Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوهنې

دخداى پاک صفتونه

2016/05/21

دخداى پاک صفتونه

هر صفت ،چې انسان ته سترتوب اوبزرګي ورکړي او اړتيااونيمګرتيايې لرې کړي هغه ته کمالي صفت وايي لکه دپوهې اوهوښيارۍ صفت ، چې له يووګړي ناپوهي لرې کوي همدرازکه څوک وس اوقدرت نه لري ؛نونيمګړى اوناقص دى اودقدرت صفت دهغه دانيمګړتيالرې کوي ددې جهان پالونکى اوخداى ،دکمال ټول صفتونه لري اوله هرډول عيب اونيمګړتيا پاک دى دا،چې خداى دنړۍ ټولې اړتياوې پوره کوي اونوروته کمالونه اونعمتونه ورکوي؛نو پکارده ،چې پخپله هم دغه کمالي صفتونه ولري؛ځکه چې داخونه شي کېداى ،چې څوک پخپله کمالي صفتونه ونه لري او نوروته يې ورکړي مثلاڅوک ،چې پوهه ونه لري بل ته څه نه شي ورښوولى .
که خوښه مووي دابحث به لږ نورهم ا وږد کړم .
خداى تعالى پوه ځواکمن اوژوندى دى.
په کائناتوکې له مطالعې دخداى تعالى پر صفتونوپوهېداى شو؛ځکه چې داپراخه نړى ،چې سرترپايه په کې نظم اوانضباط کارول شوى اوهريومخلوق په اندازې اوله ځانګړتياوو سره پيدا شوى په دې خبره لوى دليل دى ،چې ددې پيداکوونکى ،علم،پوهه ،وس اوقدرت لري په کائناتوکې داحيرانوونکى نظم په دې ګواه دى ،چې ددې پيداکوونکى دهرموجود په رازونواودهغودپاتې کېدواوفناکېدوپر عواملواودهرژوندي دژونداومرګ په سببونوخبردى اوپه هراړخيزاوبشپړعلم اوتدبير ئې هرڅيزپيداکړى دى .
اوس،چې دخداى تعالى دعلم اوقدرت په صفتونو پوه شو؛نو په يوبل صفت ئې ،چې ژونديتوب (حيات) دى هم پوهېداى شو؛ځکه چې دپوهې اوعلم لپاره ژوندضروري دى اوڅوک ،چې علم اووس لري؛نوژوندى به هم وي ،خداى تعالى په قرآن شريف کې ځان په ټولوکمالي صفتونولکه علم ، قدرت اوژوند(حى) ستايلى اوځان يې له هرډول نيمګړتياپاک ګڼلى دى .
أَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ؛يعنې خداى تعالى په هرڅه پوه اوخبردى .(بقره ٢٣١آيت ) .
هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ؛يعنې هغه ژوندى دى اوله هغه پرته بل خداى نشته .(غافر٦٥آيت )
إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
؛يعنې بېشکه خداى په هرڅه قادردى (بقره ١٤٨ آيت ).
البته لکه ،چې وويل شول کائنات په خپلوزياتورازونوسره دخداى تعالى پوهه ،علم ، قدرت اوژوند يتوب ښه ثابتوي؛خودهغه دپوهې ، علم ، قدرت اونورو صفتونوڅرنګوالى موږته سم معلوم نه دى؛ځکه چې زموږعقل اوفکرلنډاومحدوددى اودخداى تعالى دذات اوصفتونوحقيقت ته ( چې له هراړخه نا محدوددى) نه شي رسېدلاى .
هو! دهرانسان فکرکه څومره ډېروړاوقابل هم وي دخداى تعالى دحقيقت لوړې څوکې ته نه شى رسيدلى او موږنه شوکولى اومسووليت هم نه لرو،چې دخداى تعالى دذات ياصفتونو پر حقيقت پوه شو؛يواځېنى څيزچې موږئې وس لرواو له موږه غوښتل شوي دادي،چې په کائناتواودالهي عظمت په نښونښانوکې په دقيقې مطالعې اوڅېړنې سره دخداى تعالى پر وجود اوصفتونو عقيده پيداکړو؛خودخداى تعالى دذات اوصفتونو حقيقت هېڅکله مو ږته نه شي معلومېداى اونه به معلوم شي اوداسې توقع اوهيله لرل هم نه دي پکار؛ځکه چې ددين مخکښان اولارښوونکي وائي : (( هرڅيز،چې موږيې په خپل ذهن کې تصورکړوهغه خداى نه دى ؛بلکې زموږ دذهن پيداشوى څيزدى اوهم موږته راګرځي )) .
خداى تعالى اورېدونکى اوليدونکى دى
خداى تعالى ځانته سميع اوبصيرويلى، دسميع اوبصير معناده؛اورېدونکى اوکتونکى .
دخداى تعالى دکتنې اواورېدنې مطلب دادى،چې هغه په ټولواورېدنواوليدلوخبردى لکه څنګه ،چې ددنياپه ټولوموجوداتوخبردى اوټول دهغه په وړاندې حاضردي .
البته دانسانانواوحيوانانودليدلواواورېدلووسيله سترګې اوغوږونه دي؛خوداچې الله تعالى اورېدونکى اوکتونکى دى مطلب دانه دى،چې هغه سترګې اوغوږونه لري ؛بلکې مطلب دادى ،چې خداى تعالى په ټولوليدنواواورېدونوخبردى اوټول دهغه په وړاندې حاضردي اوهيڅ څيزترې پټ نه دى اوڅرګنده ده ،چې په اورېدنوياليدنودهغه خبرتيااو پوهه سترګواوغوږوته اړه نه لري ،يوديني عالم وائي :
( داچې خداى تعالى ليدونکى اوکتونکى دى ؛نومطلب دانه دى ،چې هغه زموږ په شان غوږونه اوسترګې لرې) ((؛بلکې هغه ئې بې له غوږو اوري اوبې له سترګو ګوري )) .
اوس کېداى شي څوک داپوښتنه وکړي ،چې په کوم دليل خداى تعالى کتونکى اواورېدونکى دى ؟
ددې پوښتنې ځواب ډېراسان دى کله ،چې موږ پوه شو،چې خداى تعالى بې پايه علم لري اوله هرڅه خبردى ؛نوددې ټولې پوهې اوعلم لازمه داده ،چې هغه له ټولواورېدنواوليدنو هم خبردى .
دې ته په پام سره ددغودواړو صفتونو( سميع اوبصير) دثابتولولپاره بېل دليل ته اړتيانه لرو،پردې سربېره،چې مخکې مووويل دنړۍ خالق بايددټولوکمالونوخاوند اوله نيمګړتيا وواوعيبونو پاک وي اوداورېدلواوليدلوصفت په هغه معنا،چې و موويل په خپله يوډول کمال دى اوددې کمال نه لرل نقص اونيمګړتياده .