالعې کښې پکار دي د درسي کتابونو پرته نور ګټه ور کتابونه لکه: اعتقادي، اخلاقي، تاريخي، سياسي، د عامو معلوماتو کتابونه هم مطالعه کړي له دې پرته پکار ده تجويد او د قران قرائت او نورې ژبې لکه عربي، فارسي، انګريزي او نورې هم زده کړي او په بيلا بيلو ډګرونو کښې خپل معلومات زيات کړي چې په ليدتوګه کښې يې وسعت او خپرتيا پيدا شي.
ځينې عملي مهارتونو او فنونو ته هم په ژوند کښې اړتيا پيدا کيږي او پکار ده چې د ځوانۍ په وخت کښې خالي وختونو کښې هغه زده کړې شي لکه: مکينکي او برقي (د بجلۍ) څيزونه جوړول، چې راتلونکې ژوند کښې پکار راځي.
نو پکار ده چې هر اړخ ته فکر وکړې شي او هر اړخيزه پروګرام جوړ کړې شي او د خپل فکري، ذوقي، هنري او علمي استعدادونو روزنه وکړې شي چې يو ريښتونې ليد، او يو هر اړخيز شخصيت په لاس راوړې شي او انساني کمال ته نزدې شي.
جنسي بې لارې او د هغې علاج
د پيداوښت په نظام باندې د راغلي طبيعي قانونونو د حدونو څخه وتلو ته انحراف او بې لاري ويل کيږي.
جنسي غريزه چې خداي پاک هغه د انسان د خېر او کمال لپاره او د انسانانو د نسل د باقي پاتې کيدو لپاره د انسانانو په وجود کښې ايخې ده، کيدې شي چې ځينې خلک دا غريزه د بدۍ په لار کښې استعمال کړي.
ځان په حرامو شهوتونو مړول يو ډول انحراف او بې لارې توب دے چې بدن او روح کمزورې کوي او دا ډول شهوت د انساني طبيعت په اپوټه دے.
په ځوانانو کښې د دا ډول عادت پيدا کيدل له هر څه نه زيات د هغوي د ارادې طاقت کمزورې کوي او د هغه شخصيت له منځه وړي او تباه کوي يې.
بې لارې شوې ځوان په دې کار سره د خپل درک او پوهې او عقل طاقت کمزورې کوي او ځان لپاره د زر بوډا شونې وسيله جوړوي.
د انحراف وسيلې
کله چې انسان لوييږي او د بالغيدو وخت ته ورسيږي په هغه وخت کښې د بې لارۍ وسيلې ډېرې زياتې وي او دا ممکنه ده چې د ډېرو ځوانانو په ژوند کښې داسې وخت راشي چې د هغوي شهوت راويښ کړي او په اخر کښې د هغوي د پليتۍ بې لارۍ وسيله جوړه کړي.
داسې جنسي خيالات چې خلک د بې لارۍ اړخ ته بيايي، هم د ځوانانو د بې لارۍ سبب جوړيږي. او دريم سبب چې انسان جنسي بې لارۍ اړخ ته دعوت کوي هغه شيطاني وسوسې دي چې پداسې حال کښې پکار ده چې د شيطاني وسوسو نه خداي پاک ته پناه يوسي، لکه څنګه چې قران فرمايلي دي:
بسم اللّه الرحمن الرحيم
قـل اعـوذ بـرب الـنـاس * ملك الناس * اله الناس * من شر الوسواس الخناس * الذى يوسوس فى صدور الناس * من الجنه والناس.
کله چې انسان په داسې ځاي کښې ګېر شي چې شهوت اړخ ته بلګونکې ماحول وي نو په هغه کښې ځينې غوښتې څرګنديږي. شيطان دا غوښتې د هغه په نظر کښې ښکلې او زړه راښکونکې کړي، په زړه کښې دننه او پټې طريقې سره هغه د هغې بد کار کونې ته وسوسه کوي. او له بل اړخه عقل هم د انسان دننه مقابلې ته پاڅيږي او د هغه کار کول جائز وګڼي.
شيطان د بې لاريتوب لپاره له زړه راکښوونکو او جنسي څيزونو نه ګټه اخلي او سړے نامشروعه جنسي شهوت ته غواړي، د دې په مقابله کښې عاقلان، پوهان او الهی پيغمبران او هدايتکونکي، انسانان د عقل او فطرت په وسيله خېر ته هدايتوي او مشروعې جنسي اړيکې ته يې بلګي.
