Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوهنې

دالهي پیغمبرانو نبوت

2017/01/07

دالهي پیغمبرانو نبوت

د الهي پیغمبرانو نبوت

۱. د پیغبرانو د بعثت فلسفه
مونږ عقیده لرو: خدای تعالی د انسان د هدایت، مطلوب کمال او تل پاتی نیکمرغۍ ته د انسانانود رسولو لپاره پیغمبران او رسولان راستولي دي، ځکه چې که نه یې وو رالیږلي د انسان د پیدایښت هدف نه حاصلیده، او انسانان د ګمراهۍ په ګرداب کې پاتې کیدل او په دې کار سره نقض عرض لازمیده. (یعنې د هدف په خلاف څیز لازم راتله) «رُسُلا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا؛ پیغمبران یې (راواستول) چې زیری ورکوونکي او ویروونکي وو،چې پر خدای د خلکو لپاره کوم حجت پاتې نه شي(او د سعادت لاره ټولو ته وښیي او پر ټولو غاړې خلاصې شي)او خدای تعالی وسیال او حکیم دی»
مونږ باوري یو چې :په هغوي کې پنځه کسان «اولولعزم» یعنې «د شریعت، آسماني کتاب او نوي دین » خاوندان وو چې لومړی یې «نوح» بیا «ابراهیم» او «عیسی» او وروستی یې «حضرت محمد(ص)» دی.
«وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنْكَ وَمِنْ نُوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا؛ رایاد کړه هغه وخت چې له پیغمبرانو مو ژمنه واخسته او (همداراز) له تا او نوح او ابراهیم او موسی او عیسی بن مریم،اومونږ له هغو ټولو پیاوړی پیمان واخسته (چې د رسالت په ادا کولو او د آسماني کتابونو په خپراوي کې هڅه وکړي)
«فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ؛ صبر او استقامت وکړه هغه شان چې اولوالعزم پیغمبرانو صبر او استقامت وکړ»
مونږ عقیده لرو: چې د اسلام پیغمبر(ص) خاتم انبیاء او د خدای تر ټولو اخري رسول دی او دهغه شریعت د نړۍ د ټولو خلکو لپاره دی او د نړې تر پایه پورې باقي دی،یعنې د اسلام د تعلیماتو معارفو او احکامو جامعیت تر دې حده دی چې د نړې تر پایه پورې په مادي او معنوي اړخونو کې دانسان ټولو اړتیاوو ته مثبت ځواب ورکوي، او هر څوک چې د نوي نبوت او رسالت ادعا وکړي باطله او بې اساسه ده .
« مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا؛ محمد(ص) په تاسو کې د هیڅ یو سړي پلار نه دی، خو دخدای رسول او د پیغمبرانو د لړۍ ختموونکی دی، خدای تعالی له هر څه خبر دی( او هغه څه چې ضروری وو هغه ته یې ورکړي دي.»

۲. د الهي دینونو له پیروانو سره ګډ ژوند
سره له دې چې مونږ اسلام په دې زمانه کې دخدای یوازینی رسمي دين ګڼو خو باوری يو چې باید د نورو آسماني دینونو له پیروانو سره ګډ سوله ایز ژوند ولرو،که هغوی په اسلامي هیوادونو کې ژوند کوي او که په نورو هیوادونو کې، مګر په هغوي کې هغه کسان چې له اسلام او مسلمانانو سره جګړه او نښته وغواړي: «لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ؛ خدای تعالی تاسو له هغو کسانو سره له نیکۍکولو او له هغوي سره په عدالت سره له چلند کولو نه منعې کوي چې د ین په خاطر یې له تاسو سره جګړه ونه کړه او تاسو یې له کور او وطنه ونه باسلئ، ځکه چې خدای تعالی عدالت کوونکي خوښوي.»
مونږ عقیده لرو چې:په منطقي بحثونو سره د اسلام حقیقت او تعلیمات د نړې نورو خلکو ته ښکاره او بیانولی شو،مونږ د اسلام جاذبه دومره قوي ګڼو چې که په ښه طریقه بیان شي، زیاتې ډلې ځانته متوجې کوي، په تیره بیا په نننۍ نړۍ کې چې د اسلام دپیغام د اوریدلو لپاره اوریدونکي غوږونه ډیر زیات دي.په همدې دلیل مونږ عقیده لرو چې باید اسلام په زور او د جبر او فشار له لارې په نورو ونه تپل شي: «وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاةِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ؛ د دین په قبلولو کې په چا زور نیشته ځکه چې سم له ناسم ښکاره شوی دی»
مونږ عقیده لرو چې:د اسلام په جامعو اوامرو د مسلمانانو عمل کول د اسلام د معرفي کولو لپاره یو بل عامل کیدی شي نو زور او تپلو ته ضرورت نیشته.

