Languages فارسی فارسى درى English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsche РУС Fulfulde Mandingue
Scroll down
دینی پوښتنی او ځوابونه

آیا د یزید بن معاویه خلافت صحیح وو؟

2016/11/13

آیا د یزید بن معاویه خلافت صحیح وو؟

يزيد بن معاويه او د هغه خلافت
يزيد بن معاويه او د خلافت شرطونه
له دې وروسته چې د اهل سنتو له نظره مطلب بيان شو اوس د دې ځای دے چې يزيد ته د اسلامي خلافت، چې يو سياسي او ديني مقام دے، د رسيدو شرطونه او څرنګوالې وګورو، چې د ځينې اهل سنتو په نظر کښې هغه د مسلمانانو خليفه و او د هغه په خلاف پاڅون او هغه سره هر ډول مقابله خطا او بد کار ګڼل کيده، او تر دې چې ځينو کسانو د عاشورا انقلاب له همدې سببه غلط ګڼلے دے.
لکه څه رنګ چې اشاره وشوه، هغه مهم شرطونه چې د اهل سنتو له نظره يې يو خليفه بايد ولري او د خلافت دعوا لرونکے کس کښې بايد ثابت شي هغه دوه شرطونه دي: يو عدالت او بل فقاهت. دا دوه شرطونه هغه اساسي شرطونه دي چې ورسره هغه کس خليفه جوړيدې شي او بې له دې شرطونو خلافت او سياسي قدرت چې د هر چا په لاس کښې له هرې لارې راشي او هرې طريقې سره چې هغه ته ورسي څه اثر نه لري؛ ځکه چې يو مشهور قول دے: "کله چې شرط نه وي نو مشروط (د څه لپاره چې شرط ايخې شوے دے) په خپله له منځه ځي". يا دا چې کوم کس عدالت او فقاهت نه لري، د هغه لپاره د خلافت عنوان داسې دے لکه "سالبه به انتفاء موضوع" يعنې کله چې موضوع نشته نو نسبت ورکول خو څه معنی نه لري.
د يزيد عدالت
څرګنده ده چې د دې موضوع د ثابتولو لپاره به هم لکه د نورو مسلو د اهل سنتو تاريخي سرچينو ته مخه کوو. د يزيد د ژوند، تربيت او خلافت په هکله د اهل سنتو په کتابونو کښې ډېر مطلبونه راغلي دي او په دې ځای کښې داسې نه ده چې تاريخ چپ پاتې شوې وي يا يې په کښې هڅې پريخې وي. نو دې ځای کښې د دې موضوع څيړنه کوو:
د هغه د تربيت ځای او چاپيريال
بيشکه چې د انسان په تربيت او اخلاق کښې د هغه د چاپيريال او دوستانو ډېر لوی رول وي او د هغه د شخصيت په جوړيدو کښې ډېر لوی اثر لري. له همدې سببه د عربۍ هغه مشهوره جمله به ووايو چې "العلم فی الصغر کانقش فی الحجر" يعنې په وړوکوالي کښې زده کړه داسې وي لکه په کاڼي باندې کرخه، نو په وړکوالي کښې د کلتور، تربيت، او زده کړې اثر يو داسې څيز دے چې ټول خلک يې مني.
يزيد د امام حسين(ع) په شان د خپلې کورنۍ د تربيت، تابع و او په فکر چال چلند کښې د خپلو نزدې او لرې خپلوانو سره لوی شو او د هغه شخصيت د هغو د خپلوانو د اثر لاندې جوړ او بشپړ شو. نو داسې اصل ته په پام چې منلې شوې دے اوس د هغه د تربيت تاريخ ته نظر کوو. يو اهل سنت تاريخ ليکوال د يزيد او د کربلا د انقلاب په هکله څيړنه کړې ده او داسې ليکي:
په يو بل کتاب کښې چې د سموالمعنی فی سموالذات کښې (په تفصيل سره) مو دا بيان کړل چې يزيد د مسيحيانو په کلتور او ادابو لوی او تربيت شو او له اسلامي زده کړو ډير لرې و؛ ځکه چې يزيد د مور له خوا (بني کلب) ته رسي چې دې قبيلې له اسلامه وړاندې عسايانوته ګروهنه لرله نو په ټولنه پيژندنې کښې دا خبره طبيعي ښکاري چې يوه ټولنه له يوۀ فکره لرې کول ډېر وخت غواړي. له دې ورتير ځينې تاريخ ليکوالان باوري دي او ليکلي يې دي چې د يزيد ځينې استاذان هم د شام له نسطوري عسايانو وو.
هغه په ادامې کښې وايي: کله چې دې خبرې ته ورسيدو چې يزيد د ژوند په دې پړاو کښې په بني کلاب کښې په هر قيده په ازادۍ سره خپله ځواني شورو کړې ده، نو دې نتيجې ته رسو چې د هغه کړه وړه له هغه څه چې په تاريخ کښې نقل شوي دي زيات خطرناک وو.
له هغه څيزونو چې په دې موضوع کښې دخالت لري هغه پيښې دي چې په تاريخ کښې راغلي دي:
تاريخ ليکوالانو ليکلي دي چې يزيد په شرابو څښلو مشهور شوے و او سپو سره به يې لوبې کولے او ديني حکمونو ته به يې سپک کتل.
حقيقت دا دے چې د يزيد بن معاويه بني کلب ته نسبت ورکول يوه نامعلومه او ضعيفه خبره وه چې د معاويه د حکومت په وخت کښې چې کله هغه لوی قدرت درلود، دا خبره په مسلمانانو پټه پاتې نه شوه. هغوي يوازې دا نه چې په دې خبره کښې يې شک او د يزيد د اسلامي ادابو او تربيت په هکله هم فکرمند و بلکې د معاويه نزدې کسانو او دوستانو چې يو پکښې سعيد بن عثمان و هغوي دا خبره په ډاګه کړې وه او د يزيد د وړتيا او راتلونکي وخت لپاره يې د پريشانۍ څرګندونه هم کړې وه. معاويه هم د هغوي دا خبرې نه وې رد کړې بلکې ويلي يې و چې له دې انکار نه شي کيدې.
يزيد او د ابوسفيان فکري ميراث
يزيد بن معاويه د پلار نيکه له خوا هم اسلام او د پيغمبر(ص) کورنۍ سره دومره مزبوتې اړيکې نه درلودې. د يزيد نيکه يعنې ابوسفيان بن حرب، د مکې له لويو تاجرانو او شته منو کسانو و، د اميه له نسله و چې د پيغمبر(ص) کورنۍ سره يې سخته دښمني وه. ابوسفيان اود هغه اولاد چې په هغوي کښې يو معاويه هم و د هجرت په اتم کال چې کله مکه د مسلمانانو په لاس فتح شوه او هغوي د تيښتې څه لار ونه مونده نو تسليم شو او د مسلمانانۍ دعوا يې وکړه. پيغمبر(ص) هم د خپل رحم او کرم له مخې ابوسفيان اود هغه ملګري چې د اسلام په خلاف يې ډېر جنګونه کړي وو، معاف کړل او ويې فرمايل: "انتم الطلقاء" تاسو ازاد يئ او له تاسو به انتقام وانه خستې شي. له همدې سببه به ابوسفيان او د هغه کورنۍ ته طلقاء ويل کيدل، نه مهاجر او انصار چې د مسلمانانو د اسلام له اوله دوه مشهورې ډلې وې.
د تاريخ بيلا بيلې ګواهۍ، چې ابوسفيان او د هغه ملګرو به اسلام او د مسلمانۍ دعوې ته د يو چل په نيت کتل او له زړه يې اسلام نه و قبول کړې او تر اخري عمره له دې حاله نه و وتي، دليلونه يې دا دي:
الف) ابوسفيان د نورو قريشو غوندې له اوله د پيغمبر(ص) د اسلام دعوت اوريدلے و خو هيڅکله يې دې اړخ ته کومه ګروهنه او ميل څرګند نه کړ او تل په دې کوشش کښې و چې د خدای دا نور په څه طريقه مړ کړي که هغه د پيغمبر(ص) په وژنې سره ولې نه وي. هغه د اسلام په لومړيو کښې پيغمبر(ص) سره ډېر جنګونه وکړل چې دا دين د تل لپاره ختم کړي. لکه د بدر، احد، احزاب او داسې نور جنګونه چې نيغ په نيغه د ابوسفيان په مشرۍ کښې ترسره شول. هغه چې دومره مسلمانانو ته نقصان ورکړ او جنګونه يې پرې وتپل همدارنګ په خپل جاهلي او قبيله اي فکر يې ټينګار کاوۀ او خپلو زړو باورونو او عقيدو باندې يې له زړه ايمان لاره. نو داسې کس لپاره ممکنه نه ده چې د مکې په فتحې کښې چې يې نور څه وس پاتې نه شي نو ناڅاپه اعلان وکړي چې زۀ مسلمان شوم او له خپل جاهلي کلتور د اسلام دې پاک دين ته راواوړي.
هغه د مکې په فتحې کښې نه يوازې دا چې اسلام سره يې د مينې څرګندونه کړې وي بلکې هغه ماتې په بيلا بيلو جنګونو کښې يې له پيغمبر(ص) خوړلې وې هغو ته په پام يې پيغمبر(ص) کينه نوره هم زياتيده او د حسد او انتقام په اور کښې سوزيده. له همدې سببه د هغه اسلام قبلول د فکري بدلون نښه نه وه بلکې د خپل انتقام اخستلو د لارې او چل بدلولو نښه وه او دا خبره ټولو ته څرګنده وه.
ب) د اسلام په خلاف به له بيلا بيلو عواملو له خوا د هغه ملاتړ کيده لکه له هغوي يوه د هغه ښځه وه چې ښځه ډېر اثر هم لري. هنده چې د ابوسفيان ښځه وه د بدر په جنګ کښې خپل پلار ورور او تره له لاسه ورکړي وو اود هغه کينې پر اساس چې اسلام سره يې لرله، نو د پيمغمبر(ص) او د هغه د يارانو او خپلوانو وژل، لکه د حمزه او حضرت علی عليه السلام د وژنې لپاره يې بولي وکړه او اخر دا چې د يو مريي په لاس چې د احد په جنګ کښې حضرت حمزه شهيد کړ او له هغې پيښې وروسته د ځيګر خورې په نامه مشهوره شوه. نو د هغه دغه ښځه يو بل دليل دے چې هغه په خپل کفر خپلې کينې او انتقام باقي پاتې شي.
ج) يو له هغه خبرو چې د ابوسفيان او د هغه د ملګرو په کفر باندې د پاتې کيدو دليل کيدې شي، د مسلمانانو له خوا هغوي په طلقاء باندې مشهوريدل دي. دا خبره مونږ ته دا ښيي چې مسلمانان هم په دې وخت کښې غافل نه وو او له هغوي خبر وو. له همدې سببه دې ډلې په وروستنيو جنګونو لکه د حنين په جنګ کښې د ناظرانو په توګه ګډون وکړ نه د جنګيالانو په توګه او کيدې شي د مسلمانانود شکست په انتظار وې. او پيغمبر(ص) هم هغوي ته له جنګه وروسته د "تاليف القلوب" په توګه غنيمت ورکړه نه د حق لرونکيو په توګه.