د انسان دننه دا جنګ، يعنې د عقل او شهوت مقابله، د ايمان او د نفس د غوښتنو مقابله، د الهی او شيطاني طاقتونو مقابله، به تل جاري وي. په بيله توګه د بالغيدو په لومړيو کښې دا مقابله ډېره څرګنديږي او د عمر تر اخره جاري وي. او د ژوند په بيلا بيلو وختونو کښې هر يو طاقت چې زورور شي د سړي شخصيت هماغه اړخ ته ځي او هماغه شان لوييږي.
که عقل او ايمان په هغه باندې حاکم شي نو هدايت شي او ريښتونکې شي او که شهوت او شيطان په هغه باندې مسلط او غالب شي نو بې لارې، ګمراه او نقصاني به شي.
حکم کوونکې او بلګونکې نفس د انسان په وجود کښې دا کوښښ کوي چې _ د شيطاني وسوسو په وسيله – په هغه باندې غالب او بريالۍ شي او هغه د خپلو غوښتو په بند کښې راولي او انسان داسې لار ته راولي چې په ظاهره يې ګناه او فساد معلوم نه وي. له بل اړخه عقل دا کوشش کوي چې د ايمان په مرستې سره د نفس واګي په خپل لاس کښې واخلي هغه کانټرول کړي او خېر او کمال او د بدن او روح سلامتۍ ته يې هدايت کړي.
دې ته په پام سره د انسان شخصيت تل د عقل او شهوت، خېر او فساد، پاکۍ او پليتۍ، سلامتۍ او بې لارۍ په کشمکش کښې دے او دا جنګ او نښت به تل جاري وي.
يوازينې کس چې د جنګ په دې ميدان کښې، ژوندې او روغ پاتې شي هغه کس دے چې ځان د ايمان او تقوی په اسلحه مزبوت کړي او د ځوانې له لومړيو نه، په ځان جوړونې او نفس سره په جهاد کونې بوخت شي.
پکار دي چې دې خبرې ته پام وکړو چې دا کار کيدې شي او خداي پاک – چې يوازينې قدرت او د توکل ځاي دے او د کمزوري انسان ته له بلاګانو نه نجات ورکوونکې دے – د دعا او عبادت په وسيله د هغه انسان مرستې ته رسيږي او هغه په دغه هميشني جنګ کښې بريالۍ کوي.
په تاريخ کښې داسې ډېر انسانان شته چې د ژوند په ټولو ډګرونو، بهرني او دننني، نفساني او ټولنيزو جنګونو کښې بريالي شوي او سرلوړي شوي دي او خپل ټول عمر يې ښه په فخر سره تېر کړے دے.
صحيح نظر او ليد
قـرآن كـريـم , د حضرت يوسف(ع) د ځوانۍ ورځې بيانوي چې هغه څرنګه د بالغيدو او ځوانۍ په حساس وخت کښې د خپلې زماني د تاريخ په يو خطرناک امتحان او ازميښت کښې ګېريږي او په خپلي کلکې ارادې او نه خرابيدونکي ايمان په وسيله د خداي پاک له هغه امتحانه بهر راوځي. او د شرافت، عفت او پاکۍ په لوړ مقام ودريږي او د هغه شخصيت به د ځوانانو لپاره د يو کاملې نمونې په توګه تل باقي پاتې وي.
مؤمن ځوان، په صحيح نظر سره چې له اسلامه يې اخستې دے، په دې پوهيږي چې هر يوه ناخوښه پيښه چې په ژوند کښې مخې ته راځي – پداسې حالت کښې چې هغه کار يې پخپله نه وي کړے- هغه د خداي له اړخه امتحان او ازميښت ګڼلې شي چې د هغې هدف او مقصد د انسان د ژوند کمال او ترقۍ ته رسول دي.
د خداي له اړخه راستولې شوې رهبرانو او لويو پوهانو ژوند ليک ته چې په تاريخ کښې وګورو چې له هغو نه زياتو کسانو په زوره سختو او ډول ډول پيښو سره ژوند کړے دے او په نتيجه کښې د هغوي په ځوانې کښې برياليتوب د هغوي د هغه صبر او د سختو په وړاندې د ولاړتيا نتيجه ده چې په وړوکوالي او ځوانې کښې يې داسې صبر کړے دے.