۳. په ټول عمر کې د انبیاوو معصوم والی
مونږ عقیده لرو چې:ټول الهی پیغمبران معصوم دي، یعنې په ټول عمر کې (هم له نبوته مخکې او هم وروسته) له «خطا او تیروتنې» او «ګناه» د خدای په تایید سره خوندي او محفوظ دي،ځکه چې که خطا یا ګناه وکړي د نبوت د مقام لپاره ضروری اعتماد له هغوي سلب کیږي، او خلک نه شي کولی هغوي د ځان او خدای تر مینځ ډاډ منه واسطه وګڼي او هغوي د ژوند په ټولو اعمالو کې خپل لارښود او رهبر وټاکي.
له همدې امله مونږ باوری یو چې که دقرآن دایتونو په ځینو ظواهرو کې ځینې الهی پیغمبرانو ته د ګناه نسبت ورکړل شوی، دا «ترک اولی» ده (یعنې په دوو ښو کارونو کې یې هغه چې ښیګړه یې کمه وه انتخاب کړی دی حال دا چې غوره دا وه چې ډیر ښه کار یې باید انتخاب کړی وی) یا په بله ژبه «حسنات الابرار سيئات المقربين؛ د نیکانو ښه کارونه (کله) د مقربانو ګناه ګڼل کیږی» ځکه چې له هر چا دهغه د مقام په اندازه هیله کیږي.

۴: هغوي دخدای فرمانبرداره بندګان دي
مونږ عقیده لرو چې :د الهی پیغمبرانو او رسولانو تر ټولو لوی ویاړ دا و چې دخدای مطیع او فرمانبرداره بنده وي،له همدې امله هره ورځ په خپلو لمنځونو کې د اسلام د پیغمبر (ص) په باره کې دا جمله تکراروو: «و اشهد ان محمد عبده و رسوله؛ګواهی ورکوم چې محمد(ص) دخدای بنده او رسول دی»
مونږ عقیده لرو چې هیڅ یو الهي پیغمبر د اولوهیت (خدایۍ) ادعا نه ده کړې او خلک یې خپل عبادت ته نه دي بللي: مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ؛ له هیڅ یو بشر سره نه ښایي چې خدای تعالی هغه ته آسماني کتاب او د نبوت حکم ورکړي، بیا هغه خلکو ته ووایي:له خدایه پرته زما عبادت کوئ»
حتی حضرت عیسی هم خلک هیڅکله دځان عبادت ته نه دي بللي،او تل یې ځان د خدای مخلوق بنده او استازی ګاڼه «لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلا الْمَلائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ؛ مسیح(ع) هیڅ کله په دې ابا (شرم) نه احساسوه چې دخدای بنده دې وي، او نه د خدای مقربې پرښتې، (په دې شرم محسوسوي چې ځانونه دخدای بندګان وګڼي)
د مسیحیت ننني تاریخونه هم ګواهي ورکوي چې د «تثلیث» (په دریو خدایانو د عقیدې) مسئله د مسحیت په لومړیو پیړیو کې نه وه موجوده، او دا تفکر وروسته پیدا شوی دی .