د) ابوسفيان هم د مکې له فتحې وروسته او په بيله توګه د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته داسې کارونه وکړل چې له هغې د هغه په خپل جهالت باندې پاتې کيدل څرګنديږي. لکه څه رنګ چې د سقيفې د غونډې د ترسره کيدو او د ابوبکر خلافت ته له رسيدو وروسته هغه مدينې ته راغے او ويې ويل: "زۀ يو داسې طوفان وينم چې له وينې پرته يې بل څه نه شي په قرارولے" بيا حضرت علي عليه السلام پسې ورغله او هغه يې پاڅون ته وهڅاوۀ او دا رنګ شعر يې ولوست:
اے د هاشم اولاده! پاڅئ چې د تيم قبيله (د ابوبکر قبيله) او عدي (د عمر قبيله) ستاسو حق ته په تمه نه شي. د خلافت حق خو ستاسو دے او له علي پرته يې بل څوک وړتيا نه لري. اے علي! د خلافت واګي په لاس کښې واخله، ځکه چې د خلکو د ارمانونو پوره کولو لپاره ته زياته وړتيا لرې.
علي عليه السلام د ابوسفيان په حقيقي نيت ښه پوهيده ځکه چې هغه يې ښه پيژندۀ، نو ځواب يې ورکړ: ته يو داسې کار (فساد) پسې يې چې زۀ له هغوي نه يم. هغه حضرت په هغه ليکنه کښې چې په نهج البلاغې کښې راغلي دي، نه يوازې دا چې هغه يې له دې کاره ناهيلې کړ بلکې مسلمانانو ته يې هم د دا رنګ فتنو په هلکه خبردارې ورکړ.
هغه چې کله له حضرت علي ناهلې شو، نو د حضرت عباس بن عبدالمطلب د کور ور يې وواهه او د خپلې نقشې د عملي کولو لپاره يې ورته وويل: "ته د خلافت وړتيا لرې، او د خپل وراره ميراث باندې ډېر حق لرې، لاس دې راوږد کړه چې درسره بيعت وکړم، که زه درسره بيعت وکړم نو څوک درسره مخالف نه شي کولې". عباس وخنديد او ويې ويل: "ابوسفيانه! دا څه رنګ کيدې شي چې کوم وړانديز علي رد کړي هغه عباس قبول کړي؟" جوهري وايي: هغه علي ته وويل: د قريشو له ټولو بې توانه کورنۍ په تاسو باندې حکومت په خپل لاس کښې اخستے دے قسم په خدای که ته وغواړې نو زۀ خلک د ابوبکر په خلاف راپاڅوم او دا ښار به له پياده او سپرو سپايانو ډک کړم. علي ورته وويل: تا خو په کلونو د اسلام بدي کړې ده خو څۀ زيان دې ورته ونه رساوۀ، مونږ ته ستا د پيادوه او سپرو ضرورت نشته.
عمر هم د ابوسفيان او د طلقاء له ټولي خبر و او د هغه کړو وړو ته يې ښه پام کاوۀ. هغه به له سقيفې وروسته د ابوسفيان په هکله خپله پريشاني نه پټوله، لکه څه رنګ چې يې ابوبکر ته وويلي دي: "ابو سفيان (د زکات له جمع کولو) له سفره راستون شوے دے او زۀ د هغه له شره په امان کښې نه يم" ابوبکر دې خبرې ته پام وکړ او کوم زکات چې ابوسفيان جمع کړې و هغه يې هغه ته وبخښه چې بيا يې تاليف القلوب وشي او يا ورته د چپتيا حق ورکړي. او ابوسفيان هم له دې وروسته چپتيا خپله کړه.
ابوسفيان د عمر ابن خطاب د حکومت په زمانه کښې د ابوسفيان د زوي يزيد او د هغه له مرګه وروسته د معاويه د شام په حکومت باندې په ټاکلو باندې څه خبرې کړي دي چې تاريخ ليکي دي. دا خبرې او کارونه په څرګنده توګه ښيي چې هغه په خپل جاهليت باقي و. هغه له دې وروسته چې خلافت عثمان بن عفان چې له امويانو و، ته ورسيد نو د امويانو يوه ناسته يې راوبلله او ويې ويل: "اوس چې کله حکومت ستاسو په لاس کښې راغلے دے نو د يو بال په شان يې يو بل ته پاس کوئ او دا کوشش وکړئ چې د اموي کورنۍ له لاسه ونه ځي. زۀ قسم خورم په هغه چا چې په چا عقيده لرم چې نه خو خدای شته او نه څه حساب، نه جنت شته نه جهنم او نه څه قيامت" همدارنګ کله چې له احده تيريدۀ نو د حمزه قبر ته يې لتې ورکولې او ويل يې: "د کوم څه لپاره چې زۀ تاسو سره پرون په تورې سره جنګيدم هغه نن زما د ماشومانو په لاس ورغلےدے او ورسره لوبې کوي".

رڼا او په ابوسفيان او معاويه لعنت
پيغمبر(ص) يوزاې په دې بسنه ونه کړه چې د بني اميه ؤ د حاکميت او چل ول په هکله خبردارې ورکړي بلکې د معاويه په هکله چې ورو ورو لوييده او په مسلمانانو کښې ننوته، په دې هکله يې هم د عمومي ذهنونو د هدايت لپاره خبرې کړي دي. هغه حضرت(ص) په ځينو ځايونو کښې په ابوسفيان او معاويه دواړو لعنت کړے دے او په ځينې ځايونو کښې يې له هغو دوو يو کس د هغوي لارويانوسره نامه اخستې ده او مسلمانان يې د هغوي په چلونو کښې له ګيريدو ويرولي دي. په تاريخ کښې لولو: "يوه ورځ پيغمبر(ص) ابوسفيان سره مخامخ شو، په داسې حال کښې چې ابوسفيان په خر سپور و او زامن يې يزيد او معاويه هم روسره وو لومړني خر راکاږۀ او دويم هغه شړۀ. پيغمبر(ص) وفرمايل: خدای دې لعنت وکړي په سپور، په راکښونکي او په شړونکي باندې".
د پيغمبر(ص) دا حديث د خلکو تر مينځ دومره مشهور شو چې ټول له دې خبر وو او که په خبرو کښې به راغے نو چا به ترې انکار نه کاوۀ او د هغې په مصداق کښې به يې هيڅ شک نه کاوۀ؛ لکه څه رنګ چې محمد بن ابوبکر معاويه مخاطب کړے دے او ويلي يې دي: "ته لعنت شوې او د لعنت شوي زوې يې او انشاء الله ډېر زر به خدای تا ته سزا درکړي"
په يو بل ځای کښې معاويه خپلو ځينو ملګرو سره روان و چې پيغمبر(ص) ورباندې لعنت وکړ. په دې کښې يو ځای هغه و چې معاويه عمر و عاص سره روان و. د تاريخ دا دوه مرموزې او فريبکارې څيري، له دې وړاندې چې د مصر او شام حکومت په لاس کښې واخلي، په خپلو کښې ملګري وو او په بيلا بيلو ځايونو کښې يې يو دريځ درلود. په هغه سفر کښې چې عبدالله بن عباس بن عبدالمطلب پيغمبر(ص) سره په سفر کښې ملګرې و، پيغمبر(ص) وکتل چې دوه کسان په غنا لګيا دي او يو کس بل ته ځوابونه ورکوي... نو هغه حضرت(ص) وفرمايل: وګورئ چې دا څوک دي؟ ويې ويل: معاويه او عمرو عاص دي. پيغمبر(ص) خپل دوه لاسونه اوچت کړل او ويې فرمايل: "اللهم ارکسهما رکسا و دعهما الی النار دعا؛ خدايا دا دواړه راوغورځوې او اور ته يې ننباسې".
تياره انجام
يو له هغه، زوونکيو خبرو چې پيغمبر(ص) د معاويه په هکله کړې ده او د اهل سنتو په کتابونو کښې راغلې ده هغه د قيامت په ورځ د معاويه په شرک باندې پاڅيدل دي. په يو روايت کښې راغلي دي چې هغه حضرت(ص) په څرګنده وړاندې وينا وکړه ويې فرمايل: "رجل من امتي يحشر علی غير ملتي. فطلع معاويه".
دا خبره په بيلا بيلو عبارتونو سره راغلې ده، خو په ټول کښې په دې خبره کښې څه شک نه پاتې کيږي چې معاويه د پيغمبر(ص) تر نظر لاندې و او هغه حضرت به ټولنه له دې خبروله چې د هغه د حاکميت په جال کښې ښکيل نه شي او د وخت تيريدو سره او بيلا بيلو پيښو سره له دې خبرې خلک غافل نه شي.
په نورو روايتونو کښې، د پيغمبر(ص) دمصلح او ميړني صحابي، ابوذر غفاري نقل شوي دي چې رسول اکرم(ص) معاويه د اور له اصحابو ګڼلے دے او د هغه راتلونکے وخت يې ډېر تور تم او لړزوونکے ښودلے دے.
څرګند حکم
که څه هم تير شوي نصحيتونه د معاويه د شخصيت په هکله او د هغه د تفکر او حکومت په هکله روښانه کوونکي وو، خو پيغمبر(ص) له دې هم وړاندې تلے دے او په څرګنده يې د معاويه حکومت او سياسي قدرت په لاس کښې د اخستلو وړاندې وينا کړې ده. هغه حضرت په دې هکله ډېر ټينګتيا سره حکمونه کړي دي چې دا ښيي چې پيغمبر(ص) د اسلامي ټولنې او دين په هکله پريشان و. په تاريخ کښې راغلي دي چې ويې فرمايل: "تاسو چې کله معاويه زما په ممبر وګورئ نو قتل يې کړئ" او په بل روايت کښې راغلي دي: "اذا رايتم معاويه يخطب علی منبري فاقتلوه؛ کله چې معاويه ووينئ چې زما په ممبر خطبه ورکوي نو ويې وژنئ". "اذا رايتم معاويه يخطب علی منبر فاضربوا عنقه؛ کله چې معاويه ووينئ چې زما په ممبر خطبه ورکوي نو سر ترې پرې کړئ".
علامه اميني د دې حديثونو د سند په هکله کښې تحقيق کړے دے او په اخر کښې دې علمي او رجالي نتيجې ته رسيږي چې څه چې روايت شوي دي هغه مستند دي او د سنيانو د لويانو له نظره، د دې د سند راويان رښتوني او ټولو ته قبول دي.
نورې بيلګې
د پيغمبر(ص) وصيتونه او نصيحتونه د معاويه او د بني اميه په هکله يوازې همدا نه دي چې کوم بيان شول بلکه هغه حضرت په بيلا بيلو وختونو کښې معاويه ياد کړے دے او د هغه قدرت ته د رسيدو او خطرناکو نيتونو په هکله يې مسلمانان خبر کړي دي.
د هغه حضرت ځينې بيانونه د معاويه او عمرو عاص يا نورو منحرفو کسانو د يوځای کيدو په هکله دي چې فرمايي: "اذا رايتم معاوية و عمرو بن العاص مجتمعين ففرقوا بينهما فانهما لن يجتمعا علی خير". په يو بل ځای کښې، د هغو دواړو اختلاف اچول بد ياد شوي دي او مسلمانانو ته حکم شوے دے چې کله معاويه او د هغه همفکر ملګري د مسلمانانو په خلاف څه چل جوړ کړي او وحدت خرابول غواړي نو هغه په تورې سره ووهئ.
امام علی(ع) او د معاويه پيژندګلو
که څه هم معاويه بن ابي سفيان د خپل وخت د برحق او واجب الاطاعت خليفه، لکه امير المؤمنين علي عليه السلام، په مقابله کښې پاڅون، له سياسي نظره د هغه د غندلو لپاره بس دے او هغه ورسره تر باغي او فتنه کوونکے حده ټيټوي چې اسلام يې د وژلو اجازه ورکوي، خو له دې ټولو خبرو سره بيا هم د حضرت علی(ع) هڅې او کوششونه په دې ختم نه شول. هغوي د معاويه تير شخصيت، خطرې او د هغه راتلونکي نقشې د مسلمانانو لپاره بيان کړې او له دې مخې يې د مسلمانانو ټولنه او تاريخ له ټولو تحريفاتو سره له خپلې خوا خبر کړه.
هغه حضرت په خپلو خبرو کښې، په بيله توګه په هغه ليکونو کښې چې خلافت ته له رسيدو وروسته يې تر بيلا بيلو عنوانونو لاندې ليکلي دي په بيلا بيلو بهانو سره د معاويه شخصيت د ټولنې او تاريخ لپاره روښانه کړے دے. هغه حضرت په يو ځای کښې د معاويه دا رنګ پيژندګلو کوي: "أتانی کتابک کتاب امر ليس له بصر يعديه و لا قائد يرشده دعاه الهوی فاجا به و قاده الضلاه فاتّبعه". او په ادامه کښې يې د معاويه اسلام او د پيغمبر(ص) کورنۍ سره دښمنۍ ته اشاره کړې ده او فرمايي: "قسم مې په خپل ځان که ته داسې وکړې شې چې زما د اسلامي شرافت او زما د پيغمبر سره د خپلولۍ او په قريشو کښې زما د مقام انکار وکړې نو له دې به هم دريغ نه کړې".
امام په ليکونو کښې او په نورو ځايونو کښې، معاويه اهل ضلالت، لعين بن لعين، اوليای شيطان، اهل الغی و الظلال، د هوا او هوس منونکے، پردې او د اهل قران او د هغې د حکم دښمن او داسې نور.... ښيي چې دا ډېرې زده کړې وړ دي. دا خبرې مونږ ته دا ښيي چې امام علی(ع) يوازې په دې خبرې نه و خپه چې خلافت يې واخيست او جنګ صفين يې جوړ کړ؛ که څه هم دا پيښه د اسلام په تاريخ کښې د معاويه له لويو جنايتونو وه، په بيله توګه د داسې خليفه په وړاندې چې هغه دومره عادل وي لکه علی. هغه حضرت دا کارونه د معاويه د کفر او جاهلي فکر يوه برخه ګڼله چې دې کفر او جاهليت همدارنګ ادامه لرله او د مسلمانانو د غفلت او جهل له سببه نزدې وه چې په مسلمانانو کښې ډېرې قربانۍ وشي او بيلا بيل انحرافونه او اختلافونه په کښې رامينځ ته کړي.
معاويه د امام حسن(ع) له نظره
که څه هم د هغه سياسي او ټولنيزو حالاتو، چې امام حسن ورسره د پلار له شهادته وروسته مخامخ شو او اسلامي خلافت يې په لاس کښې واخست، هغه يې دې ته مجبور کړ چې معاويه سره صلحه وکړي او سياسي قدرت هغه ته ورکړي، خو هغه حضرت همدارنګ معاويه د شام د حکومت لپاره وړ نه ګاڼه له همدې سببه د صلحې په ليک کښې يې هم د هغه قدرت او حاکميت "خلافت او امامت" نه دے ګڼلے.
تاريخي سندونه دا ښيي چې هغه حضرت په ځلونو معاويه او د هغه تور کارونه او کورنۍ خلکو ته وښوده چې حاضر نسل په دې هکله غفلت ونه کړي او راتلونکے نسل دهوکه نه شي. هغه به کله معاويه او ځان د دين او نسب له مخې مقايسه کاوۀ او کله به يې د هغه د صلحې مخالف، د عمرو ابن الحمق وژل، د زياد بن ابيه ځان سره ورورول او دين او اهلبيتو سره د هغه مخالفت، خلکو ته ښودۀ په دې مخې به يې ملامته کاوۀ او خلک به يې خبرول.
معاويه او د سفياني لارې ادامه
معاويه بن ابوسفيان، د يزيد پلار له هغه کسانو و چې د مکې په فتحې کښې چې کله يې له اسلامه ماتې وخوړه او مجبور شو نو اسلام يې قبول کړ. هغه نه په مهاجرينو کښې دے نه په انصارو کښې او له طلقاو (ازاد کړې شوې غلامانو) او مؤلفة القلوب ګڼل کيږي. معاويه چې کله د خپل ورور يزيد بن ابوسفيان په ځای د شام والي شو، نو وخت خليفه عمر بن خطاب ورباندې نيوکه وکړه. د بيت المال په خرچ کښې د هغه زياتې او د حکومت په دربار کښې ډېرې لويې له اصرافه ډکې خرچې، دا هغه کارونه نه وو چې اسلام سره سمون ولري.
معاويه ورو ورو د شام حکومت چې بايد د پيغمبر(ص) په لاره روان وي، په بادشاهۍ بدل کړ او تر دې حده راورسيد چې اول يې په شام کښې خپل لومړنۍ د امويانو حکومت جوړ کړ او بيا يې په ټولې اسلامي ځمکې کښې خپور کړ. معاويه په دې لړ کښې لانديني کارونه وکړ:
الف) هغه د امام علی(ع) په مقابله کښې پاڅون وکړ په داسې حال کښې چې امام علي د مسلمانانو مشروع خليفه و او د پيغمبر(ص) وصيت سره سم د هغه ځای ناستې و خلکو هم په اخر کښې هغه خليفه ټاکلې و او ورسره يې بيعت کړے و. نو معاويه راپاڅي او له هغه سره جنګ کوي په داسې حال کښې چې معاويه د خلافت وړتيا نه لري او له بيان شويو شرطونو په کښې يو شرط هم نه و موجود.
ب) هغه د حسن بن علی(ع) په خلاف پاڅون وکړ چې د پيغمبر(ص) د نص مطابق چې اهل سنت يې هم مني په خلفای راشدينو کښې و او د اهل سنتو له نظره د هغه وفات سره د خلفای راشدينو دوره سر ته رسي. نو هغه سره يې جنګ وکړ او اخر دا چې په زور او چل ول او مکر سره يې ترې حکومت غصب کړ.
ج) خپل نيت ته د رسيدو لپاره د حسن بن علي(ع) شهيدول، يعنې د يزيد ولي عهد کول او د خلافت موروثي کول او د صلحي ترخپو لاندې کول يوه بله لويه ګناه وه چې معاويه وکړه.
د حجر بن عدي او د هغه د يارانو شهيدول چې هغه يو ډېر زاهد کس او له لويو اصحابو و، دا د معاويه يوه بله لويه ګناه وه چې اهل سنت يې هم غندي او څه دفاع يې نه شي کولې.
هـ) د يزيد لپاره بيعت اخستل چې يو ډېر خطرناک کار و چې خلافت يې په ملوکيت کښې او وراثت کښې بدل کړ چې دې خبرې سره د هغه په دين باندې عقيده د سوال لاندې راځي.
دا ټول کارونه د دې سبب شو چې د اهل سنتو لويو عالمانو په هغه باندې لعنت وويل ځکه چې په دې ګناهونو کښې هره يوه ګناه د دې لپاره بس ده چې په قيامت کښې ورسره هغه مجرم شي او له مشهور اهل سنته عالمه، حسن بصري (21-110) نقل شوي دي چې:
معاويه داسې ګناهونه وکړل چې که د ځمکې په مخ بل چا په هغو کښې يوه ګناه هم کړے وې نو د هغه د تل عذاب لپاره کافي وه؛ حکومت يې بې د مسلمانانو له مشورې په لاس کښې واخست، زياد بن ابيه يې د پيغمبر(ص) د وينا په خلاف ابوسفيان سره ملحق کړ، حجر بن عدي او د هغه ياران يې ووژل او اخر دا چې د يزيد په شان کس يې د مسلمانانو خليفه کړ.
د اهل سنتو يو بل پوهان همدارنګ خبرې د سيرت له لويو عالمانو نقلوي چې يو پکښې محمد بن جريز طبري دے چې په کښې د معاويه دا کارونه له بيلا بيلو اړخونو غندي.
و) لکه څه رنګ چې به راشي، د معاويه د اسلام مخالفو کارونو يو کار دا و چې د هغه په حکم به د هغه او د هغه د کورنۍ په ګټه او د علی او د هغه د اولاد په ضرر کښې حديثونه جوړيدل او په هغه حضرت به يې لعنت کاوۀ او همدارنګ نور هغه کارونه چې د پيغمبر(ص) د کورنۍ او اسلام په ضرر يې کړي دي.
يزيد د يو داسې سړي له نسله و او د هغه د تربيت لاندې لوی شو. له بلې خوا د يزيد ملګري چې په ماشومتوب او ځوانۍ کښې يې ورسره وخت تير کړے دے هغه ډېر د بني کلب له قبيلې او عيسايان و او له بلې خوا د هغه په ځوانۍ او ولي عهدۍ کښې د هغه مشاوران د مروان بن حکم، مغيره بن شعبه، زياد بن ابيه او د هغه زوې ابن زياد غوندې کسان و چې د هغه د شخصيت ورسره پيژندې کيږي.

د يزيد د ځوانۍ دوران
ومو ويل د يو کس کورنۍ، د هغه مور پلار، تربيت کوونکي، ملګري او د هستوګنې ځای، د هغه په تربيت او اخلاق او کړچار کښې لوی رول لري او په حقيقت کښې وراثتي عوامل، د وخت حالات دوستان او اشنايان د سړي شخصيت جوړوي. که څه هم داسې کسان شته چې کله ځوانۍ ته ورسي نو د وړوکوالي عادتونه ورو ورو پريږدي او خپله لاره بدله کړي او شخصيت يې يا منفي يا مثبت اړخ ته لاړ شي.
د يزيد بن معاويه په هکله هم داسې کيدې شي چې ځوانۍ ته له ننوتلو وروسته له غفلته وتلې وي او له غير اسلامي او منحرفې لارې اصل اسلام او ديني کلتور ته راوړيدلے وي.
نور راځئ چې تاريخ ته وګورو. هغه په ځوانۍ کښې نه يوازې دا چې له خپل بدفکرۍ واوړي بلکې د اسلام په مخالفه لاره کښې نور هم وړاندې لاړ او نور هم زيات ګستاخ او سپک خُلې شوے و. په هيڅ يو اسلامي کتاب کښې داسې نقل نه دي شوي چې په يزيد کښې فکري بدلي راغلې وي او توبه يې کړے وي بلکې د دې په مقابله کښې د يزيد د خلافت په وخت کښې د هغه داسې عملونه ترسره شوي دي چې د جاهليت کلتور او اسلام سره وراثتي دښمني ترې څرګنده ده چې په خپل ټول وجود او خپلې ارادې سره يې د اسلام د ختمولو کوشش کاوۀ.

د بني کلب يوې جينۍ سره د يزيد واده
يزيد چې کله بالغ شو. د وړوکوالي او ځوانۍ يو عادت يې هم پرې نه ښود. هغه اوس هم ځناورو سره په لوبو بوخت و. د هغه د ماشومتوب ملګرو هغه سره خپلې اړيکې ختمې نه کړې بلکه اوس هم هغوي سره همغږې و.