۵: معجزې او د غیبو علم
د پیغمبرانو عبودیت هیڅکله د دې خنډ نه دی چې هغوي د خدای په امر او اراده د اوس، تیر او راتلونکي وخت له پټو چارو خبر وي: «عَالِمُ الْغَيْبِ فَلا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا * إِلا مَنِ ارْتَضَى مِنْ رَسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا؛ خدای تعالی په غیبو خبر دی،او هیڅوک په خپلو غیبي اسرارو نه خبروي، مګر هغه رسولان چې غوره کړي یې دي.
مونږ ته پته ده چې د حضرت عیسی(ع)یوه معجزه دا وه چې خلکو ته به یې د ځینو پټو خبرو خبر ورکاوه : «وَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ؛ زه تاسو د هغه څه چې خورئ یې او په کورنو کې یې ساتئ خبروم»
رسول الله مبارک هم د الهی تعلیم له لارې ډیر پټ خبرونه بیانول: «ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ؛ دا د غیبو خبرونه دي چې تاته یې وحي کوو»
نو په دې اساس هیڅ مانع نیشته چې الهي پیغمبران د وحي له لارې او د خدای په امر د غیبو خبر ورکړي او که په ځینو ایتونو کې له پیغمبر اکرم (ص) د علم غیب نفي شوې ده : «وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ؛ زه له غیبو خبر نه یم او نه وایم چې پرښته یم» مطلب ذاتي او استقلالي علم دی، نه هغه علم چې د الهی تعلیم په ذریعه حاصل شي، ځکه چې پوهیږو چې د قرآن آیتونه د یو بل تفسیر کوي.
مونږ عقیده لرو چې: دغو لویو الهي پیغمبرانو خارق العاده کارونه او مهمې معجزې «باذن الله» کولې، او د خدای په امر د دغه ډول کارونو په کولو عقیده نه شرک دی او نه د هغوي د عبودیت له مقام سره څه تضاد لري. حضرت مسیح(ع) ـ دقرآن مجید په صراحت سره ـ د خدای په امر مړي ژوندي کول، او دخدای په اذن او اجازه به یې لاعلاجه ناروغانو ته شفا ورکوله: «وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ وَالأبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ»

۶ : د پیغمبرانو دشفاعت مقام
مونږ عقیره لرو چې:الهي پیغمبران او تر ټولو لوړداسلام پیغمبر(ص) د شفاعت مقام لري او د ځینو ګناهکارانوبه دخدای په نزد شفاعت کوي، خو هغه هم دخدای په اذن او اجازه: مَا مِنْ شَفِيعٍ إِلا مِنْ بَعْدِ إِذْنِهِ؛ هیڅ شفاعت کوونکی نیشته مګر دخدای له اجازې او اذنه وروسته»
«مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلا بِإِذْنِهِ؛ څوک دی چې دهغه په نزد شفاعت وکړي بې د هغه له امره»
او که د قرآن په ځینو ایتونوکې په مطلق ډول د شفاعت نفي ته اشاره شوې ده او فرمایي: «مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لا بَيْعٌ فِيهِ وَلا خُلَّةٌ وَلا شَفَاعَةٌ؛ انفاق وکړئ مخکې له دې چې هغه ورځ راورسیږي چې په هغه ورځ نه بیع شته (چې څوک د ځان لپاره سعادت او نجات واخلي) او نه دوستي (او معمولي ملګرتیاوې او رفاقتونه څه ګټه لري) او نه شفاعت»
دلته مطلب استقلالي او خپلواکه او بې د خدای له امره شفاعت دی، یا دهغو کسانو په هکله دی چې د شفاعت قابلیت نه لري،ځکه چې مخکې مو څو څو ځله وویل چې د قرآن ایتونه د یو بل تفسیر کوي.
مونږ عقیده لرو چې:د شفاعت مسئله یوه مهمه وسیله ده د انسانانو د تربیت او سمې لارې ته دګناهکارانو د ستنولو لپاره او پاکۍ او تقوا ته دهڅولو او د ګناهکارانو په زړه کې دهیلې د ژوندي کولو، ځکه چې د شفاعت مسئله بې حساب او کتابه نه ده یوازې دهغو کسانو لپاره ده چې لیاقت یې ولري،یعنې دهغوی ککړتیا په دې حد کې نه وي چې له شفیعانو سره یې خپل اړیکي بلکل شلولي وي،نو د شفاعت مسئله ګناهکارانو ته خبر داری ورکوي چې په ځان پسې ټول پلونه مه خرابوي او د ځان لپاره د ستنیدو لاره پریږدي او د شفاعت وړتیا له لاسه مه ورکوي.