يو له هغه نکتو چې د يزيد، د مور عيسايي کورنۍ سره د هغه مينه څرګندوي، دا ده چې هغه د همدې کورنۍ يوې جينۍ سره واده وکړ. لکه څه رنګ چې يزيد بني کلب سره مينه لرله او عيسايي کلتور او ادابو سره يې تړون درلود، د دې اثر وروسته د هغه د ښځې او خپلوانو په وسيله د هغه په فکري او عملي بې لاريو کښې اثبات ته رسي.
دغه عوامل سره يو شو او له يزيد بن معاويه يې داسې کس جوړ کړ چې خپل فسق او فجور او ظلمونه يې پټ نه کړې شو بلکې دې ته مجبور شو چې په څرګنده فسق و فجور وکړي او له ټولو اخلاقي او ديني او انساني حدونه وځي او د هغه د حاکميت په برخې کښې به په هغو کښې ځينو ته اشاره وکړو.
د يزيد څرګند فسق او فساد
د تاريخ څيړلو سره دا څرګنديږي چې د يزيد فسق او اخلاقي فساد، د هغه وخت د خلکو لپاره څرګند و او هغه خبرونه چې له شامه رسيدلي دي په هغې کښې د يزيد په بې عدالتۍ او د خلافت د مقام د وړتيا نه لرلو کښې څه شک نه پاتې کوي. که څه هم دا خبره ټولو په جديت سره وا نه خسته او په بيلا بيلو دليلونو سره يې د يزيد خلافت ته سپک ونه ويلې شو. سيوطي په دې هکله په څرګنده وايي: "معاويه يزيد ولي عهد کړ او خلک له دې کاره ناراضي و" ابن خلدون هم تر دې حده د يزيد فسق څرګند ګڼي او څه شک په کښې نه پريږدي چې نه يوازې امام حسين(ع) او شيعه بلکې ټول خلک له دې خبرې خبر وو. محمد بن جرير طبري د معاويه په دې کار چې يزيد يې ولي عهد کړ، له بيلا بيلو اړخونو اعتراض کړے دے او له بيلا بيلو اړخو يې ورباندې نيوکې کړي دي او د معاويه دا ګناه يې يو داسې بدعت ګڼلے چې له دې وړاندې چا نه دے کړے:
معاويه څلور کارونه وکړل چې په هغو کښې هر يو په يوازې د هغه د ګناهګاريدو لپاره کافي دے: 1) د خلکو د چارو په خپل لاس کښې اخستل بې د هغوي له مشورته او رضايته که څه هم داسې اصحاب موجود وو چې له هغه ښه او غوره وو، 2) د خپل زوي يزيد ولي کول چې په څرګنده يې شراب څښل او له هيڅ حرام کاره يې ځان نه ساتۀ؛ 3) د زياد بن ابيه د ورورۍ دعوا کول؛ 4) د حجر او د هغه د يارانو وژل چې د قيامت په ورځ به د حجر او د هغه د بې ګناه يارانو د وژلو په سبب د معاويه په حال وای وي!
يعقوبي هم په دې هکله نقل کړي دي چې يزيد د معاويه له خوا په داسې وخت کښې د ولي عهد په توګه وټاکل شو چې "شادوګانو او سپو سره يې لوبې کولې او شراب به څښل او منکرات او فسق و فجور او ګناهونه به يې کول"
ومو ويل چې حسن بصري، د اهل سنتو لوی عالم، د معاويه په هکله ويلي دي معاويه داسې کارونه او ګناهونه وکړل چې د ځمکې په مخ بل چا په هغو کښې يو کار هم کړے و نو د هغه د ګناهګارۍ او دوزخي شونې لپاره کافي و. او په ادامې کښې د طبري بيان شوي مطلبونه بيانوي او د يزيد غوندې د يو بد عملې کس وعهدول يو له هغه ګناهونو ګڼي.
عزالدين ابن اثير هم په خپل مشهور تاريخ کښې داسې راوړي دي:
معاويه د خپل زوي يزيد لپاره د بيعت اخستلو کلکه اراده وکړه او يو کس يې زياد بن ابيه ته وليږلو چې هغه سره په دې هکله مشوره وکړي. زياد، عبيد بن کعب نميري راوغوښت او ويې ويل: اميرالمومنين ماته ليک راليږلے دے د يزيد د بيعت په هکله ... هغه په حقيقت کښې د خلکو تر مينځ د يزيد له نفرته خبر دے او له خلکو ويريږي... يزيد په خپله په دې پوهيږي چې سپک کس دے او ښکار او منکراتو سره عادت شوے دے.
ابن خلدون د امام حسين(ع) د قيام او د هغه د سبب په هکله ليکي:
د امام حسين(ع) او د هغه اختلافاتو په هکله چې وشو بايد ووايو چې له دی سببه چې د يزيد فسق او غلط کارونه د هغه وخت ټولو خلکو ته څرګند و، د امام حسين لارويانو شيعو او د پيغمبر(ص) کورنۍ په کوفې کښې امام حسين(ع) ته يو ټولې وروليږۀ چې هغه ته ورشي او د هغه په حکم پاڅون وکړي.
ذهبي د يزيد په هکله د هغه له خلافته وړاندې داسې وايي: "يزيد ناصبي، سخت زړې او بې رحمه و. هغه به تل شراب څښل او محرمات او منکرات به يې ترسره کول". او همدا اعترافات د شذرات الذهب ليکوال نقل کړي او تاييد کړي دي.

د مدينې د استازو ګواهي
د يزيد بن معاويه د ټولو اخلاقي مفاسدو او فسقونو سره چې ټولو ته څرګند و يوازې ګته په شمار کسان د معاويه په چلونو کښې رانه غلل او په څرګنده يې د يزيد د ولي عهدۍ مخالفت وکړ هغوي هيڅکله يزيد د اسلامي خلافت وړ نه ګاڼه. دا کسانو هم د سياستونو او رعبونو ښکار شو او ځينې رشوت او تمې ته او ځينې خپلې کم عقل تيا ته تسليم شو او څه وخت پس يې له مخالفته لاس واخست او يوازې امام حسين(ع) خپل خدايي نيت سره ټينګ ولاړ و.
د مدينې خلک چې د امام حسين(ع) په وخت کښې يې د يزيد ځای ناستي ته او اخلاقي مفسدو ته دومره خيال نه و کړے، لږ څه وخت پس يې يوه ډله شام ته وليږله چې له نزدې يزيد وګوري. دا ډله د عبدالله بن حنظله، غسيل الملائکه په مشرۍ کښې په شام کښې له لږ ساعت هساريدو مدينه ته راستنه شوه او خپل ليدل شوي حالات يې نقل کړل. په تاريخ کښې راغلي دي: هغوي يزيد په داسې حال کښې وليد چې شراب څښې او شادوګانو او سپو سره لوبې کوي. کله چې مدينې ته ستانه شو نو خپل ليدلې حال يې خلکو ته بيان کړ. او په يزيد باندې يې لعنت شورو کړ. بيا يې هغه له خلافته لرې کړ او په مدينه کښې يې د يزيد حاکم، عثمان بن محمد بن اباسفيان يې له مدينې وباسه او ويې ويل: مونږ د داسې کس له خوا راغلو چې هيڅ دين نه لري، شراب څښي او تل مست يې او لمونځ نه کوي. (د مدينې خلکو چې کله دا خبرې واوريدې) نو عبدالله بن حنظله سره يې بيعت وکړ او هغه د مدينې خلکو ته مخامخ شو او ويې ويل: "اے خلکو! قسم په خدای! د يزيد بن معاويه په خلاف مو پاڅون نه کاوۀ تر دې چې وويريدو چې (د هغه د مشرۍ په دوام سره) له اسمانه کاڼې راوريږي. هغه يو داسې کس دے چې خپلو محرمو ته هم تيرې کوي او د معاويه ښځې، لوڼې او خويندې له هغه په امان کښې نه دي. هغه تل شراب څښي او تارک الصلاة دے که مونږ د هغه په خلاف پاڅون ونه کړو، نو قسم په خدای چې په لويه بلا به اخته شو".
د عاشورا د پاڅون د مخالفانو له خوا د يزيد د فسق يقين
د اهل سنتو ډېر کم لويان د امام حسين(ع) پاڅون سره مخالف وو چې په هغو کښې بن عباس، ابن عمر او نورو ته اشاره کولې شو. دې کسانو چې دا هڅه کوله چې امام حسين(ع) له پاڅونه منعې کړي نو په خپلو خبرو او نصيحتونو کښې يې د پاڅون وخت مناسب نه ګڼل بيان کړي دي او هيڅکله يې دا نه دي ويلي چې يزيد عادل دے او د هغه خلافت شرعيت لري. هغوي د امام حسين(ع) پاڅون له شرعي نظره منعې نه دے کړے او دا خبره په خپله د دې دليل ده چې يزيد يو فاسق او عدل نه لرونکي کس او د خلافت وړتيا يې نه درلوده.
مشهور تاريخ ليکوال ابن عساکر چې د امام حسين(ع) بيلا بيل فضيلتونه يې د پيغمبر(ص) له مبارکې خُلې نقل کړي دي او د هغه له نقلونو مشهورو اهل سنتو تاريخ ليکوالانو، لکه سبط بن جوزي په تذکرة الخواص، عسقلاني په لسان الميزان، ذهبي په تهذيب الکمال او مزي په سير اعلام النبلاء کښې ګټه اخستې ده، د يزيد د لانديني شعرونو له نقلولو وروسته د هغه د کفر حکم کوي او دا شعرونه د شعر په ويونکي په کفر باندې څرګند او مزبوت دليل ګڼي . شعرونه دا دي:
ليت اشياخي ببدر شهدو جزع الخروج من وقع الأسل
لعبت هاشم بالـملک فـلا ملک جـاء و لا وحــی نــزل
عسقلاني د هغه کسانو په رد چې يزيد بن معاويه له اصحابو ګڼي د ابن عساکر دې ليکلو ته اشاره کوي او دا ليکنې قبلوي او په څرګنده وايي: "يزيد بن معاويه، هيڅکله عدالت نه لري. له همدې سببه هغه د روايتونو د نقل لپاره وړتيا نه لري". هغه په ادامې کښې د پيغمبر(ص) له خُلې يو حديث نقلوي چې د دې څرګندونه کوي چې يزيد د خلافت وړتيا نه لري او له اسلامه منحرف کس دے.
ځينې تاريخ ليکوالانو د يزيد بې عدالتي او فسق دومره يقيني او بې شکه ګڼلےدے چې د هغې په هکله يې خبره هم نه ده کړے. دې ډلې خلافت هيڅکله د بني اميه و لپاره جايز نه دے ګڼلې او هغوي يې غير مسلمانان ګڼلي دي او له هغه لومړي وختونو يې د ابوسفيان او د هغه د يارانو اسلام قبلول د هغوي يو چل ګڼلے دے او زياته کړې يې ده: هغه له اسلام قبلولو وروسته هم له بت پالنې لاس وانه خست او په غزوه حنين کښې يې هم "ازلام" (بتان) ځان سره پټ وړي وو. ابو سفيان په يرملوک جنګ کښې داسې شعرونه ولوستل چې د هغه په خپل جاهليت باندې د پاتې کيدو څرګندونه کوي.
ابن منظور چې د اتمې پيړۍ له عالمانو دے په مختصر تاريخ دمشق کښې او ابن عساکر د يزيد د عدالت په رد کښې وايي: "هغه د روايت نقلولو وړتيا نه لري" ذهبي د يزيد فسق او فساد دومره څرګند ګڼي چې د هغه د کفر بيانولو لپاره د هغه په شعرونو بسنه کوي او وايي: جويره ای (يوې کنيزې) چې له بني اميه وه د يزيد په وړاندې هغه يې مخاطب کړے دے او دا شعرونه يې ويلي دي:
لستَ منا و ليس خالک منّا يا مضيع الصلاة للشهوات
اے يزيده! ته له مو نه يې او مور دې مسلمانه نه ده. اے هغه کسه چې مونځ دې د شهوتونو او ګناهونو لپاره پريښے دے.
په العقد الفريد کښې د مسور بن مخرمه کيسه، چې يو درون او شريف کس و نقل کړې ده چې د يزيد په هکله يې وويل: "هغه شراب څښي" دا خبره يزيد ته ورسيده او د هغه د مدينې حاکم ته وليکل چې په مسور حد جاري کړه او تازيانې (کوړې) ورته ولګوه. د يزيد حاکم هغه کار وکړ او مسور د حد له جاري کيدو وروسته ويل: "شراب يزيد څښي خو سزا يې مسور زغمي".
په همدې کتاب کښې بيا احنف بن قيس هم راغلے دے چې د معاويه په وړاندې په يوې ناستې کښې ناست و چې ځينې کسانو د يزيد په هکله خبرې وکړې. معاويه احنف ته مخ کړ او ويې ويل: اےابا بحره! ولې چپ يې او څه دې ونه ويل؟ احنف ورته په ځواب کښې وويل: که رښتيا وايم نو له تا ويريږم او دروغ ووايم نو له خدايا ويريږم. دا تاريخي روايت د اهل سنتو په اصلي سرچينو کښې راغلے دے، د يزيد فسق او د اسلامي خلافت لپاره د هغه وړتيا نه لرل ثابتيږي او په دې هکله څه شک نه پاتې کيږي.
د يزيد کفر
د اهل سنتو زيات عالمان، يو قدم وړاندې شوي دي او د يزيد په کفر يې حکم کړے دے او دا خبره يې په بيلا بيلو دليلونو سره ثابته کړې ده. د دې ډلې پوهانو په نظر کښې په هغه باندې لعنت کول جايز دي او په يزيد باندې د لعنت منعې کوونکي فاسقان ګڼل کيږي.
ابو مظفر شمس الدين سبط ابن جوزي چې د شپږمې پيړۍ له مشهورو پوهانو دے روايتوي چې زما نيکه ابوالفرج په يزيد باندې د لعنت کولو مخالفانو په رد کښې يو کتاب وليکه چې نامه يې: الرد علی المتعصب العنيد المانع من ذم يزيد، ده. هغه په دې کتاب کښې د يزد د کفر په باره کښې او په هغه باندې د لعنت په هکله راوړي دي:
"د يزيد بن معاويه بد ويل او په هغه باندې د لعنت کولو اجازه نه يوازې زۀ، بلکې داهل سنتو متقيان عالمان چې له هغو ځينې احمد بن حنبل دے، هم دا اجازه ورکوي. او هغه په حقيقت کښې د يزيد په هکله داسې څه ويلي دي چې له لعنت هم زيات دي. زما نيکه زياتوي... له احمد بن حنبله مې د يزيد بن معاويه په هکله پوښتنه وکړه، ويې ويل: يزيد هغه کس دے چې مدينه يې خرابه کړه. بيا يې د دا رنګ ګناهګارو په هکله د پيغمبر(ص) حديث نقل کړ".
هغه په ادامې کښې له احمد بن حنبله نقلوي چې هغه د ټولو احتياطونو او ځان ساتلو چې په خلکو له لعنته ځان ساتي بيا هم په يزيد بن معاويه لعنت کوي او د هغه د روايت نقلولو وړ نه ګڼي. همدارنګ د اهل سنتو ډېر عالمان چې له بيلا بيلو مذهبونو دي او په اسلامي نړۍ کښې په بيلا بيلو ځايونو کښې اوسيږي او په بيلا بيلو دورونو او تاريخونو کښې وو په يزيد لعنت کوي او دا کار له اسلامي ذمه وارو يوه ذمه ګڼي چې په راتلونکي بحثونو کښې به راشي.
يزيد او د خلافت نورې بيلګې
کله چې د مسلمانانو په اتفاق سره د يزيد بن معاويه فسق روښانه شو او د ډېرو اهل سنتو پوهانو او فقيهانو له نظره د هغه کفر څرګند شو نو دا نتيجه په لاس راځي چې د يزيد حکومت له اوله غير شرعي او غصبي و نو دې ته په پام د هغه په وړاندې هر ډول پاڅون نه يوازې دا چې شرعي و بلکې د شرعې او عقل له نظره يې څه منعې نه لرله، بلکې لکه څه رنګ چې امام حسين(ع) په خپله يوه خطبه کښې ويلي دي، د هر مؤمن ذمه واري دا وه (نه يوازې د امام حسين يا بل امام) چې خلافت خپل څيښتن ته ورکړي، عدالت قايم کړي او هغه ظالم باچا په خپل ځای کښينوي.
ضروري فقاهت
لکه څه رنګ چې اشاره وشوه، په دې باندې ټول يوه خُله دي چې د خليفه لپاره اسلامي زده کړه ضروري ده. د اهل سنتو ټولو پوهانود خليفه لپاره اسلامي پوهه ضروري ګڼلې ده او بې له پوهې يې خلافت د مقام په لاس کښې اخستل غير شرعي او نامشروع ګڼلي دي. په ځينې کتابونو کښې دې بيلګې ته د "اجتهاد" نامه ورکړې شوې ده په ځينو کښې ورته "علم" او په ځينو نورو کښې ورته فقاهت ويلي شوي دي. له همدې سببه هغوي باوري دي خلفای راشدين بې له استثناء د خپل وخت له فقيهانو وو او په يوه ويش کښې – لکه چې اشاره وشوه – ځينې په لومړۍ درجه کښې او ځينې په دويمې درجې کښې عالمان او مجتهدان وو. په دې لړ کښې يو کتاب چې د فقيهانو او د اهل سنتو د پوهانو نظرونه يې څيړلي دي، دويم خليفه او امام علي په لومړۍ درجه کښې فقيهان ګڼلي دي او عثمان او ابوبکر يې په مينځنۍ درجه يا دويمې درجې کښې ښودلي دي. په دې ترتيب سره، په خليفه کښې د فقاهت شرط د خلافت د مقام لپاره له ضروري شرطونو ګڼل شوے دے.
دې ټولو خبرو ته پام په يو تاريخي، فقهي او حديثي کتاب کښې هم د يزيد بن معاويه په هکله دا نشته چې هغه فقيه و. چې له هغه يو فقهي اصل يا يو روايت پاتې شوي وي. په حقيقت کښې يزيد که رښتونې مسلمان وې او په اسلام باقي پاتې وې، نو عدالت يې ترلاسه کولې او له راويانو کيدې شو او په دې طريقې به د پيغمبر(ص) د حديثونو راوي شماريده که څه هم په يوې واسطې وې.
لکه څه رنګ چې تير شو، د اهل سنتو روايتونه او نقلونه د هغه اسلام راوړل ردوي او د اهل سنتو ډير مشران د کربلا له پيښې وړاندې د هغه د مسلمانيدو انکار کوي. د کربلا له پيښې وروسته هم ډېر اهل سنت باوري دي چې که څه هم په ظاهره مسلمان و خو چې دا کار يې وکړ نو دې کار سره هغه کافر او جايز اللعن شو.
په دې اساس، لکه څه رنګ چې اشاره وشوه، د اهل سنتو ځينې رجال پيژندونکي او څيړونکي، له يزيد روايت نقلول جايز نه ګڼي او ويلي يې دي: "مقدوح فی عدالته و ليس باهل ان يروي عنه" د يزيد عادل نه دے او د دې وړتيا نه لري چې ترې روايت نقل شي.
دا خبرې د دې څرګندونه کوي چې د اهل سنتو د يو کس په نظر کښې هم يزيد فقيه نه ګڼل کيږي. له دې نظره هم د هغه د خلافت مقام او د کربلا په پيښه کښې هغه په حق شونه او يو ديني او اسلامي مشر شونه له دې ټولو خبرو د اهل سنتو عالمان او تاريخي سرچينې انکار کوي په راتلونکي څپرکي کښې به په دې هلکه نور مطلبونه هم بيان شي.
د خلافت د بدليدو طريقه
له دې وړاندې اشاره وشوه چې په اسلام کښې او د خلفای راشيدينو په سيرت کښې، د له يوه خليفه بل ته د خلافت بدليدل په يوې خاص طريقې وو چې د اهل سنتو په نظر کښې يې ديني ارښت او اسلامي اعتبار درلود.
په دې مسلې کښې دوه څيزونه له ټولو زيات اهميت لري:
1. بايد تير شرعي او قانوني خليفه، بې له دې چې غير ارزښت لرونکي مسلې په نظر کښې وساتي په دې هکله قدم اوچت کړي. د اهل سنتو په نظر کښې د څلورو خليفه ګانو له سيرته همدا په لاس راځي چې د زوي او خپل قوم کس د ځای ناستي په توګه ټاکل د شرعې خلاف دي. بايد په دې لړ کښې تله تقوا، نيک سيرت، د مديرت او مشرۍ توان لرل، ميړنتيا او له ټولو مهم د هغه کس عدالت او فقاهت د خلافت د مقام تر لاسه کولو لپاره په نظر کښې وساتل شي.
2. له دې وروسته چې خليفه يو کس د ځای ناستي په توګه وټاکه د مسلمانانو بيعت هم ضروري دے چې دا کار عملي شي او جاري شي. بيعت هم بايد داسې وي چې خلک ورباندې راضي وي او په خپل اختيار سره بيعت وکړي نه په زور زياتي سره، لکه څه رنګ چې ابن خلدون وايي:
بيعت د اطاعت او حکم منلو وعده کول دي. بيعت کوونکي به خپل امير سره دا وعده کوله چې په خپلو او د خلکو په چارو کښې به د هغه حکم ته تسليم وي... او داسې رسم وځې کله به يې امير سره بيعت کاوۀ او عهد او وعده به يې کوله، نو خپل لاس به يې د ټينګتيا او بيعت لپاره د امير په لاس کښې کيښودۀ..."
کله چې بيعت په زور يا فريب او دهوکې يا تمې سره ترسره شي، نو هغه بيعت څه ارزښت نه لري لکه څه رنګ چې ابوحنيفه، عبدالحميد بن جعفر، ابن عجلان او د اهل سنتو نورو مشهورو فقيهانو، که څه هم منصور عباس سره بيعت کړے و خو بيا يې هم د هغه په خلاف بغاوت وکړ او کله چې ورته وويل شول "إنّ فی اعناقنا بيعة للمنصور" يعنې مونږ خو منصور سره بيعت کړے دے!! نو مالک بن انس وويل: "ليس علی مکره يمينٌ په زور او مجبورۍ سره خو اصلا بيعت نه کيږي او څه ارزښت نه لري".
د يزيد د ولي عهد شونې څرنګوالې
هغه طريقې ته په پام چې د خلافت د بدليدو په باره کښې اهل سنتو د خلفای راشديونو په هکله منلې ده، د اسلامي خليفه د جوړيدو يو شرط دا دے چې قبولې او شرعي طريقې سره بايد خلافت لاس کښې واخستې شي. د يزيد په خليفه کيدو کښې دا څو پوښتنې کيږي چې ځوابونو ته اړمن دي:
1. ايا معاويه بن ابوسفيان، د مسلمانانو شرعي او قانوني خليفه و چې د هغه خليفه جوړل شرعي وي او سيرت او سنت وي؟
د اهل سنتو زيات عالمان د خلافت هغه بيلګو ته په پام چې بايد خليفه د رسول الله(ص) په څير وي، او همدارنګ هغه حديث ته په پام چې له پيغمبر(ص) نقل شوے دے چې له ما وروسته خلافت به ديرش کاله دوام ولري او بيا به په ملوکيت کښې بدل شي او خپل اسلامي او ديني ارزښت به له لاسه ورکړي، ويلي دي: اول خبره دا ده چې معاويه له هغه ديرشو کالو وروسته په تخت ناست دے او دويمه دا چې په معاويه کښې د تيرو خليفه ګانو په بيله توګه د خدای د رسول(ص) په شان هغه زهد، علم او جهاد نه و. له دې نظره هغه خليفه نه و، بلکه سلطان (باچا) او امپراتور و لکه څه رنګ چې له اسلامه وړاندې د روم او فارس پاچاهان وو. لکه څه رنګ چې مو د يزيد د کورنۍ په هکله وويل، معاويه نه يوازې دا چې د خلافت وړتيا نه لرله بلکې د پيغمبر(ص) له خوا ورباندې لعنت شوې و او خلک يې د هغه له چلونو او قدرت ته رسيدو خبر کړي وو او د هغه کارونو (هغه جنګونو چې امام علي سره يې وکړل او نوروکارونو) هم په خپل وخت دا ثابته کړه. له دې سببه د اهل سنتو د دې ډلې په نظر کښې، معاويه دا حق نه درلود چې له ځانه وروسته خليفه وټاکي، ځکه چې په خپله يې خلافت په زور زياتي اخستې و او بدعتونه او فسادونه يې ترسره کړي وو چې وروسته به راشي.
2. ايا د يزيد په خلافت ټاکل اسلامي طريقې سره وشو او ورپسې خلکو بيعت وکړ چې هغه ته خليفه ويل صحيح وي؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره، ښه دا ده چې د تاريخ پاڼې ولټوو، اهل سنتو ته قبولې سرچينې مطالعه کړو. د خوشحالۍ خبره دا ده چې ډېرو کتابونو د يزيد قدرت او خلافت ته رسيدل نقل کړي دي او د په ډېرې ښې طريقې سره يې د هغه حاکميت ته رسيدل بيان کړي دي او اهل سنت عالمان دې ته مجبوروي چې د هغه په هکله خپل دريځ څرګند کړي.
ابن اثير د 56 کال په پيښو کښې وايي، لکه څرنګ چې مهمو تاريخ لکيوالانو لکه طبري هم راوړي دي، ليکلي: په دې کال خلک د يزيد بن معاويه د ولايت عهدۍ بيعت ته مجبور کړې شو. د کيسې شورو بلکه ټوله کيسه د مغيرة بن شعبه په لاس جوړه شوې وه. کله چې معاويه دا اراده وکړه چې مغيرة د کوفې له واليتوبه عزل کړي او سيعد بن عاص د هغه ځای ناستې کړي، نو دا خبره د مغيرة غوږ ته ورسيده او هغه وويل: زما نظر دا دے چې معاويه ته وښايم (له دې وړاندې چې ما عزل کړي) استعفا ورکړم چې خلک دا ووايي چې نور د حکومت چلولو شوق نه لرم. هغه معاويه ته ورغله او کله چې شام ته ورسيد، نو معاويه سره له ليدلو وړاندې يې خپلو ملګرو ته وويل: "که نن په دې وخت څه مقام تر لاسه نه کړم نو هيڅکله به ورته ونه رسيږم". دا خبره يې وکړه او يزيد ته ورغے او هغه ته يې وويل: "لوی اصحاب او مشران مړه شوي دي او د قريشو لويان نه دي پاتي. يوازې د هغوي بچي پاتي دي چې په هغو ټولو کښې ته له ټولو زيات فضيلت لرونکے، هوښيار او په سنت او سياست له ټولو زيات پوه يې. زۀ نه پوهيږم چې معاويه کوم څيز له دې هيسار کړے دے چې ستا لپاره بيعت واخلي. يزيد په ځواب کښې وويل: ته دا فکر کوې چې د دې کار سريزې تيارې دي او دا کار عملي کيدې شي؟ مغيره ورته په ځواب کښې وويل: هو، بلکل.
يزيد له دې پيښې وروسته، خپل پلار ته ورغے او د مغيره خبره يې ورته وکړه. معاويه مغيره راوغوښته او د يزيد خبره يې هغه ته وکړه. مغيره وويل: اے اميرالمؤمنينه: ما په تير وخت کښې، د عثمان له خلافته وروسته چې کله په خلافت کښې اختلاف شو، هغه وينې توييدل ليدلي دي او يزيد هم ستا ځای ناستے دے نو د هغه لپاره بيعت واخله چې که څه پيښه شي نو هغه به د خلکو مشري کوي او ستاسو ځای ناستې به وي او په دې طريقه به وينې نه توييږي او فتنې به نه جوړيږي.
معاويه وويل: په دې کار کښې به څوک ما سره مرسته وکړي؟ مغيره وويل: د کوفې ذمه زۀ اخلم او زياد بن ابيه به بصره راضي کړي. کله چې دا دواړه ښارونه راضي شول، نو داسې څوک نشته چې له تاسره مخالفت وکړي. معاويه وويل: نو خپل ځای ته ستون شه او په چا دې چې باور وي هغه سره دا خبره وکړه. هم ته حالاتو ته ګوره او هم به زۀ. مغيره معاويه سره خدای ملې وکړ او خپلو يارانو ته ستون شو. ويې ويل څه وشو؟ ويې ويل: چپ شئ. معاويه ډېر هوښيار کس دے (په دې وړانديز سره مې) د محمد(ص) په امت کښې داسې فتنه رامينځ ته کړه چې هيڅکله به ختمه نه شي.
معاويه او دوه سويز سياست
د تاريخ په ګواهۍ او د معاويه د خپل تير سوفياني تفکر له سببه، هغه تل په دې فکر کښې و، خو د مغيره دې خبرې او د يزيد ټينګتيا سره يې دا نقشه عملي کړه. هغه د يزيد د ولي کولو او د هغه لپاره د بيعت راخستلو لپاره په يو وخت دوه کارونه وکړل .
1. د رعب او مړه ولو طريقه؛
هغه د هغه کسانو په هکله چې د هغوي رضا کول يا تمه ورکول ورته ممکن نه ښکاريدل هغه يې ويشتل او ختمول. د دې کار په وړاندې له ټولو غټ مانع او ستونزه ورته حضرت حسن بن علی عليهما السلام و. هغه چې د خپل پلار له شهادته وروسته په خپله د مسلمانانو خليفه و، معاويه سره په صلحې کښې يې دا ټينګار کړے و، چې په دې شرط د خلکو حکمراني، نه خلافت، لاس کښې واخلي چې له ځانه وروسته به بل حکمران نه ټاکي او په دې خبرې باندې صلحه شوې وه او دواړو اړخونو دا خبره منلې وه: "و ليس لمعاوية بن ابی سفيان اين يعهد الی احد من بعده عهدا بل يکون الامر من بعده شوری بين المسلمين...".
معاويه خپل د نفس غوښتي او ساسي ارمان ته د رسيدو لپاره، د حسن بن علی په خلاف کار شورو کړ او لکه څرنګ چې تاريخ کښې راغلي دي، حسن بن علی عليهما السلام د خپلې ښځې جعدې چې د اشعث بن قيس لور وه، د لاسه په زهرو شهيد شو. او سبب يې دا و چې معاويه هغه دې کار ته هڅولې وه او په سل زره درهمه يې راضي کړې وه. له همدې سببه هغه حضرت ناروغ شو او څلويښت ورځې پس شهيد شو.
تاريخ ليکوالانو په دې خبره ټينګار کړے دے چې هغه امام ته، په ځلونو د معاويه له خوا زهر وکړےشوي دي تر دې چې په اخري ځل ورته په زيات مقدار کښې زهر وکړے شو چې هغه حضرت نور ژوند ونه کړې شو او شهيد شو.
د معاويه له خوا زور زياتې او رعب او وهل ټکول همدارنګ شورو وو. هغه په خپل يو محفل کښې د چې د عراق د استازو په ګډون ترسره شو، په صراحت سره يې خلکو ته وويل چې که د معاويه غوښتې سره مو مخالفت وکړ نو بې له تورې مو بل څه ځواب نشته. معاويه په دې رعب او زور سره خلکو ته څه اختيار پرې نه ښود خو يا د يزيد ولايت عهدي منل وو او يا تورې ته تياريدل وو. ابن اثير د ولايت عهدۍ لپاره د معاويه هڅې دا رنګ بيانوي:
معاويه د خپلو کسانو غوږ ته د يزيد د ولايت عهدۍ خبره واچوله او د هغه ستاينه يې وکړه. او همدارنګ حکم يې وکړه چې د ګير چاپير ښارونو او کلو استازي او ډلې دې هغه ته راوليږل شي. په دې ډلو کښې يوه ډله د محمد بن عمرو بن حزم وه چې د مدينې د خلکو له خوا شام ته لاړ او احنف بن قيس د بصرې د خلکو په ډلې کښې و. محمد بن عمرو معاويه ته مخ کړ او ويې ويل: هر يو مشر د خپلو کشرانو په وړاندې ذمه واري لري؛ د حضرت محمد(ص) د امت په هکله فکر وکړه... بيا معاويه (خپل د فوج مشر) ضحاک بن قيس فهري ته مخ کړ او ويې ويل: کله چې ډلې او استازي راټول شي نو زۀ بيا خبرې کوم. کله چې زما خبرې ختمې شوې، نو بيا به تۀ د يزيد د بيعت په هکله خبرې وکړې او خلکو ته د بيعت بلنه ورکول ستا کار دے چې هغوي په دې هکله وويروې.
کله چې خلک کښيناستل، معاويه د اسلام د لوړاوي او د خلافت مقام د حرمت په هکله خبرې شورو کړې او په دې خبرې يې ټينګار وکړ چې بايد د مشرانو اطاعت وشي او د خليفه اطاعت واجب دے. بيا يې د يزيد ذکر وکړ او په سياست کښې يې د هغه فضيلت او پوهه وستايله. له هغه وروسته ضحاک خبرې شورو کړې او د خدای له ثنا وروسته يې وويل: اے امير المؤمنينه! له تا وروسته خلک والي او ځای ناستي ته اړمن دي. بيشکه چې په دې خبرې سره به دوستي او يووالې محفوظ پاتې شي او زمونږ ښه په همدې کښې ده او د ادامې لپاره زيات امنيت او اخرت ښه کيدو لپاره همدا غوره ده او... يزيد د امير المؤمنين زوې دے او لکه څه رنګ چې مونږ ته پته ده په سلامتۍ او ښه هدايت کښې د خپل پلار په شان دے او په علم او زغم او صبر کښې له ټولو ښه او هوښيار دے. نو ولايت عهدي د هغه حق دے. نو هغه له ځانه وروسته نښه او د امن ځای وګرځوه چې د هغه سيوري لاندې وو. له هغه وروسته عمر بن سعيد اشدق، همداسې خبرې وکړې او بيا يزيد بن مقنع عذري پاڅيد او ويې ويل: "دا کس امير المؤمنين دے" او معاويه ته يې اشاره وکړه. "نو که هلاک شو نو دا کس امير المؤمنين دے" او يزيد ته يې اشاره وکړه، "او څوک چې دې خبرې سره مخالفت وکړي، نو ځواب يې دا دے" او خپلې تورې ته يې اشاره وکړه. معاويه ورته وويل: "کښينه د خطيبانو سردار يې"
په همدې کتاب کښې بيا د نورو ډلو راتګ بيان شوے دے چې ځينو په کښې د معاويه د يزيد د ولي کولو په ځواب کښې په څرګنده وويل: "که د يزيد د وړتيا په هکله رښتيا ووايو نو له تا ويريږو او که دروغ ووايو نو له خدايه ويريږو. نو... ښه دا ده چې ووايو مونږ درته تسليم يو: و انما علينا ان نقول سمعنا و اطعنا..." د معاويه درباريانو د دوي په ځواب کښې وويل: د مجبورۍ له مخې دې سمعا و طاعة نه وايي؛ ځکه چې بله لار هم شته: "و انما عندنا سمع و طاعة و ضرب و ازدلاف؛ که اطاعت مو ونه کړ، نو لرګي او تورې هم شته، هغه هم خوښولې شئ"!
2. د تمې او مال ورکولو طريقه؛
د زور او زياتي طريقې سره سم هغه د تمې او د بيت المال د خرچ کولو او ورکولو طريقه هم خپله کړې وه. او نيغ په نيغه يې د دې نقشې لپاره ډېر مال خاص کړه او د اسلامي نړۍ لويو کورنو، مشرانو او خاصو کسانو ته په بيله توګه عربستان کښې خلکو ته ورکړې او خپل واليان او کارمندان يې هم دې لارې ته وهڅول او ورته يې حکم وکړ. هغه سل زره درهم عبدالله بن عمر ته راوليږل. ابن عمر اول هغه قبول کړل، خو کله چې د يزيد د ولي او هغه سره د بيعت خبره واوريده نو ويې ويل: بايد خپل دين او ايمان د دې بيعت په بدل کښې خرڅ کړم او دا درهم کم دي!
د معاويه واليان، چې يو په کښې مغيرة ابن شعبه و، کله چې له معاويه ستانه شول او کوفې ته راغلل، نو خپلو ملګرو سره يې مشوره وکړه او لس کسان يې د ديرشو زرو درهمو په مقابله کښې واخستل او يوه ډله يې معاويه ته شام ته وروليږله چې د يزيد ولايت عهدي تاييد کړي. کله چې دا ډله ورسيده، نو معاويه موسی بن مغيره ته مخ کړ چې دغه وخت د کوفې مشر و او ورته يې وويل: ستا پلار د څومره درهمو په بدل کښې د دې کسانو ايمان اخستےدے؟ ځواب يې ورکړ: په ديرش زره درهمه. دغه ځای کښې معاويه وويل: په رښتيا چې ارزان يې اخستے دے! د نورو کسانو په ملاقاتونو او د بيعت په څرګندونه کښې، چې يو ترې عروه و معاويه همدارنګ کار وکړ: "فقال معاوية لعروة سراً عنهم بکم اشتری ابوک من هولاء دينهم قال باربعمأة دينار، قال لقد وجد دينهم عندهم رخيصاً" لکه څه رنګ چې وړاندې وويل شول، کوم کس چې د دې کار لپاره وګمارلې شو هغه زياد بن ابيه و. هغه معاويه له دې کاره ويرولې و.
معاويه په 50 هجري کال کښې د حج کولو په بهانې مدينې ته روان شو او له دې وړاندې د دې ښار والي ته سپارښتنه وکړه چې څومره کيدې شي نو خلک تيار کړه. نو کله چې مدينې ته ورننوت نو حکم يې وکړ چې عبدالله بن عباس، عبدالله بن جعفر، عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبير دې هغه ته راوستې شي او څوکيدار ته يې وويل چې تر څو دا کسان له ما سره دي نور څوک دننه پرې نه ږدي.
معاويه د خدای له ثنا او په رسالت باندې له شهادته وروسته وويل: "زۀ د ډېر عمر شوې يم او بوډا او ضعيف شوې يم او خپل مرګ نزدې ګڼم. نو په نظر کښې مې نيولې ده چې له ځانه وروسته يزيد خليفه کړم. تاسو هم د قريشو ښه لوی او پوه کسان يئ. او حسن او حسين مې ځکه نه دي راغوښتي چې هغوي د خپل پلار زامن دي زۀ هغوي ته هم ښه نظر او ورسره مينه لرم".
دا سفر د امام حسن مجتبی(ع) په ژوند کښې ترسره شو، په دې کښې ډېر په هوښيارتيا سره چل جوړ شوې و. دا خو روښانه ده چې په دشمنانو باندې د بري لپاره يوه لاره دا ده چې خپل ملګري مزبوت کړے او د دښمنانو ملګرو کښې اختلاف واچوې. معاويه د يزيد د حاکميت لپاره عباس او جفعر بن ابي طالب او د مدينې نور مشران راغوښتي وو او دا يې غوښتل چې هغوي د علي(ع) له اولاده او علويانو جدا کړي د دې لپاره چې ورته پته وه چې دوي سر نه ټيټوي او د دې لپاره هم چې د هغوي تر مينځ جدايي او مخالفت راولي. او له همدې سببه يې هغوي دې ناستې ته ونه بلل.
د معاويه په ځواب کښې عبدالله بن عباس د خدای ثنا وکړه او په پيغمبر(ص) باندې يې درود وويل او په همدې يې بسنه وکړه او د يزيد د ولايت عهدۍ مسلې يې داسې وګڼله لکه چې نه يې وي اوريدلې او د دې په ځای يې دا خبرې وکړې چې خدای پيغمبر(ص) په کومې طريقې خوښ کړ. دغه وخت عبدالله بن جعفر خبرې شورو کړې او د پيغمبر(ص) د کورنۍ په نورو باندې د لوړاوي خبرې باندې يې ټينګار وکړ. هغه د امام حسن او د امام حسين په نه راغوښتلو اعتراض وکړ او په معاويه باندې يې سختې نيوکې وکړې، او ويې ويل چې له خدايه وويريږه او اوس چې د خلکو مشري دې په لاس کښې اخستې ده نو د خلکو په فکر کښې شه. عبدالله په ادامې کښې معاويه ته دا يادونه وکړه: "تا ته خو دا پته ده چې حسن او حسين د علمونو او شرافت خزانې دي"
بيا عبدالله بن زبير هم د حاضرانو دريځ او د امام حسن او امام حسين(ع) د نه راتلو په هکله اعتراض وکړ او له هغه يې وغوښتل چې له خدايه وويريږه او انصاف مه هيروه. هغه په حقيقت کښې دا خبره کوله چې د امام علي(ع) د زامنو حسن او حسين(ع) په شتون کښې د خلافت وار د يزيد په شان کس ته نه رسي.
معاويه د حاضرانو د خبرو له ختميدو وروسته دې نتيجې ته ورسيد چې له دې سفر او په دې کښې له شوي کارونو دومره معلومات ترلاسه کړي چې د خلکو خيالات ورته معلوم شي او په راتلونکي وخت کښې د خپلو نقشو عملي کولو لپاره له همدې معلوماتو ګټه واخلي. لکه څه رنګ چې وړاندې اشاره وشوه، هغه له دې سفره وروسته امام حسن(ع) شهيد کړ او په دې طريقه له ټولو لوی خنډ او مانع چې په سياسي توګه د امام او خلافت له ټولو لوی مدعي او جامع شرائط امام و له مخې لرې کړ.
د امام حسن له شهادته وروسته عبدالله بن عباس سره د معاويه خبرې په دې باندې ټينګار کوي چې هغه د هغه حضرت له لوړ مقام او فضيلتونو خبر و او د يزيد د خلافت لپاره له هغه ويريدۀ. معاويه د تير رسم مطابق دا ځل امام حسين(ع) ته څه ونه ويل او د جاهليت د رسم مطابق له بني هاشمو د هغوي له ټولو مشر عبدالله بن عباس ته ورځي او له هغه ته تمه ورکوي، او له قبيلې يې جدا کړ. معاويه له عبدالله بن عباسه په دې ليدلو کښې وپوښتل: اوريدلي مو دي چې له امام حسنه واړه ماشومان پاتي شوي دي. عبدالله چې د معاويه له باطنه خبر و، ځواب يې ورکړ: مونږ ټول واړه و او لوی شو. معاويه پوښتنه وکړه: حسن (ع) د څو کالو و چې مړ شو؟ ابن عباس ورته وويل: د امام حسن زوکړه له دې ډېره اوچته ده چې د هغې په هکله څوک ځان ناخبره وګڼي. معاويه ابن عباس ته وويل: او د خپل قوم (بني هاشمو) مشر ته يې؟ ابن عباس وويل: تر کومه چې اباعبدالله الحسين(ع) ژوندې دے نو داسې نه ده.
د معاويه په ژوند کښې اخرنۍ هڅې
معاويه د ا مام حسن مجتبی(ع) له شهادته وروسته خپل ډېر کار د يزيد د خليفه شونې لپاره په مدينه کښې پيل کړ. هغه ښه خبر و چې تر اوسه مدينه او اسلامي نړۍ کښې ډېر اهميت لري؛ ځکه د همدې ښار مشرانو د وړاندې خليفه ګانو خلافت په تسليمولو سره د هغوي حاکميت ته مشروعيت ورکړې و، د نورو مسلمانانو لپاره يې د اطاعت لار هواره کړې وه. لويو اصحابو او تابعانو لکه امام حسين(ع) او نورو د مسلمانانو تر مينځ لوړ سياسي مقام درلود. هغه د مروان بن حکم د ناکامه کوششونو وروسته په مدينه کښې هغه عزل کړ او د هغه په ځای يې سيعد بن عاص خپل خاص پروګرام سره چې په مدينه کښې له لويانو د يزيد لپاره بيعت واخلي، ولي وټاکه.
هغه که څه هم يو نوې حاکم د هغه په ځای وګماره، په خپله يې هم حسين بن علي(ع)، عبدالله بن عباس، عبدالله بن جعفر، عبدالله بن عمرو او عبدالله بن زبير سره يې رابطه پرې نه کړه او خپل ليکونه يې په خاص عبارتونو او خاصو طريقو سره هغه ته راوليږل. او سعيد ته يې حکم کاوۀ چې دا خطونو هغوي ته ورسوه او هر يو کس سره د هغه په مطابق کړۀ وړه لره.
سعيد بن عاص به ښه سختې طريقې سره خلکو ته ازار رساوۀ چې د يزيد لپاره بيعت واخلي. ځينې کسانو يې بيعت وکړ، خو اکثر يې له بيعته منکر وو، په بيله توګه بني هاشمو ولاړتيا وکړه. عبدالله بن زبير هم مخالفت وکړ. سيعد بن عاص په يوۀ ليک کښې معاويه ته ليکي:
خلک يزيد سره په بيعت کښې سستي کوي او په بني هاشمو کښې يو کس هم يزيد سره بيعت نه دے کړے. عبدالله بن زبير هم په څرګنده خپله دښمني وښوده. زۀ بغير له فوځه او کسانو دا کار نه شم کولې. په خپله (معاويه) مدينې ته راشه.
معاويه، عبدالله بن عباس، عبدالله بن زبير او عبدالله بن جعفر او حسين بن علي(ع) ته ليک وليکه. او له سيعد بن عاص يې وغوښتل چې دا ليکونه ورورساوه. هغه په يو بل ليک کښې سعيد دې ته بللی دے چې خلکو سره په تفکر او سوچ سره او امام حسين(ع) سره په نرمۍ سره خبرې وکړه. د عبدالله بن زبير په هکله يې ورته سپارښتنه وکړه چې په هوښتيارتيا او ويښتيا سره يې پوه کړه، هغه په خپله هم په خپلو ليکونو کښې دا طريقه خپله کړې وه د مخاطب شان او مقام ته به يې کتل او هماغه رنګ ليک به يې ليکه او سياست يې دا و چې يا يې تمه ورکوله او يا يې ګواښل.
عبدالله بن عباس ته يې وليکل: ما ته په دې د عثمان د قتل په الزام کښې چې خلک دې ورته هڅولي و، مړ کولې شوې. خو چې کله هم زما ليک درورسي نو جمات ته لاړ شه او د عثمان په قاتلانو لعنت وکړه او زما حاکم سره بيعت وکړه. چا چې کله څوک وويرول نو بيا خو عذر لري او ته په خپله په ځان ښه پوه يې.
عبدالله بن جعفر ته يې وليکل: تاته پته ده چې زۀ تا په نورو غوره ګڼم او ستا او ستا د کورنۍ په ښه حسن نظر لرم. ستا په هکله داسې خبر راغلے دے چې زۀ ورباندې خوشحال نه يم. که بيعت وکړې، نو مننه به دې وي او که له بيعه مخ واړوې، نو ورته به مجبور شې.
د عبدالله بن زبير په ليک کښې يې يو شعر وليکه چې ښکاره سپکاوې يې و. داسې لکه چې ورته وايي چې د خليفه مخالفت کول او د هغه مقابلې کې ودريدل ستا لپاره درنانه دي او ته د خليفه د مخالفت وړتيا نه لرې.
امام حسين(ع)، د مخالفت له ټولو لوي اړخ
معاويه له نورو زيات خبر و چې په مخالفانو کښې له ټولو زيات مخالف چې بل څارې نه لري هغه امام حسين(ع) دے. له همدې سببه يې هغه حضرت ته په ليک کښې د هغه حضرت مشري او درناوې په نظر کښې وساتۀ او ويې ليکل: "ستا له خوا داسې خبرونه رازي چې هيڅکله مې دا فکر نه کاوۀ چې داسې کارونو ته ګروهنه ولرې، په وفادارۍ کښې له ټولو ښو کسانو هغه چاسره بيعت کړے دے چې په بزرګۍ او شرافت او منزلت کښې ستا په شان دے، نو اوس د خلافت په کار کښې کشمکش مه کوه، له خدايه وويريږه او دا امت د فتې په لور مه راکاږه او د خپل ځان او دين او د محمد(ع) امت خيال وساته" هغه ليک په دې ايت سره سر ته رسولې و: "ولا يسْتَخِفّنّکَ الّذيْنَ لا يوقِنُون".
امام حسين(ع) هم داسې وخت ته په تمه و نو چې يو داسې وخت په لاس راوړي چې معاويه ته په ځواب کښې له يوۀ طرفه د هغه د حکومت بې لارې او انحرافات او له بلې خوا د پيغمبر(ص) د دين او د هغه کورنۍ سعادت ورته بيان کړي او نه يوازې دا چې د هغه درباريان بلکې د اسلامي ټولنې تاريخي راتلونکې د بني اميه له ظلمونو خبر کړي، نو د معاويه په ځواب کښې يې يو داسې ليک وليکه چې خپلې راتلونکې لار يې ورته وښوده. او د تل لپاره معاويه د هغه ياران هغوي سره له مرستې نهيلې کړل او د هغه ټولې نقشې چې معاويه د علويانو د مرسته لپاره جوړې کړې وې له منځه يوړې:
ستا ليک راورسيد. تا ليکلي دي چې زما له خوا درته داسې خبرونه درغلي دي چې تا يې تمه نه لرله او دا ګمان دې کاوۀ چې داسې څيزونه ته ګروهنه ونه لرم. نيکۍ او خير د خدای په لاس کښې دي. که هغه اراده وکړي نو انسان د نيکمرغۍ په لور بيايي او که اراده ونه کړي نو د هدايت لاره ورته نه نصيبوي، په خپل ليک کښې دې ليکلي دي چې زما له خوا درته څه خبرونه درسيدلي دي. دا خبرې تا مغرضو، جاسوسانو او غلط خبر وړونکيو کسانو دررسولي دي چې هغوي غواړي چې په ټولنه کښې جدايي راولي. دا ګمراه کسان چې له سمې لارې وتي دي په ما پسې دروغ تړي. زۀ د جنګ او اختلاف څه اراده نه لرم، خو ستا او ستا د ملګرو له جنګه چې قاسطين يئ، خدای ته پناه وړم. هغه ظالمان کسان چې ستا په خوا کښې جمع شوي دي، د ظالمانو په ډلې کښې دي او د شيطان ملګري دي. ايا ته د حجر او د هغه د يارانو قاتل نه يې چې هغه زاهدان کسان وو؟ هغوي د بدعتونو د ختمولو او امر بالمعروف او نهي عن المنکر لپاره پاڅون کړے و تا د ظلم او زياتي په سبب له دې وروسته چې ورسره دې وعده وکړه خپله وعده دې ماته کړه او هغوي دې ووژل او خدای دې ځان سره دښمن کړ.
ايا تا دا دعوا ونه کړه چې زياد د ابوسفيان زوې دے؛ په داسې حال کښې چې پيغمبر(ص) وفرمايل: "الولد للفراش و للعاهر الحجر. له دې وروسته چې زياد دې خپل ځان سره وتړۀ هغه دې په خلکو مسلط کړ او په مسلمانانو يې سختۍ شورو کړې او د هغوي لاس او پښې يې پرې کړل او د ونو په څانګو کښې يې اويزان کړل. اے معاويه! داسې ښکاري لکه تۀ له دې خلکو نه وې او دا خلک هم له تا نه وي. ايا ته د حضرمي قاتل نه يې؟ زياد تا ته خبر درکړ چې حضرمي د علی بن ابی طالب په دين دے، ايا علی د خپل ترۀ زوي (پيغمبر) په دين نه و چې ته اوس د هغه په ځای ناست يې؟ په جاهليت کښې ستا او ستاسو د پلرونو لوی فخر دا و چې په ژمي او اوړي کښې به يې کاروانونه بوتلل او تجارت به يې کاوۀ. اوس زما د نيکه په برکت په دغه مقام ناست يې او دومره ظلمونه او فسادونه کوې. او اوس ماته په ليک کښې ليکې چې د پيغمبر امت په فتنه کښې ما اچوه! زۀ خو ستا له حکومته بله غټه فتنه نه وينم. په خپل ليک کښې دې ليکلي دي چې د ځان، خپل دين او د پيغمبر د دين خيال وساته. قسم په خدای! تا سره له جهاد کولو بل څه غوره نه ګڼم. که تاسره مې جهاد کولې شوې نو تاسره به جهاد کول زما لپاره يو لوی عبادت و او که نه شم کولې نو له خدايه معافي غواړم او له خدايه د جهاد توفيق غواړم په ليک کښې دې ليکلي دي چې زۀ تاسره مکر کوم نو ته به هم ماسره مکر کوې. نو اے معاويه اوس ماسره مکر او چلونه کوه او څه چې دې زړه غواړي هغه وکړه. له تېرو زمانو راهسې نيکو بندګانو سره مکر شوے دے هيله لرم چې ته به بې له ځانه بل چاته څه ضرر ونه رسوې او خپل ګنده عمل به نابود کړې. اوس چې څومره شيطاني کوې نو ويې کړه.
اے معاويه! له خدايه وويريږه او پوه شه چې خدای يو کتاب لري چې په هغې کښې د واړۀ او لوی ټول عملونه ليکل کيږي. پوه شه چې خدای ته نه يې هير کړې او ډېر زر به تا ناڅاپه راونيسي او د دې دروغو او تورونو به درنه پوښتنه وکړي. تا اوس يو داسې ماشوم د مشرۍ لپاره ټاکلے دے چې شرابخور دے او سپو سره لوبې کوي. زۀ دا وينم چې ځان او خپل دين دې نابودۍ ته اچولې دے.
له تاريخي روايتونو دا په لاس راځي چې امام حسين(ع) په بيلا بيلو مناسبتونو سره معاويه په دې باندې ملامته کړے دے چې هغه يزيد د ځای ناستي او جانشين په توګه ټاکي او دا بدعت يې له بيلا بيلو لارو بد ګڼلی دے او د دې د خطرو په هکله يې معاويه ته خبردارې ورکوي په يو بل ځای کښې په يو بل ليک چې هغه معاويه ته داسې ليکي:
بيا دې خپل هغه ځوان زوې چې شرابخور او سپو سره لوبې کوونکے و خپل ځای ناستې وټاکه. نو په خپل امانت کښې دې خيانت وکړ او خپل لاندې کسان دې تباهۍ ته راکاږل او د خپل خدای سپارښتنه دې په ځای رانه وړه. تۀ څه رنګ هغه کس د مسلمانانو مشر کوې چې شراب څښي، سره د دې چې شرابخور له فاسقانو او تبهکارانو دے. هغه شرابخور چې د يو درهم امين نه دے هغه به د امت څه رنګ امين شي؟ ډېر زر به د خپل بد عمل نتيجه ووينې.
امام حسين تل د معاويه د دې بدعتونو لکه د خلافت په اموي قبيلې کښې د ارثي کولو او د يزيد د وړتيا نه لرولو له بيلا بيلو اړخونو څرګندونه کوله او ورسره به يې مخالفت کاوۀ. هغوي په هغه ګډه ناسته کښې چې پکښې عبدالله بن عباس او معاويه هم وو هم د معاويه په ځواب کښې چې کله يې د يزيد د خلافت خبره وکړه نو په غصه کښې يې وويل: "تا چې د يزيد په هکله څه وويل چې حدکمال ته رسيدلے دے او د محمد(ص) د امت د چلولو توان لري، ما وليدل!! ايا ته د هغه په هکله خلک غولوې؟ لکه چې د يو ناپيژندلي سړي په هکله خبرې کوې يا د يو داسې کس په هکله خبرې کوې چې ترې ډېر خاص خبر يې؟ يزيد خو خپل کړه وړه سره خپل فکر ښيي؛ سپو سره لوبې، کوترو سره لوبې، ډمو سره کښيناستل او ساز او رباب اوري او نور لهو لعب!...".
امام حسين(ع) خپل دا کردار د يزيد د حکومت په هکله وساتۀ او د خپل انقلاب دريځ په ادامې کښې يې په بيلا بيلو مناسبونو او وختونو کښې خلک له هغه خبر کړل هغوي د حر بن يزيد رياحي لښکر سره د مخامخيدو په وخت هم په تفصيل سره خبرې کړي دي او خپل ديني پلو او سياسي، کلتوري او ټولنيز شرطونه يې بيان کړي دي او د خپل انقلاب د ضرورت دليلونه يې په بيلا بيلو اړخونو څرګند کړي دي.
هغوي د هغه کسانو په ځواب کښې چې هغه يې له قيامه په دې دليل منعې کول چې برابر يې نه دے لکه د فرزدق، عبدالله مطيع او عبدالله بن جعفر او نورو کسانو د ليکونو په ځواب کښې خپل دريځ په يقين سره بيان کړ او د يزيدي نظام د فسادونو په ختمولو او د ټولنو د اصلاح لپاره يې ټينګار کړے دے.